کونړ ولايت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Kunar
کونړ
د افغانستان نخشه Kunar  کونړ نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
اسد اباد
 • {{{latd}}}° N {{{longd}}}° E
د وگړو شمېر (~)
 • گڼه گونه
~ ۵۰۰،۰۰۰
 • ۸۵/km²
مساحت
~ ۴۹۴۲ km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

د کونړ ولایت (انگرېزي: kunar) د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې ختیڅه برخه کې موقعیت لري. دا ولایت له گاونډي پاکستان سره په پوله پروت دی. منڅۍ (مرکز) یې د اسد اباد ښارگوټې دی.

کونړ دپخوانيو مورخانو په اثارو کي کنړ، کنير، کهويس (Khoes)، کونر (kunar) ، کولو، کونړ، کونر او داسي نورو په نومونو راغلي دي. کونړ (کونرkonar) په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي چي نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنا(دښوونه دره) يا زيتون دره ده. په دي نوم کې هم درنورو نورستانى کلمو او نومونو په شان چي په نورو ژبو کې يي(له)،(په) (ړ) او ښتلي بدلون راغلي دي او په کونړ يى شهرت پيدا کړي دي. تاريخى اسنادو ځيني نور شواهد داسي ښي چي ډير پخوا د کنړ دره له غرونو څخه نيولي ان دکنړ د سيند دغاړوپوري په گنوځنگلونو پټه وه ، چي زياتره پوټي يي، ښونان اوغوړا څکي وو، د دي ډولونود موجوديت د ثبوت د پاره به دا کافي وي چي وويل شي کله چي سلطان محمود غزنوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کي د کونړد دي دري په خوله کي د کابل له سيند څخه راپوري ووت دنور او قيرات په درويي حملي کولي نو يي د خپل لښکر سره دنجارانو، آهنگرانو، سنگ تراشانو اونور کسبگرانو ډلي هم را واخستلي ترڅو چي د ځنگل وني اوبوټي ووهي، تيږي ماتي کړي او د خپل لښکرد پرمختگ د پاره لاره جوړه کړي. د يو بل مستند دليل له مخي چي ددغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دي: کله چه د کونړ د ناوي د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوۍ دکوټو په چتونو کي د ډاگو (دستک) د پاسه د دړو پرځاي د ښونانو او غوړاڅکو لښتي اچول شي دي چي پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دي دلالت کوي چي په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنگلونو پټه او زياتره وني يي همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، او زما ديادو خبره ده چي زموږ دسيمي (نرنگ) دغرونو لمني ان تر سمي پور ي د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټي وي، نوځاي يي درلود چي نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړي ده. همداراز (کو) د اوبو، څاه او رود په معنا دي لکه ،چي همدا اوس موږ په ورځنيو محاورو کې کوهې زيات استعماليږي، نو چي داسي ده دکونړ يعني د اوبو او رود دره او که تاريخي اسنادو ته مراجعه وشي په عمومي صورت سره کونړدومره شهرت نه لري لکه چي په لرغونو اثارو کي دکونړ سيند (راساRasa ( يي لري. نودا هم پوره ممکنه ده چي د کونړ دا معنا به واقعيت ولرلاي شي چي د سيند او اوبو دره يي وبولو، ځکه که اوبه يي نه درلودلاي اووچ خوړ واي نو ممکن بيايي دغسي معنا نه شوه ورکولاي. د پوهاند عبدالحى حبيبي د پنځوسو مقالو د پساندونو په يوه برخه کي داسي راغلي دي: کونار يعني کونار چي جمله يي داسي په قوس کې ليکلي شوي ده (رود دره کاغان شرقي پکهلي ضلع هزاره) دلته مطلب د کو څخه دي چي په نوموړي اثرکۍ د اوبو او رود په معنا استعمال شوي دي. د پورتنيو څيړنو او تحقيقونو څخه دا جوتيږي چي د کونړ لفظ دليکني سره بايد تر(ک) ورسته (و) وليکل شي نه دا چي دکونړ لفظ دليکني څخه(و) واښستل شي. ځيني وخت ليدل کيږي د کونړ د جمع شکل د کونړونه(کنړونه) ليکل کيږي په دي شکل د کونړ ليکل که مفرد وي کنړ او که جمع وي کنړونو دواړه شکله بيخي غلط دي. دا چي ولي داسي ليکل کيږي زما په نظرڅه رنگه چي په کونړکې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري ؤ يعني په خپله د کونړ دفتري ژبه دري وه نو دا ده چي د کنړ د کلمي پرځاي د سهولت له مخي يي په کنر انتقال کړي بيا دغه کنر کنرها شوي او وروسته تري د جمعي حالت په پښتو کنړونه جوړ شوي دي. پرته له دي بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلاي. دا چي په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چي کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوي خواته د حدودالعالم د اشاري له مخي چي کنر يي ورته ويلي دي او د بلي خوانه دخاص کونړ ختيزي خواته يوکلي د تنر په نوم شته دي که دهغه کلي د نوم سره د مقايسي له مخي وويل شي نو ممکن هغه (ته نر) وي او که درون ته.

جغرافیوی جوړښت او قومی جوړښت

د کونړ ولایت د افغانستان په خنیځ کې پروت دی چې شمال ته یې د نورستان ، سهیل ته یې د ننگرهار ، لویدیځ ته یې د لغمان ولایتونه پراته دي.او په ختیځ کې د خیبر پښتونخوا سره ۱۷۵ کیلو متره گډه پوله ویشي.دکونړ ولایت یو غرنی ولایت دی چې څه دياسه ۴۵۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري.

دکونړقومونه

  1. الکوزي: الکوزي سړبني پښتانه دي او د دانیو زیرک پورې اړه لري او دکونړ په سر کاڼو کې وجود لري.
  2. تر کلاڼي: دا قبیله د سړبن په ټولنیز گروپ پورې اړه لري او په کونړ کې شته دی.
  3. سالارزي: سالارزي دپورتنۍ قبېلې یو ښاخ دی او دکونړ په لاندنیو سیمو کې ژوند کوي. دانگام ،اسمار، شنگړۍ ،شالۍ (شال)،ناړۍ ،بریکوټ ،دم کلی ،نرنگ ، سرکاڼو ،گنجگل ،ټانکو ،شولتن(شلتن)،مروره ،اغذباغ ،ساو ، ساوخوړ ،څوکۍ ، [[بارگام[[ ،ازیرگل ،ډمبرو ، حصاره(ایساره) کرهاله،دونه یی .
  4. خاښي خېل:خاښی خېل یا خو ښي خېل د کونړ په ځینو ځایو کې هستوگنه لري چې په یو روایت سره د ميرزا الغ بېگ به وخت کې کونړ ته لېږدېدلي دي.
  5. سرکاڼي: دا دالکوزیو یو ښاخ دی چې دکونړ په سر کاڼو کې او سیږي او د نوم دمناسبت له مخې د سرکنډ کلی هم د دې قبیلې یو کلی
  6. شینواري: د شیگل شینواري تقریباٌ ۳۰۰ کاله دمخه د ځینو عواملو له کبله د سره کمر له خوا نه تللي دي او د شیگل ځمکه یې له نو رو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نیولې وه،شیگل ته د شینوارو راتگ او د نورو قومونو څخه د شیگل نیول د شیخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم یې(ذکریا) دی تر سره شوې ده.
  7. ادریم زي (عبدالرحیم زي): دا قبیله د غلجیو په ټولنیز گروپ کې شامله ده او د احمد زیو یو ښاخ دی او دکونړ په ښېوه کې او سیږي.
  8. لودین: دوۍ غرښتي پښتانه دي او په کونړ کې هستوگنه(استوگنه) لري.
  9. ماموند: دوۍ د سړبن په ټولنیز گروپ کې شمېرل کیږي او دښا خي خېلو(خا ښي خېلو) دترکاڼي په قبیلې پورې لړه لري.دوه ماموند وجود لري:لومړی ماموند(کاکازي)واړه ماموند دوړو ماموندو ځینې خېلونه په شوړتن(شلتن)،دانگام او په وټه پور کې مېشت دي.
  10. مشواڼي:مشواڼي په اصل کې غرغښتي پښتانه دي، دوئ دکونړ په ناړۍ،دانگام او اسمار کې اوسیږي.
  11. ملکزي: په کونړ او دنرنگ په جار قلعه کې هستوگنه لري.
  12. ملاگوري: سړبني پښتانه دي او د مومندو په سترې قبیلې پورې اړه لري ، د ملا گورو کورني د درې په ملا گورې او دنرنگ دکوټکې په کلي کي اوسیږي.
  13. مومند: مومند دسړبن په ټولنیز گروپ کې یوه ستره قبیله ده چې د کونړ د ولایت په اسد آباد ، خاص کونړ،سرکاڼو،نورگل او نرنگ کې اوسیږي.
  14. یوسفزي: یوسفزي هم په کونړ کې هستوگنه لري او یو لوۍ پښتون ټبر دی.
  15. بزرگخېل: بزرگخېل یوهلویه قبیله ده چې دکونړ په نرنگونو لکه بر نرنگ ، کوډو ، کړه ماراو په یوه روایت سره په کوټکي او حکیم آباد(کولي گرام) او دڅوکۍ په کلماني گې هستوگنه لري.
  16. ساپې:(صافي) د زیاتره تاریخي اسنادو له مخې د ساپي قوم چې په کونړ کې مېشت دي یو لوۍ قوم شمېرل کیږي چې په لومړۍ سر کې د غوړې مرِۍ څخه سره کمر ته رالېږدېدلي دي او بیا له دې ځایه د شونکړۍ له غاښې کونړ ته اوښتلي لومړۍ یې بهر آباد او بیایې له مجبوریته د کونړ سین ښکته او پورته برخوته د هغو ځایونو دقومي قدرت په وجه نفوذ نه دی کړی له سین څخه دېوگل ته راغلي او هلته استوگن شو او په دې پلار دره کې یې لوۍ مرکزیت پیدا کړ او بیا د مزار درې،باډېل درې او دپېچدرې له سرونو څخه د درو دخولو پورې را خپاره شول.
  17. سادات

په کونړ کې زیات شمېر د سیّدانو کورنۍ موجودې دي ، د دې سیدانو عمومي لوۍ کلی پشات(پشت) دی چې سیّد محمود پاچا هم دلته اوسېده ، په دې برسېره د کونړ په ځینو نورو سیمو لکه شال،بر نرنگ،شین کوړک،دو شاخېلو،یارگل،خاص کونړ،کوز نرنگ او نورو ځایونو کې هم د سیّدانو (پاچاهانو)کورنۍ مو جودې دي.

  1. موسیٰ خېل

موسیٰ خېل هم په کونړ کې اوسېږي.

امنیتي حالات

دهېوادونو په تاریخ کې هغه سیمې د ولسونو او ځواکونو د پوره پاملرنې وړ گرځېدلې دي چې د نورو سیمو په پرتله د هغوۍ جغرافیوي او سوق الجیشي موقعیت د یو شمېر مشخصاتو له پلوه دوتلي فوقاالعاده اهمیت درلودونکي وي. زموږ په گران هېواد کې هم کومې سیمې چې د جغرافیوي،اقتصادي، فرهنگي او سوق الجیشي ممتاز اهمیت څخه برخوردارې دي هلته زموږ نیکونه راټول شوي ، کلاگانې،کلي،ښارونه، حصارونه او کروندې یې آبادې کړي،قوي بناگانې یې تأسیس،تجارتي،مذهبي،علمي او کلتوري مرکزونه یې رامنځ ته کړي او مدنیتونه یې ایجاد کړي دي او د تاریخي دورو په اوږدو کې په تېره بیا د مسیحي دورې د لسیزې پېړۍ په شاو خوا کې چې تقریبا داسلامي دورې سره سمون لري له خوږو، ترخو، تودو، سړو، ژورو، ماتو او بربادیو څخه ډک تاریخي خاطرات او یادونه لري.نو که د کونړ دې ډول موقعیت ته وگورو په ډېره وتلې توگه د دغسې ممتاز موقعیت لرونکی دی .خو په خاص ډول په تېرو درې لسیزو کې چې کومې ناخوالې زمونږ په گران هېواد او په اسلام او هېواد پاله خلکو راغلي او روانې دي نو کونړ(کونړونه)هم د دغو ناخوالو او بر بادیو څخه په امن کې نه وو او نه دی.

د بن لادن لپاره لټون

اسامه بن لادن

ولسوالۍ

کنړ په ټولیز ډول ۱۶ولسوالياني لري چي په لاندي ډول دي

  1. مروره ولسوالي
  2. وټه پور ولسوالي
  3. دره پيچ ولسوالي
  4. نرنگ ولسوالي
  5. سرکاڼو ولسوالي
  6. دآنگام ولسوالي
  7. برکونړ ولسوالي
  8. شيگل ولسوالي
  9. چپه دره ولسوالي
  10. نورگل ولسوالي
  11. څوکي ولسوالي
  12. خاص کونړ ولسوالي
  13. ناړي ولسوالي
  14. غازي آباد ولسوالي
  15. اسمار ولسوالي
  • او داسد آباد ښار چې خپله یوه ولسوالۍ ده

سياست

دکونړ ولايت اوسنی والي سيد فضل الله دی

د کونړ درې

دمزار دره

کله چې دښېوې او اسلام پور دکلیو څخه داسلام پور دغاښې حخه ورتېر شو د نور گل کلی راځي چې د یوې درې په خوله کې پروت دی دا دره د مزار درې په نوم یادېږي.

د دېوگل دره

سم تلفظ یې دېوه گل دی،د درې ذکر د دې نوم وروسته بې مورده دی ځکه چې دا نوم له دیوه(روښنایي) او گل (دره) څخه ترکیب شوی چې مجموعي معنا یې نور او یا رڼا دره ده . د دېوه گل دره ډېره اوږده دره ده او دڅوکۍ کلی یې په خوله کې پروت دی او وروستی سرحد یې دپېچ درې،چپې درې او بیا واما ته رسیږي.صافیان دې درې ته پلار دره وایي.داځکه چې په کونړ کې د صافیانو (ساپيانو) دقوم لومړنی مرکز او استوگنځی بلل کېږي.

زمكنې جوړښت

په کونړ کې اقتصادي فعالیتونه

داوبدنې صنعت

په کونړ کې که څه هم وړۍ زیاتې استحصالېداۍ شي خو بیا هم د وړیو څخه ډېره کمه گټه اخیستل کېږي، معمولاً وړین کالي چې په غرنیو سیمو کې زیات رواج لري جوړېږي د دې خبرې علت دا دی چې په دغو سیمو کې ساړه زیات او له بلې خوا نه د هغو داوسیدونکو تگ راتگ تل په ځنگلونو کې وي او وړین کالي د ونو او بو ټو د څانگو سره د نښتلو په وخت کې زیات مقاومت لري په دې سیمو کې د پسه وړۍ دلاسو نو په واسطه (لاسي څرخۍ)ریشي چې د ریشولو په کار کې ښځې زیاته برخه اخلي او خاص مهارت لري کله چې وړۍ ورېشل شي نو بیا په خپل لاس جوړو شوو ساده دستگاه گانوکې ترې تکه جوړوي او د استحصال شوي ټوټې څخه د هغو د تارونو د نري توب او پنډوالي په اعتبار مخصوص کالي لکه کورتۍ،شړۍ،پکول،صافي واله خولۍ،کوڅۍ،پاپیچی،شوقه،څړۍ،ټغرې،لمڅی،،دباروړلو دپاره وریی،جوالونه،غوندي او داسې نور ترېنه تیاروي. همدارنگې په کونړ کې په تېره بیا د کونړ د ناوې په ښکتنیو سیمو کې د پنبې کرل زیات رواج درلود یا لري.خو پخوا چې دمحلي صنعت له مخې د خلکو جامې عموماً له خامتا(کرباس) څخه وې نو دا وه چې پنبه زیاته کرل کېدله د ژمي په موسم کې چې له یوې خوا د مني د حاصلاتو له جملې څخه پنبه هم وه او له بلې خوانه شپې به اوږدې وې، دکورنیو ښځو به په خپلو لاسونو تر حلاجۍ او ندافۍ وروسته په لاسي څرخو هغه رېشلې او جو لاگانو به د ماکو په دستگاه خامتا اوبدله او بیا یې څادر ، پټکي او کالي ورځینې تیارول.

د وگړو شمیر

کونړ دافغانستان د پر نفوسو ولا یاتو څخه دی او تقریباً ۵۰۰،۰۰۰ اوسیدونکي لري،چې اکثره یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.دکونړ ۹۵٪ په سلنه کې پښتانه او نور ۵٪ نورستانیان او پشه یان دي.

تاريخي ځايونه

استحکامي کلا گانې

دکونړاوسیدونکي د خپلو مېشته کېدوله وخته راهیسې لکه د هېواد دنورو قومونو او قبیلوغوندې همېشه په دې فکر کې وو،چې دسیمې په یوه داسې محل یا ځاي کې دخپلې هستوگنې دپاره کلي اوکلاوې آبادې کړي چې دجغرافیوي موقعیت له مخې باید د لاندنیو مشخصاتو درلودونکي وي:

  1. دسیمې په هسې یو محل کې واقع وي چې په شاوخواسیمو باندې دیوې حاکمې نقطې حیثیت ولري.
  2. داستحکامي پوخوالي له مخې پوره طبیعي عوارض درلودل،یعنې په جگو غونډیو او ځایونو پرتې وي او په ډېر محدود جنگي قدرت یې دفاع کېدله او دپردیو حملې پرې دومره موثرې تمامې نه شي.
  3. معمولاً دکلاگانو موقعیت دڅلورو لارو، درې لارو د تلاقي په نقطو کې او یا د عمومي لارو پر سر وي.
  4. داوبو رسولو منابع لکه رودونه او چینې ورته نژدې وي او یا په دننه کې هم داوبو دغه منابع ولرلاي شي.
  5. دهغو د ودانولو په چارو کې تر ممکنه حده پورې د ساختماني موادو اکمال ډېرې ستونزې ونه لري که دکونړدپخوانیوکلاگانو جوړخت ته ړکتل شي تر ډېره حده پورې دجغرافیایي موقعیت په اعتبار پکې پورتني بېلگې په نظر کې نیول شوي دي.

دچغان غونډۍ

د چغان غونډۍ کلا چې معمولاً ورته د چغان غونډۍ وایي له پخوا زمانې نه تر اوسه پورې دیوې کلکې دفاعي کلا ، د کشف او ترصد د پاره ډېر مناسب محل گڼل کیږي چې شاوخوا سیمې ترې په ډېرې آسانۍ سره تر کنترول لاندې نیول کېداۍ شي. د چغان غونډۍ د اسمار او پېچ د درې او دکونړ دښکتتنۍ برخې د تلاقي او د لوۍ سین او پېچ سین دیو ځاۍ کېدو په برخه کې موقعیت لري.

د چغان غونډۍ دلاندې چې یو وخت دنیسا ښار موقعیت درلود او یا ننگرښار هم دلته پروت ۇ دلا وضاحت لپاره دغه غونډۍ ددمکلي مخامخ دکرهالې شمال شرق خواته دغره دلمنې په یوه جگه غونډۍ جوړه شوې ده.دا کلا او محل هغه وخت په چغان غونډي ونومول شوه چې دلته په دې سیمه کې دجغانیانو حکمراني وه،او دچنگېز داولادې دچغتایانو په وخت کې د دې ځاي دتسمیې دوجه په نسبت، دومره مستنده نه ښکاري اوامکان لري چې په چغسراۍ د دمکلي اړول به د جغتایانو په وخت صورت موندلی وي نه د چغان غونډۍ،ځکه چغانیان له جغتایانو څخه بل څوک وو.

دکلوم کلا

دکلوم کلا چې دکولم،کالم،کلم او دقلوم په نوم هم یاده شوې ده دمرکزي نورستان د پېچ درې په وروستۍ برخه کې پوشال،رمگل او مندوگل ته نژدې په ناجل کې دغره په جگه څوکه باندې له تیږو څخه جوړه شوې ده چې ډېره محکمه کلا ده.په تاریخي اسنادو کې چې د دې کلا څخه یادونه شوې ده هغه دامیر نیمور او دامیر عبدالرحمن د هغو لښکر کشیو د واقعاتو بیان دی چې به نورستان یې کړي دي.گوډ تیمور کله چې د کتور په درو کې لښکر کشي وکړه او هغه کلا یې له ډېره ستونزو اوقر بنیو ورکولو وروسته فتح کړه نو دخپلې فتحې په یاد یې هلته یو یادگار پرېښود دغه یادگار دکلوم دکتیبې به نوم یادیږي.

دپیار کلا

دپیار کلا چې د لویدیز نورستان ژونیا ته نژدې یې موقعیت درلود د کتور د نورستانیانو د پخو کلاگانو څخه یوه کلا ده چې د هغې د تسخیرولو واقعه داسې بیان شوې ده، "کله چې د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې په کونړ کې دپوځي سوقیاتو په ترڅ کې سپهسالار غلام حیدر خان څرخي ته امر وشو چې نورستان ونیسي نو د لغمان حاکم اولیاقل چې دپیار د خلکو په تنبیه کولو اخته ۇ دجگړې نیت وکړ. د سراج التواریخ په قول په ۳۲ دقیقو(دسرعت عمل څخه مراد دی) په موده کې یې د کافرانو قوت مات کړاو ځینو یې غرونو ته پناه یووړله او له دې جملې څخه ۱۸۰ تنه چې د پیار په کلا کې یې ځاۍ نیولی ۇ کلا بند کړل ، دوه شپې او ورځې کلا محاصره وه او کله چې ورته د اولیاقل په امر اور واچول شو وسوزول شوه او کلا ونیول شوه."

دکټار کلا

دا کلا دکتر کلا په نوم چې د کتر یا کتور د قبیلې پورې مربوط د یوې کورنۍ ځاۍ ۇ او بل تاریخي نوم یې <<پړیچ ورن دیش>> دی او په بر چغسراۍ کې یوه ډېره ټینگه او لوړه کلا وه،چې دشامیر کوټ شمال لویدیځ خوا ته دیوه غره په لمن کې کې تر کتر (کتور) او گمبیر راښکته موقعیت لري. زموږ د پخوانیو خلکو له خولې چې نقل یې کاوه ، د دغه کلا خلک ډېر سخت کافران وو ډېر سنگدله او بېرحمه خلک وو کله چې دهغوۍ دمسلمان کولو په مقصد لښکر وسو په دې لښکر کې د نرنگ خلک هم شامل وو، خو د کلاد کافرانو لخوا دډېر سخت مقاومت سره مخامخ شول او هېچا نه شو کولاۍ چې کلا ته ور وخېژي، دا ځکه چې هغوۍ پرې له پاسه تیگې راکولولې تر څو چې په یوه ډول جنگي تکتک سره وروختل او کلا ته یې اور واچوه او دا چې د کلا په ساختمان کې زیاتره لرگي کارول شوي وو نو کلا په آسانۍ سره اور واخیست او دکټار کافران غرونو ته وختل. دمخه وویل شو چې دوۍ ډېر سخت زړي کافران وو نو د دوۍ دمظالمو او کلک زړیتوب کیسې زموږ د پخوانیو خلکو په کلتور او ورځنۍ محاوره کې تر ننه مروج پاتې دي، د مثال په توگه که څوک په چا ډېر ظلم وکړي کوم چې دهېڅ عاطفې نښه بکې نه وي نو ویل کېږي<< داسې کار د کټار کافر هم نه کوي>>، او یا دمخاطب په شکل ویل کېږي<< څه دکټار کافر خو نه یې>>،او یا که جېرته کومه غوا د شیدو ورکولو ته نه ودرېږي نو ویل کېږي<< دغه غوا کټاره ده>>.

دکونړ دودونه

په عمومي ډول په کونړ کې ډېر غوره دودونه شته دی چې دنړۍ په نورو قومونو کې یې ساری نه لیدل کېږی او زموږ دهېواد یوه وتلې بېلگه گڼل کېږي چې له دې جملې څخه جرگه،تړه،څلی،نرخونه،چیغه،ننواتې،ناغه،مېلمه پالنه،د جومات او ملا رواجونه او داسې نور د خورا ستاینې وړ دي.

داهم وگورۍ

سرچینې

  • انگرېزی ویکیپېډیا
  • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه ، ژباړه: اورنگزېب ارشاد ، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
  • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار ، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
  • آلماني ویکیپيډ یا
  • ظفر کاکاخېل ، پښتانه د تاریخ په پاڼو کې،یونیورستي بک اجنسي،پېښور ۱۳۸۴
  • دافغانستان لنډ تاریخ
  • پوهاند رازقي نړيوال د کتاب څخه http://www.kunar.blogfa.com


Afghanistan Report (دافغانستان په اړه رپوټ)Michael Moore and James Fussel
Afghanistan The Soviet War(په افغانستان کې دروس جگړه)Edward Girardet 1985