Permanently protected article

کابل ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


کابل
د کابل انځور
د کابل انځور

د افغانستان په نقشه کې کابل ولايت رنگ کړی شوی دی
د افغانستان په نقشه کې کابل ولايت رنگ کړی شوی دی

کورډېناټونه: ۳۴°۳۴′شمال ۶۹°۱۳′ختیځ / 34.56°شمال 69.22°ختيځ / 34.56; 69.22  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ادارې وېش
هېواد Flag of Taliban.svg افغانستان
پلازمېنه کابل
ادارې ويش
حکومت
 • والي احمدالله عليزۍ
سیمه
 • سیمه ۴٬۴۶۲ کلوميټر٢ (۱٬۷۲۳ میله  مربع)
لوړوالی 1908 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د نفوس شميرنه (2012)[۱]
 • ټولټال ۳٬۹۵۰٬۳۰۰
 • د نفوسو کثافت ۸۹۰/کلوميټر٢ (۲٬۳۰۰/ميله مربع)
تسمية السكان کابليان
آخر معلومات
وخت زون UTC+4:30
رسمي ژبه پښتو
دري
ترکمني ژبه
اوزبکي ژبه  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1138957[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أيزو 3166 AF-KAB
مهمې ژبې پښتو
دري

کابل چې د هېواد په ختيځ کې پروت دی، د افغانستان له څلوردېرشو ولايتونو نه يو دی. د ولايت مرکز د کابل ښار دی چې د افغانستان پلازمېنه او ستر ښار هم دی. په ۲۰۲ز کال کې د کابل د وګړو شمېر له پنځه ميليونه نه زيات ښودل شوی، له دې ډلې پنځه اتيا سلنه يې په ښاري سيمو کې ژوند کوي. د دې ولايت اوسنی والي ملا شيرين اخوند دی.[۳]

شمال ته د پروان ولايت، شمال ختيځ ته له کاپيسا ولايت، ختيځ ته له لغمان ولايت، سويل ختيځ ته له ننګرهار ولايت، سويل ته له لوګر ولايت، او لويديځ ته له میدان وردګ ولايت سره پوله لري.

جغرافيه

کابل د سمندر له سطحې نه د ۱۸۰۰ متره (۶۰۰۰ فوټه) په لوړوالي سره د شمالي عرض البلد په ۳۴-۳۱ او ختيځ طول البلد ۶۹-۱۲ درجو کې پروت دی چې په دې ډول د نړۍ یو له لوړو پلازمېنو نه دی. له ستراتيژيک اړخه کابل په لوړو غرونو کې ايساره يوه دره کې د شمال او سويل او ختيځ او لويديځ په سوداګريزه لاره پروت دی. يو ميليون کاله مخکې د کابل له سيمې د سويل او ختيځ تر منځ د کابل او پغمان غرونه چاپېر وو، چاريکار يې په شمال کې او نينګياغار يې په لويديځ کې و. په دې سيمه کې يو کنګل سيند و. د دې ښار په ختيځه برخه د پول څرخي په سيمه کې ځينې ژورې څاه ګانې د هغه وخت شواهد دي. د کابل ختيځ لور ته د پغمان غر، سويل لويديځ ته يې کوه قروغ غر او شمال ختيځ ته يې د کوه شيردروازه غرونه پراته دي. کابل يوازې يو سيند لري چې د کابل سيند په نوم پېژندل کېږي. د کابل سيند د پغمان له غره نه د سويل تنګي پر لور نږدې اويا کيلو متره (۴۳ ميله) د کابل لويديځ لور نه سرچينه اخلي. د لویديځ لور ته بهېږي، له کابل او جلال اباد ښار او بيا له ډکې نه تېرېږي او د پاکستان خاورې ته ننوځي او په پايله کې د اټک په سيمه کې د سیند سيند ته ورګډېږي.

د کابل سيمې اقليم وچ او نيمه وچې پراخې سيمې دي. د ډېر کم اورښت له امله، په ځانګړي ډول د مۍ له مياشتې نه د نومبر تر مياشتې پورې، کابل ډېر وچ او ګردجن وي. د تودوخې زيات بدلون له شپې نه تر ورځې، له يوه موسم نه تر بل موسم او له يوې سيمې نه تر بلې سيمې پورې بدلون مومي. د افغانستان تر ټولو ټاکلی اقليم شين او بې وريځو اسمان دی چې د کال په اوږدو کې له درې سوه نه زياتو ورځو کې په کې لمر ځليږي. ان د ژمې په موسم کې، د واورې د اورښت په منځ کې اسمان صاف وي، واوره په کې په کلني ډول له ۱۵ نه تر ۳۰ سانتي متره (۵.۹-۱۱.۸ انچه) وي. په ژمی کې د کابل د تودوخې ورځنۍ درجه منفي یو سانتيګراد (دېرش فارنهايت) او په دوبي کې څلرو وېشت درجې سانتيګراد (پنځه اويا فارنهايت) وي. د کال تر ټولو سړه مياشت جنوري او تر ټولو توده مياشت يې جولای ده. تر ټولو لوړه تودوخه د جولای په مياشت کې +42.7 °C ثبت شوې او تر ټولو کمه يې، په جنورۍ کې −26.3 °C ثبت شوې ده.

تاريخه

د کابل تاريخ، له ۳۵۰۰ کاله پخوا نه پيلېږي. دا سيمه يو مهال د زردشتي دين مرکز و، له هغې وروسته د بودايي او هندويزم دين مرکز ګرځېدلی و.[۴]

د بریتانوي موزيم د سندونو پر بنسټ، د کابل اصلي اوسېدونکي پښتانه او تاجيک دي.

په اوومه پېړۍ کې عرب مسلمانانو پر دې ښار بريدو کړ او اسلام يې خپور کړ، خو کرار کرار دا سيمه د کابل د هندوشاهي له خوا بېرته ونيول شوه. په نهمه پېړۍ کې صفاريانو او سامانيانو يو ځل بيا په کابل بريد وکړ، په يوولسمه پېړۍ کې محمود غزنوي په ښار بريد وکړ او دا هغه مهال و چې هندو شاهي پاچا «جی پالا« ځان وژنه وکړه. کله چې غوريانو غزنويانو ته ماتې وکړه، دا ښار د غوريانو د واکمنۍ برخه وګرځېده او وروسته د چنګيزخان په مشرۍ مغولو پرې يرغل وکړ.

د تيموري سلسلې د واکمنۍ بنسټګر تيمور په څوارلسمه پېړۍ کې په دې سيمه يرغل وکړ او په يو ستر سوداګريز مرکز يې بدل کړ. په ۱۵۰۴ز کال کې دا ښار د شمال له لوري بابر ونيو او هغه خپله پلازمېنه وګرځاوه، کوم چې د هغه د مغول سترواکۍ يو له مرکزي ښارونو نه و. په ۱۵۲۵ز کال کې بابر په خپلو يادښتونو کې کابلستان په دې ډول ياد کړې دی:

د کابل په هېواد کې ډېرې او ډول ډول قبيلې مېشتې دي. په درو او هوارو ځمکو کې يې ترکان، ايماق او عرب ميشت دي. په ښار او په ډېرو کليوالو سيمو کې يې اوسېدونکي تاجیکان (چې بابر ورته سرتان وايي) دي. ډېری نور کلي او ولسوالۍ يې د پشه یانو، پراچه وو، تاجیکانو، برکيانو او افغانانو له خوا نيول شوې دي. لويديځ لور ته په غونډیو کې يې هزاره ګان او نودري ژوند کوي. په نودري قبايلو کې ځينې هغه هم شته چې په په مغولي ژبه خبرې کوي. په شمال ختيځ غونډیوکې يې کافرستان پروت دی، لکه کټور او ګبريک. په کابل کې په يوولسو يا دولسو بېلا بېلو ژبو خبرې کېږي چې دا دي: عربي، فارسي، ترکي، مغولي، هندي، افغاني، پشه يي، پراچي، ګبري، برکي او لمغاني.... (بابرنامه، له زېږد وروسته ۱۵۲۵ز.)

په ۱۷۴۷ز کال کې د دراني سترواکۍ تر واک لاندې راتګ نه مخکې کابل د ډېرې مودې لپاره خپلواک و. د ۱۸۳۹ز کال په لومړۍ افغان-انګليس جګړه کې، بریتانوي پوځ په دې سيمه بريد وکړ، خو په ۱۸۴۲ز کال کې بېرته په شا شول، سره له دې چې د کابل پر لاره د يو ناڅاپي کمين له امله له دوی نه زرګونه کسه ووژل شول. د غچ اخېستنې په يوه اقدام کې، يو بل بریتانوي ځواک بریتانوي هند ته له په شا کېدو مخکې، تر يو بريده کابل وسوځاوه. کله چې په کابل کې د دوی مېشت کارکوونکي ټول ووژل شول، بریتانويانو د ۱۸۷۹ز کال د دويمې افغان-انګليس جګړې پرمهال يو ځل بيا کابل ونيو، خو نږدې يو کال وروسته، کله چې دوی نوی امير وټاکه، له کابله ووتل.  

په ۱۹۱۹ز کال کې، پاچا امان الله خان د درېيمې افغان-انګليس جګړې پر مهال واک تر لاسه کړ، دا هغه مهال و، کله چې د ۱۹۱۹ز کال د مې په مياشت کې د بریتانيې شاهي هوايي ځواک د بریتانيې ۳۱ او ۱۱۴ شمېره ډلو پر پلازمېنه او ختيځ ښار جلال اباد هوايي بريدونه وکړل. امان الله خان بریتانويانو ته ماتې ورکړه او د راولپنډۍ د تړون له لاسليک وروسته يې  د هېواد پر نويتابه پيل وکړ. د ۱۹۲۰ز لسيزې په وروستيو کې د واک بدلون رامنځ ته شو، تر دې چې ظاهرشاه تر ټولو ځوان پاچا شو.[۵][۶]

په ۱۹۶۰ ز او ۱۹۷۰ز کلونو کې، کابل د مرکزي اسيا د پاريس په توګه پېژندل کېده، ځکه چې دا ښار د اروپايي ښارونو په ډول د بدليدو په حال کې و. په داسې حال کې چې يو وخت کابل د اسيا مرغلره او يوه پرمختللې او موډرنه پلازمېنه وه. په هغو ورځو کې يې نوې سينماګانې، کافي ګانې، رسمي فرانسوي ډوله باغونه، ښوونځي، کتابتونونه، پوهنتونونه او په زړه پورې بوتيکونه درلودل. د کابل اوسېدونکي چې د «کابليانو» په نوم پېژندل کېدل، په لوړه کچه لوستي(باسواده)، موډرن، پرمختلونکي او نړيوال وو. ښځې او نارينه لومړيو ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو ته تلل. په ۱۹۷۰ز کلونو کې د لنډو لمنو لباسونه، په افغاسنتان کې عام لیدل کېدل. د لوړې زده کړې، له کلتوري اړخه ویښ او په عین وخت کې مذهبي خلک وو، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز کلونو کې د ويښتو نه پټول او د هر ډول کاليو اغوستل کومه ستونزه نه وه. دې پرمختلونکې او سوله ييزې ټولنې، ترهغه وخته دوام وکړ، کله چې په ۱۹۷۰ز کلونو کې بهرنۍ لاسوهنې رامنځ ته شوې او افغانستان يې په هغه هېواد بدل کړ، چې اوس دی. د ۱۹۷۰ز کال په دسمبر مياشت کې، د شوروي اتحاد وسله وال ځواکونه، د کابل په هوايي ډګر کې را ښکته شول، تر څو د خلق دموکراتيک ګوند په مشرۍ، د افغانستان د دولت د پياوړي کولو برخه کې مرسته وکړي.[۷]

د کابل ولايت ولسوالۍ
ولسوالۍ مرکز آبادي/وگړو شمېر خلک
استالف استالف 29,800 پښتانه ډېرکي دي تر دې وروسته دیگان او هزاره گان لږکيانو کې شمېرل کېږي
بگرامي بگرامي 20% دیگان, 80% پښتانه
پغمان پغمان 150,000 15% دیگان, 85% پښتانه
چهار آسياب قلعه نعيم 32,500 پښتانه ډېرکيان دي بيا په لږکيانو کې دېگان او هزاره گان شمېرل کېږي
خاکجبار خاکجبار 75,000 35% دیگان, 65% پښتانه
ده سبز تره خېل 47,900 25% دیگان, 75% پښتانه
سروبي سروبي 150,000 90% پښتانه, او پاتې نور پشه يان دي
شکردره شکردره 72,900 10% دېگان, 90% پښتانه
فرزا ده نو فرزا 19,100 پښتانه او دېگان گډ سره اوسېږي
قره باغ قره باغ 67,700 30% دېگان, 70% پښتانه
کابل (پلازمېنه) کابل (پلازمېنه) 2,536,300 60% پښتانه, 20% دیگان,15% هزاره گان, 5% نور[۸]
کلکان کلکان 26,900 35% دېگان, 65% پښتانه
گلدره گلدره 20,300 55% پښتانه, 20% دېگان
موسايي موسايي 30,000 75% پښتانه, 25% دېگان
مير بچه کوټ مير بچه کوټ 46,300 70% دېگان, 30% پښتانه

تگ راتگ

د افغانستان سيمه ايز ټلويزونونه په دې توگه دي:

د کابل پوهنتونونه

انځوریز البوم

دا هم وگورۍ

په کابل کې بهرني پلاوي

سرچينې

  1. پیوستون : 1138957  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. "Estimated Population of Afghanistan 2020-21" (PDF). Islamic Republic of Afghanistan, National Statistics and Information Authority. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. SOUTH ASIA | Kabul: City of lost glories. BBC News (2001-11-12). Retrieved on 2010-10-19.
  4. "The Road to Kabul: British armies in Afghanistan, 1839–1919". National Army Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Afghanistan 1919–1928: Sources in the India Office Records". British Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۱. 1919 (May), outbreak of Third Anglo-Afghan War. British bomb Kabul and Jalalabad; الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په September 22, 2011 باندې). U.S. blames Pakistan agency in Kabul attack. Reuters
  7. National Geography website
  8. د کابل نړېواله ښوونځی...link

نور ولولئ

  1. REDIRECTکينډۍ:کوارډينېټونه