سیستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیستان چې په لرغونې دوره کې د سکاستان («د سکا ملک») په نامه یادېده، د معاصر ایران په ختیځ (سیستان او بلوچستان ولایتونه) او د افغانستان په سویلي برخه (نیمروز، هلمند، کندهار) کې تاریخي او جغرافیايي سیمه ده. دغه سیمه چې تر ډېره پورې صحرايي جوښت لري د افغانستان د هلمند د لوی سیند په واسطه چې د هامون په جهیل کې تشیږي، په دوه برخو وېشل شوې او پرمټ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله هم مشخصه کېږي. [۱]

تاریخچه[سمول]

لرغونې تاریخچه[سمول]

له تاریخ وړاندې دوره (احتمالا له میلاد وړاندې دریمه زریزه) کې د جیرفت تمدن د سیستان او کرمان ولایت یو شمېر برخو ته اړوندېده. دغه تمدن له میلاد وړاندې دریمې پېړۍ ته په اړوند شهر سوخته لوی لرغوني ښار کې د څېړنو پر مټ په غوره توګه پېژندل شوی. په دغه سیمه کې نور کوچني لرغوني سایټونه د امریکايي لرغون پوهانو، والټیر فیرسرویس او جورج ډیلز د څېړنو پر مټ پېژندل شوي دي. ادعا شوې چې د افغانستان په سیستان کې د نادعلي لرغونی سایټ هم د برونزو دورې ته اړوند دی (بنسوال او فرانکفورت ۱۹۹۴).

په لرغوني مهال کې دغه سیمه اریایي نژاد ته د اړوندو فارسي وګړو له خوا اشغال شوې وه، بالاخره دلته اراکوزیا پاچاهي جوړه شوه چې د هغو یو شمېر برخې له میلاد وړاندې ۶۰۰ کال پورې د ماد سترواکۍ له خوا اداره کېدلې. مادیان له میلاد وړاندې ۵۵۰ کال کې د هاخامنشي فارسي سترواکۍ له خوا له واکه راوپرځول شول او ډېر ژر یې پاتې اراکوزیا هم ځانته ضمیمه کړه. د دهن غلامان لرغونې سایټ د هاخامنشي سترواکۍ یو له مهمو مراکزو څخه و. له میلاد وړاندې ۴مه پېړۍ کې مقدوني پاچا لوی سکندر د فارس د سترواکۍ په نیولو سره دغه سیمه له خپل قلمرو سره الحاق کړه او په دې سره یې په اراکوزیا کې د الکسندریې مستعمره جوړه کړه. ورته مهال د بست ښار چې اوس په معاصر لښکرګاه کې موقعیت لري د یو هلنیستي مرکز په توګه یې پراختیا ومونده.

د سکندر سترواکي د هغه له مړینې وروسته وپاشل شوه او په دې سره اراکوزیا د سلوکي سترواکۍ تر ولکې لاندې راغله چې بیا یې له میلاد وړاندې ۳۰۵ کال کې هغه د هند له موریانو سره تبادله کړه. د موریانو له سقوط وروسته دغه سیمه له میلاد وړاندې ۱۸۰ کال کې وړاندې له دې چې وویشل شي او د هندو – یوناني پاچاهۍ برخه وګرځي د هغوی د یوناني – باختري متحدینو لاس ته ورغله. د هند پارتیاني پاچا، ګندوفارس له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۰ کال څخه تر ۱۰ کال پورې د سکاستان پاچا و ځکه چې دغه سیمه د هندو – پارتیاني پاچاهۍ برخه وه او هغو ته د ګدروسیا هلنیستي نوم هم کارول کېده. [۲][۳]

له میلاد وړاندې دویمې پېړۍ له نیمايي وروسته د هندو – یوناني پاچاهۍ ډیری برخې د هندو – سکایانو یا ساکا قبایلو تر واک لاندې راغلې چې بالاخره یې له هغو څخه د سیستان (سکاستان) نوم هم واخیست. [۴]

اسلامي فتوحات[سمول]

د مسلمانانو له خوا د ایران د فتحې پر مهال وروستی ساساني پاچا دریم یزدګرد د ۶۴۰مې لسیزې په نیمایي کې سکاستان ته وتښتېد، چېرې چې د هغه والي اپرویز (چې لږ یا ډیر خپلواکه و) له ده سره مرسته وکړه. له دې سره یزدګرد ډیر ژر د هغه له مرستې ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه، هغه مهال چې له هغه څخه یې مالیات وغوښتل او هغه ونشو کړای دغه مالیات ورکړي. [۵][۶][۷]

په ۶۵۰ زکال کې عبدالله بن عامر په کرمان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د مجاشي بن مسعود په مشرۍ یو لښکر سکاستان ته ولېږه. مسعود د لوط له دښتې څخه په تېرېدو سکاستان ته ورسېد. خو کلکه ماته یې وخوړه او اړ شو شاتګ وکړي. [۸]

یو کال وروسته عبدالله بن عامر د ربیع بن زیاد حارثي په مشرۍ یو لښکر سکاستان ته ولېږه. دغه لښکر له څه مودې وروسته د کرمان او سکاستان ترمنځ ښار زلیق ته ورسېد او د سیمې دهګان اشرافیان یې اړ کړل اسلامي خلافت ومني. له دې وروسته یې په کرکویا قلا کې هم همدغه چاره ترسره کړه، چېرې چې یوې مشهورې اتش کدې هم شتون درلود. دغه مورد ته د سیستان په تاریخ کې هم نغوته شوې. له دې وروسته نوموړي په دغه ایالت کې د نورو برخو نیولو ته هم دوام ورکړ. ورسته یې زرنج کلابند کړ او له ښار څخه بهر یې شدیده جګړه وکړه، آپرویز او د هغه کسان ورته تسلیم شول. په دې سره سکاستان د اسلامي خلافت تر کنټرول لاندې راغی. [۷][۶]

د مسلمانانو واکمني[سمول]

د سیستان والي عبیدالله بن ابي بکره د پنځم اموي خلیفه عبدالملک بن مروان (۶۴۷- ۷۰۵ زکال) د واکمنۍ پر مهال خپله سکه ووهله، چې له ۶۵ هجري قمري کال څخه تر ۸۶ هجري قمري کال (۶۸۵ – ۷۰۵ زکال) پورې چلېدله. [۷]

له دې سره، یوازې دوه کاله وروسته د زرنج وګړو پاڅون وکړ او د ربیع بن زیاد حارثي لښکر ته یې ماته ورکړه. همدا و چې عبدالله بن عامر، عبدالرحمن بن سموره سیستان ته ولېږه او هغه وکولای شول دغه پاڅون وځپي. له دې سربېره یې د زابلستان زنبېلیان مات کړل او د بست په ګډون یې د زابلستان څو ښارونه ونیول. [۶]

د لومړۍ فتنې پر مهال (۶۵۶ – ۶۶۱ زکال) د زرنج وګړو پاڅون وکړ او په ښار کې یې د مسلمانانو لښکر مات کړ. په ۶۵۸ زکال کې د دریم یزدګرد زوی، دریم پیروز سیستان بېرته ونیو او دلته یې خپله پاچاهي اعلان کړه؛ چې په چینايي منابعو کې «د فارسیانو د سیمې قومنداني» بلل کېږي. دریم پیروز په ۶۶۳ زکال کې د امویانو د خلافت د ځای ناستي عباسي خلافت د واکمنۍ پر مهال اړ شو دغه سیمه پرېږدي. [۹]

د صفاریانو لړۍ[سمول]

سیستان د امویانو او د عباسیانو د خلافتونو پر مهال یو ولایت و. په ۸۶۰مه لسیزه کې د صفاریانو لړۍ په سیستان کې رامنځته شوه او په اسلامي ختیځ کې یې لا پرمختګ ته مخه کړه، تر هغه چې په ۹۰۰ زکال کې یې سامانیانو مخه ونیوله. هغه مهال چې سامانیانو دغه ولایت له صفاریانو څخه ونیو د ډېر لنډ مهال لپاره یو ځل بیا د عباسیانو لاس ته ورغی، خو په ۹۱۷ زکال کې والي ابو یزید خالد ځان خپلواکه کړ. له هغه وروسته تر ۹۲۳ زکال پورې د امیرانو یوې لړۍ په دغه سیمه باندې لنډ مهالي حکومتونه وکړل، هغه مهال چې احمد بن محمد یو ځل بیا په سیستان کې د صفاریانو واکمني ټینګه کړه. په ۹۶۳ زکال کې د نوموړي له مړینې وروسته د هغه د زوی خلف بن احمد د سیستان واکمن شو. په ۱۰۰۲ زکال کې سلطان محمود غزنوي په سیستان برید وکړ، هغه د خلف واکمني راوپرځوله او د صفاریانو لړۍ ته یې پای ټکی کېښود.

یو کال وروسته په ۱۰۰۳ زکال کې سیستان پاڅون وکړ. محمود د پاڅون د ځپلو لپاره خپل لښکر راوغوښت. د سلطان محمود هندو سرتېرو د زرنج ښار کلیساوې او جوماتونه چور کړل او په هغو کې یې دننه ګڼ شمېر عیسویان او مسلمانان ووژل. [۱۰][۱۱]

نصری لړۍ[سمول]

په ۱۰۲۹ کال کې تاج الدین ابوالفضل نصر د نصري لړۍ بنسټ کېښود چې صفاریانو ته اړونده څانګه وه. هغوی د غزنویانو لاس پوڅي شول. دغه لړۍ بیا په ۱۰۴۸ زکال کې سلجوقیانو، په ۱۱۶۲ زکال کې غوریانو او په ۱۲۱۲ زکال کې خوارزمیانو ته اړونده شوه. مغولانو په ۱۲۲۲ زکال کې سیستان لوټ کړ او په ۱۲۲۵ زکال کې د دغې لړۍ واکمنۍ ته د خوارزمیانو له خوا پای ټکی کېښودل شو. د غزنویانو د واکمنۍ پر مهال د صفاریانو زرینې ودانۍ په لشکري بازار او غلغلې ښار کې جوړې شوې.

د مهربانیانو لړۍ او د هغوی ځای ناستي[سمول]

په ۱۲۳۶ زکال کې شمس الدین علی بن مسعود د مهربانیانو لړۍ جوړه کړه چې دا هم د صفاریانو بله څانګه وه. دوی په سیستان کې د مغولي ایلخانانو له خوا ملکان و. مهربانیانو د مغولو د حکومت پر مهال له کرتیانو سره سیالي پیل کړه. سیستان په ۱۳۳۵ زکال کې د ایلخانانو له سقوط وروسته خپلواکي اعلان کړه. په ۱۳۸۳ زکال کې ګوډ تیمور سیستان ونیو او مهربانیان یې اړ کړل واک پرېږدي. په سیستان کې د تیموریانو واکمني په ۱۵۰۷ زکال کې د ازبکانو د برید له امله پای ته ورسېده. ازبکان هم په ۱۵۱۰ زکال کې له دغه ځایه وشړل شول او مهربانیان تر ۱۵۳۷ زکال پورې د صفویانو لاس پوڅي شول، هغه مهال چې صفویانو دغه لړۍ په بشپړه توګه له واکه لرې کړه او سیستان یې تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راووړ.

په سیستان باندې د صفویانو حکومت یوازې له ۱۵۲۴ زکال څخه تر ۱۵۲۸ زکال پورې د ازبکانو د واکمنۍ او بیا له ۱۵۷۸ زکال څخه تر ۱۵۹۸ زکال پورې د هوتکي لړۍ د فتحې له مهال پرته، تر ۱۷۱۷ زکال پورې دوام وکړ. په ۱۷۴۷ زکال کې د نادر افشار له ترور وروسته سیستان د دراني سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې راغی. له ۱۷۴۷ زکال څخه وروسته تر ۱۸۷۲ زکال پورې دغه سیمه د فارس او افغانستان د سیالۍ ډګر و. د فارس او افغانستان ترمنځ د پولې پر سر جنجالونه د انګریزي جنرال فردریک ګولډسمېډ په مشرۍ په سیستان کې د پوله ټاکونکي پلاوي د ماموریت په مرسته حل شول. سمېډ هوکړه وکړه چې د سیستان ډیره برخه دې فارس ته اړونده وي.

سرچينې[سمول]

  1. Classen, Albrecht (2010-11-29). Handbook of Medieval Studies: Terms – Methods – Trends (په انګلیسي ژبه کي). Walter de Gruyter. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-021558-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bivar 1983, pp. 40–41, Katouzian 2009, p. 42
  3. Rezakhani 2017، ص. 32.
  4. Curtis, Vesta Sarkhosh; Stewart, Sarah (2010-03-24). The Age of the Parthians (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85773-308-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pourshariati 2008، ص. 222.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Morony 1986، صص. 203-210.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Zarrinkub 1975، ص. 24.
  8. Marshak او Negmatov 1996، ص. 449.
  9. Daryaee 2009، ص. 37.
  10. C.E. Bosworth, The Ghaznavids 994-1040, (Edinburgh University Press, 1963), 89.
  11. Prakash, Buddha (1971). Evolution of Heroic Tradition in Ancient Panjab (په انګلیسي ژبه کي). Punjabi University. د کتاب پاڼې 147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)