Jump to content

کابلستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کابل سلطنت نقشه په 1838 کي چي د ګټوري پوهي د خپرندویه ټولني لخوا خپره سوې وه. هغه وخت د کابل نوم د افغانستان ډیرو اوسنیو سیمو ته منسوب سوی وو.

کابلستان ( په پارسي : کابلستان) یو تاریخي سیمه ایز نوم دی چي هغه سیمي ته اشاره کوي کوم چي د افغانستان د اوسني کابل ولایت مرکز اړوند بلل کیږي. [۱] [۲]

په لسمه پیړۍ کي ابن خردادبه او هود عالم د هندوکش د جنوبي برخو، لکه د سیستان ، رخخود ، زابلستان او کابل سیمي د خراسان په اړه یادوني کړي دي. [۳]

په شپاړسمه پېړۍ کي د مغولي امپراتورۍ بنسټ ایښودونکی بابر په خپل بابرنامه کي وايي: د هندوستان خلک له خپل خراسان هاخوا هر هیواد ته په همدې (کابلستان) باندي وايي. نوموړی زیاتوي: د هند او خراسان تر منځ پر سړک دوه لوی مارشونه دي: یو کابل او بل کندهار . د فرغانه، ترکستان، سمرقند، بلخ، بخارا، حصار او بدخشان څخه کاروانونه ټول کابل ته راروان دي. په داسي حال کي چي له خراسان څخه بیا کندهار ته ځي. د کابلستان هیواد د هند او خراسان تر منځ پروت دی. [۴]

په ډیرو یوناني او لاتیني منابعو کي په ځانګړې توګه د Ptolemy د جغرافیې په نسخو کي د یادي سیمي نوم د Cabolitae یاد سوی دی. اروپایی لیکوالانو د اتلسمي څخه تر شلمي پیړۍ پوري ځیني وختونه د دراني امپراتورۍ ته د کابل سلطنت په توګه اشاره کړې ده.

  1. txt_030_after
  2. Section 14 – The Kingdom of Gaofu (Kabul)
  3. . London. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)
  4. تشه سرچينه (لارښود)