خوست ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
Khost
خوست
د افغانستان نخشه Khost خوست نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
خوست
 • 33.337° N 69.918° E
د وگړو شمېر (2002)
 • گڼه گونه
~600,000
 • /km²
مساحت
4,152 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

خوست د افغانستان په جنوب ختيځو کې پروت دی ، ٤٠٢٩كيلومتره مربع مساحت پراخوالی لري ، نفوس يې د يو ميليون څخه زيات وگړي دي. ١٢ ولسوالۍ او دښاروالۍ ٣ ناحيې او دکوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري. د غرونو ډ ک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لگيدلۍ دی چې د پاکستان سره (١٨٥ ) کلومټره گډه پوله لري ،چې په راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي . خوست ولايت د پکتيا ، پکتيکا سره لگيدلۍ دی چې د اوسني پاکستان د غلام خان څخه را پروت سړک دخوست څخه تيريږي ، گرديز ته رسيږي او بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته رسيږي ، دغه سړک د پاکستان څخه نورو را داخليدونکو سړوکنو په نسبت ٤٣٣ کلومټرو په کچه کم دی او د افغانستان داقتصادي پر مختگ لپاره مناسبه لارده . خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتادله هوا لري او د ژوند د ډيرو چارو لپاره پراخه لمنه لري ، د خوست ځمکې ښې حاصل خيزي دي ، په زراعتي ځمکو برسېره ځنگلونه هم لري چې د بيلگې په ډول يې تڼي ، منگل ، ځاځي ميدان ، او د ځډراڼو ځنگلونونومونه يادولی شو ، د يادو شوو ځنگلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز ، جانغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي ، د وچو ميو ترڅنگ لمدې ميوې لکه زردالو ، الوچه ، انار ، ماڼه ، شفتالو هم ددې ولايت د زراعتي لاسته راوړنو څخه دي ، زياتره وگړي يې د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې اسانتياوې له همدې لارې پوره کوي ، د کرهڼيزو ځمکو او ځنگلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يعنې سيند او باران اوبوڅخه گټه اخلي او زياتره سيمي يې روانې اوبه لري ، په ځينو سيمو کې د بريښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي ، پدې ولايت کې ډير تاريخي ځايونه هم شته ، د دې تاريخي ځايونو څخه د منگسو په سيمه کې د ايسار غونډی يادولی شو ، د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توگه د انسنانو په مټ جوړه شويده او غونډ جوړښت لري ، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار

پدې غونډی کې پيداشوي، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي ، ددې ولايت خاوره د اولياؤ کرامو او بزرگانو له برکته هم ډکه ده ، د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکرک بابا ، عالم شېر پير ، نصري اقا ، آدمحمد ، خواجه متون بابا ، گلزار اقا ، يادولی شو . خوست د ځنگلونو برسېره طبيعي زيرمې هم لري ، چې په ځينو سيمو کې يې د چينې ډبرې (Caco3 ) ، د اوسپنې ډبرې ، مس لرونکي ډبرې ، جست لرونکي ډبرې ، کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شويدي ، د کروميټو ډبرو دايستلو قرارداد هم شويدی چې افغانستان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي ډالره گټه اخلي .

اقتصاد

کرنه

رسنۍ

پوهنه

دخوست ولايت پيژند ليک

  1. دخوست ولايت ډېر زيات وگړي د خپل وطن څخه بيديا کارکوي چې ددوی مياشتيني عوايد ٦ -٧ ميليونو امريکايي ډالرو پوري دي او خپل ټاټوبي ته يې راليږي .
  2. دمرگ وميركچه دپنځوكلنوڅخه په ښكته عمرلرونكي ماشومانو كې : ٢٤٠
  3. په لوړه پيمانه داقتصادي پرمختگ دپاره جوگه دی، چې په منتطقه كې د صنعتي پارک او دسوداگريز مركز دجوړيدلوجوگه كيدای شي.
  4. په خوست ښار کې دوكانونه: ١١٠٠٠
  5. دښاروالي ورځني عوايد: ٩٠،٠٠٠افغانی
  6. په خوست ولايت کې د ټولو موټرونو کچه ٨٠،٠٠٠ دانې
  7. په خوست ولايت کې دگمرك مياشتني عوائيد: په منځني ډول ٣٣ ميليونه افغانی.
  8. د خوست او گرديز د لوی لارې ټرانزيټ به ددې ښار عوائيد نوره هم زيات کړي
  9. په خوست ولايت کې ټيليفون لرونکي وگړي ٧٣،٠٠٠
  10. ترانسپورت : مياشتني عوائيد په اوسط ډول ، دوه ٢ ميليونه افغانی
  11. دټيكسي موټرو شميره:٣٢٠٠
  12. دلاريو(باربري موټرو)شميره :٣٢٠٠
  13. بانكي مياشتني راكړه وركړه :٣٠٠ ميليونه افغانی تخمين شوي.

د خوست ولایت ولسوالۍ

1:موسی خیل 2:قلندر 3:باک 4:سپیرہ 5:نادرشاہ کوٹ 6:صبری 7:علیشیر 8:مندوزی 9:جاجی میدان 10:گربز 11:دوہ مندہ 12:تنی ‎


د امريکا د سمندري ځواک يو پوځي د طالبانو د پلټلو پر مهال.

منگل