اراکوزیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اراکوزیا يوه لرغوني سیمه وه چه دا نوم مقدونې سکندر 323 قبل الميلاد ورباندي کښيښودى چې د کندهار سره سره د پاکستان د کوټې سيمه چي په هغه وخت کي هم د اراکوزيا يا اوسني کندهار يوه برخه وه نو شموليت يي ددي لحاظه په اراکوزيا کي کيدي، او ددي ځاي مرکز لومړى معروف او ارغسان وو وروسته د هغه سيمي خلګ ارغنداب ته راغلل ارغنداب ناوي ته ويل کيدل.

د اراکوزيا نقشه 300 کاله مخکي تر میلاد

اراکوزيا کوم ځاې و؟[سمول]

په ۳۲۷ ق م کې سکندر مقدوني د هرات د لارې ترکمانستان، ورپسې باختر، پنجشېر او بيا د بگرام نه اراکوزيا ته ولاړو. په ځينو تاريخونو کې دا د ” اسکندريه” يوه بڼه بلل شوې ده. اروپايي تاريخ ليکونکو د اسکندر د قهرمان ثابتولو لپاره دا هم ليکلي دي چې د هغه په نوم ښارونه جوړيدل او ممکن دا د هغه يو ښار وي. حقيقت دا دی چې اسکندر پخپله يو ښار هم نه دې اباد کړې او په مصر کې د اسکندريه ښار نورو جوړ کړې و چې د ده نوم يې ورله ورکړو. اسکندرد خپلو صوبو (ستراپي) وېش په هم هغو نومونو کوو چې پخوا راهيسې پېژندل شوي وو. دا صوبې د ښارونو هومره لوې وې او په ځينو کې د وگړو شمېره د څو زرو شا و خوا وه. د اراکوزيا په نوم خپلواکه ملک په ۶۰۰ ق م کې (د اسکندر نه درې سوه کاله پخوا) موجود و چې يوباچاهي يې لرله. د دې ملک اوسېدونکي د “اراکوزيايي” په نوم ياديدل. په ۵۱۸ ق م کې د پارس واکمن داريوش د باج د ورکولو لپاره يو نوې سيسټم جوړ کړو چې هره صوبه سپينو زرو(نقره) په شکل خپل باج ورکوي. يوناني هېروډوټس د دې تفصيل ليکلې دی او وايي چې د باج لپاره ستيگيدا( سنده) ، گندهارا او اراکوزيا نه په گډه ۱۷۰ ټېلنټ ( يو ټېلنټ ۳۰ کيلوگرام وزن لرلو) اخيستل کيده. اسکندر د اراکوزيا ستراپي د سيستان نه بېله کړه او هغې ستراپي ته يې يواځې غرونه پرېښودل چې وروستو بيا د ” پارتهي ستراپي” په نوم پاتي شوه. خو هغه وخت دا د حکومت لپاره يو پياوړې مرکز پاتې نشو او ښايي ورو ورو اهميت يې هم کم شو. اسکندر د سيستان د اداره کولو لپاره په “هامون” کې يوه چاوڼۍ جوړه کړه چې ځينو تاريخ ليکونکو هغه ته هم ” اسکندريه” ليکلي دي. دا سيمه اوس د ايران په خاوره سيستان نومېږي. د اراکوزيا اوسيدونکي ” هنديان ” هم بلل شوي دي او له دې کبله ځينې ليکونکي وايي چې دا د غزني سيمه وه. هسپانوي تاريخ ليکونکې ” ايسوډور” د اراکوزيا ستراپي په اړه واي چې د دې ځاې خلک ” سپين هنديان” وو. دا خبره پخه ده چې اراکوزياس هغه وخت د هند په پله و. يوناني مورخ سټرابو د اراکوزيا په اړه ليکي چې دا د “هند” يو ښار و. په يوناني تاريخونو کې د ” اراکوزياس او کوفين” نومونه يو ځاې هم ياد شوي دي. کوفين د کابل د سيند نوم و او يو بل مورخ پلايني د کوفين سيند پر غاړه يو ښار “اراکوزياس” بللې دی. د کابل نوم هغه وخت د پارس واکمنو ” اورتسپانه” يادوو. د “ساکستين” (سيستان) يو بل ښار هم د اسکندريه په نوم ياد شوې دی چې زيات گومان کېږي کندهار و. د دې د نوم په اړه بېلا بېلې نظريې دي چې يا خو دا د ” گندهار” نه راوتلې دې، يا د هند پارس يو باچا ” گنډوفارس” په نوم جوړ شوې و. د اسکندر د ژوند او د فتوحاتو په اړه نامتو الماني تاريخ پوهه ” گوسټاو ډرويسن” دا ثابته کړه او په باور سره ليکي چې ” اراکوزيانس” د کلات غلزي سره نږدې و. دا د پارس د ستراپي لپاره هغه طبعي ځاې و چې يوې خوا ته يې د سيستان مېدانونه او بلې خوا شمال او ختيځ ته يې غرونه دي. يوناني تاريخ ليکونکو کوينټن کرټيس او ارين د ” اراکوزيا”خلک ډېر مېړني بللي دي چې شمېره يې زياته وه. د مرکزي اېشيا نورو څېړونکو هم ” اراکوزيا” د غزني سيمه بللې ده. د دې ځاې د باج ورکوونکو نقش د ايران د نامتو ” بهستون” په ډبرليک ښکاري. سرچينې ۱. يونانيان په باختر او هند کې. ډبيلو . ډبليو. ټارن. کېمبرج پوهنتون چاپ. ۱۹۵۱. ۴۷۰ او ۴۷۱ مخ. ۲. د مرکزي اېشيا د تمدن تاريخ. ( درېم ټوک) ميديا او هخانيني ايران. اېم – اې- دندا مايوف ۶۹ مخ. اسکندر او په مرکزي اېشيا کې د هغه ځاې نيونکي. اې – اېچ – داني او پي – برنارډ ۷۰ مخ. ۳. هېروډوتس. تاريخونه. انگرېزي ژباړه ټام گريفتس. د نړۍ د ادبياتو ورډزورت کلاسيک. ۱۹۹۶ م. درېم کتاب. - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2642#sthash.ae2dXzRe.dpuf

دا هم وګوره[سمول]