اباسين (سيند)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
اباسين

د سیند سيند په اسيا کې څو پولو او په سويلي او مرکزي اسيا کې د هماليا له غرونو نه تېرېدونکی سيند دی. دا ۳۱۸۰ کيلو متره (۱۹۸۰ ميله) سيند له لويديځ تبت نه سرچينه اخلي، شمال لويديځ ته د کشمير د لداخ او ګلګت بلتستان سيمو نه تیریږي، د نانګا پربت له سترې برخې نه په تیزۍ سره کیڼ اړخ ته تاوېږي او د کراچۍ له بندري ښار سره عرب سمندر ته تر بهېدو مخکې، سويل ته په سويل لويديځ کې له پاکستان نه تېرېږي. [۱][۲][۳]

د سيند د زېم اېستلو ټوله سيمه له ۱۱۶۵۰۰۰ کيلو متره (۴۵۰۰۰۰ ميل مربع) نه زياته ده. په کلني ډول يې بهېدنه ۲۴۳ کيلو متر مکعب (۴۸ميل مکعب) ده، په دې ډول دا سیند د کلنۍ منځني بهېدو له پلوه پنځوسم ستر سيند دی. په کیڼ اړخ لداخ کې يې مرستندويه سيند د زانسکار په نوم دی، په چپ اړخ هواره کې مرستندويه سیند يې د پنجناد په نوم دی، کوم چې خپله هم پنځه نور مرستندويان لري چې نومونه يې دا دي: ناب، جهلم، راوي، بيس او سوتلج سيندونه. د شيوک، ګيلګيت، کابل، کرام او ګومل سيندونه يې په ښي اړخ کې اصلي مرستندوی سيندونه دي. دا سيند له يوې غرنیزې چينې نه پيلېږي، په هماليا، قراقورم او هندوکش  کې له کنګلونو او سیندونو نه تغذيه کېږي. د اکوسيستم معتدل ځنګلونه، دښتې او وچې سيمې اوبه کوي.  [۴]

د سیند درې شمالي برخه او د هغې مرستندويان، د سويلي اسيا پنجاب سیمه جوړوي، په داسې حال کې چې د دې سيند ښکتنۍ لاره د پاکستان د سیند ايالت په سويلي برخه کې سترې ډلټا ته پای مومي. دا سيند له تاریخي پلوه د سيمې د ډېرو کلتورونو لپاره مهم و. له زېږد مخکې درېيمې زريزې د سیند درې تمدن پرمختګ لیدلی دی، کوم چې د ژېړو د پير يو ستر ښاري تمدن و. له زېږد مخکې په دويمه زريزه کې، د پنجاب سيمه د رګويدا په سرودونو کې د «ساپتا سیندو» په نوم او د اوستا په ديني متنونو کې د «ساپتا هندو» (د دواړو اصطلاحاتو معنا ده «پنځه سيندونه») په نامه ياد شوي دي. په هغو لومړيو تاریخي پاچاهيو کې چې په سیند دره کې يې سر راپورته کړی، د ګندهارا او سويرا روز سلسله واکمنۍ شاملې دي. د سیند سيند، د لرغوني پړاو په لومړیو کې، هغه مهال د لويديځې نړۍ په پام کې راغی، کله چې له زېږد مخکې په ۵۱۵ کې د پارس دارايوش پاچا خپل یوناني تبعه کارياندا سکيلاکس، د دې سيند د موندلو لپاره واستاوه. 

د نوم رېښه او نومونه

لرغونو هنديانو په سنسکريت کې دې سيند ته د سيندو نوم اخيست او پارسيانو ورته د هندو نوم ياداوه او دواړو د «سرحدي سيند» په نامه پېژانده. د دې دوو نومونو بدلون د لرغوني ايراني غږ *s > h له امله راغلی، چې د اسکو پارپولا په وينا: له زېږد مخکې ۸۵۰ او ۶۰۰ کې رامنځ ته شوی دی. د پارسي هخامنشي سترواکۍ نه دا نوم يونانيانو ته د Indós (Ἰνδός) په توګه رسېدلی دی. روميانو د انډس په توګه ومانه. د India  (هندوستان) نوم هم له Indus نه اخیستل شوی دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

څرګندونه

د سیند سيند، د پاکستان اقتصاد ته د پام وړ اوبو مهمې سرچينې برابروي، په ځانګړي ډول د پنجاب ايالت خوراکي توکو ته، کوم چې د دې هيواد تر ټولو زيات  کرنيز توليدات وړاندې کوي. سیند ايالت ته. د پنجاب ټکي معنا ده «د پنځو سيندونو ځمکه» او دا پنځه سيندونه دا دي: جهلم، چناب، راوي، بيس او سوتلیج، په پايله کې دا ټول د سیند سیند ته بهېږي. د سیند سيند، په درندو کارخانو کې مرسته کوي او په پاکستان کې  د څښاک اوبو اصلي برابروونکی دی.

د سیند سيند وروستۍ سرچینه تبت دی؛ دا سيند د « Sengge Zangbo» او « Gar Tsangpo» سيندونو له يو ځای کېدو نه پيليږي، کوم چې د « Nganglong Kangri» او « Gangdise Shan» (Gang Rinpoche, Mt. Kailash) غره یيزو سلسلو نه زېم اخلي.د سیند سيند د قراقورم غرونو لړۍ په سويل کې شمال لويديځ ته د لداخ، هند او بلتستان نه ګيلګيت ته بهيږي. د شيوک، شيګار او ګلګيت سيندونه، د کنګلونو اوبه اصلي سيند ته رسوي. دا سين کرار کرار د سويل لور ته کږيږي او د پاکستان د کالاباغ د پنجاب په دشتو کې ښکته کېږي. سيند د نانګار پربت سره نژدې د ډبرينو ګړنګونو نه د ۴۵۰۰-۵۲۰۰ متره (۱۵۰۰-۱۷۰۰ فوټه) ژورو درو نه تېرېږي. په تیزۍ سره په ټوله هزاره کې بهېږي او د توربيله په زېرمه کې بنديږي. د کابل سيند ورسره له اټک سره نژدې یو ځای کېږي. د بحر پر لوردې پاتې لاره د پنجاب او سيند له ميدانونو نه تېره شوې، چېرته چې د سيند بهېدل کرار او سره اوبدل شوی دی. پنجناد ورسره په ميتانکوټ کې يو ځای شوی. له دې يو ځای کېدو ور هاخوا، په يو وخت کې دې سیند ته د ستناد سيند ويل کېدل (ست يعنې اوه ناد يعنې سيند)، دا ځکه چې په دې ځای کې، دې سيند له ځانه سره د کابل سيند، د سیند سيند او د پنجاب د پنځو سيندونو اوبه روانې کړې دي. له جام شرو نه په تېرېدو سره، دا سيند د پاکستان د سيند په ايالت کې د تاتا سويل لور ته په يوې سترې ډلټا کې پای مومي.  [۱۴]

د سیند سيند د نړۍ يو له هغو سيندونو نه دی، چې جزر او مد (توپاني څپې) په کې لیدل کېږي. د دې سيند نظام د هماليا، قراقورم او په تبت کې د هندوکش له لړيو، لداخ، د هندوستان لانجمنې جامو او کشمير سيمو او د پاکستان د لانجمنې سيمې ګلګت بلتستان له واورو او طبيعي کنګلونو نه تغذيه کېږي. د دې سيند بهېدل هم د موسمونو په مټ ټاکل کېږي – په ژمي کې زيات کمېږي، په داسې حال کې چې له جولای نه تر سپتمبر پورې په مون سون (موسمي بادونه) کې يې په څنډو کې سيلاونه راوځي. له تاريخ نه مخکې د دې سيند د بهېدو په لاره کې د بدلون نښې لیدل شوې دي – د ۱۸۱۶ز له زلزلې وروسته، د دې سیند بهيدا د کوچ د ران او ورسره نژدې زرغونې باني سيمو نه د لويديځ پر لور کوږ شوی دی. اوسمهال د سيلاو پر مهال، د دې سیند اوبه سيلاويزې څنډې ماتوي او د کوچ په ران کې بهېږي.[۱۵][۱۶][۱۷]

د دې سيند اصلي سرچينه Sênggê Kanbab ده (د Sênggê Zangbo, Senge Khabab په نامه هم پېژندل کېږي) يا «د زمري خوله»، يوه تلبهانده چينه ده، د کالاش له سپېڅلۍ غره نه چندان لرې نه ده، کوم چې له تبتي تپو نه  د يوې ښکته غځېدلې لیکې ځانګړتيا لري. ورته نژدې ډېر نور مرستندويه سيندونه شته، چې شونې ده، له Sênggê Kanbab نه هم اوږده وياله جوړولای شي، خو د Sênggê Kanbab په خلاف ټول د واورو تر وېلې کېدو پورې تړلي دي. د زنسکار سيند، کوم چې په لداخ کې د سیند سيند ته بهېږي، له يادې نقطې نه په مخکې برخه کې خپله د سیند له سيند نه ډېرې اوبه لري.  [۱۸]

تاريخچه

د سیند د درې  تمدن د سترو ښارونو، لکه: هړپا او موهنجوداړو، تاريخ له زېږد مخکې نږدې ۳۳۰۰   ته رسېږي او همدا ښارونه د نړۍ د ځينو لرغونو سترو انساني مېشتېدو استازولي کوي. د سیند درې تمدن، د شمال ختيځ افغانستان نه تر پاکستان او شمال لويديځ هندوستان پورې غځېدلی و.  د جهلم د سيند ختيځ لور ته په پورته اړخ کې په لوړ سوتلج کې تر روپړ پورې. ساحلي هستوګنځايونه يې په پاکستان، د ايران له پولې سوتکاګن ډور نه تر اوسني ګجرات پورې او په هندوستان کې تر کچ پورې غځېدلي وو. د افغانستان په شمال کې د شورتوۍ په سيمه کې د امو سيند په څنډه د سیند د سيند (انډس) يوه سيمه شته، همدا راز په هندن سيند کې د المګيرپور سيمه له نوي ډيلي نه يوازې اته وېشت کيلو متره (۱۷ميله) لرې پرته ده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچینې

  1. "Tibet". Encyclopedia Britannica. (3 March 2020). “historic region and autonomous region of China that is often called “the roof of the world.” It occupies a vast area of plateaus and mountains in Central Asia” 
  2. "Indus River". Encyclopedia Britannica. (6 February 2019). 
  3. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  4. . Indus water flow data in to reservoirs of Pakistan.
  5. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  6. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB): "As the great frontier river that represents the natural dividing line between India and Iran, the Indus could most easily and fittingly be called Sindhu- 'Frontier' by the Indians and Hindu- 'Frontier' by the Iranians."
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB): 'P. Theme (1991) understood the Indus as the "border river" dividing IA and Iran. tribes and has derived it from IE with an etymology from the root "si(n)dh" to divide."'
  8. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB): "The word hindu- (Skt. sindhu-), used thus to mean a river-frontier of the inhabited world, was also applied generally, it seems, to any big river which, like the Indus, formed a natural frontier between peoples or lands."
  9. Bailey, H. W. (1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Indian Sindhu-, Iranian Hindu- (Notes and Communications)"]. Bulletin of the School of Oriental and African Studies 38 (3): 610–611. doi:10.1017/S0041977X00048138. : "The word sindhu- is used of a 'mass of water' (samudra-), not therefore primarily 'flowing' water. Hence the second derivation of 'enclosed banks' is clearly preferable."
  10. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  11. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB): "Apparently the same territory was referred to as Hi(n)du(sh) in the Naqsh‐i‐Rustam inscription of Darius I as one of the countries in his empire.[10] The terms Hindu and India ('Indoi) indicate an original indigenous expression like Sindhu. The name Sindhu could have been pronounced by the Persians as Hindu (replacing s by h and dh by d) and the Greeks would have transformed the latter as Indo‐ (Indoi, Latin Indica, India) with h dropped..."
  12. India (noun), Oxford English Dictionary, 3rd Edition, 2009 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (subscription required)
  13. Thieme, P. (1970), "Sanskrit sindu-/Sindhu- and Old Iranian hindu-/Hindu-", in Mary Boyce; Ilya Gershevitch (المحررون), W. B. Henning memorial volume, Lund Humphries, د کتاب پاڼي 447–450, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85331-255-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite EB1911
  15. 70% of cattle-breeders desert Banni; by Narandas Thacker, TNN, 14 February 2002; The Times of India
  16. "Indus re-enters India after two centuries, feeds Little Rann, Nal Sarovar". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "564 Charul Bharwada & Vinay Mahajan, Lost and forgotten: grasslands and pastoralists of Gujarat". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Albinia (2008), p. 307.
  19. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  20. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  21. Iravatham Mahadevan, 1977, The Indus Script: Text, Concordance and Tables, pp. 6-7
  22. Upinder Singh, 2008, A History of Ancient and Early Medieval India From the Stone Age to the 12th Century, p. 169