بابر بڼ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بابر بڼ منځ کابل، افغانستان.

د بابر بڼ چې د باغ بابر په نوم سره ئي شهرت لري ،د بابر باغ اوس د کابل په ښار کي په يو لويي تاريخي پارک باندي بدل شويدي .او د ورځې په زرگونو ليدونکي د چکر وهلو لپاره ورځې نموړي باغ د مغلو د اولي ديکتاتو بابر په وختونو کي په ۱۵۲۸ ع کال کي د هغه په امر جوړشويدي ، دغه د بابر د استراحت کولو اخيري ځاي هم ؤ د بابر هغه امر کوم چې ددي باغ د جوړولو لپاره ئي خپلو همکارانو ته ورکړي وه د دي امر پوري اړونده اسناد د بابر په ياد راوړنې د يادښتونو په کتاب کي اوس هم پيداکولائي شو ،بابر د مړنې څخه وروسته په همدغه باغ کې خاورو ته سپارل شويدي .

د مغلو د شهذادگانو دا رواج ؤ کله به چې دوئي په کوم ځاي کې اوسيدل هغې سيمې ته به ئي ترقي ورکوله چې ددي جملې څخه يوهم بابر ؤ، بابر د خپل استراحت او خوښې لپاره د غه باغ اخيري ځاي ؤ د بابر باغ د بابر د ځاي ناستې لپاره ډير په زړه پوري ځاي ؤ.

جهانگير په ۱۶۰۷ غ کال کې له دغه ځاي څخه کوم چې بابر پکې خښ شويدي د يوه زيارت په شکل جوړ کړ او په همدي توگه جهانگير امر صادير کړ چې د کابل باغونه بايد د ديوالونو په زريعه سطر شې که چيري مونږ او تاسو ښه زير شو د کابل د اکثرو باغونو څخه ديوالونو را تاو کړيدي چي دغه هم د پوخانيو وختونو څخه د يوه رواج په توگه پاتې دې ، د بابر قبر د ديوالونو په زريغه سطر شويدې او د بابر د قبره سرخوا ته په يوه لويه تيگه باندي د هغه لنډه پيژندنه ليکل شويده.

په ۱۶۳۸ کال کې د مغلو د ديکتاتور شاه جهان له دغه ځاي گوټي څخه ليدنه او کتنه کړيده او په همدغه وخت کې د دغه ځاي مسؤلينو ته يي امر وکړ چې د دي ساحې د ټولو قبرونو گردچاپير ځمکه د مرمرو په تيگو باندي فرش کړې، د بابر د قبره څخه ټيټ په يوه تيراس باندي جوميت (جومات ) جوړ شويدي ، ددي باغ په لويه دروازه کي يوه غرفه د کنترول او د ټيکټ د پلورلو په خاطر جوړه شويده چې د شاجهانگير په وختونو کي د همدغه مطلب په خاطر ور څخه کار اخيستل کيده ، يوه وياله ( لښتي) چې پر تيگو باندي فرشويدي د يوي لاري او تيراس تر منځ قرار لري او د ويالي په مختليفو ځايونو کې د لامبلو ډنډونه هم جوړ شويدي نموړي لښتي د هغه تيراس لاندي کوم چي جومات ورباندي جوړ شوي تيريږي .

د بابر د باغ په هکله[سمول]

بابر په خپل وخت کې ډير اوچت ځاي درلوده نو له همدې کبله هغه بايد په يوه داسي ځاي کي خښ شوي وائي

چې دي پري ارزيدلائې او د ډيرو خلکو په نظر بابر په خپل ژوند کي داسي عقيده درلودله چي د خپل مرگ څخه ورسته په همدي باغ کې بايد خاورو ته وسپارل شي له همدي کبله دا باغ د بابر د باغ په نوم سره ياديږي ، د هغه وخت څخه د مغلو واکمنان پدي ښه پوهيدل چې په کابل کي يو داسي ځاي ډير ښه تاريخې موقعيت دي او د راتلونکې پرمختگ لپاره هم يو ښه ځاي کيدلاي شي .

اعاخان( Agha Khan ) د تاريخي ښارونو د پروگرام په يوه مقاله کي داسي ليکلي دي چي ، په ۱۶۳۸ کال کي د مغلود امپراتور شاه جهان لخوا د د قبرونو گردچاپير ساحه د مرمرو په ډبرو باندي ښکلي شوي يعني پوښل شوي ده او دغسي يو په زړه پوري نويشته هم ورباندي شوي وه  : ـ

دغه مسجد د اشرافو او روحانينو د عبادت لپاره جوړ شويدي ، نورو مذهبي ورځو لپاره لکه کرسمس

( Cherubs ) چې د عسويانو د عبادت ورځ ده ، دا باغ د فريښتې پادشاه کوم چې ئې په دي باغ کې استراحت کړيدي ، دايو د اسمانونو باغ دي او د زهيروالدين محمد بابرفتح کونکې باغ دي او يا په لاندي ډول ليکو :ـ

”Only this mosque of beuty ,this temple of nobility, construeted for the prayer of saints and the epiphany of cherubs , was fit to stand in so venerable a sanctuary as this highway of archangels, this theatre of heaven , the light garden of the godforgiven angel king whose rest is in the garden of heaven, Zahiruddin Muhammad Babur the conqueror “

Salome Zajadacz Hastenrath په يوه مقاله کي داسي ليکي :ـ د بابر په هکله هغه مهمه نقطه له ياده وتلي ده لکه د بابر د جنازي ځاي او مراسم ئې (A Note on Baburs lost Furnerary and Enclosure at Kabul ) . شاه جهان نموړي ځاي په هديره بدل کړ او هغه وائې يو جومات په ۱۳ تيراس باندي جوړ شوي دي او په ۱۴ تيراس باندي د بابر قبر ؤ اه د بابر د کورني د نارينه ؤ قبرونه هم دلته موجود ؤ او دغه ځايي په يوه حقيقي هديره تبديل شوې ؤ ددي لپاره چې د بابر قبر د نورو قبرونو څخه را جدا او وپيژندل شي نو د نوموړي د قبره څخه يي يوه احاطه راچاپيره کړه .

په ۱۸۳۲ کال کې يوه برتانوي عسکر Charles Masson د بابر د قبره په هکله داسي ليکلي دي او بيا د نموړي نظريه په ۱۸۴۲ کال کي نشر ته سپارل شوي هم ده هغه داسي ويلي دي چي د بابر قبر د يوي زلزلي په زريغه له منځه تللي ؤ د قبره د لمنځه تللو غلت داؤ چې قبر په اصلي کار نه بلکه په يوه جغلي کار سره سرته رسيدلائي ؤ يعني په جوړونه کې ئې غلطې شوي وه او دا لوي ديوالونه ئي په دروست ډول نه ؤ جوړ شوې او ډير په ساده توگه ئې ښايسته کړي ؤ يعني ساده پوښل شوي ؤ ،

د بابر باغ د مغولو د وختونو څخه بيا تر اوسه پوري ډير تغيرات خوړلي دي د مثال په ډول شکل او ساحې ئي ډير تغير خوړلي دي .

اغاخان چي د تاريخي ښارونو د پروگرام پر مخ وړونکي دي داسي ليکي دي چې په ۱۸۸۰ کال کي امير عبدالرحمان خان دلته يو نندارتون او يو کور د خپلي ښځي بي بي حليمې ته د بابر په باغ کې جوړ کړي ؤ .


په ۱۹۳۳ کال کي د بابر د باغ ساحه د ټولو خلکو لپاره د استراحت پرځاي باند بدل شؤ او ددي باغ په ساحه کي ئي د لامبو ډنډونه او فوواري هم جوړي کړې او له همدي کبله دغه ځاي د ملاقاتونو په ټاټوبي باندي بدل شو .

په ۱۹۷۰ کال کي د نباتاتو او گلانو د روزنې لپاره يو لويي کور(روزنځايي) يعني ( Greenhouse ) او لويي ډنډ ( Pool ) جوړ کړي شو ، د بابر باغ اوس په افغانستان يو لويي تاريخي باغ گڼل کيږي .

پدي ورستيو وختونو کې کوشش شويدي چې په کابل کې لوئي وداني جوړي شي او هم د بابر قبر جوړ شوي او يو سلسله نوري د بيا رغونې پروگرامونو عملي شويدي ، زهرا بريښنا ( Zahra Breshna ) چي يوه انجينره ده او اوس په افغانستان کې د ښارونو د ساتنې او بيا رغونې د ډيپارټمنټ کار کونکۍ ده تايده وي چې خاصه پام اړونه او پرمختگ هغو ځايونو ته بايد ورکړل شې کوم چې د یخوانيو نظامونو لخوا ورته کومه توجو نده ورکړل شوي او خوشبختانه په دي وروستيو وختونو کې ددي ملک تاريخي ځايونو ته د نړيوالې ټولنې توجو هم ځانته راجلب کړيده هدف له دې څخه دادي ” چې بايد يو رواج ( کلتور) هويت ژوندي وساتل شي ” د کابل په بيا جوړونه کي ، دغه نظريه د اغاخان د بيا جوړونې د پروگرام د لين سره سر خوري ، کومه نظريه چې د اغاخان د تاريخي ښارونو د بيا رغونې په پروگرام کې شامله ده په هغې طرحه کې د بابر د باغ بيا جوړونه او

د باغ مختلفی برخی[سمول]

نورې مختليفې برخې شاملې دي ۱- د بابر د باغ شاوخوا د ديوالونو جوړونه ۲-د هغه مسجد بيا رغونه کوم چې د شاجهان په وخت کي جوړ شوي ؤ ۳ -- د بابر د قبره بيا رغونه ۴ -- د باغ بيا جوړونه ۵ –د کلتوري هويت څخه ساتنه او پام اړونه شامل دي ، او په همدي ډول سره په نظر کي ده چي د ملک په نور ښارونو کې هم اسلامي تاريخي ځايونه د سره و رغول شي او په ساتنه کي شې ، چې دغه ټول زمونږد ملک تاريخي لاسته راړنې دي .

- د شاجهان د جوړشوي مسجد د بيا رغوني څخه هدف هغو ليدونکو ته د لمانځه د ځاي برابر ول دي کوم چې د چکر او ساعت تيري لپاره دي تاريخي باع ته ورځې او يو ډير مهم نظر وجود لري چې هغه هم د بابر د قبره بيا رعونه ده .

د بابر باغ بيا جوړونه د يوي ثابتې ساختمانۍ پروژي لخوا چې د کابل د ښارپه بيا جوړونه کې لاس بري او قدرت لري سرته رسيږي ، د کابل د ښار تاريخي ځايونه چې زمونږ د ملک او د کابل د ښار د اوسيدونکو سترې کارنامي دي به د سره بيا ژوندي او تازه شې ، انجينر عبدالواسع نجيمي (Abdyl Wasay Najimi )داسي ليکي ” بيا رغونه په نفس باندې اغتماد غرور او اوميد به وي چې په نتيجه کي به مونږ وکولائي شو دغه تاريخې ځاې بيا د سره ورغوؤ او دا به د کابل د ښار د پرمختگ او فرهنگ د بيا رغونې لپاره ستر کار وي او دا په خپله د افغانانو د هويت د ژوندي کولولپاره ښه مثال کيدلائي شي ”

د باغ رغونه[سمول]

د يو سلسله زياتو تحقيقاتواو څيړونو څخه وروسته اټکل شويدي چې د بابر باغ د ديوالونو ځيني برخې د ۱۹ پيړي په اخير کي جوړې شويدې . که څه هم تر اوسه پوري په افغانستان کې د ديوالونو او ابادي په جوړولو کې د پخوانيو اپتدائې ميتودونو (طريقو) څخه کار اخستل کيږي ، ديوالونه د خټو تيگو او خامو خښتو څخه جوړوې او د دغه ډول طريقو څخه په کلو او بانډوکې د کورونو د جوړونې لپاره لا تر اوسه پوري کار اخستل کيږي . د يو سلسله څيړونو څخه وروسته د بابر د باغ د ديوالونو ويرانې شوي برخې د ۲۰۰۲ څخه نيولي تر ۲۰۰۴ کال پوري د يوه کارگر د ۱۰۰۰۰۰ کاري ورځو د قدرت په اندازه د مسلکي کارکونکو په زريغه د ملگروميلتونو په مرسته بيا رغول شويدي .

يو ددې کوششونو څخه چې د خلکو د منلو وړدې ، د هغې ادارې کار او هڅونې کومه چې د کار او ساتنې

مسؤله ده پدي هکله يو سلسله زيات اسناد او مدرکونه د بابر د باغ د ښې څيړنې او ساتنې لپاره سرته رسولې دې ، بابر باغ ته د خاصې مخ اړونې څخه علاوه د نوو نيالگيو د کرلو د ښې حساب داري او د اوبو د پڼه کولو د ويش سيستم او داسي نوري چاري په نظر کې نيول شويدې ، د بابر باغ د بيا رغونې لپاره مختليفې لارښونې تجروبې او طريقې د هغو ساحو څخه تر لاسه شوي کوم چې په دي منطقه کې د مغلو د نورو باغونو د بيا رغونې

لپاره ور څخه کار اخستل شويدي .

د ۲۰۰۳ ع کال څخه وروسته د خلکو د نظر غوښنې د ساتنې لپاره يو هم هغه مسجد دي کوم چې د شاه جهان لخوا په ۱۶۷۵ ع کال کې د مرمرو د سپينو ډبرو په واسطه جوړ شويدې ، دا هم ددې لپاره چې شاه جهان د بلخ د فتحه کولو علامې دلته څرگندې کړې . د بابر د قبره شاوخوا ساحې او د باغ د نندارتون بيا رغونه د ۲۰ پيړي څخه شروغ شويده ، د آرام سرائ مجتمغ (مرکب) (Complex Haramsrai ) او د ملکې ماڼي په نامه هم يادولائ شوو ، علاوه پر دي نوي کاروانسرائ جوړ شوو او دا د هغې ابادي په ادامه ؤ کوم چې د شاه جهان په وختونو کي جوړشوي ؤ اود لامبو لپاره يولوئ ډنډ ددي باغ په ساحه کي جوړ شؤ .ددې باغ د لاه زرغونولواو د ژوند کولو د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي په خاطر د پاملرنې وړ پانگه ونه شويده ددغه ډول لاسته راوړنواو مخ راړونه ،د ملک د تاريخي ارزښتونواو د باغ څخه د سيلانيانو د ضرورتونواو غوښتنو پر اساس شويدي . په همدي توگه د باغ د اوبو کولو لپاره د اوبو د غذولو او د هغې د تقسيم سيستم په عصري توگه جوړ شويدي ،په زرگونو ميوه لروني او عيري ميوه لرونکي ونې کښينول شويدي ، ډيره په زړه پوري خبره خو داده داسي بوټې

او ونې د مرغيو گټورو حيواناتو او حشراتو لپاره کرل شوي چې ورکوټې ميوي نيسې چي د بي وزلو حيواناتو د ژوند کولو لپاره ډيره ښه منبغ کيدلائي شي . داسي ويل کيږي چې يو سلسله ميوه لرونکي او سيوري جوړونکي وني د بابر په لارښونه د کابل د شمالي برخو څخه راوړل شويدي .

په ۲۰۰۸ ع کال کي د بابر باغ د يوه بيطرفه باغ په نامه ونمول شؤ يعنې د کوم داسي دولتي او شخصي اورگان پوري اړه نلري چي کومه ناوړه گټه ورڅخه اوچته کړي او نموړي باغ د عامو خلکو پر مخ هميشه لپاره خلاص

دي چي له همدي کبله او ددي باغ څخه د سيلانيانو اندازه د نورم څخه زياته شويده .

سرچينې[سمول]

^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004). ^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004) 2. ^ Salome Zajadacz-Hastenrath, "En Anmärkning om Babur s Lost Begravningsvapen och kapsling i Kabul," I Muqarnas XIV: En årlig på visuell kultur i den islamiska världen, ed. Gülru Necipoglu, (Leiden: EJ Brill, 1997), 135-142. ^ Salome Zajadacz-Hastenrath, "En Anmärkning om Babur s Lost Begravningsvapen och kapsling i Kabul," I Muqarnas XIV: En årlig på visuell kultur i den islamiska världen, ed. Gülru Necipoglu, (Leiden: EJ Brill, 1997), 140. ^ Salome Zajadacz-Hastenrath, "En Anmärkning om Babur s Lost Begravningsvapen och kapsling i Kabul," I Muqarnas XIV: En årlig på visuell kultur i den islamiska världen, ed. Gülru Necipoglu, (Leiden: EJ Brill, 1997), 135. ^ Masson, Narrative av olika resor, 2. 239, citerad i Zajadacz-Hastenrath, 136. ^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004). 2. ^ Zahra Breshna, "ett program för rehabilitering och utveckling av Kabul historiska centrum", i Utveckling av Kabul: återuppbyggnad och planeringsfrågor, redigerad av Babar Mumtaz och Kaj Noschis, 23-49. (Lausanne, Schweiz: Comportements, 2004), 25. ^ Zahra Breshna, "ett program för rehabilitering och utveckling av Kabul historiska centrum", i Utveckling av Kabul: återuppbyggnad och planeringsfrågor, redigerad av Babar Mumtaz och Kaj Noschis, 23-49. (Lausanne, Schweiz: Comportements, 2004), 27. 10. ^ Aga Khan Historic Cities Programme "Babur s Garden Rehabilitering Framework" (Kabul, Afghanistan: Aga Khan Trust for Culture, 2004). 12.11. ^ Abdul Wasay Najimi "Bevarande och Revival av kulturell identitet: Upprustningen av de historiska kvartalen och byar i Kabul svarar mot behoven i staden," i Utveckling av Kabul: återuppbyggnad och frågor planering, utgiven av Babar Mumtaz och Kaj Noschis och 77-83, (Lausanne, Schweiz: Comportements, 2004), 81.