د افغانستان اسلامي جمهوریت
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | لړۍ...
پخوانی هېواد (۲۰۲۱ – ) خپلواک هېواد (۲۰۰۴ – ۲۰۲۱) government-in-exile (en) (۲۰۲۱ – ) regime (en) satellite state (en) ( – ۲۰۲۱) |
---|---|
وګړو شمېر | |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | |
هېواد | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت | |
---|---|
مهمې پېښې | لړۍ...
|
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
د افغانستان اسلامي جمهوریت یو جمهوري ولسمشریز نظام و چې له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان واکمن و. دا دولت د افغانستان د لنډمهالې (۲۰۰۱ – ۲۰۰۲) او انتقالي (۲۰۰۲ – ۲۰۰۴) ادارو ځایناستی شو چې په ۲۰۰۱ کې د متحده ایالاتو د برید په پایله کې د طالبانو نیم په رسمیت نیم پېژندل شوي امارت له ړنګېدو وروسته رامنځ ته شوې. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵، دا هېواد بېرته د طالبانو لخوا ونیول شو او د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو جنګ، چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه وه، پای ته ورسېد. دا د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو او د طالبانو تر واک لاندې د اسلامي امارت د بېرته راګرځیدو لامل شو. ملګري ملتونه تر اوسه اسلامي جمهوري دولت د اسلامي امارت پر ځای، چې اوسنی غیر رسمي نظام دی، د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پېژني. د امریکا او طالبانو معامله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ نېټه په قطر کې لاسلیک شوه، له هغو مهمو پېښو څخه وه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو (ANSF) د پاشل کېدو لامل شوه. متحده ایالاتو له معاملې وروسته، په پراخه کچه د هوایي بریدونو شمېر کم کړ او د طالب یاغیانو سره د مبارزې په برخه کې یې افغان امنیتي ځواکونه له مهم اړخ څخه بې برخې کړل، چې د طالبانو په لاس د کابل د نیولو لامل شو. [۱][۲][۳]
متحده ایالاتو او څو متحدینو یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو لومړی حکومت (چې محدود رسمیت یې درلود) د مخالفې شمالي ټلوالې په ملاتړ، نسکور کړ. ورپسې د حامد کرزي په مشرۍ انتقالي حکومت را منځ ته شو. د ۲۰۰۳ کال له لویې جرګې وروسته د نوي اساسي قانون له مخې یو مرکزي جمهوري اسلامي جمهوریت اعلان شو او کرزی د بشپړې مودې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. له دې سره سم، د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ایتلاف د کورني امنیت په ساتلو کې مرسته وکړه، چې په تدریجي ډول یې د ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو څخه وروسته دفاعي مسولیت افغان وسله والو ځواکونو ته وسپار.
خو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کنترول ټینګ کړ او کورنۍ جګړې دوام وکړ. ویل کېږي چې طالبان د پاکستان په ملاتړ د یوې یاغی ډلې په توګه بیا تنظیم شول او د ۲۰۰۶ – ۲۰۰۷ کلونو څخه وروسته یې په افغان او ایتلافي ځواکونو بریدونه زیات کړل. دې کار په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې ستونزې را پورته کړې، چې د دواړو خواوو له خوا د بې شمېره سرغړونو لکه د ملکي وګړو وژنو، تښتونو او شکنجو په پایله کې وې. د امریکا په پوځي او اقتصادي مرستو باندې د حکومت د پراخې تکیه له امله، ځینو دا ملت د امریکا د تابع دولت په توګه طبقه بندي کړ او د تلپاتې ازادۍ د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته یې په تدریجي ډول د کلیوالو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ. [۴]
د په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د همدې کال په مې میاشت کې طالبانو پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې وتوانېدل په راتلونکو دری نیمو میاشتو کې د هېواد کنټرول ترلاسه کړي. افغان ملي اردو په چټکۍ وپاشل شوه. د جمهوریت بنسټونه عملاً د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه هغه وخت سقوط شول چې طالب ځواکونه کابل ته ننوتل او افغان ولسمشر اشرف غني هېواده پرېښود. لږ وروسته، د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ او د طالبانو پر وړاندې یې جمهوري مقاومت اعلان کړ. [۵][۶][۷][۸]
تاریخچه
[سمول]د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، د افغانستان لڼدمهاله اداره د حامد کرزي په مشرۍ را منځ ته شوه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) جوړ شو ترڅو د کرزي له ادارې سره مرسته وکړي او لومړني امنیتي خدمات چمتو کړي. په دې وخت کې، د دوو لسیزو جګړو او همدارنګه په هغه وخت کې له سختې لوږې وروسته، افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه درلوده، د ژوند تمه یې تر ټولو ټیټه وه، اکثریت نفوس یې وږي و، او زیربناوې وېجاړې وې. لوی شمېر بهرنیو مرسته کونکو د دې جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې لپاره مرستې او کومکونه پیل کړل.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
په داسې حال کې چې نور ایتلافي ځواکونه د بیارغونې په بهیر کې د مرستې لپاره افغانستان ته ننوتل، په همدې وخت کې طالب ځواکونو په پاکستان کې بېرته تنظیمات پیل کړل. طالبانو په افغانستان کې د واک د بېرته ترلاسه کولو لپاره بغاوت پیل کړ. ایساف او افغان پوځیانو په ورپسې لسیزه کې، د طالبانو پر ضد ډېر بریدونه وکړل، خو هغوی ته په بشپړه ماتې کې پاتې راغلل. افغانستان د بهرنۍ پانګونې د کمښت، حکومتي فساد او د طالبانو د بغاوت له امله د نړۍ د بې وزلو هېوادونو په ډله کې پاتې شو. په همدې حال کې کرزي هڅه وکړه چې د هېواد خلک متحد کړي او افغان حکومت وتوانید چې یو شمېر دیموکراتیک بنسټونه رامنځ ته کړي، چې په ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم تصویب شو. د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د بهرنیو مرستندویه هېوادونو په مرسته هڅه وشوه چې د هېواد د اقتصاد، روغتیا، ښوونه او روزنه، ټرانسپورټ او کرنه په پښو ودروي. همدارنګه، ايساف ځواکونو د افغان ملي امنيتي ځواکونو روزنه پيل کړه. د ۲۰۰۲ کال په تېرېدو، نږدې پنځه میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول. د ناټو د ځواکونو شمېر په افغانستان کې په ۲۰۱۱ کال کې تر ټولو لوړې کچې، ۱۴۰،۰۰۰ ته ورسېد، چې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶۰۰۰ ته راښکته شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د ۲۰۱۴ کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې اشرف غني ولسمشر و ټاکل شو چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره واک په دیموکراتیکه بڼه ولېږدول شو. د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۲۸ نېټه، ناټو په رسمي توګه په افغانستان کې د ایساف جنګي عملیات پای ته ورسول او بشپړ امنیتي مسوولیت یې افغان حکومت ته ورکړ. د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ عملیات په هماغه ورځ د آیساف د ځای ناستي په توګه را منځ ته شول. د ناټو په زرګونو عسکر په هېواد کې د افغان حکومتي ځواکونو د روزنې او مشورې په موخه پاتې شول او د طالبانو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۵ کال کې اټکل وشو و چې " د افغانستان په جګړه کې له ۲۰۰۱ کال را په دې نږدې ۱۴۷۰۰۰ خلک وژل شوي دي. له دې ډلې له ۳۸۰۰۰ څخه ډېر وژل شوي ملکي وګړي وو." د جسد شمېرنې تر سرلیک لاندې یو راپور موندلي چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له خوا له ۱۰۶۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰۰ پورې ملکي وګړي وژل شوي دي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سقوط
[سمول]په ۲۰۲۱ کال د طالبانو بیا راپورته کېدل
[سمول]د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴ نېټه وویل چې ناټو هوکړه کړې چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیل کړي. د ناټو د عسکرو له وتلو سر سم، طالبانو د افغان حکومت پر ضد بریدونه پیل کړل، په چټکۍ سره یې د افغان حکومت د ځواکونو په سقوط کې پرمختګ وکړ. د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د امریکا د استخباراتو یوه راپور وړاندوینه وکړه چې ښایي د افغانستان حکومت ناټو له وتلو وروسته د شپږو میاشتو په اوږدو کې سقوط وکړي. راپور ډېر حقیقي ثابت شو: د اګست په دویمه اونۍ کې، د افغانستان د زیاتره ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ولوېدل او افغان ملي اردو په بشپړه ګډوډۍ او په ټولو جبهو کې د شاتګ په حال کې وه. په ترتیب سره د اګسټ په ۱۴ او ۱۵ د مزارشریف او جلال اباد سقوط د افغان حکومت لپاره د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي هر ډول شونتیا له منځه یووړه.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Watkins, Andrew H. (November 2021). Cruickshank, Paul; Hummel, Kristina (eds.). "An Assessment of Taliban Rule at Three Months" (PDF). CTC Sentinel. West Point, New York: Combating Terrorism Center. 14 (9): 1–14. Archived (PDF) from the original on 29 November 2021. نه اخيستل شوی 29 November 2021.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Borger, Julian (18 May 2022). "US withdrawal triggered catastrophic defeat of Afghan forces, damning watchdog report finds". The Guardian. نه اخيستل شوی 19 May 2022.
- ↑ "US withdrawal prompted collapse of Afghan army: Report". Al Jazeera. 18 May 2022. نه اخيستل شوی 19 May 2022.
- ↑ Ladwig, Walter C. (2017). The Forgotten Front: Patron-Client Relationships in Counter Insurgency. Cambridge University Press. p. 302. ISBN 9781107170773. نه اخيستل شوی 2018-05-15.
As with their Cold War counterparts, it was erroneous for American policymakers to believe that the governments of contemporary client states, such as Iraq, Afghanistan, and Pakistan, necessarily shared their desire to defeat radical Islamic insurgents by adhering to the prescriptions of U.S. counterinsurgency doctrine.
- ↑ "Afghan vice president says he is "caretaker" president". reuters.com. 17 August 2021. Archived from the original on 17 August 2021. نه اخيستل شوی 26 August 2021.
- ↑ "An anti-Taliban front forming in Panjshir? Ex top spy Saleh, son of 'Lion of Panjshir' meet at citadel". The Week (په انګليسي). نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ "Panjshir flies flag of resistance again; Amrullah says he is President of Afghanistan". Tribune India. August 17, 2021. Archived from the original on August 18, 2021. نه اخيستل شوی August 17, 2021.
- ↑ "Exiled Taliban leaders return to take charge of Afghanistan". BBC News (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-18.
- ↑ کينډۍ:UN document – (UNSCR 1386)
- ↑ "United States Mission to Afghanistan". Nato.usmission.gov. Archived from the original on 21 October 2010. نه اخيستل شوی 14 November 2010.
- ↑ "Rebuilding Afghanistan". Return to Hope. Archived from the original on 2021-08-14. نه اخيستل شوی 2023-04-29.
- ↑ "Afghanistan's Refugee Crisis". MERIP. 24 September 2001.
- ↑ "Afghanistan: Civilians at Risk". Doctors Without Borders – USA.
- ↑ Makhmalbaf, Mohsen (1 November 2001). "Limbs of No Body: The World's Indifference to the Afghan Tragedy". Monthly Review.
- ↑ "Japan aid offer to 'broke' Afghanistan". CNN. 15 January 2002. Archived from the original on 19 November 2002. نه اخيستل شوی 29 April 2023.
- ↑ "Rebuilding Afghanistan: The U.S. Role". Stanford University.
- ↑ Fossler, Julie. "USAID Afghanistan". Afghanistan.usaid.gov. Archived from the original on 17 October 2010. نه اخيستل شوی 14 November 2010.
- ↑ "Canada's Engagement in Afghanistan: Backgrounder". Afghanistan.gc.ca. 9 July 2010. Archived from the original on 15 December 2010. نه اخيستل شوی 14 November 2010.
- ↑ "Pakistan Accused of Helping Taliban". ABC News. 31 July 2008. Archived from the original on 21 December 2013. نه اخيستل شوی 28 September 2010.
- ↑ Crilly, Rob; Spillius, Alex (26 July 2010). "Wikileaks: Pakistan accused of helping Taliban in Afghanistan attacks". The Telegraph. London. Archived from the original on 29 January 2014. نه اخيستل شوی 28 September 2010.
- ↑ "Afghan President Karzai Receives Philadelphia Liberty Medal". Philanthropy News Digest (PND).
- ↑ Howard Adelman (15 April 2016). Protracted Displacement in Asia: No Place to Call Home. Taylor & Francis. p. 167. ISBN 978-1-317-07407-6.
- ↑ "How Many Troops Are Currently in Afghanistan?". Forces Network.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "The foreign troops left in Afghanistan". BBC News. 15 October 2015.
- ↑ "Huge security as Afghan presidential election looms". BBC. 4 April 2014. Archived from the original on 21 October 2018. نه اخيستل شوی 21 October 2018.
- ↑ "Afghanistan votes in historic presidential election". BBC. 5 April 2014. Archived from the original on 21 October 2018. نه اخيستل شوی 21 October 2018.
- ↑ Harooni, Mirwais; Donati, Jessica (4 April 2014). "Landmark Afghanistan Presidential Election Held Under Shadow of Violence". HuffPost. Reuters. Archived from the original on 3 March 2016. نه اخيستل شوی 21 October 2018.
- ↑ "Afghanistan's Future: Who's Who in Pivotal Presidential Election". NBC News. Archived from the original on 30 September 2019. نه اخيستل شوی 7 October 2019.
- ↑ "Afghan president Ashraf Ghani inaugurated after bitter campaign". The Guardian. Archived from the original on 21 April 2015. نه اخيستل شوی 12 April 2015.
- ↑ "U.S. formally ends the war in Afghanistan". No. online. CBA News. Associated Press. 28 December 2014. Archived from the original on 28 December 2014. نه اخيستل شوی 28 December 2014.
- ↑ Sune Engel Rasmussen in Kabul (28 December 2014). "Nato ends combat operations in Afghanistan". The Guardian. Kabul. Archived from the original on 2 January 2015. نه اخيستل شوی 11 January 2015.
- ↑ "U.S. formally ends the war in Afghanistan". CBS News. Archived from the original on 28 December 2014. نه اخيستل شوی 12 April 2015.
- ↑ "TSG IntelBrief: Afghanistan 16.0". The Soufan Group. Archived from the original on 9 August 2018. نه اخيستل شوی 27 September 2018.
- ↑ "Afghan Civilians". Brown University. 2015. Archived from the original on 6 September 2015. نه اخيستل شوی 3 September 2015.
- ↑ "Body Count – Casualty Figures after 10 Years of the 'War on Terror' – Iraq Afghanistan Pakistan" (PDF). IPPNW, PGS and PSR, First international edition (March 2015). Archived (PDF) from the original on 30 April 2015.
- ↑ Gabriela Motroc (7 April 2015). "U.S. War on Terror has reportedly killed 1.3 million people in a decade". Australian National Review. Archived from the original on 5 May 2015.
- ↑ "220,000 killed in US war in Afghanistan 80,000 in Pakistan: report". Daily Times. 30 March 2015. Archived from the original on 5 May 2015.
- ↑ "NATO to Cut Forces in Afghanistan, Match US Withdrawal". VOA News. 14 April 2021.
- ↑ Robertson, Nic (24 June 2021). "Afghanistan is disintegrating fast as Biden's troop withdrawal continues". CNN.
- ↑ "Afghanistan stunned by scale and speed of security forces' collapse". The Guardian. 13 July 2021.
- ↑ "Afghan government could fall within six months of U.S. military withdrawal, new intelligence assessment says". The Washington Post (په انګليسي). 24 June 2021. ISSN 0190-8286.
- ↑ "Inside an Afghan city as it falls to the Taliban". New York Post (په انګليسي). 2021-08-14. نه اخيستل شوی 2021-08-16.
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- مخونه چې متغير تکراري سرچينې لري
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- ساتل CS1: url-status
- نخشه لرونکي مخونه