ساپي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ساپيان د غرغښت په ټولنيز گروپ کې یوه مهمه قبیله ده. ددې قبيلې اکثره وگړي په کونړ، لغمان، کاپیسا او د مومندو ایجنسۍ کې مېشت دي. د ساپیو قبیله د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو او بېلابېلو نومونو یاده شوې لکه ساپي، صافی، ساپین، سپین، سابیس، سابیت، ساپیست سافیت، ساپینگ، ساپيتا، ساپیستا، اساپنتیه، سپنته، سوپتا او نور. دغه قبیله په لومړي سر کي لاندېنیو درې ښاخونو وېشل شوې ده: گوربز، مسود او ودیر داسې روایتونه شته چې ساپيان یوه پخوانۍ اریايي قبیله ده چې د یوناني کلاسیک مؤرخينو له خوا ذکر شوې ده او سنکدر د کونړ او لغمان په ځمکو کې ددغو خلکو سره مخامخ شوی دی او ډېر جنگونه يې هم ورسره کړي دي. ددې خلکو څه برخه د باجوړ په شاوخوا کې هم د سکندر سره په جگړو کې مخامخ شوي دي. لغمان او کونړ ته د ساپو د راتلو په اړه داسې ویل کېږي چې د ۲۰۰۰ مخزېږد په شاوخوا کې باختري اریایانو د شمېر د زیاتوالي او د ځای د تنگوالي له کبله په لېږد پیل وکړ چې د هندوکش له درو نه د کاپیسا په سيمه کې کښته شول او له دې ځای نه يې تقريباً د سیندونو طبعي مجراگانې په مخه نیولې سوېل ختیځ او سوېل لويديځ خواوو ته خواره شول چې د هغو څخه یوې ډلې د کابل سیند مخه نیولې او د نجراب، تگاب، سروبي او لغمان لارې د کونړ د سیند سیمې ته رسیدلي دي. په دې کې د هیڅ شک او تردید ځای نشته چې ساپو د میلاد نه ۲۰۰۰ زره کاله دمخه په مهاجرتونو پیل کړی او اوس په کاپیسا، کوهستان، کوه ساپي، لغمان، کونړ، جندول (باجوړ)، پشهت، سوات او باجوړ کې میشت دي.

د ساپو استوگنې سیمې:[سمول]

د ساپو زیاتشمېرد کونړ په ولایت کې استوگنه لري چې په نوموړي ولایت اسداباد، پېج دره، چپه دره، نرنگ، سرگاڼي، دانگام، څوکۍ، نورگل، باډيل، دیوه گل، مزار دره او شونگړۍ کې دي. همدا راز دلغمان ولایت مرکز، عمرزیو، علي خیلو، پاچا خیلو، احمدزیو، باړيزیو، سالاؤ، گاگړ، کوټالی، درویش اباد، د ولت شاه، الینگار، اتوک، چکله او دوگل کې هم ساپي ژوند کوي. زیات شمېر ساپيان د هلمند، بلخ، بغلان او کاپیسا ولایتونو، د تگاب او نجراب په ولسوالیو کې هم استوگنه لري. همدا راز د پروان ولایت په کوه ساپي، سیدخیلو، کوهستان او کوهدامن کې هم یو زیات شمېر ساپي میشت دي. د ننگرهار ولایت د کوز کونړ، کامې، دره نور او داسې نورو ولسوالیو کې هم ساپي اوسیږي. ډېرشمېر ساپي چې د مومندو ایجنسۍ کې استوگنه لري کلتور او رواج يې کټ مټ مومندو ته ورته دی. د ساپو له پښتنې ټبر څخه یو زیات شمېر کورونه په سیوۍ کې میشت دي خو څرگنده دي وي چې دغو ساپو اوس پښتو هېره کړې ده او د سندیانو کلتوري حاکميت يې په ځان منلی دی.

وټه ایز (اقتصادي) جوړښت يې[سمول]

د کونړ ساپي لدې کبله چې د کرنې ځمکې لږې دي د هغې ترڅنگ غواگانې، بزې، گډیان او میښې هم ساتي چې ددغو د غوښو، شودو او نور حاصلاتو څخه گټه اخلي، ددوی دکرنې ځمکې اکثره للمي دي چې اوبه نه ور رسیږي او یا د اوبو رسېدل ورته ناممکنه دي، اکثر بزگران يې په غريبئ کې ژوند تیروي، په تېره بیا هغه بزگران چې دبادارانو ( د ځمکو خاوندانو) ځمکې کري مجبوره او مکلف دي چې د تخم نه پرته (بدون) نورې ټولې ستونزې لکه غویان، د برگزئ ایالات، د ځمکې وهل، کرل، رېبل راټولول او میده کول پخپله غاړه واخلي، تردې چې د ځمکې د خاوند کورته د حاصلاتو وړل هم د برگز په غاړه دي. برگز مجبور دی چې ددې نورو کارونو ترڅنگ د خپل بادار خره، غواگانې او یامیښې هم وساتي. همداراز بزگر خپل بادار ته د غره نه وړیا (مفت ) لرگي راوړي د بزگر ښځه د ځمکې د خاوند د ښځې اوامرو ته باید غاړه کیږدي. لنډه دا چې اکثره خلک يې غریب او نیستمن بزگران دي

خوراک[سمول]

دوی په خوړو کې اکثره د جوارو، اوربشو او وريجو کار اخلي. څرنگه دوی د بزگرۍ تر څنگ په مالدارۍ هم بوخت (مصروف) دي نو اکثره یې د غواگانو او مېښو د مستو او شړومبو نه هم گټه اخلي او غوړي يې په شتمنو (پیسه دارو) خلکو پلوري.

جامې[سمول]

دوی اکثره د بزو د وژغڼو نه ځانته مخصوصې جامې جوړوي چې درېشي (کمیس او پتلون) ته ورته دي خو تڼۍ نه لري، ښځې یې تور پړوني او اوږده کمیسونه لري. ددوی پرتوگونه چین داره وي. نارینه یې د خامتا د ټوکر نه هم ځان ته جامې جوړوي او اکثره یو ډول ټوپۍ چې پکول ورته وايي د وړیو نه جوړ شوي وي په سر کوي.

میلمه پالنه[سمول]

د وټه ایزې (اقتصادي) تنگسۍ او بي وسۍ سره سره ساپي میلمه پاله خلک دي. دوی د مېلمنو لپاره حجرې لري چې په دې کار کې یو له بل سره سیالي کوي، په دوی کې د میلمنو قدر زیات دی، ددوی په حجرو کې د موسیقۍ الات لکه رباب، سیتار، منگی اور نور هم وي.

پښتنې ننگ[سمول]

ساپي د قام په ننگ کې غیرتمن خلک دي، دوی د خپل هیواد د ازادلو په خاطر د انگریزي ښکلېلاکگرو سره څو څو ځلې جنگېدلي دي او ډول ډول قرباني یې ورکړې ده، همدا سبب دی چې د کونړ په اولسي ژوند کې د وسلې درلودل او ساتل ډېر اهمیت لري او د ساپو په اړه وايي: ساپو ډېر وژلي دینه د کونړ غلام محمده باډيل ته مه ځه. یو ورځ د یوه ساپي په کور نارینه ماشوم وزېږېد څرنگه چې په اکثرو پښتنو کې دا رواج شته چې د نارينه ماشوم تر زېږېدو وروسته د ټوپک ډزې کوي څرنگه چې دغې سړي ټوپک نه درلود نو لاړ ترڅو يو ټوپک پیدا کړي او ډزې وکړي، خو چا خپل ټوپک ورنکړه، کوم وخت چې بیرته خپل کور ته راستون شه نو چا ورته وویل چې راشه زوی دې وگوره کنه کبر به وشي، نو هغه په ځواب ورته وویل چې باید زما زوی د لومړي ځل لپاره زما مخ ونه ویني ځکه زه دومره نامرد د خداي په لویه دنیا کې يو ټوپک هم نلرم چې د زوی د زېږيدو اعلان پرې وکړم نو که هغه زما مخ وگوري نو ښایی چې د هغه څخه به هم زما غوندې بې همته سړی جوړ شي، ښه به دا وي چې د یو نارینه او باهمته سړي مخ وگوري. ساپی د غیرت او ننگ په ټکي سر او مال ورکوي په دوی کې ښځو ته طلاق ورکول سخته بې ننگي ده، څوک چې د چا په ښځه تورن شي نو د ژوند بیا په مرگ شمېرل کیږي، د چا په کور کې چې څوک مړ شي نو که نیستمن هم ی وي نو هغه مجبوره او مکلف دی چې خیرات وکړي، پدوي کې د خیرات به پرته د مړي ښخول شرم گڼل کیږي، همداراز دوی ملایانو او میاگانو ته د خیرات، صدقې او سرسايې نه هیڅ هم سرغړونه نه کوي. دوی د عُذر او ننواتې په واړندې د ډیرې لوی گناه نه هم تیریږي لنډه دا چې دوی په پښتنې ننگ کې ډېر ټینگ دي.

یاددونه :[سمول]

ددې معلوماتو په اړه له تاسو درنو ښاغلو/آغلو څخه هیله کووم ترڅو د نوورو ساپو وروڼو او خویندو په واک يې ورکړئ او که په لیکنه/معلوماتوکې څه کمی تاسو ته په نظر راشي زه يې په ورین تندي منم.

  1. شماره نوم شجره کلی اوس پاتې خپلوان رښته /رشته
  2. محمد جمال خان ساپی گوربز لېچه لام حضرت جمال خان وراره
  3. محمد الله خان ساپی گوربز لېچه لام حضرت جمال خان زوی
  4. شیرمحمد خان ساپی مسود بارکنډئ ظاهرخان کشر ورور
  5. محمد صدیق خان ساپی گوربز لېچه لام شامحمود خان زوی
  6. یار محمد خان ساپی گوربز چپه دره ظاهر خان زوی
  7. سلطان محمد خان ساپی مسود گل سلک محمد شعیب خان زوی
  8. عبدالمتین خان ساپی مسود گل سلک عبدالولي خان کشر ورو
  9. گل میران خان ساپی ودېر لينډه لام شجاع محمدخان زوی
  10. عین الله خان ساپی مسود بارکنډۍ فرید خان لمسی
  11. ایشان خا ساپی ودېر کنډگل خوشال خان زوی
  12. محمد شاه خان ساپی گوربز سوندرۍ مفاد خان زوی
  13. هاشم خان ساپی گوربز ننگلام
  14. غلام عمر خان ساپی گوربز ننگلام غلام حسن خان زوی
  15. ایشان خان ساپی گوربز کنډۍ
  16. محمد انور حماس ساپی

سرچېنې[سمول]

  1. ساپيان او د هغوی قبیلوي ویش عبدالمالک کولکوال ساپی
  2. حیات افغانی
  3. د پښتنو قبېبلې
  4. بیا هم ساپیان و پیژني مطیع الله چمبیلی-کابل مجله
  5. معلومات مختصر درباره اقوام وقبایل ولایت سرحدی کشور
  6. اضلاع، ایجنسي و قبایل ایالات پشتونستان
  7. پښتو او پښتانه په سوېلي پښتونخوا کې