استالف ولسوالۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د استالف ولسوالۍ د افغانستان د کابل ولايت شمال لوېديځې برخې کې پرته ده. د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر ۸۵۰۰ دی (د ۲۰۰۲ کال د UNHCR لخوا رسمي اټکل شوی شمېر). په دغې ولسوالۍ کې د افغانستان د بېلابېلو توکمونو خلک، په ځانگړي توگه (تاجکان)لږ پښتانه او هزاره گان ژوند کوي.[۱]

د استالف ولسوالۍ په شمال او ختيځ خوا کې د پروان ولايت سره، په سهيل ختيځ خوا کې د قره باغ ولسوالۍ سره او په سوېل کې د گلدرې ولسوالۍ سره گډې پولې لري. د دغې ولسوالۍ منځی د استالف کلی دی چې د همدغې ولسوالۍ په سوېل-ختيځه برخه کې پروت دی.

پخوا د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر نژدې ۳۶،۰۰۰ خلکو پورې رسېده او په دې ولسوالۍ کې د انگورو او نورؤ مېوؤ گڼ شمېر بڼونه او د غلو دانو بې شمېرې کرکېلې وې، خو په افغانستان کې د بېلابېلو جگړو پر مهال د دغې ولسوالۍ وگړي کډوالۍ ته اړ وېستل او د همدې ولسوالۍ ډېر خلک په خپل منځي جگړو کې هم مړه شول او وران کورونه او شاړې زمکې ترېنه پاتې شوې. دغو جگړو د همدغې ولسوالۍ د زده کړو، روغتيا او کرهڼې جوړښت په بشپړه توگه له مېنځه يووړ. د طالبانو د حکومت په وخت کښې دغه ښايسته ځای په بشپړه توگه وسوځول شول. خو په دې وروستيو څو کالونو کې د روغتيا او زده کړې نوي مرکزونه جوړ شوي او د کډوالۍ نه خلک بېرته خپلو کورونه ته راستانه شوي او خپلې مېنې يې ودانې کړي دي.


سرچينې

باندنۍ تړنې