کاپیسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کاپيسا ولايت
کاپیسا
د کاپيسا ولايت انځور
د کاپيسا ولايت انځور
د کاپيسا ولايت انځور

کاپيسا ولايت
کاپيسا ولايت
کاپيسا ولايت

Map
کورډېناټونه: ۳۵°۰۰′شمال ۶۹°۴۲′ختیځ / 35°شمال 69.7°ختيځ / 35; 69.7  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد افغانستان  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی وېش افغانستان  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
پراخوالی
 • پراخوالی 1842 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 1746 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 399500 (۲۰۰۹)[۱]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
رسمي ژبه دري
پښتو  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1138255[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AF-KAP  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کاپیسا ولایت د افغانستان د مركزي ولايتونو په لړۍ كې راځي. په تاريخي كتابونو كې د كاپيسا يادونه همدې ته ورته نومونو شوې ده. د كاپيسا مركز محمودراقي دى، ولسوالۍ يې په دې ډول دي: اوله حصه، نجراب، تګاب. كاپيسا دوه علاقه دارۍ لري: يوه كوه بند او بله آله سای. د كاپيسا ولايت ټول مساحت ۱۸۷ كيلو متره دى. چې په ۱۳۵۹ كال كې يې د خلكو شمېره ۲۵۶۲۳۲ تنه ثبت شوي او په ۱۳۷۹ كې ۳۷۴۰۹۸ اټكل شوى.

كاپيسا ډېره ښه هوا لري، واوره په كې اوري. اوړى يې تود او ژمى يې سوړ دى. پخوانيو پاچاهانو به د محمود راقي او نجراب له غونډيو څخه د اوړي په موسم كې د تفريح ځايونو په توگه كار اخيست. له همدغو غونډيو څخه تاريخي اثار هم لاس ته راغلي دي. د كاپيسا زيات وگړي په مالداري، كرنه او بڼوالۍ بوخت دي. پخوا وختونو كې د نساجي فابريكې په دغه ولايت كې زياتو خلكو ته كار موندلى وو او هلته په دندو بوخت وو. د كاپيسا د تگاب انار ډېر مشهور دى، هلته د انارو ښايسته او گڼ باغونو دي، چې سودا گر يې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته پر لېږلو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي. د نجراب ستوان (تلخان) او پنېر ډېر مشهور دي او خلك يې ډېر زيات خوښوي. د دغه ولايت د اوبو سرچينې د تگاب، پنجشېر او نجراب سيندونه دي. په تگاب او نجراب درو كې يو شمېر كارېزونه هم شته چې د ځمكو په خړوبولو كې ترې كار اخيستل كېږي. د كاپيسا ولايت خلك پوهه پالونكي اوعلم دوسته خلك دي. په ډېرو ولسواليو اوعلاقه داريو كې ښه د حساب وړ شمېر ښوونځي لري، په تېره بيا په دې وروستيو دوو كلونوكې هلته د لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.

تصویرونه[سمول]

د کاپیسا ولایت صیاد سیمه.

سیندونه[سمول]

په کاپیسا ولایت کې ډیر شمیر غټ او واړه سیندونه بهیږی چې د هغې جملی نه د پنجشیر تګاب او نجراب سیندونه یې مشهور دي. تګاب سیند د آلاسای ولسوالۍ څخه سرچینه اخلې او په نغلو بند کې بهیږې یاد سیند د کال په اتو میاشتو کې اوبه لرې او پاتی څلور میاشتی وچ وي.

تاریخ[سمول]

مذهب[سمول]

کاپیسا ولایت د تاریخ په اوږدو کې د ګڼ شمیر حکمتونو او دینونو کوربه وو چې اوس مهال په یاد ولایت کې ترډیره مسلمان سني او کم شمیر شیعه هم ژوند کوي.

کلتور[سمول]

وګړي[سمول]

په کاپیسا ولایت کې ګڼ شمیر قومونه لکه پښتانه تاجک پشه يي فراچي او کم شمیر هزاره میشت دي چې له دی ډلې نه یې ۵۶ سلنه پښتانه او پاتی نور یي نور قومونه جوړوي.

پوهنه[سمول]

مشهوري میوي[سمول]

انار د کاپیسا ولایت تکاب ولسوالۍ مشهوره میوه ده. د انارو ترڅنګ په یاد ولایت کېآنګور الیب خواره ( توره میوه) او غوزان هم ډیر کیږي.

د کاپیسا ولایت ایداري وېش[سمول]

کاپیسا په ټوله کې په وو ۷ ولسوالیو ویشل شوې.

  1. تګاب ولسوالۍ (کاپيسا)
  2. نجراب ولسوالۍ
  3. حصه اول کوهستان ولسوالۍ
  4. حصه دوم کوهستان ولسوالۍ
  5. محمود راقي ولسوالۍ
  6. آلاسای ولسوالۍ
  7. کوه بند ولسوالۍ
  1. https://web.archive.org/web/20100128120310/http://www.cso.gov.af/demography/population.html — آرشيف اصل په ۲۸ جنوري ۲۰۱۰
  2. پیوستون : 1138255  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported