د کندهار تاریخ

دا غوره لیکنه ده۔ لطفا د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک کړئ۔
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بابا صاحب زیارت

کندهار په ١٢ او ١٣ دقيقو، ٢٠ او ٢۵ ثانيو شمالي عرض البلد کي واقع دئ [۱] . کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يوازي د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکي د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزیا په نامه په خپلو اثارو کي د کندهار ذکر کړى دئ. کندهار پراخ دښتونه او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو مځکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده.

تجارت[سمول]

کندهار چي له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دئ. خو اوسمهال ددولت د نپاملرنۍ له وجهي یي نن سبا د کندهار تاریخي اثار د خطر سره مخ دي [۲].
د کندهار وجه تسميه: د کندهار د تسميې وجهي په اړه بېلابېل نظريات سته، ځيني يې منشا (الکزاندره) بولي، چي کله سکندر دغي سيمي ته راغلى او اسکندريه ښار يې ودان کى، نو يې دغه منطقې ته (الکزاندره) وويل، چي وروسته د تاريخي ابدال په صورت کي (کندهار) ځني جوړ سو، ځيني مورخين دا عقيده لري، چي تر اليګزاندريه (سکندريه) دمخه لا د کندهار نوم د ګدروسيا (کندهاروسيا) په نامه سره پر دغه ځاى باندي موجود و او بعضي محققين بيا په دې نظر دي، چي کله د ګندهارا اوسېدونکي دې ځمکي ته راغلل، نو يې دا نوم له ځان سره راوړ، چي بيا وروسته عربو (قندهار) ځني جوړ کړ. (هيرودوتس) د پکتيکا د څلورو قبيلو د نومونو د يادولو په ترڅ کي لومړنۍ قبيله (ګندهاري) ښوولې ده او وايي، چي دا د هغې تاريخي مځکي (ګندهارا) د اوسېدونکو نوم و، چي د تاريخ په ټولو دورو کي د ګندهاري يا کندهاري په نامه ياده سوې ده. دغه راز په اويستا کي د يو پهلوان نوم هم ګندهارا يا (ګندوفار) و، دى د يوه خپلواک کهول پاچا و او د ارغنداب په حوزه کي يې يو ښار هم په خپل يا دې ته ورته نژدې مفهوم اباد کړ او په ١٩ مه ميلادي سنه کي په کندهار کي پاچا سو.

د کندهار نومونه[سمول]

د کندهار ډېر لرغونى نوم چي په تاريخي مدارکو کي يادونه ځني سوې ده، هغه (هره – هواى – تى) يا (هره ويتي) دئ، چي هراهواتي (سراسواتي) د ارغنداب نوم و او اراخوسيا د ارغسان نوم و، چي مرکز يې اراخوتيس و او وروسته يونانيانو اراخُزيا، اراکوزیا، اراکوسيا ځني جوړ کړى دئ. د ساسانيانو، کيداريانو او کابلشاهانو د زمانو په پېښو کي کندهار د (رخج، رخچ، رخذ) په نامه ياد سوى دئ. د عربو له راتګ سره له اراخوسيا څخه الرخج او الرخذ جوړ سوى دئ. څرنګه چي په سيمه کي مرکزي ښار رخج و او د غزنويانو په زمانه کي تکين آباد و، نو کندهار کنډواله يا يو فرعي ښار و، ځکه يې نو نوم نه يادېدى، خو تر دغه وخت وروسته يې شهرت پر زياتېدو سو، چي دا موضوع د ښار د جوړېدو له نېټې سره تړاو لري. کله چي ملک حسين علاالدين غوري د درو وروڼو ملک قطب الدين، سوري سيف الدين او سام بهاالدين په انتقام کي د غزنوي ترکانو شهنشاهي ور ونړوله، نو يې د درو وروڼو په انتقام کي د غزنويانو درې ښارونه د غزني ښار، د تکين آباد ښار او د بست ښار ور کنډواله کړل. تر دغه وخته پوري لا د کندهار اوسني نوم په سيمه کي تاريخي پېژندنه نه لرله. د رخج او تکين اباد تر نړېدلو وروسته د کندهار نوم په سيمه کي وده موندلې ده او سيفي يې په اوومه هجري پېړۍ کي د قندهار په معرب شکل سره په (تاريخنامۀ هرات) کي يادونه کوي. کله چي سلطان حسين بايقرا (١٤٣٨م – ١٥٠٥م) په کندهار کي پاچهۍ ته ورسېد، نو د کندهار نوم د لومړي ځل لپاره د يوې سکې پر مخ را ښکاره سو. (د کندهار پخواني ښارونه)

اراکوزي سکندريه[سمول]

د اوسني کندهار ښار تر مخه درې نور ښارونه په مختلفو نومو، موجود ول، چي له هغو څخه لومړى ښار د مقدوني سکندر له خوا څخه دوه زره و درې سوه کاله تر مخه د (اراکوزي سکندريې) په نامه په (٣٢٩ ق م) کي جوړ سوى و. د دې ښار اوس هيڅ نخښه پاته نه ده. ويل کېږي چي اراخوسيا (اراکوزيا) په پخوانيو وختونو کي د ارغسان سيمي ته ويل کېده او کله چي اراخوسيانو خپل مرکز له ارغسان څخه و کدروسيا (کندهار) ته نقل کړ، نو د ارغند ناوه د اراخوسيا په نامه وبلل سوه.

زوړ کندهار[سمول]

د کندهار د زوړ ښار کلا چې د نادر شاه لخوا دهغه په حکومت کی خراب ویجاړه سوه

دوهم ښار د سرپوزې د غره ختيځي خوا ته پروت و، دا سيمه اوس د (زاړه ښار) په نامه يادېږي، چي د ارګ مخروبه وداني (نارنج ماڼۍ) يې اوس هم کنډواله پاته ده. د (زاړه کندهار) يادونه څه دپاسه زر کاله تر مخه د غزنوي دربار شاعر منوچهري داسي کړې ده: سيصد هزار شهر کنى، به زقيروان سيصد هزار باغ کنى، به ز قندهار دا ښار د افشار نادر تر تاړاکه لا ودان و او کله چي نوموړي د (١١٥٠ هـ ق) په سر کي د هوتکو ملي حکومت ړنګ کړ، ورسره سم يې د کندهار زوړ ښار په بشپړه توګه وران کړ.

نادرآباد[سمول]

دريم ښار د (نادرآباد) په نامه يوه نظامي کلا وه، چي په ١١٥٠ هـ ق کي د نادر افشار له خوا جوړه سوې وه. [۳] . افشار نادر د کندهار د زاړه ښار د کلابندۍ په دوران کي د اوسني کندهار جنوب ته د شيرسرخ زيارت په شاوخوا کي يو ښار جوړ کړ، چي د (تاريخ احمدشاهى) په استناد يوه محقره کږه وږه کلا وه او پراخوالى يې د پخواني ښار له څلرمي برخي سره برابر نه و. لوى احمدشاه بابا د خپلي تاجپوشۍ مراسم د همدې کلا تر څنګ د شير سرخ بابا په زيارت کي سر ته ورسول او د سلطنت تر لسم کال پوري په همدې ښار (کلا) کي اوسېدى، چي بيا يې د نوي ښار د جوړېدو چاري پيل کړې.

د کندهار اوسنى ښار[سمول]

لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختو څخه په دې فکر کي و، چي د هېواد د پايتخت په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کي، ځکه د نادرآباد نظامي کلا له يوې خوا دونه پراخه نه وه، چي د يوې لويي امپراتورۍ د پايتخت لپاره دي مناسبه او موزونه وي او له بلي خوا يې موقعيت هم پر يوه داسي سيمه و، چي ډېره نمناکه وه، ځکه يې نو تر ډېرو سلا او مشورو او ليدنو کتنو وروسته د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د تاداو ډبره کښېښووله سوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول سو او د درانۍ امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ. دغه ښار د تاريخ په اوږدو کي د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو او سياحانو په ليکنو او اثارو کي ذکر سوى دئ او د دغه تاريخي ښار پر لرغونتوب، قدامت او معمارۍ يې ليکني کړي دي. دغه ښار په لومړي سر کي پر څلورو ناحيو مشتمل و، چي په منځ کي يې يو پوښلى چارسو هم درلود، چي د کندهاري لرغوني معمارۍ استازيتوب يې کاوه. په معاصر دور کي دغه ښار د ښاروالۍ د تشکيلاتو له مخي ډېر پراخ سوى او تقريباً مساحت يې لسو ناحيو ته رسېدلى دئ.

د کندهار لرغوني آبدات[سمول]

۱ .منډيګک

دا غونډۍ ٣١ متره لوړه ده. په حقيقت کي د غونډۍ دغه لوړوالى د هغو سر پر سر جوړو سوو ودانيو څخه را منځته سوى دئ، چي د زمانې پېښو زرونه کلونه تر مخه په خپل – خپل وار نړولي او د غونډۍ شکل يې غوره کړى دئ. دا غونډۍ له دوو زرو کلونو راهيسي متروکه او د ورانۍ په حال کي پرته ده. د منډيګک د لومړنۍ ودانۍ چي عمر يې (٩٠٠٠) کاله کېږي د انسان د لاس ډېري لومړنۍ نخښي لکه، ځيني توږل سوي ډبري او د څارويو تېره سوي هډوکي دي، چي لا نور څه نه دي ځني تر لاسه سوي. خو له دې لومړي پوړ څخه تر پنځلسم پوړ پوري د دې غونډۍ د بېلابېلو اوسېدونکو د ژوند بشپړتيايي ګامونه را څرګندېږي، چي وروستى پوړ يې له ژېړو څخه جوړ سوي لوښي هم لري.

۲ .د اشوکا کتيبه

د اشوکا کتيبه له هغو لرغونو آثارو څخه ده، چي د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر يوه لويه ډبره کېندل سوې او په ١٣٣٧ ش کال کي کشف سوې ده. د دې ډبري اوږدوالى (٥٥) او پسور يې (٤٥ – ٥٠) سانتي متره دئ. دا ډبرليک په يوناني او آرامي ليک کښل سوى دئ، چي برنۍ ديارلس کرښي يې په يوناني او لاندنۍ اووه نيمي کرښي يې په آرامي خط ليکل سوي دي. دا ډبرليک هغه وخت کيندل سوى و، چي بودايي دين د (اشوکا) په وسيله د کندهار سيمو ته رسول سوى و او د ليک تاريخ يې (٢٥٠) کاله تر ميلاد وړاندي دئ. د ډبرليک ژبه يوناني او پخوانۍ پښتو (پرثوي) ده.

۳ .چل زينه


د چل زینې غر په ۱۸۸۱ کال کی

چل زينه د زاړه کندهار شمال ته د غره په ډډه کي يو دالان دئ، چي دغره له بېخه زينې ور ختلي دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کي د اوسپني په قلم کيندل سوي دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبري دوه زمريان هم پراته وه، چي اوس نسته. د پوزې پر سر باندي څارغالى هم و، چي وروسته نور کار پر سوى و. چل زينه د بابر پاچا د زوى (عسکري ميرزا) لخوا جوړه سوې ده، چي د ودانېدو کار يې په (٩٣٠ هـ ق) کي شروع او په (٩٥٣ هـ ق) کي پاى ته رسېدلى دئ. د چل زينو د دالان د نستعليق خط د نوشتې او تذهيب کار د ميرمعصوم کندهاري لخوا تر سره سوى دئ. د زينو يوې او بلي خوا ته کنګرې شاه امان الله خان ور جوړ کړې. دغه په حساب سره پوره دروڅلوېښت زينې دي.

۴ .ارګ

د ارګ غونډه ماڼۍ د احمدشاه بابا د زمانې ده او د ده اداري شاهي مرکز و، چي مخي ته يې څلور چمنان درلودل. د ارګ په نامه دغه ماڼۍ د احمدشاهي کندهار شمال ته پرته وه، چي د نونسمي ميلادي پېړۍ تر پايه پوري لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه، خو د ارګ اوسنۍ وداني د سراجي عصر له ودانيو څخه ده، چي د سراج المله والدين اميرحبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کي جوړه سوې ده. پخوا په دې ودانۍ کي د ولايت پر مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې واقع وې. د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته تعميرونه جوړ سوي وه، چي په منځ کي يې لوى غولى دئ.

۵ .احمدشاهي کلا

د کندهار احمدشاهي ښار د مستطيل په شکل و او پر شاوخوا باندي يې يوه کلا را تاوه سوې وه. دې کلا شپږ دروازې درلودې (کابل دروازه، ښکارپر دروازه، هرات دروازه، عيدګاه دروازه، توپخانې دروازه او برو دروازه). دغه هره دروازه له پنډو – پنډو تختو څخه جوړه سوې وه او ايربي ايښوول سوي وې. احمدشاهي کلا پر سل – سل متره باندي يو وتلى برج درلود، چي له دغه وتلي برج څخه د کلا دباندي ساحه او د کلا بېخ څارل کېدى. د هر برج پر سر باندي د توپ ويشتلو لپاره يوه خالصه برخه وه او د هرو دوو برجو تر منځ د باران د اوبو د وتلو لپاره پنځه – پنځه ناوې جوړي سوي وې. د کلا وروستى ترميم د امير حبيب الله خان په پاچهۍ کي هغه وخت سر ته ورسېدى، چي سردار محمدعثمان خان د کندهار د نايب الحکومه په توګه د دغه ښار مقتدر واکمن و. (د کندهار مقدس اماکن)

۶ .د خرقې شريفي زيارت او جامع مسجد

د دې جامع او د خرقې مبارکي د نوي ودانۍ تاداو د سدوزي تېمورشاه په پاچهي کي په کال (١١٨٦ هـ ق) کي کښېښوول سو او د (١١٩٠ هـ ق) د روژې د مياشتي په لومړۍ نېټه يې کار بشپړ او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه. د جامع په ودانۍ کي د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردرا محمدعثمان خان په وخت کي خاص بدلون پکښي راوستل سو، خو دا اوسنۍ بڼه يې د مرحوم محمدظاهرشاه په پاچهي کي راغلې ده. البته ځيني قبرونه او کورونه ونړول سول او د خرقې مبارکي غولى پراخ کړه سو.[۴] . د خرقې شريفي د زيارت نقاشۍ د امير حبيب الله خان په پاچهي کي د امير د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلي دي. د زيارت د شاوخوا کاشي خښتو کار يوه پلا د وزيرمحمدګل خان په وخت کي چي د کندهار والي و او بيا د عبدالغفور خان په مشرتابه سره بشپړ سوى دئ. کاشي خښتي حاجي خيرمحمد کُلال ور جوړولې. دغه راز په کندهار کي دغه نور مقدس اماکن او د ستانه وو

۷ . د کندهار زيارتونه

موى مبارك، شاه مقصودآغا، بابا ولي، حضرت جي بابا، جمال بابا، شين غزى اصحابي، دارو نيكه، پير ملا محمدجان اخوند، صابرشاه ملنګ، ميرويس هوتک، احمد شاه درانی، زرغونه انا، ملالۍ، شېرسرخ، ملاشېراخند، سپين كوڅى بابا، صوفي صاحب، اخوند صاحب، ابراهيم خليفه بابا، د ميوندشهيدانو څلورلارى، ميا نورمحمد صاحب مزار، خوجك بابا، ملاكټه اخوند، ملا اکا، ملا عبدالحق اخوند، شېخ قلندر، ملا حسن ساکزى، کاکو بابا، بګت بابا، پير زالو بابا، ملا صالح محمد اخوند، ډنګربابا، كابلي شاه، پير زنګي بابا، کاکو بابا، کوټ بابا، زنجير پا، خواجه ملک، جان لالا، شېخ قلندر، يک خاک شهيدان، د شنو ګومبتو زيارت او داسي نور.[۵] .

سرچینۍ[سمول]

  1. کندهار تاریخ (اپریل ٢٠١٧). "د کندهار ګورنمنټ.کام څخه". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کندهار تاریخ (مې ٢٠١٧). "د پانجوک.کام څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  3. کندهار تاریخ (مې ٢٠١٧). "د هوتک ډاټکام.کام څخه" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. کندهار تاریخ (مې ٢٠١٧). "د بینوا.کام څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کندهار تاریخ (اپریل ٢٠١٧). "د .bbc.pashto.comڅخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)