د افغانستان د ملي مقاومت جبهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه چې د دویم مقاومت په نوم هم پېژندل کېږي د پخوانۍ شمالي ټلوالې او د طالب جنګیالیو پر ضد د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د وفاداره ځواکونو پوځي ائتلاف دی. د دغې ډلې بنسټګر او مشر احمد مسعود دی. د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال، امرالله صالح ادعا وکړه چې د ۲۰۰۴ زکال د اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان ولسمشر دی او د طالبانو پر وړاندې یې د مقاومت اعلان وکړ. د صالح دغه ادعا د احمد مسعود، د دفاع د پخواني وزیر بسم الله محمدی او په تاجکستان کې د افغانستان د سفیر محمد ظاهر اغبر له خوا تائید شوه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د مقاومت جبهې د پنجشېر درې د هغو برخو کنټرول په عملي بڼه په واک کې درلود چې د پنجشیر د ولایت له مقام سره یې په ګاونډ کې موقعیت درلود؛ دا په افغانستان کې یوازنۍ برخه وه چې د اګست په میاشت کې د طالبانو له کنټرول بهر پاتې شوه. د مقاومت جبهه ځان په هېواد کې د طالبانو پر وړاندې یوازنۍ هغه منظمه ډله بولي چې د هغوی پر وړاندې چریکي جګړه کوي. د دغې جبهې یو له موخو څخه په افغانستان کې د «ټول شموله» حکومت جوړېدل دي. ورته مهال د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخندزاده د هغوی د مفکورې پر بنسټ د ټول شموله حکومت جوړول رد کړي دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په ۲۱مه طالبانو ادعا وکړه چې دغه ولایت یې په بشپړه توګه نیولی. ورته مهال دغې جبهې د طالبانو ادعا رد کړه او څرګنده یې کړه چې د هغوی جنګیالي لا هم په دره کې په خپلو سنګرونو کې دي. د ۲۰۲۲ زکال له ډسمبر را وروسته دغه جبهه د افغانستان هېڅ برخه هم په کنټرول کې نه لري، خو بیاهم ځای ځای غلچکي بریدونه ترسره کوي. [۱۹][۲۰]

تاریخچه[سمول]

پنجشېر هغه غرنۍ سیمه ده چې د شوروي سره د جګړې او وروسته هم د شمالي ټلوالې د لومړي مقاومت پر مهال د جنګیالیو د پیاوړي عملیاتي مرکز په توګه پاتې شوې. دغه ولایت د شمالي ټلوالې د پوځي قوماندان احمدشاه مسعود زېږون ځای دی. د هغه زوی، احمد مسعود د ډېرو کسانو له خوا د نوموړي ځای ناستی ګڼل کېږي.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د طالبانو د ۲۰۲۱ زکال د عملیاتو پر مهال، د ۲۰۲۱ زکال په جولای میاشت کې د شمالي ټلوالې پاتې قوماندانان د دویم مقاومت تر چتر لاندې سره راغونډ او د وسله والې مبارزې هوډ یې وکړ. [۲۵][۲۶]

د سپټمبر په ۹مه نېټه دغې جبهې اعلان وکړ چې په کابل کې د طالبانو له خوا د دولت جوړولو په غبرګون کې به یو موازي حکومت رامنځته کړي. د  سپټمبر په ۲۹مه نېټه د سویس په جینوا ښار کې د افغانستان د سفارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د یادې جبهې څخه د ملاتړ وویل شول او امرالله صالح یې د افغانستان د تبعیدي دولت مشر وباله. [۲۷][۲۸]

د نومبر په لومړۍ نېټه راپور خپور شو چې د ملي مقاومت جبهې د امریکا په عدلیې وزارت کې د ثبت څخه وروسته په واشنګټن ډي سي کې دفتر پرانیستی څو په دغه هېواد کې په بېلابېلو دندو باندې د بوختو سیاستمدارنو ترمنځ دغې ډلې ته لابي ګري وکړي. [۲۹]

د نومبر په ۲۳مه نېټه صبغت الله احمدي د ملي مقاومت د جبهې نوی ویاند وټاکل شو. دغه څوکۍ له دې وړاندې فهیم دښتي ته اړونده وه چې د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په ۵مه نېټه په پنجشېر کې د شمالي ټلوالې د قوماندانانو ترمنځ د خپل منځي ستونزې له امله ووژل شو په داسې حال کې چې د دغې جبهې یو شمېر غړي ادعا کوي، هغه د طالبانو په برید کې وژل شوی. احمدي د ۲۰۲۳ زکال په اپرېل میاشت کې له دغې دندې استعفا ورکړه. [۳۰][۳۱][۳۲]

په پنجشېر کې راټولېدل[سمول]

د کابل له سقوط وروسته د طالبانو مخالف ځواکونه، له دې ډلې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح پنجشېر ته ولاړ څو د مقاومت نوې جبهه رامنځته کړي؛ دا په ټول افغانستان کې یوازنۍ سیمه وه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې لا نه وه راغلې.[۳۳][۳۴][۳۵]

د یو شاهد په خبره د اګست تر ۱۷مې نېټې پورې د پنجشېر دره «له هرې خوا څخه کلابنده شوه»، خو مستقیم برید پرې وه نه شو. احمد مسعود د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۸مه واشنګټن پوسټ ته په یوه پرانیستي لیک کې له ټولې نړۍ څخه د مرستې غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه، که چېرې پنجشېر ته تجهیزات وه نه رسېږي په پنجشېر کې د دوی د کسانو مهمات او تجهیزات له خلاصېدو سره مخ دي. د دغې جبهې ویاند علی میثم نظري وویل چې طالبان د کابل له نیولو وروسته تر سخت فشار لاندې راغلي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۷مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي اردو یو شمېر سرتېري د مقاومت له جبهې څخه د ملاتړ په موخه له ټانګونو او زغره والو موټرو سره د پنجشېر درې ته را ورسېدل. هغوی له کندز، بدخشان، تخار او بغلان ولایت څخه راتښتېدلي و او پنجشېر ته له راتلو وړاندې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې سره یوځای شوي وو. [۴۰]

د نا تائید شوو راپورونو پر بنسټ د صالح تر قوماندې لاندې کسان وتوانېدل د پروان ولایت مرکز، د چاریکارو ښار چې د اګست په ۱۵مه د طالبانو له خوا نیول شوی و بېرته ونیسي او په پنجشېر کې جګړه پیل کړي. ورته مهال داسې نا تائید شوو نورو راپورونو هم شتون درلود چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ډیری سرتېري د مسعود او د دفاع د پخواني وزیر بسم الله محمدي په ټینګار په پنجشېر ولایت کې راغونډ شوي او سیمه ییزو ملکي وګړو هم د مبارزې لپاره د هغوی غوښتنه منلې. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۸مه په پنجشېر کې د مقاومت ډلې غړو ادعا وکړه چې عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور هم له دوی ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې د دوستم د ډلې ډیری غړي له وړاندې ازبکستان ته تښتېدلي و، خو څرګنده یې کړه چې د هغوی ۱۰۰۰۰ سرتېري کولای شي د مقاومت له ځواکونو سره یوځای شي، په دې سره د دغې ډلې د ټولو جنګیالیو شمېر له ۱۵۰۰۰ تنو زیات کېده. همدغه ورځ په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت یو شمېر مامورینو د ولسمشر اشرف غني عکسونه له خپلو دفترونو څخه لرې او د امرالله صالح عکسونه یې د هغو پر ځای ولګول. [۴۵][۴۶]

د یو شمېر ناڅرګندو امریکايي او بریتانوي سرتېرو په خبره چې یو شمېر یې په افغانستان کې قراردادیان و، له هېواده بهر یو شمېر افغانانو په ګډه سره کار پیل کړی څو په پنجشېر کې د جنګیالیو سره د مرستې په موخه پیسې راغونډې کړي. [۴۷]

د بغلان ولایت[سمول]

د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۲۰مه په بغلان ولایت کې د عبدالحمید دادګر تر مشرۍ لاندې د طالبانو پر ضد بله ډله هم رامنځته شوه. دغې ډلې د بغلان ولایت د اندارب، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ ونیولې او د دغو عملیاتو پر مهال یې شاوخوا ۶۰ طالب سرتېري ووژل. [۴۸][۴۹]

د افغان امنیتي ځواکونو د یو تن پخواني افسر صدیق الله شجاع په خبره د اندراب درې له کلیو څخه د طالبانو د ویستلو لامل دا و چې طالبانو د خلکو کورونه تلاشي کول، دا د هغوی د هوکړې مخالفه چاره وه. دوی ته یوازې د دې اجازه ورکړل شوې وه چې د ښارونو کنټرول په لاس کې واخلي. شجاع زیاتوي چې طالبان د خلکو کورونو ته ننوتل «او خلک یې ځورول. زموږ کلیوالي خلک پیاوړي مسلمانان او په خپلو دودونو کلک پابند دي. هېڅ اړتیا نه شته چې طالبان راشي او موږ ته اسلام راوښيي». د بغلان ولایت د بندخونې پخواني قوماندان عبدالرحمن څرګنده کړه چې «د درې ټولو خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ. موږ له طالب جنګیالیو نه ډارېږو».

له هېواد څخه بهر چارې[سمول]

د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په ۱۶مه احمدمسعود له هېواده بهر افغانانو څخه وغوښتل څو یو بل ته لاس ورکړي او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو په موخه لار ومومي؛ همدارنګه هغوی اړ کړي د مذاکرې مېز ته کښېني. [۵۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Afghan leader of Taliban resistance urges West to "supply us without delay"". Newsweek. 19 August 2021. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "National Resistance Front Of Afghanistan | The Irish Times". www.irishtimes.com. د اصلي آرشيف څخه پر June 23, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . Analysis Northern Afghanistan once kept out the Taliban. Why has it fallen so quickly this time?.
  4. "Taliban promises not to move to Panshir; Ahmad Massoud says he is ready to give his blood for his land". asiaplustj.info. د اصلي آرشيف څخه پر April 12, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Preparing for a Post-Departure Afghanistan: Changing political dynamics in the wake of the US troop withdrawal announcement". Afghanistan Analysts Network. 4 June 2021. د اصلي آرشيف څخه پر May 24, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "He promised an "organized resistance" to Taliban rule. Now he wants U.S. help to lead the fight". www.cbsnews.com. د اصلي آرشيف څخه پر November 30, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Graham-Harrison, Emma (18 August 2021). "'Panjshir stands strong': Afghanistan's last holdout against the Taliban". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر May 24, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghan vice president says he is "caretaker" president". reuters.com. 17 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 17 August 2021 باندې). An anti-Taliban front forming in Panjshir? Ex top spy Saleh, son of 'Lion of Panjshir' meet at citadel. The Week.
  10. (په 17 August 2021 باندې). Panjshir flies flag of resistance again; Amrullah says he is President of Afghanistan. Tribune India.
  11. (په 18 August 2021 باندې). Leaders in Afghanistan's Panjshir Valley defy the Taliban and demand an inclusive government.. The New York Times.
  12. (په 17 August 2021 باندې). Panjshir flies flag of resistance again; Amrullah says he is President of Afghanistan. Tribune India.
  13. Graham-Harrison, Emma (18 August 2021). "'Panjshir stands strong': Afghanistan's last holdout against the Taliban". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر May 24, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 17 August 2021 باندې). An anti-Taliban front forming in Panjshir? Ex top spy Saleh, son of 'Lion of Panjshir' meet at citadel. The Week.
  15. Brick Murtazashvili (په 28 July 2021 باندې). Northern Afghanistan once kept out the Taliban. Why has it fallen so quickly this time?.
  16. Graham-Harrison, Emma (18 August 2021). "'Panjshir stands strong': Afghanistan's last holdout against the Taliban". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر May 24, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The Panjshir Valley: what is the main bastion of resistance against the Taliban advance in Afghanistan". Market Research Telecast. 17 August 2021. د اصلي آرشيف څخه پر March 21, 2023 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Graham-Harrison, Emma (1 July 2022). "'It's our system': Taliban leader hits out at foreign demands on Afghan regime". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر April 5, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 6 September 2021 باندې). Taliban claims victory in Panjshir, but resistance forces say they still control strategic position in the valley. CNN.
  20. (په 20 December 2022 باندې). Frustrated with the Taliban, US Officials Meet Anti-Taliban Figures. Voice of America.
  21. Graham-Harrison, Emma (18 August 2021). "'Panjshir stands strong': Afghanistan's last holdout against the Taliban". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر May 24, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "The Panjshir Valley: what is the main bastion of resistance against the Taliban advance in Afghanistan". Market Research Telecast. 17 August 2021. د اصلي آرشيف څخه پر March 21, 2023 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Szczepanski, Kallie. "The Brave Life and Tragic Death of Afghanistan's Lion of the Panjshir". ThoughtCo. د اصلي آرشيف څخه پر March 25, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Ahmad Massoud Declared As His Father's Successor". TOLOnews. د اصلي آرشيف څخه پر April 9, 2023 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Brick Murtazashvili (په 28 July 2021 باندې). Northern Afghanistan once kept out the Taliban. Why has it fallen so quickly this time?.
  26. (په 13 July 2021 باندې). Northern Alliance plans to regroup: Resistance leaders seek arms to fight Taliban in Northern Afghanistan. The Economic Times.
  27. "Islamic Republic of Afghanistan announces govt in exile led by Amrullah Saleh". د اصلي آرشيف څخه پر February 4, 2023 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Panjshir resistance to declare parallel govt in Afghanistan". 9 September 2021. د اصلي آرشيف څخه پر June 18, 2022 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Gul, Ayaz (1 November 2021). "Anti-Taliban Group Registers with US to Try to Build Afghan Resistance". Voice of America. د اصلي آرشيف څخه پر January 2, 2023 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Senior member of "National Resistance Front" led by Ahmad Massoud: We will soon announce fundamental changes in the front". Pixstory (په انګلیسي ژبه کي). 10 April 2023. د اصلي آرشيف څخه پر April 17, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Afghan Chronicle (8 April 2023). "Sibghatullah Ahmadi, the spokesman of the National Resistance Front of Afghanistan, resigned from his position". Twitter (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر May 30, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "NRF introduces its new spokesperson". Aamaj News (په انګلیسي ژبه کي). 23 November 2021. د اصلي آرشيف څخه پر February 5, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. AFP (17 August 2021). "Defiant Afghan ex-VP vows new fight with Taliban". Digital Journal. د اصلي آرشيف څخه پر March 15, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Mitra, Anwesha (17 August 2021). "As Taliban takes over, one Afghan province is still standing strong – Here's the story of Ahmad Shah Massoud and his bastion Panjshir". The Free Press Journal. د اصلي آرشيف څخه پر April 5, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 17 August 2021 باندې). An anti-Taliban front forming in Panjshir? Ex top spy Saleh, son of 'Lion of Panjshir' meet at citadel. The Week.
  36. (په 17 August 2021 باندې). Resistance and refugees: the Afghan province holding out against the Taliban. Australian Broadcasting Corporation.
  37. "Protests against Afghan Taliban spread in early signs of resistance". Rappler. 19 August 2021. د اصلي آرشيف څخه پر January 30, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Mackenzie, James (22 August 2021). "Anti-Taliban leader Massoud wants to talk but ready to fight". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر April 12, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 22 August 2021 باندې). Afghan resistance ready for conflict but prefers negotiations. France24.
  40. "Panjshir flies flag of resistance". Tribune India. د اصلي آرشيف څخه پر May 17, 2023 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Источник: силы вице-президента Афганистана ведут бои с талибами в Панджшере [Source: Forces of Afghanistan's Vice President Continue to Fight the Taliban in Panjshir]". RIA Novosti (in Russian). 17 August 2021. د اصلي آرشيف څخه پر August 16, 2022 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Graham-Harrison, Emma (18 August 2021). "'Panjshir stands strong': Afghanistan's last holdout against the Taliban". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر May 24, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 17 August 2021 باندې). 'Northern Alliance' flag hoisted in Panjshir in first resistance against Taliban. Hindustan Times.
  44. (په 17 August 2021 باندې). An anti-Taliban front forming in Panjshir? Ex top spy Saleh, son of 'Lion of Panjshir' meet at citadel. The Week.
  45. "Operations". National Resistance Front: Fighting for a Free Afghanistan. The National Resistance Front. د اصلي آرشيف څخه پر August 20, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Ray, Siladitya (18 August 2021). "Afghan Embassy In Tajikistan Demands Interpol Arrest Escaped Former President Ashraf Ghani". Forbes. د اصلي آرشيف څخه پر April 27, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Sengupta, Kim (20 August 2021). "The fightback begins: Resistance to Taliban starts but chance of success is low". The Independent. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 20 August 2021 باندې). Anti-Taliban militia take hold of Baghlan province.
  49. (په 20 August 2021 باندې). Anti-Taliban Resistance Recaptures Multiple Areas as Afghans Fight Back.
  50. France-Presse, Agence (16 September 2022). "Afghan Insurgent Leader Calls for New Anti-Taliban 'Political' Front". Voice of America. د اصلي آرشيف څخه پر September 16, 2022 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)