انار
انار په انگرېزي Punica granatum چې په سوچه پښتو کې ورته نرگسی هم وايي یو پاڼریزه میوه نیوونکي بوټې دی چی د ۵ـ۸ مترونو پوری یی ارتفاع رسیږی. انار د ایران او هند لخوا نورې نړۍ ته ورپژندل شوی، خو د نړۍ تر ټولو غوره انارو کې د افغانستان نوم په سر کې يادېږي . په کوکاز کې د تیرو وختونو څخه ددی نبات کرکیله ادامه لری. په ایران، افغانستان، هند، پاکستان ، بنگله دېش، عراق، مصر، چین، برما، سعودي عربستان، اسرایل ، اندونیزیا ، سویلي اروپا او حاره افریقا کی په لوړه کچه کرل کیږی. لاتین امریکا او کلیفرنیا ته د هسپانوی مهاجرنیو په واسطه په ۱۷۶۹ کال کی یوړل شول او دا مهال په کلیفرنیا او اریزونا کی په لوړه کچه کرل کیږی.
د هغه تاریخ او صحي ګټي
له نن څخه تقریبآ ۴۵۰۰ کاله پخوا په لرغوني اریانا ، ښایي اوسني کندهار کي ؟ د انارو باغونه په منظمه توګه منځ ته راغله . په ډیرو پخواني متونونو کي د انارو ذکر راغلی دی . د مثال په توګه د یوناني Homer په Odyssey ، د شکسپیر په رومیو او جولیټ کي ... او یا په کلي توګه په پخواني چین او همدارنګه یهودي دین کي انار د ښځو د ښیرازۍ یا Fertility سمبول وو . په یونان کي تر نن ورځي په ودونو کي دا رواج سته چي د واده مېلمانه ناوې او زوم په وچو انارو ولي چي هدف یې دوی دواړو ته د ښېرازۍ او زیاتو اولادونو ارزو ده . انار نه یوازي یوه خوندوره مېوه ده بلکه ډیري زیاتي صحي ګټي هم لري : انار تر شنو چایو او سرو واینو لا هم زیات Antioxidants لري او ښایسته زیاته اندازه ویټامین سي ، بي ۱ بي ۲ ، کالیوم ، بیټاکاروټین ، فاسفور ، مګنیزیوم ، کلسیم ، او اوسپنه لري . علمي څېړنو تابثه کړه چي د انار خوړنګ د ویني غوړزګي کموي او په وینه کي د LDL کلسټرول د جوړېدو مانع کرزي حتا هغه کلسټرول چي مثلآ درې کاله پخوا د ترسب په شکل يې رګونه بند کړي وي حلوي او په دې توګه د رګونو د خلاصېدو باعث ګرزي او د Arteriosklerose خطر له منځه وړي . د ویني لوړ فشار راټیټيوي د زړه د عضلاتو د تقویې سبب ګرزي ، په رګونو کي د ویني د ښه جریان متضمن او د مغزي سکتې مخ نیوی کوي . یوې انګلېسۍ څېړني ثابته کړه چي انار د سیکس د هورمونونو د جوړېدو سبب ګرزي . مانا دا چي انار ښه په خرپ Phytoestrogen لري چي د نارینه او ښڅو د جنسي هورمونونو د جوړېدو له پاره مهم دي . یوې نړیوالي څېړني په ۲۰۰۲ کال کي ثابته کړه چي د انارو خوړنګ د د مثانې د سرطان او په ښځو کي د سینې د سرطان مخ نیوی کوي . د ۲۰۰۴ کال یوه بله څېړنه وايي چي د انارو منظم خوراک د ویني سرطان ځنډوي او د نوو کرویاتو د جوړېدو سبب کیږي . د سکاټلنډ د Edinburgh د پوهنتون تحقیقات د انارو مثبت تاثیر د حافظې د ښه والي له پاره روښانوي . انار نن ورڅ په دغو خوراکي موادو او نورو تولیداتو کي استعمالیږي : ـــ د انارو له پوستکي سور طبعي رنګ جوړیږي ، ـــ د انارو اوبه د چښلو له پاره ، ــــ د انارو د اوبو یو ډول کنسروه کول د انارو د روبو په نامه ، ـــ د انارو ګولۍ د بدن د تقویې په منظور ، ـــد انار دانه د یوناني دواګانو له پاره ، ــ د انارو د دوانو غوړي د پوست او بدن د غوړولو له پاره ، ــ د انارو کریم د لاسونو او مخ د غوړولو له پاره ، د انارو صابون ، په کندهار کي له انارو یو ډول ډېر اعلا صابون جوړیږي ، حتمآ یې استعمال کړئ! د انارو څخه جوړ سوی د څان پرېوللو جل ..... او په پای کي د هغو ښاغلو او اغلو له پاره چي غواړي خپل د بدن وزن کم کړي نو د انارو خوراک د دوی له پاره یو ډېر ښه بدیل دی !
خوراکي ارزښت
انار په خپل جوړښت کې د A,B,C,E ویټامینونو لرونکی دی، ځکه خو د انارو یوه دانه د ورځې د یو انسان د یوه ورځ د سي ویټامین کمښت پوره کولای شي او سربیره پر دې انار د اسید فولیک او انټي اکسیدانز شتمنه سرچینه هم گڼل کیږي.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
- ↑ DOI: 10.17520/biods.2023093.
- ↑ DOI: 10.17520/biods.2022537.
- ↑ You Sheng Chen (۸ اگسټ ۲۰۲۳). "A dataset on inventory and geographical distribution of vascular plants in Xizang, China". Biodiversity Science (په Simplified Chinese ژبه کي) (9): 23188. doi:10.17520/BIODS.2023188. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في:|date=
(مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link) - ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Stated in: A Scientific Dataset of useful plants of China. د خپرولو نیټه: ۲۰۲۱. DOI: 10.11922/SCIENCEDB.J00001.00212.
- Pages with script errors
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P9714 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- صيانة CS1: لغة غير مدعومة