روزگان ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ارزگان
د افغانستان نخشه ارزگان نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
ترينکوت
 • 32.6267° N 65.8734° E
د وگړو شمېر (2006)
 • گڼه گونه
~400,000
 • /km²
مساحت
22,696 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

روزگان چې د اروزگان يا اوروزگان په وييونو هم نومول شوی او ياد شوی دی، د افغانستان له څلور دېرشو ولايتونو څخه يو ولايت دی چې په منڅني افغانستان کې پروت دی.

د تاريخي څېړنو اړتيا

په روزگان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو اړتيا د روزگان ولايت په مرکز او هره ولسوالۍ کي دتاريخي ودانيو داسي نښانې او بيلگي شته چي هره برخه يې د څيړنو او پلټنو لپاره د ځانگړو پوهنيزو پروژوپه توگه د څيړلو او پلټلو ارزښت لري. له بده مرغه تر اوسه روزگان ولايت ته د تاريخي څيړنو او لرغونوپلټنو له اړخه هيڅ پام نه دئ شوئ. د روزگان ولايت جغرافيايې موقعيت د شک پرته دا څرگندوي چي په تيرو زمانو کي يې د سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه ځانگړۍ دريځ درلودلۍ او ساتلۍ دئ. د دې وينا سپيناوۍ د هغو څيړنو له برکته په خورا څرگنده بڼه کيدلای شي چي د دې ولايت سره د څنگ گاونډيو ولايتونو په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شويدي. ديفتلي پاچاهانو او بيا زابل شاهانو يوستر مرکز اوسنۍ زابل ولايت و، چي د روزگان ولايت سهيل ختيځ ته پروت دئ. د دې ولايت نوم په زيات شمير تاريخي متونو او ليکنو، په ځانگړي توگه د اسلامي پير ليکوالو په اثارو کي يادشوئ او نامتو شويدئ. په دې ولايت کي د زابليانو او رتبيلانو د مهال زياتي پيښي د تاريخ په پاڼو کي شته چي پر له پسې دوې پيړۍ د اعرابو د پر مختگ مانع گرځیدلئ او د مهاجمينو په وړاندي يې پر له پسې اتلولۍ کړيدي. د قلات ښار او په قلات ښار کي تاريخي غونډئ چي په لومړۍ افغان انگليس جگړه کي د انگريزي لښکرو په وړاندي د وياړ سمبول گرځېدلې وه، هغه بيلگه ده چي د هېواد په تاريخ کي يې وياړمن نوم گټلئ دئ. د دې تر څنگ د زابل ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي د لرغونو او تاريخي اثارو شتون د دې ولايت د ارزښتمن رول په اړه د ډاډ وړ بيلگي دي . د روزگان ولايت ختيځ ته د غزني ولايت پروت دۍ چي تاريخي او لرغوني اثار او سيمي يې د بيلا بيلو لرغونپوهانو او څيړنکو له لوري څيړل شوي او پيژندل شويدي. د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په زيار د ناور دښت وڅيړل شو، چي په افغانستان کي د لرغونو انسانانو د شتون تر ټولو پخوانۍ او څرگند ټاټوبۍ گڼل کيږي. دلومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپو هانوډله د مسيو فوشه تر مشرۍ لاندي په غزني ولايت کي د بودايې پير زيات شمير پژۍ او لرغوني توکي را وپيژندل. همدا ډول د اسلامي پيړيو اړوند ابدات او په ځانگړي توگه د غزنوي پاچاهانو د مهال ودانۍ او ابدات په زياته پيمانه د ايتالوي لرغونپوهانوپه زيار وڅيړل شوه، چي نه يوازي د لرغوني او تاريخي غزني ارزښت يې را څرگند کړ، بلکي د افغانستان د لرغوني تاريخ زيات شمير پټي او نا څرگندي برخي يې څرگندي کړېدي. باميان ولايت د روزگان او اوسني دايکندي شمال ختيځ لوري ته پروت دۍ. د زيات تفصيل پرته ويلای شو چي باميان نه يوازي دا چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي ځانگړۍ دريځ لري، بلکي د لرغونو زمانوبودائيانو لپاره يې د يوه سپيڅلي سيمي ارزښت درلود، د دې وينا سپيناوۍ په هغو سترو او زياتو مجسمو کي ليدلای شو چي د باميان ولايت په مرکز او اړوندو ولسوالېو کي د لرغونپوهانو او څيړونکو په زيار پيژندل شوي او څيړل شويدي. په باميان کي د صلصال او شمامې دوې ستري پژۍ نه يوازي دا چي د افغانستان د لرغوني تاريخ او پخواني کلتوري شتمنيو ستره برخه ده بلکي د نړۍ د پخواني تاريخ د څرگند څپرکي په توگه د نړيوال کلتوري ميراث په توگه منل شوي او د څيړونکو او سېلا نيانو د پام وړ گرځېدلي دي. د روزگان شمال لوېديخ لورته د غور ولايت پروت دۍ، نوموړۍ ولايت د خپلو نورو لرغونو اثارو او تاريخي ودانيو تر څنگ د جام څلي په شتون زيات نامتو شويدئ. د جام تاريخي څلئ چي په افغانستان کي د اسلامي پير د زياتو نامتو ودانيو څخه گڼل کيږي، اوس مهال ديو نسکو ادارې له لوري د نړۍ د لرغونو کلتوري ميراثونو په لړ کي شميرل شوئ دئ. د دې تر څنگ د لرغوني شا مشهد، فيروز کوه، باغ ارام، قلعه اهنگران او نوري تاريخي سيمي شته چي د لرغوني او تاريخي غور ځانگړۍ ارزښت يې څه ناڅه را برسيره کړئ دئ. په غور ولايت کي د فرانسوي لرغونپوهانو په څانگړي توگه د پروفيسور فيشر له لوري د تاريخي ودانيو پاتي شوني او اودلرغونو انسانانو د ميشت ټاټوبې په زياته پيمانه سروې شوي او څيړل شويدي، چي د غور ولايت تاريخي ارزښت يې برملا کړئ دئ. هلمند د روزگان ولايت سهيل لويديځ ته پروت هغه تاريخي ولايت دئ چي د يو شمير تاريخ پوهانو او لرغونپوهانو له لوري يې نامتو لرغوني سيمي او تاريخي ټاټوبي څيړل شوئ او پلټل شوئ دئ، چي د بيلگي په توگه په سنگين کي لرغوني هديرې، موسې کلا او څاروان کلا کي د لرغونو ودانيو پاتي شوني په زياته پيمانه لېدل کيږي. د دې تر څنگ د فرانسوي او افغاني لرغونپوهانو او مورخينو له لوري د لښکري بازار په نوم د يوې تاريخي سيمي د څيړلو او پيژندلولپاره وړ هڅي تر سره شويدي. او همداسي د بست کلا او هغې ته څيرمه زياتي تاريخي ودانۍڅيړل شوي اومعرفي شوي دي. دبست کلا نه يوازي داچي په سيمه کي د فکلوري نکلونو او وياړونولپاره يوه ستره شتمني شميرل کيږي بلکي د افغانستان دپيژندلو يوه زرينه بيلگه هم گرځېدلې ده. دکندهار ولايت چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي د پنځه زره کلن تاريخ وياړ او لومړۍ باب جوړي د روزگان ولايت سهيل ته پروت دۍ. که د منديگک له لرغوني ټاټوبي تير شو، چي زموږ د هېواد د پنځه زره کلن تاريخ سر ليک گڼل کيږي، په نوموړي ولايت کي زيات شمير نوري سيمي هم شته چي د هېواد په تاريخ کي د څرگندو وياړنو ښکارندويې کوي. د شمشير غار لرغوني سموڅي، د دهموراسي غونډئ (احتمالا ديميترويوس غونډئ) چي د لرغونو پيرونو څرگندي بيلگي دي، د دې تر څنگ د نارنج باغ تاريخي ماڼۍ، د تاريخي کندهار زوړ ښار، د حضرت محمد مصطفی (ص) مبارکه خرقه، د ميروېس نيکه او د احمد شا بابا زيارتونه او نور ي بيلگي يادولای شو چي په بيلا بيلو مهالونو کي د لرغونپوهانو او تاريخ پوهانو له لوري تر څيړنو او پلټونو لاندي نيول شويدي. رښتني خبره دا ده چي د يادشويو نامتو لرغونو او تاريخي سيمو په منځ کي پروت د روزگان ولايت به خامخا د زياتو تاريخي او لرغونو اثارو خاوند وي. د دې رښتينوالي سپيناوئ يوازي د هغه گاونډيو ولايتونو د لرغونو سيمو او تاريخي ابداتو د شتون له خيالي تړاو سره نه دۍ ملگرئ، بلکي په بشپړ ډاډ ويلای شو چي د روزگان ولايت په هر ولسوالي کي د تاريخي ودانيو په لسگونوداسي پاتي شوني شته چي سيمي ته په رسېدلو سره د هر ليدونکي پام ځان ته اړوي. خو له بده مرغه تر اوسه نه د بهرنيو او نه هم د کورنيو اوس مهاله (معاصر) څيړونکو له لوري ورته پام شويدئ. د اوس مهاله پوهانو له شميره يوازي مرحوم علامه حبيبي په خپلو تاريخي سفرونو کي د روزگان د لرغونو ډبرليکونو څيړنه کړې اوهم د روزگان په اړه د يو شمير تاريخي پيښو ياد کړئ دئ، چي خپل ځانگړئ ارزښت يې تر اوسه ساتلئ دئ. په داسي حال کي چي په پخوانيو تاريخي متونو او ليکونو کي د روزگان اوسني ولايت پوري تړلي بيلا بيلو سيمي د نامتو مورخينو، گرځندويانو (سياحين) او جغرا فيا پوهانو له لوري په يوه يا بل ډول ياد شوئ او په اړه يې پوره او يا څه ناڅه مالومات ثبت او ليکلي دي.د بيلگي په توگه، طبقات ناصري (ليکوال : جوز جاني) تاريخ سيستان (ليکوال : نا څرگند) حدود العالم... (ليکوال : ناڅرگند) پټه خزانه (ليکوال : محمد هوتک) گرشاسپ (ليکوال : حکيم طوسي) منتخبات قانون (ليکوال : مسعودي) او همدا ډول په راوروسته پيړيو کي د تاج التواريخ (ليکوال : عبدالرحمن خان) سراج التواريخ (ليکوال : فيضمحمد کاتب او بيا علامه حبيبي يادولای شو. د دې ليکني موخه دا ده چي په روزگان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو چارو، پيل ته پام واړول شي. که دا ډول څيړنو او پلټنو ته سر له اوسه پام وشي هغه د افغانانو متل دئ چي وايې (ماهئ چي هروخت له اوبو ونيسې تازه دۍ) دا به نيک پيل وي. اوس غواړم په لنډه توگه هغو زيانونوته د لوستونکو پام واړوم چي د پاملرني د نشته والي له امله شوني دي، او هم هغه گټوري پايلي يادي کړم چي د اړيني پاملرني له امله به يې ولرو. لومړۍ - د نه پاملرني له امله دزيان اوښتلو شونتيا

  1. د روزگان ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي په زياته پيمانه لرغوني سيمي او د تاريخي ودانيو پاتي شوني شته، چي که ورته په بيړه پام ونه شي، زموږ دا تاريخي وياړونه او کلتوري شتمنۍ به له لاسه وتلي وي، هغه وخت به يې زيان يوازي د روزگان تاريخ ته نه بلکي د افغانستان لرغوني تاريخ ته رسېدلئ وي. ٢ - که په روزگان ولايت کي د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو د ساتني رسمي او پر له پسې څارنه او پالنه ونه شي، د دې احتمال ډير زيات دۍ چي د قاچاق وړونکو او غير مسلکي سپړنکوله لور به ورته نه جبيره کېدونکي زيانونه ورسيږي. دوهم - د پاملرني په صورت کي گټوري پايلي  :
  2. په روزگان ولايت کي د ميشتو اولسونولپاره د پوهنيزو چارو د پراختيا يوه اغيزمنه لار د هغو لرغونو او تاريخي سيمو په اړه په زړه پوري مالومات وړاندي کول دي چي د هغوئ تر سترگو لاندي را څرگنديږي. ٢ - په روزگان ولايت کي د ليږد او ناليږد موزيمونو د جوړېدوپر بنسټ زده کونکو او عام اولس ته د ليدلو او کتلو پوهنيزه کړکۍ پرانستل کيږي، او ورسره سم د کار زمينه پيدا کيږي. ٣ - د لرغونو او تاريخي اثارو او ابداتو پيژندل او ځلول به په دې ولايت کي د سېلا نيانو د تلو راتلو زمينه برا بره، او په سيمه کي به دلاسي صنايعو، مالداري او زراعتي پيداوار و د راکړي ورکړي گټوره لار پرانستل شي. او په دې ډول نور ښيگڼي شته چي په راتلونکو ليکنو کي به يې يو په يو را يادوم اوپه هېواد کي د کلتوري څانگو لوړ پوړيو چارواکو، د اطلا عاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو د پام اړولوپه نيت به د ليکنو دا لړۍ پر له پسې ساتم.

د روزگان په اړه

روزگان که (اوروزگان يا ارزگان او يا بل ډول)

د سيمود نومونو ايښودل او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل د زياتي حېرانتيا خبره نه ده. دا سي چي په سيمه کي د ميشتو وگړو کړه وړه د بدلون په حال کي دي، همداسي د سيمو نومونه هم بدليږي. د سيمو د نومونو اوښتل او بدليدل په هغه هوډ پوري اړه لري چي ميشت اولسونه او اړوندي ادارې يې د هغه نوم د ساتلو او يا بدلولولپاره لري. د وړو کليو، ولسواليو، ولايتونو او حتی هېوادونو نومونه د بيلا بيلو سببونو په وجه اوړي را اوړي. د سيمو او ځايونو د نومونوبدلون او اوښتون يوه داسي پر له پسې لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ. د دې همدې بدلونونو د څيړلو او پوهولو لپاره د نورو علمي څانگو تر څنگ د تاريخي جغرافيا په نوم يو خپلواک دسپلين شته چي د خپلو ځانگړو اصولو په کارولو سره مينه والو او اړوندو څيړونکو ته د هغو ئ دستونزو او پوښتونو حل وړاندي کوي. تاريخي جغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنگ د تاريخي سيمو د نومونو او د هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري، چي د زمانې په بهير کي په بيلا بيلو نومونو پيژندل شويدي. د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه سببونه هم برملا کوي چي د نوم په بدلون کي اغيزمن و پيژندل شي. د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند، د سيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو پر بنسټ بدلون مومي. چي د هغو په لړ کي تر ټولو زيات سياسي، طبيعي،کلتوري او ژبني سببونه اغيزمن ښودل شويدي.

سياسي سببونه

د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون په اړه د سياسي عامل اغيزه تر ډيره بريده روښانه بريښي، چي ښايې زيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني. په سيمه کي سياسي پيښي، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي - نظامي ارزښت او نور هغه اغيزمن سببونه دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي غوښنه ونډه لري. د بيلگي په توگه، د بدخشان ولايت يوه ښيرازه ولسوالي د بهارک په نوم ياديږي. چي تاريخي جغرافيا پوهانو په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلې ده، بهارک د کوشاني پاچاهانو د څلورم ساتراپ (ولايت) يوه ستراتيژيکه سيمه وه او هغه وخت د لانشي (Laanshi) په نوم ثبت او ليکل شوېده. کله چي پر لانشي د عربي لښکرو واکمني پيل شوه نو د دې سيمي نوم يې بهارستان (Bahaaristan) کښيښودئ، او دا نوم تر هغه مهاله وساتل شو چي چنگيزيانو تر زياتو جگړو وروسته نوموړې سيمه تر خپلي ولکې لاندي راوستل، او د چنگيزي واکمنئ سره يې يوځا نوم د بهارستان څخه په بهارک (Bahaarak) واړول شو، چي تر اوسه هم په همدې نوم ياديږي. (عبدا لرحمن سديد يوه بله بيلگه د امو سند پر څنډو پرته ينگي کلا (ينگي قلعه) ده، چي پخوا نئ نوم نومي (Numi) وو، وروسته د احنف کلا په نوم ياده شوه او اوس يې اداري او منلئ نوم ينگي ده، او په روزگان ولايت کي هم دا ډول بيلگي زياتي دي. د روزگان ولايت مرکز ترينکوټ ښار لويديځ ته نږدې د داکتر مانده په نوم يو مانده او اړوندکلۍ شته چي د هغي سيمي د يوه نامتو شخصيت د نوم سره تړاو لري (* داکتر شهسوارخان په سيمه کي نامتو داکتر ؤ چي په غالب گمان د ١٣٤٠ مي لسيزي په دوهمه نيمايې کي وفات شو) د روزگان ولايت اړوند د چهار چينو ولسوالي هم يوه بله څرگنده بيلگه ده، د لومړي ځل لپاره دا ولسوالي د پرانستلو سره سم د شهيد حساس په نوم ونومول شوه (مرحوم عبدالحليم حساس د دهراوت ولسوالۍ د ملا احمد لېسې فارغ او د هغې لېسې ښونکۍ ؤ چي په ١٣٥٧ لمريز کال يې د ژوند ډيوه مړه شوه)، د سياسي اوښتون وروسته بيا د چهار چينو په نوم ياده شوه، او اوس مهال د خبري اژانسونو له خوا کله د شهيد حساس او کله د چهار چينو په نوم ياديږي.

طبيعي سببونه

طبيعي پيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري. هغسي چي د نوم په ايښوولو کي طبيعي سببونه اغيزمن دي، هم هغسي يې د سيمو د نومونو په بدلون کي اغيزه څرگنده ده. د يوې بيلگي په توگه د هلمند ولايت را يادوو، هغه سيند چي د اونئ غره څخه را پيليږي د دايکندي او روزگان ولايتو نو څخه تيريږي او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته رسيږي. هلمند نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توگه پيژندل شوئ بلکي ديوه تاريخي سيند په توگه په اوستايې متونو کي د هيتومنت او يا هومينت په نوم هم ياد شوېدئ. د هلمند ولايت د نوم ايښوولو ستره انگيزه او هڅونکئ عامل، همدا د هلمند سيند او د هغه سيند د اوبو څخه په زياته پيمانه گټه اخيستنه وه. د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي د طبيعي عارضې او پيښي سره تړاو لري، د بيلگي په توگه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو ولايتونو کي سيمي نومول شويدي. په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوې ډبريني غونډۍ څيره تر سترگو شويده، اولسي وگړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئ دئ. په لغمان، پروان، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کي د دا ډول نومونو بيلگي ليدلای شو. د تور غره او سپين غره نومونه هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن شويدي. د خاص روزگان د ښار شمال لويديځ لورته د گرماو (گرم اب) د سيمي نوم د هغه تودې چيني د شتون سره تړاو لري، چي په هغه سيمه کي د عام او خاص د گټي وړ ده. په ترين کوټ کي د ښارد شمال ختيځ لوري څخه را غزېدلې مانده هم د هغو تودو اوبو په وجه د گرماو مانده په نوم ياديږي، چي د ترين کوټ ښار څخه څه ناڅه ديرش کيلومتره بر سر د تودو اوبو دچينې تر څنگ راتيريږي. د دهراوت په زرتاله نومي دښت کي د راشکي غونډئ هم د دې ډول نوم ايښودلو بيلگه ده. (راشکه غونډئ د زرتالې دښت په منځنۍ برخه کي پرته ده چي د غنمو او يا نورو غلودانو د راشې سره ورته څيره لري، په دهراوت کي د ميشت اولس تر منځ دا سي فکلوريکي کيسې شته چي وايې دا غونډئ او هغې غونډئ ته څيرمه د کورت کاڼو (قوروت) سيمه چي قروتو ته ورته دزياتو وړو ډبرو اوکاڼوڅخه ډکه ده ټوله د هغه کارون (قارون) مال او ثروت ؤ چي د الله (ج) د قهر سره مخ شو، ټوله طلا او زيورات يې د قروتو په څير ډبرين کاڼي شول او د غنمو راشه يې په شگلنه غونډۍ واوښتل،چي عام اولس يې د تصغير کاف سره يوځای (راشکه) بولي) او په دې ډول نوري بيلگي.

کلتوري او ژبني سببونه

په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وگړو اندونه او خيالات د سيمو د نومونو په ايښو ولو او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي او نظامي زور پرته، پخپله د اولس په خوښه منل کيږي. په جوزجان ولايت کي يوه لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې په نوم پيژندل شوېده. د دې سيمي نوم د پخوا راهيسي دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ، چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې، د سيمو وگړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي اوس د لويو ښامارانو په وسيله ساتل کيږي. دا فکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي د لرغونپوهانو په وسيله په ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه او په نتيجه کي يې د اوو (٧) قبرونو څخه تر يويشتو زرو زيات طلايې اثار را بر سيره کړل. له نيکه مرغه دا اثار اوس دافغانستان ملي موزيم لپاره ستره لرغونې شتمني گڼل کيږي. امو سيند ته څيرمه په تاجکستان کي د اجينه تپې په نوم يوه لرغونې تپه شته چي د سيمي وگړي يې د پيرانيانو ښار گڼي، او د روزگان ولايت په مرگز تيرنکوټ کي هم دا ډول سيمي شته چي د کلتوري او عقيدتي اغيزو لاندي يې نومونه ايښودل شويدي، چي کافر کلا د هغو ډيرو بيلگو څخه يوه ده. کافرکلادلرغونو زمانو هغه يادگار دئ چي د ترينکوټ ښار ختيځ لورته څلويښت کيلومتره ليري د مرابات (مهر اباد) ښيرازي سيمي څنگ ته واقع ده. د دې لرغوني ودانۍپاتي شونې او نښانې لا اوس هم تر سترگو کيږي. کافر کلا يوه پخوانۍ ډبرينه ودانۍ ده چي پلنو او ډبلو ديوالونو يې د سيمي ميشت وگړي په دې باوري کړيدي چي دا لويه ډبرينه کلا د پخوانيو کافرانو په لاس جوړه شوېده، ځکه يې د کافر کلا نوم ورکړېدئ. د ژبني سببونواغيزه د نورو اړونکو او بدلوونکو فکتورونو څخه زياته بريښي. ژبه د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي، اود ژبي د بدلون او اوښتون سره يوځای د سيمو د نومونو بدلون هم را منځ ته کيږي. په دې برخه د څو تاريخي بيلگو يادونه کوو : په اوستايې متونو کي د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته ښيرازه سيمه د گندهارا او پلازمينه يې د هيلو په نوم ياده شوېده.، يوناني جغرافيا پوهانو داسيمه د گنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه د کين تولو په نوم ياده کړېده،او پلازمينه يې هيلو را پيژني. د جلا الدين اکبر دواکمنئ پر مهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه اوهډې ته څيرمه، د نوي جوړ شوي ښار نوم جلا ل اباد کښيښودل شو. اود ټولي سيمي نوم لا پخوا د گندهارا څخه په ننگرهار بدل شوۍ ؤ. همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنگيانا څخه زرنج جوړ شوېدئ. په روزگان ولايت کي يې تر ټوله څرگنده بيلگه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي په لږبدلون سره يې د همدې ولايت په دهراوت ولسوالئ کي نوم خوندي دئ. د روزگان نوم هم د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ. په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم (روزگان) ليکل شوېدئ، د بيلگي په توگه عربي نامتو جغرافيا پوه او مورخ بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين، زمين داور او (روزگان) نومونه ياد کړيدي، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم (روزگان) ليکل شوې دئ. د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنگ د (روزگان) نوم ليکلئ دئ، نوموړئ د سيمو د ويش او اقطاعو د څرگندولو په برخه کي ليکي ((د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير، گرمسير، درمشان، روزگان او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ)). دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلگي دي چي د روزگان د نوم ليکلو په اړه يادشول. دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاگه کيږي چي د دې جغرافيايې موقعيت د ښودلولپاره همدا يو رسم الخط (روزگان) کارول شوېدئ. د دې ټکي يادول هم اړين گڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د (روزگان) د ليکلو پر ځای ((اؤرزگان)) يا ((ارزگان))ليکلئ دئ، د بيلگي په توگه د تاج التواريخ ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان ((اؤرزگان))ليکلۍ (تاج التواريخ  : ٢٣٢ مخ)، او د سراج التواريخ مولف فيض محمد کاتب دا نوم د (ارزگان) په څير ليکلئ دئ. د بيلگي په توگه هغه مهال چي فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي  : (د کندهار حکمران د گيزاب گدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو، غنمو، وربيشو او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل.... وروسته بيا ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي او له هغه ځايه (ارزگان) ته ورسيدل...) (سراج التواريخ  : ٧١٦ مخ). داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال دجوړي شوي لويې جرگې د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرگې د ټولو گډونوالو نومونه ليکل شويدي، او په دې لړ کي د روزگان د استازو نومونه هم شته، چي د روزگان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرگې ته داستازو، مخورينو او قومي مشرانو په نوم راغلي وه. د دې استازو د نومونو تر څنگ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ، په دې خپاره شوي اثر کي هم د روزگان نوم په (ارزگان) ليکل شوی دئ. د بيلگي په توگه وکيل عبدالغفور خان کاکړ، دلاور خان، محمد شريف خان مهاجر، حاجي محمد عمر خان، بلاد خان، حاجي خدايداد خان، عبدالرحيم خان، غلام محمد خان، داد محمد خان خروټئ، شهزاده خان، عبدالغني خان اڅکزئ د (ارزگا ن) څخه. د ياديدو ده چي يادشوي ښاغلي يوازي د روزگان د اداري واحد استازي وه. (دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي پوري ثبت دي  : رويدادهای لويه جرگه ١٣٠٣ در پغمان) د روزگان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه عبدالحئ حبيبي هم په خپل (جغرافيايې تاريخي افغانستان) نومي اثر کي په مکرره توگه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي روزگان راغلي خو ميرزائېان يې دارزگان يا اورزگان په ډول ليکي (جغرافيايې تاريخي افغانستان : ١٣٦ مخ). د روزگان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري. د دري ژبووگړو تر منځ په وياندي (شفاهي) ادب کي عادي او معمول ده چي يو شمير نومونو او يا کلموته د الف توري زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي او د انديښنې پرته د خپل پام وړ کلمه يا نوم د ويلو وړ گرځوي، د بيلگي په توگه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي د (س) په توري پيليږي، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي، چي په پښتوژبه کي د (ستر) کلمه په (استر) او د (سپين) کلمه په (اسپين) يې څرگندي بيلگي دي. د روزگان د نوم بدلون په (اروزگان) هم همداسي يو اوښتون دئ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي، د نوم اصل او منشا ته يې د پام کولو پرته، په ((ارزگا ن)) يا ((اوروزگان)) ليکلئ او معمول کړيدئ. د يادېدو وړده چي د روزگان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي. د اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزگان ؤ. په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال اداري ويش له مخي د روزگان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنگ يې تيرين کوټ هم د روزگان ولايت د مرکز په توگه ياد کړ. تر هغي پريکړي يو کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزگان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزگان په نوم ومنۍ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي، په داسي حال کي چي د روزگان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري. د خاص کلمه يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول وگرځول شوه. د دې لپاره چي د روزگان تاريخي نوم وساتل شي، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان، بايد په پر له پسې توگه د تاريخي متونو په څير د روزگان نوم په خپل رښتيني بڼه (روزگان) وليکي، ويې لولي او وه يې وايې. او هم د دې نوم تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي.

ولسوالۍ

د روزگان نوم هم د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ . په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم ( روزگان ) ليکل شوېدئ ، د بيلگي په توگه عربي نامتو جغرافيا پوه او مورخ بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او ( روزگان ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم ( روزگان ) ليکل شوې دئ . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنگ د ( روزگان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ د سيمو د ويش او اقطاعو د څرگندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، گرمسير ، درمشان ، روزگان او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ )) . دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلگي دي چي د روزگان د نوم ليکلو په اړه يادشول . دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاگه کيږي چي د دې جغرافيايې موقعيت د ښودلولپاره همدا يو رسم الخط ( روزگان ) کارول شوېدئ .

د دې ټکي يادول هم اړين گڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزگان ) د ليکلو پر ځای (( اؤرزگان )) يا (( ارزگان ))ليکلئ دئ ، د بيلگي په توگه د تاج التواريخ ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان (( اؤرزگان ))ليکلۍ (تاج التواريخ  : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ مولف فيض محمد کاتب دا نوم د ( ارزگان ) په څير ليکلئ دئ . د بيلگي په توگه هغه مهال چي فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي  : ( د کندهار حکمران د گيزاب گدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . ... وروسته بيا ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي او له هغه ځايه ( ارزگان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ  : ٧١٦ مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال دجوړي شوي لويې جرگې د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرگې د ټولو گډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې لړ کي د روزگان د استازو نومونه هم شته ، چي د روزگان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرگې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم راغلي وه . د دې استازو د نومونو تر څنگ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې خپاره شوي اثر کي هم د روزگان نوم په ( ارزگان ) ليکل شوی دئ . د بيلگي په توگه وکيل عبدالغفور خان کاکړ ، دلاور خان ، محمد شريف خان مهاجر ، حاجي محمد عمر خان ، بلاد خان ، حاجي خدايداد خان ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان ، عبدالغني خان اڅکزئ د ( ارزگا ن ) څخه . د ياديدو ده چي يادشوي ښاغلي يوازي د روزگان د اداري واحد استازي وه . ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي پوري ثبت دي  : رويدادهای لويه جرگه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزگان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه عبدالحئ حبيبي هم په خپل ( جغرافيايې تاريخي افغانستان) نومي اثر کي په مکرره توگه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي روزگان راغلي خو ميرزائېان يې دارزگان يا اورزگان په ډول ليکي ( جغرافيايې تاريخي افغانستان : ١٣٦ مخ ) .

د روزگان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري . د دري ژبووگړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي يو شمير نومونو او يا کلموته د الف توري زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي او د انديښنې پرته د خپل پام وړ کلمه يا نوم د ويلو وړ گرځوي ، د بيلگي په توگه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي د ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي ، چي په پښتوژبه کي د ( ستر ) کلمه په ( استر ) او د ( سپين ) کلمه په ( اسپين ) يې څرگندي بيلگي دي . د روزگان د نوم بدلون په ( اروزگان ) هم همداسي يو اوښتون دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي ، د نوم اصل او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په (( ارزگا ن )) يا (( اوروزگان )) ليکلئ او معمول کړيدئ .

د يادېدو وړده چي د روزگان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي . د اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزگان ؤ . په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال اداري ويش له مخي د روزگان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنگ يې تيرين کوټ هم د روزگان ولايت د مرکز په توگه ياد کړ . تر هغي پريکړي يو کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزگان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزگان په نوم ومنۍ ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي ، په داسي حال کي چي د روزگان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري . د خاص کلمه يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول وگرځول شوه .

د دې لپاره چي د روزگان تاريخي نوم وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان ، بايد په پر له پسې توگه د تاريخي متونو په څير د روزگان نوم په خپل رښتيني بڼه ( روزگان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي .

لرغوني تاريخي پېر

ليکوال  :پوهنوال رسول باوري په روزگان ولايت کي د دوو تاريخي ډبرليکونو څرک مورخين د بيلا بيلو اخځونو په مرسته د پخوانيو پيښو رښتني حالات را بر ملا کوي ، ډبر ليکونه يو له هغو ارزښتمنو منابعو څخه شميرل کيږي چي تاريخ پوهان او څيړونکي يې د بشپړ ډاډ تر بريده د پيښو او حالاتو د څرگندولو لپاره کاروي . د ډبر ليکونو ارزښت او د هغو د پيژندلو په اړه د بيلا بيلو ميتودونو توضح او بيان به په يوه بله ځانگړې ليکنه کي را وڅيړم ، په دې ليکنه کي يوازي موخه د هغو دوو ډبر ليکونو يادونه ده چي د روزگان ولايت په خاص روزگان کي پيژندل شوي ، د څيړونکو تر قلمونو رسېدلي او په تاريخي څيړنيزو اثارو کي کارول شويدي . په خاص روزگان کي د شالۍ ناوه هغه سيمه ده چي د روزگان دوه ډبر ليکونه پکښي ساتل شوي او د خاص روزگان د مرکز څخه لس ميله ليري پرته ده . د لومړي ځل لپاره د هېواد نامتو مورخ علامه حبيبي د روزگان د دوو ډبر ليکونو په اړه هر اړخيز مالومات په خپل يوه نامتو اثر ( هفت کتيبه قديم ) کي خپاره او د څيړونکو تر پامه ورسول . علامه حبيبي نه يوازي دا چي دا دوه ډبر ليکونه يې د څيړونکو د پام وړ وگرځول ، بلکي هغه يې ولوستل او پر پوهنيز بنسټ يې د هغو په معرفي کولو کي هر اړخيزي هڅي کړيدي . هغو ارونو او پرنسيپونو ته په پام چي د ډبر ليکونو د لوستلو او پيژندلو لپاره کارول کيږي ، علامه حبيبي و توانېدۍ چي د روزگان د ډبر ليکونو ليکدود ، د ليک ژبه او پر ډبره حک شوۍ متن ولولي . د څيړنو پايلي وښودل چي د دې ډبرليکونو ليکدود مات ( شکسته ) يوناني او ژبه يې د هفتليانو د مهال هغه گړدود دۍ ، چي په پنځمه او شپږمه مېلادي پيړۍ پوري اړه لري . فرانسوي لرغونپوه پيوار هم د علامه حبيبي په څير دا ډبرليکونه د زابلي پاچا مهراکولا اړوند گڼلۍ دۍ چي د واکمنۍ پير يې د ٥٠٠ زيږد کالو په شا او خواکي ښودل شويدۍ . دواړه ډبر ليکونو کي ليکل شوي حروف د بغلان د سره کوتل د ليکني سره ورته او يوډول دي ، د حروفو تر منځ واټن د ( ٥ ) په ډول ليکل شوۍ او د ( Z ) توري پر سر درې ټکي هم ورکړل شويدي ، خو هغه مات ليکدود چي په روزگاني ډبرليکونو کي ليدل کيږي ، د بغلان په ډبر ليک کي نه تر ستر گو کيږي . په دې مانا چي د بغلان ډبر ليک توري يوله بله په روښانه ليک او څرگندو کرښو بيليږي ، په داسي حال کي چي د روزگان ډبر ليکونو کي توري يوله بله سره مښتي ليکل شويدي . د روزگان په يوه ډبر ليک کي لولو چي : بگه – شاه – ځوۍ – مهر - ماه – زميگ يا په دې ډول : بگه – شاه – زاول - مهر - ماه – زميگ د روزگان د ډبرليک څخه د کاپي شوي ليک يو انځور که دا ټولي کليمې په يوه جمله کي راغونډي کړونو داسي متن به تر لاسه کړو : ( بگه شاه ځوۍ مهر ماه زمکه ) او يا ( بگه شاه زابل مهر ، ماه او زمکه ) په اوسنۍ پښتو کي تر ټولو نږدې تعبير دادۍ چي : ( د ځمکي او سپوږمۍ لوئ شهزاده ) او يا ( د ځمکي او سپوږمۍ لوۍ زابلشاه ) د دې سره - سره چي په مات يوناني ليکدود ليکل شوۍ دئ ، خو د لوستلو لپاره يې په بشپړه توگه هغه معيارونه کارول شويدي چي د نورو پخوانيو ليکدودونو لپاره کارول کيږي . د بغلان په ډبرليک کي هر تورۍ په بيل ډول ليکل شويدئ ، چي د لوستلو او په متن د پوهېدلو اسانتيا يې منځ ته راوستې ده ، د نوموړي ډبرليک لاندي انځور دا څرگندوي چي هغه دوې مميزئ چي د سره کوتل په ډبرليک کي ليدل کيږي د روزگان په ډبر ليکونو کي هم شته چي وړاندي ورته گوته ونيول شوه . د بغلان د سره کوتل د ډبرليک يو ه برخه د دې ټکي يادول په کار دي چي د سره کوتل د ډبرليک د لوستلو پر مهال د لرغونو ژبو دويش پر ډولونو زيات پام نه دۍ ساتل شوۍ ، د هغو ورستيو څيړنو پر بنسټ چي د رباطک ډبرليک په اړه تر سره شويدي ، دا په ډاگه کوي چي د بغلان ډبرليک او د رباطک ډبرليک دواړه په يوناني ليکدود ليکل شوي ، خو ژبه يې منځنۍ پښتو او دري ده . د همدې اصل پر بنسټ د روزگان ډبرليک ليکدود هم يوناني او ژبه يې منځنۍ پښتو ده . اوس دا پوښتنه منځ ته راځی چي د دې ډبرليکونو په متن کي ياد شوۍ ( زابلشاه ) او يا( شاځوۍ ) څوک دۍ ؟ په پراخه کچه يفتليان اوپه سيمه ايزه کچه زابل شاهان د افغانستان په تاريخ کي يو خورا مهم او د زيات پام وړ مهال دۍ . يفتليانو د کوشاني پاچاهانو ورستيو واکمنانو ته ماته ورکړه او خپله واکمني يې د کوشاني امپراتورۍ پر يو شمير سيمو د څه ناڅه څلورو سو کالو لپاره وساتل . انگليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره تر درنې جگړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنگي او د لمر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنگرونه تاوده وساتل . په دې پيړيو کي تر ټولو نامتو عرب قوماندان چي د زابلي او رتبيلي پاچاهانو سره يې په بيلا بيلو وختونو او حالاتو کي ، يادمځکي د لاندي کولو او ياهم د باج او خراج د تر لاسه کولو په نيت جگړې کړيدي ، عبيدا لله بن ابي بکر ( ٦٧١ زيږد کال ) عباد بن زياد ( ٦٨١ زيږد کال) اصفح بن عبدالله ( ٧٤٧ زيږدکال ) محمد بن قاسم يادولای شو . علا مه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو لويۍ ټبر دۍ ، ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلگه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود درې غلزۍ دۍ ، چي په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي . په دې ډول د شک پرته ويلای شو چي د رزگان ولسوالۍ په شالۍ ناوه کي د يفتلي پاچا مهراکولا د دوو ډبر ليکونو کشف او د هغو لوستل د دې ټکي ښه او څرگند ثبوت دۍ چي روزگان د افغانستان په تاريخ کي د خورا مهمو واکمنانو لپاره د زيات ارزښت وړ سيمه وه .

دا هم وگورئ

سرچینې

Lua error in Module:Navbox at line 6: Please use mw.html instead of Module:HtmlBuilder.