د شهیدانو چوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د شهیدانو چوک
د شهیدانو چوک، دا د کندهار ښار نښان هم دی
عامه معلومات
عمومي معلومات
  • ګمبده
  • چوک
  • سیاحتي ځای
ادرس
د کندهار ښار مرکز
اداري سیمه
کندهار
هېواد
چلوونکی
د کندهار ښاروالي
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۳۷′ شمال ۶۵°۴۳′ ختیځ / 31.617°شمال 65.717°ختيځ / 31.617; 65.717
Map

د شهیدانو چوک يا د هرات دروازه په پخواني اسنادو کې د د میوند یادګار په نامه هم پېژندل کېدئ، د کندهار ښار په منځ کي یو تاریخي ګمبده ده.

هغه وخت چه انگرېزانو د اول وار د پاره (اپريل ١٨٣٩) افغانستان تر اشغال لاندي راوستئ، نو د ملك په مختلفو ښارو كي جنگونه ورسره كېدل، او دغو جنگونو كرار كرار شدت پيدا كړئ او غازيانو د افغانستان په لويو ښارو كي پر انگرېزانو باندي شپه او ورڂ يوه كړې وه، او دوئ د خپل اشغال په ټوله مدت كي د وطن په كنج كنج كي د افغانانو د مسلسلو حملو او جنگو څخه په عذاب وه، تر څو په پائ كي هغه وخت چه سردار محمداكبرخان د انگرېزانو سياسي نماينده ويليم مكناټن په كابل كي وواژه. نو انگرېزانو د افغانستان څخه وتلو ته غاړه كښېښودله. په هلمند او كندهار كي هم جنگونو ادامه درلوده. چه په هلمند كي د اخترمحمدخان عليزي حملې پر انگرېزانو باندي او د نوموړي غازي جنګونه د يادوني او افتخار وړ دي. په كندهار كي انگرېزي متهاجمينو د خپل درې كلن اشغال آخري اوه يا اته مياشتي په كلابندۍ كي تېرى كړې چه ڂانونه د غازيانو دحملو څخه وساتي. په كندهار كي انگرېزانو د جنرال ناټ په مشري خپل عسكر او قواوي و احمدشاهي كلا ته ننه ايستلې، د ښار اكثريت ڂوانان او نارينه يئ د ښاره وايستله او د ښار دروازې يې په ڂانو پسى وتړلې او د ١٨۴۲ د پسرلي د شروع څخه تر مني پوري ښار كلابند ؤ، خو پر هغه سربېره كندهاريانو د ښار د دباندي څخه پر آرامه نه پرېښوله او پر برجو او دروازو به يې حملې كولې. كلابندو انگرېزي قواؤ د هندوستان او كابل څخه د تازه دمه عسكرو و رارسېدلو ته انتظار ايستئ، خو په ضمن كي يې د كندهاري آزادي خواهانو او غازيانو دحملو په نتيجه كي په زرو عسكر د لاسه وركړي وه او يواڂي درې زره اوښان يئ د كندهاري جنگياليو په لاس ورغلي وه.

نور[سمول]

ويل كېږي چه د دغه جنگي كلابندۍ په يوه شپه د افغان آزادي غوښتونکو يوې څولېښت كسيزه ډلي د هرات پر دروازه باندي چه د انگرېزي قواؤ لخوا يئ ساتنه كېدله. حمله وكړه او دروازې ته يې اور واچاوه. د كلا د برجونو څخه انگرېزانو د توپكو او توپونو گولۍ پر واورولې او د يوه ملا په شمول يې ۴١ تنه غازيان افغانان شهيدان كړه. او په هغه وخت كي خلگو ترهرات دروازې دباندي په يوه لويه شامۍ كي ښخ كړه. په ۱۳۲۸ شمسى (۱۹۴۹) كال د افغانستان د دولت لخوا د دغو پاكو شهيدانو په ياد دغه ګنبده او دايروي چوك جوړ سو چه پر شااوخوا يې د ميوند په جنگ كي نيول سوى توپونه هم ودرول سول او د شهيدانو دچوك په نامه مشهوره سو چه تر نن ورڂى پورى د حاجي ميرويس خان او احمدشاه په ښار کندهار کي وجود لري.

داهم وګوري[سمول]

سرچینۍ[سمول]