Jump to content

هلمند ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هلمند
هيلمند
د ارغنداب دره د ارغنداب رود پر سنګ د کندهار او هلمند تر منځ
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱٬۴۴۶٬۲۳۰[۳] — ۸۵۹٬۶۰۰ — ۱٬۴۴۲٬۵۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۸٬۵۸۴ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۰۰′شمال ۶۴°۰۰′ختیځ / 31.0°شمال 64.0°ختيځ / 31.0; 64.0
Map

هلمند چي د مساحت له پلوه د افغانستان تر ټولو ستر ولايت گڼل کېږي د افغانستان په سوېل کي پروت دى، چې شمال ختيځ ته يې کندهار، لویدیيځ ته يې نيمروز او شمال ته يې ارزگان ولايتونه پراته دي

اداري وېش

• لښكرگاه، د ولايت مركز،

باباجي ولسوالي

• كجكي، ولسوالي،

نهرسراج ولسوالي


ګرشک ولسوالي

• موسى كلا، ولسوالي،

• باغران، ولسوالي

بغني ولسوالي

• نوزاد، ولسوالي

• واشېر، علاقه داري،

• نادعلي، ولسوالي،

ناوه خلچ ولسوالي

• خانشين (رېگ)، علاقه داري،

بهرامچه ولسوالي

• ديشو، ولسوالي،

• گرمسېر، ولسوالي.

میانشین ولسوالي


د هلمند ټوله نفوس لږ تر لږه ۳ میلونه کیسان اتکل کیږي. ولي د تیرو ۴۰ کلونو جګړو او د جمهوریت دورې د ناکامه حکومتولۍ له امله یې تر اوسه د نفوسو دقیقه شمیره نه ده معلومه


هوا

د هلمند هوا د لويې دښتې ، لك دوكند دښتې، گرمسير، مارگو او سوررېگ د دښتو په وجه كاملا صحرايي ده او په شمالي برخه كې يې د غرنو د موجوديت په وجه په نيمه سحرايي بدليېږي. بست د بحر له كچې څخه ۷۸۰ متره لوړوالې لري او د هرات د ۱۲۰ ورځو بادونه هلته ډېر اغېز لري. په بست كې د باران اندازه له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ ملي مترو پورې اټكل شوې ده. او شمالي لورې ته يې چې غرنۍ سيمه ده له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ملي مترو پورې رسېيږي. د تودوخې لوړه درجه يې د دېشو او بست په برخه كې ۳۰ څخه ۴۰ درجې سانتي گرېډ ترمنځ او په غرنيو برخو كې د ۲۰ او ۲۵ درجو ترمنځ ثبت شوېده. د ژمي په موسم كې د بست او دېشو هوا +۵ او د باغران هوا صفر او ۲- درجو ته رسېږيس. په بست كې واوره نه كېږي. ژمې يې ښه معتدله هوا لري اوړې يې تود او سوځوونكې گرمي لري.

ځمکنی جوړښت

د دې ولايت په ځمكني جوړښت نسبتا همواره زمكه تشكيلوي، يو شمېر دښتې لكه: د شمينار دښتې، بخيل دښتې، ملك دوكند دښتې، شاه اسمعيل او لويې دښتې. همداراز د ارغنداب سيند، د موسى كلا سيند او د هلمند سيندونو ډېر تغييرات راوستلي دي. په دې ولايت كې د كجكي بند ډېر ستر او گټور بند دى، چې په يوه ساعت كې ۶۰۰۰۰كيلوواټه برق توليدوي او دا شمېره په يوه ساعت كې ۱۰۰۰۰۰كيلوواټو ته هم پورته كېدلاى شي. د نادعلي كانال، مارجه او دروېشان كانالونه يې ډېر مهم او خړوب كانالونه دي. د دې ولايت خلك گنبدي كورونه جوړوي، خلكو يې پخوا ډېر اوښان درلودل، خو اوس موټرو د اوښانو ځاى نيولى دى.

فرهنګ

فرهنگي حالت د ژوند د چاپېريال په ارتباط د مېشتو خلكو په ارتباط پورې اړه پېدا كوي. په هلمند كې توده هوا ددې سبب شوې چې خلك خپل كورونه په گنبذي شكل او له خټو جوړ كړي. ترڅو له گرمۍ څخه په امن كې وي. ددښتو او صحراگانو په ترانسپورټ كې اوښآن د هغوي د انتقال ډرې ښې وسيلې وى. مگر موټرو د هغوي ځاى نيوه. دى ولايت كې يو دارالمعلمين ؤ، د هلكانو او جنكيو گڼې لېسې وې، چې ښوونه به پكې په لوړه كچه كېده. لكه څرنگه چې د پسپرلي په موسم كې د غرونو لمنې، دښتې او څړځايونه ټول شنه وي نو خلك هم د پسونو په روزلو لاس پورې كوي او مالداري ډېره لري، چې بيا له وړيو څخه خلك په غالۍ، نيمڅي او ټغر اوبدلو كې گټه اخلي ، او دا خلك پدې شيانو كې ښه وړتيا هم لري. پنبه په كې ډېره كرل كېږي. د غوړيو، صابون جوړولو او بورې ښې فابريكې لري. په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل.

تاريخي سیمي

د هلمند ولايت تاريخي ځايونو كې د قلعه بست دروازه، د محمود غزنوي د وخت ويجاړه شوې ماڼۍ، د لښكرگاه كنډوالې، پخوانۍ سكندريه او تر اسلام دمخه كنډوالې يې تاريخي سيمې دي. خو له بده مرغه دا تاريخي سيمه د خپلو پخوانيو تاريخي وياړونو په بيا جوړونه او ابادونه كې پاتې راغلې ده. مهم لاسته راوړنې په ۱۹۶۶زكال د سل مليونو ډالرو په لگښت بغرا نهر بيا جوړ شو او ۱۰۷۲۰۰ ميله مربع زمكه يې تر اوبو لاندې او د كرنې وړ وگرځوله.

اقلیم

دا ولايت تقريباً صحرايي اقليم لري، په بست كې د باران كلنۍ اندازه دي ۵۰ او ۱۰۰ ملي مترو په شا و خوا كې وي او شمال، يعنې غرنۍ لوري ته يې د كلني اورښت اندازه ۲۰۰ او ۳۰۰ ملي مترو په اندازه اټكل شوې ده. په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل. په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت گل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توگه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري او ۲۷۹۰۰ جريبه ځمكه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنگلونو نيولې ده.

په ټوليز ډول په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت گل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توگه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري. د هلمند ولايت پراخ ځنگلونه لري، چې له ټولې زمكې څخه يې ۲۷۹۰۰ جريبه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنگلونو نيولې ده.

نفوس

د هلمند ولايت ټول نفوس چې د ۱۳۵۹هجري لمريز كال د احصايې لمخې اټكل شوې، پنځه لكه يوڅلوېښت زره پنځه سوه څلور پنځوس تنه اټكل شوې دى. مساحت يوشپېته زره اته سوه شپاړس كيلومتره مربع ولسوالي نفوس (د ۱۹۹۰م كال د اټكل له مخې) مساحت بست ۵۶۲۱۷ مساحت ۹۹۸ خانشين ۲۱۱۱۴ مساحت ۷۴۱۳ نهرسراج ۷۱۸۹۸ مساحت ۱۶۹۲ څاروان كلا ۲۰۳۴۸ موسى كلا ۴۱۱۵۹ مساحت ۱۳۸۶ كجكي ۶۴۹۵۵مساحت ۲۲۶۸ نوزاد ۴۱۵۴۳ مساحت ۴۵۸۱ واشېر ۱۴۳۰۴ مساحت ۴۱۲۳ گرمسېر ۴۴۶۹۸ مساحت ۲۰۶۹۰ نادعلي ۵۱۸۱۹ مساحت ۴۶۲۵ ناوه باركزي ۵۰۱۰۸ مساحت ۶۶۰ بغران ۴۴۲۹۲مساحت ۳۵۶۶ ديشو ۱۹۰۹۹مساحت ۹۸۱۴ ټول نفوس ۵۴۱۵۵۴ ټول مساحت ۶۱۸۱۶

جریدې

هلمند جريده: دا له هلمنده خپرېدونکې دولتي جريده ده، چې اوس هم چاپېږي او دولت يې مالي مصارف ورکوي. بگړۍ (پگړۍ) د بست فرهنگي ټولنې مهالنۍ مجله ده، چې تر اوسه يې څو گڼې چاپ شوې دي. بست: دا مياشتنۍ جريده چې د هلمند خپلواک فرهنگيال يې چلوي اوس هم کله ناکله چاپېږي. سيستان: د دې خپرونې ځينې گڼې په تېرو کلونو کې چاپ شوي دي.

== تاریخ په اوستا كي د هلمند يادونه د هيتومند په نوم سوې ده. دا سيمه تر ميلاد ۳۰۰۰ كاله وړاندې تاريخ لري چي د بست ښار يې مهم دفاعي مرکز او د سلطان محمود غزنوي له خوا جوړ سوى وو. ددې ځاي دروازه او رواق يې اوس هم د هغه وخت د افتخاراتو څرگندويي كوي. دا ښار د غزنويانو دويمه پلازمېنه وه، خو علاوالدين جهانسوز، چې كله غزني ته اور ورته كړ، تر هغې وروسته يې بست هم وران كړ. هغه مهال چې اعرابو زرنج له منځه يووړ، بست پر خپل حال ولاړ و، په بست كي سكندر مقدوني هم يوه كلكه كلا جوړه كړې وه، خو دا هرڅه چنگېز خراب كړه او چې څه ترې پاتې او يا وروسته ابادې شوې وه، هغه تېمور لنگ گورگان له منځه يووړل. تر یادو پیښو څو پېړۍ وروسته دې سیمي ته د حبيب الله خان پام شو او د ابادۍ لپاره يې ښه گامونه واخيستل. لوى نهر يې ورته تېر كړ، ښېرازه او سمسور یې کړ او بيا كله چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه واك ته ورسېد، د واكمنۍ په دوران كې يې هلته د امريكايانو په مرسته ډېر كارونه پيل كړل. نوى ښار يې د لښكرگاه په نوم جوړ كړ چي ډېري پانگې او پروژې يې تر كار لاندې ونيولې، خو وخت ورسره وفا ونه كړه او سردار داود پرې کودتا وكړه. د داوودخان په جمهوریت کي د هلمند لپاره ستر اقتصادي پلانونه په نظر کي نیول سوي وه خو داچي هغه هم وپرځېدی هلمند نور څلوېښت کاله د ابادی مخ ونه لید، څو چي په 2002 کال د حامد کرزي د واکمنۍ په راتګ سره هلمند ته څه ناڅه کارونه وسول. دا چي هلمند په جمهوري دوره کي د جګړې ستر ډګر وو د حامد کرزي ترڅنګ اشرف غني هم ونه توانېدی چي دلته په کاپي اندازه چوپړتیاوي ترسره کړي خو ولسمشر اشرف غني دجګړې سره سره د هلمند یوشمېر پروژې مخ ته یووړې چي یوه یې هم د کجکي بند پروژه وه کوم چي د نوموړي د حکومت تر پرځېدو وروسته د اسلامي امارت له لوري پرانیستل سوه.

    • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
    • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
  1. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named governor
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named cso
  3. "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020.