منځپانگې ته ورتلل

باختر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باختر
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
فزیکي ځای
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۶°۴۵′۲۹″شمال ۶۶°۵۳′۵۶″ختیځ / 36.7581°شمال 66.8989°ختيځ / 36.7581; 66.8989 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map
د باختر لرغوني ښارونه

باختر د آمو له سيند څخه تر اباسين سيند پورې د یوې تاریخي سيمې لرغونی نوم دی چي د لرغوني افغانستان (( اریانا )) اړوند ګڼل کېږي او دا هغه سیمه ده چي په افغانستان کي د اریایي قومونو لمړنی نښي ورباندي معلومیږي. د باختر مرکز چي په اوسني بلخ ولایت پوري یې اړه درلوده د اریایي اقوامو لمړنی ټاټوبی و. [۱]

تاریخ

تر مېلاد پېنځه پېړۍ مخکې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سیاسي، فوځي او اقتصادي اړیکو یو مهمه سیمه د بلخ اوسني افغانستان شمال لوری وو.[۲] د افغانستان اریایي قومونه چي د امو سیند په اوږدو کي اوسېدل او د لرغوني افغانستان یا پخوانی اریانا پر ځمکه یې ژوند کاوه اکثرو یې د بلخ (باختر) له تمدن سره اړیکه درلوده. د یونان پخواني واکمن دویم زیوس تر میلاد شپږ پېړۍ دمخه د باختر سیمه ونیول او تر 200 کالو پوري یې دلته حکومت وکړ. د یونانیانو تر واکمنۍ وروسته د ایوتیدیموس په نوم بل واکمن چي دپخواني هند تمدن یې له یوناني تمدن سره مختلط کړ د افغانستان شمال ته خپلي لښکري راوستې او د باختر واکمني یې دفوځي ځواک له لاري اېل کړه. د نوموړي د ستري واکمنۍ پر مهال افغانستان او د مرکزي اسیا لوی شمېر سیمي د باختر برخه وګرځېدل او د ختیځي اسیا او لویدیځ ترمنځ د لاري واک یې پخپل لاس کي واخیست. تر میلاد 128 کاله دمخه د هندو_یوناني دغه واکمني هم ناتوانه سول او له لرغوني چین څخه یو نابلده قوم چي د یوژي په نوم یادېدی د افغانستان او باختر سیمه یې لاندي کړه. دغه قوم په اصل کي د اریایانو اړوند وو او په لنډ وخت کي دهند یو شمېر سیمي هم د ځان کړې. د یوژي قوم د واک په وروستیو کي ددوی له منځه د هپتالیانو واکمني رامنځ ته سول او د همدې کلونو په اوږدو کي افغانستان او مرکزي اسیا لویه برخه د بودایي مذهب تر سیوري لاندي سول. هپتالیان هغه څوک وه چي د ساسانیانو له امپراتوري سره یې دوې پېړۍ پرلپسې ډغري ووهلې خو سیمه په اخر کي ساسانیانو ته پاته سول. د ساسانیانو د حکومت په وروستیو کي کله چي ددوی حکومت د اسلام په راتګ سره وپرځېدی د باختر سیمه تر اسلامي واک لاندي راغله او په دې سره د افغانستان نوی تاریخ له اوومي زیږدیزي پېړۍ څخه راپیل سو چي ترننه پوري هم دوام لري. ایرانیان چي ځان په سیمه کي د ځینو تمدنونو سرلاري بولي هڅه کوي چي د باختر لرغونی تاریخ له ځان سره وتړي خو اوسنیو تاریخي سرچینو موندلې چي دغه ځای د پخوانیو اریایانو چي اوس د افغانانو په نوم دلته میشت دي اړوند دی.

جغرافیایي موقعیت

د باختر، بخدي یا بلخ سیمه د اوسني افغانستان، تاجکستان او ازبکستان اړوند ساحي دي چي د هندوکوش او امو سیند شاوخوا سیمي په بر کي نیسي.

  1. پتمن, نجيب الله (۲۰۲۲ز د جنورۍ ۱۹مه). "لرغونی باکتریا (باختر) د تمدن لپاره د جګړې ډګر د تاریخ ځلانده پاڼه" (PDF). افغان جرمن ټکی نېټ.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. پتمن, نجيب الله (۲۰۲۲ز د جنورۍ ۱۹مه). "لرغونی باکتریا (باختر) د تمدن لپاره د جګړې ډګر د تاریخ ځلانده پاڼه" (PDF). افغان جرمن ټکی نېټ.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)