استالف ولسوالۍ
هيواد | افغانستان [۱] |
---|---|
کورډېناټونه: ۳۴°۴۹′۵۹″شمال ۶۹°۰۴′۳۷″ختیځ / 34.833°شمال 69.077°ختيځ ، ۳۴°۵۰′۵۵″شمال ۶۹°۰۱′۲۵″ختیځ / 34.848611111111°شمال 69.023611111111°ختيځ [۱] [۲] | |
سيمه | کابل ولايت [۱] |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
لوړوالي | 2228 متر |
نور معلومات | |
اوقات | يو ټي سي ۴:۳۰+ |
جیو کوډ | 1142330[۳]، 7053056 |
سمول | |
د استالف ولسوالۍ د افغانستان د کابل ولايت شمال لوېديځې برخې کې پرته ده. د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر ۸۵۰۰ دی (د ۲۰۰۲ کال د UNHCR لخوا رسمي اټکل شوی شمېر). په دغې ولسوالۍ کې د افغانستان د بېلابېلو توکمونو خلک، په ځانگړي توگه (تاجکان)لږ پښتانه او هزاره گان ژوند کوي.[۴]
د استالف ولسوالۍ په شمال او ختيځ خوا کې د پروان ولايت سره، په سهيل ختيځ خوا کې د قره باغ ولسوالۍ سره او په سوېل کې د گلدرې ولسوالۍ سره گډې پولې لري. د دغې ولسوالۍ منځی د استالف کلی دی چې د همدغې ولسوالۍ په سوېل-ختيځه برخه کې پروت دی.
پخوا د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر نژدې ۳۶،۰۰۰ خلکو پورې رسېده او په دې ولسوالۍ کې د انگورو او نورؤ مېوؤ گڼ شمېر بڼونه او د غلو دانو بې شمېرې کرکېلې وې، خو په افغانستان کې د بېلابېلو جگړو پر مهال د دغې ولسوالۍ وگړي کډوالۍ ته اړ وېستل او د همدې ولسوالۍ ډېر خلک په خپل منځي جگړو کې هم مړه شول او وران کورونه او شاړې زمکې ترېنه پاتې شوې. دغو جگړو د همدغې ولسوالۍ د زده کړو، روغتيا او کرهڼې جوړښت په بشپړه توگه له مېنځه يووړ. د طالبانو د حکومت په وخت کښې دغه ښايسته ځای په بشپړه توگه وسوځول شول. خو په دې وروستيو څو کالونو کې د روغتيا او زده کړې نوي مرکزونه جوړ شوي او د کډوالۍ نه خلک بېرته خپلو کورونه ته راستانه شوي او خپلې مېنې يې ودانې کړي دي.
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ځايي مالوماتو پېژند: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10536971 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ پیوستون : 1142330 & 7053056 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ UNHCR profile for Istalif District
باندنۍ تړنې
د کابل ولسوالۍ |
|
---|---|
استالف • بگرامي • پغمان • چهار آسياب • خاکجبار • ده سبز • سروبي • شکردره • قره باغ • کابل (پلازمېنه) • کلکان • گلدره • موسيي • مير بچه کوټ |
- Pages using the JsonConfig extension
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1566
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P17
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P131
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2044
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P421
- د افغانستان ولسوالۍ
- د کابل ولايت
- د کابل ولسوالۍ
- نخشه لرونکي مخونه