تڼي ولسوالۍ
هيواد | افغانستان |
---|---|
![]() |
|
کورډېناټونه: ۳۳°۱۴′۲۷″شمال ۶۹°۴۹′۳۸″ختیځ / 33.240715°شمال 69.827299°ختيځ | |
سيمه | خوست ولايت |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
لوړوالي | 1553 متر |
نور معلومات | |
جیو کوډ | 7054020[۱] |
سمول ![]() |
|
د تڼیو ولسوالی د خوست ولایت په جنوبی برخه کی پرته ده، چی د سپیرې ولسوالۍ یې لویدیځ، د نادرشاه کوټ او د اسمعیل خیلو ولسوالۍ یی شمال، د گربزو ولسوالۍ یی ختیځ او د پاکستان سرحدی سیمه یی جنوب ته پرته ده. د ولسوالۍ مرکز یی د تڼیو د دره گی کلی دی چی د ولسوالۍ په شمال ختیځ لور کی موقیعیت لری.
د ۲۰۰۶م کال د احصایی له مخې یی د خلکو شمیره ۵۲۸۰۰ ثبت شویده. د تڼیو ولسوالۍ مهم لوی کلی پلاندی ډول دي:
- - د ترخیلو کلی
- د حصارک کلی
- د نریزی کلی
- د سینکیو کلی
- د ورژلی ستر کلی
- د کوچانو کلی
- د بنده خیلو کلی
- د روښانی کلی
- د چنارگی کلی
- د لغوړی پیران
- گوخه
- ورغړ
- ناړخیل
- چریو کلی
- سپیرکۍ
- پاخی
- اتخیل
- ورژله ټنډی کلی
- میسی خان کلی
- شبوخیل
- زنده خیل
- سور کوټ
- عیس خیل
- اتمان
- لنډی
- حصارک کوټکی
- للمۍ کوټکی
- دره گی کلی
- دره
- در ملکه
- گربزسحرا
- مدرسی کلی
- ډب کلی
- سیگۍ کلی
- نریزی عالمخیل
- فقیران او پښان
- د غره لنډی
او داسې نور ډیر واړه کلی شته چې نومونه به راتلونکی کی ذکر شی. په نوموړې ولسوالۍ کی د زیاتو خلکو کاروبار دهقانی ولی یو زیات شمیر خلک یی په نورو هیوادونو کی د مزدورۍ لپاره تللی او هلته کاروبار کوی.
دا هم وگورۍ
سرچينې
- ↑ پیوستون : 7054020 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
|
وېشنيزې:
- د خاصيت کارولو پاڼې P1566
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P17
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P131
- د خاصيت کارولو پاڼې P2044
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د افغانستان ولسوالۍ
- د خوست ولايت
- نخشه لرونکي مخونه