Jump to content

ويکيپېډيا:غوره ليکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ويکيپېډيا ښه لیکنۍ

غوره ليکنه هغې ليکنې ته ويل کېږي چې د ويکيپيډيا لومړي مخ ته د نورو ښو مخونو لپاره ټاکل شو۔ د (ټاکلې ليکنې) موخه دا وي : هغه ليکنې چې په ښه بڼه ليکل شوې وي هغه ښکاره کړي۔ددې لیکنو خانگړتيا پدې ډول وي:
  • په متن کې مالومات ډېر وي (يعني ليکنه پکې غځېدلې وي)
  • ويوونه یې جوت وي۔(لیکنه واضح وي)
  • ليکنه بيخي بې پرې (غيرجانبداره) وي۔
  • مالومات یې سرچینې ولري . (حد عقل د لیکوال نوم ورسره ياد شوای وي)
  • لیکنه په گړدودیزو بنا نه وي (لیکنه ویناوي نه وي)


د هرې غوره ليکنې په سر کې يو وړوکی شین نښان ښکاري ()۔ چې په کومې ليکنې باندې تاسو يو شین شی وینی نو ددې دا مانا ده چې دا ليکنه غوره ليکنه ده

ليکنه څنګه غوره ليکنه کېږي؟
  • څوک چې د ليکنې په بيا تاندولو (updating) پوهېږي هغه رښته لري چې ليکنه ۷ يا ۱۰ ورځې وروسته بدله کړي۔
خو که چېرته ځينې وخت داسې پېښ شي چې د دوه کسانو ترمېنځ اختلاف راشي ، د بېلگې په توگه: يو غواړي چې خپله ليکنه په لومړي مخ کې ځای کړي او بل غواړي چې بله ليکنه په لومړي مخ کې ورگډه کړي، نو په داسې حال کې به غوراؤی کېږي. دا ځکه چې ټولو ويکي کارنانو ته قناعت ترلاسه شي۔د بېلگې په توگه: لومړی کس غواړي چې د مسواک په اړه ليکنه غوره ليکنه شي او بل کس غواړي چې د تور ويلني ليکنه دې په لومړي مخ وښکاري ، نو ددې ستونزې د هوارولو لپاره لار دا ده چې د دواړو ليکنو نومونه دې لاندې ورکړل شي. اړونده برخې کې به یې وليکو او بيا به يې د ويکيپېډيا کارنان خپل په رايې د ليکنې د ملاتړ په تکل ورزياتوي چې هرچا ډېرې رايې واخيستلې نو د هغه لیکنه به په لومړي مخ خپرېږي۔