د طالبانو د ۲۰۲۱ کال بریدونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د طالب بلواګرو او متحدو اورپکو له لوري پوځي عملیات د اسلامي جمهوریت د سقوط او په افغانستان کې  نږدې شل کلنه جګړه، چې په دې هېواد کې د متحده ایالاتو له برید وروسته پیل شوې وه، د پای لامل شول. د طالبانو بریا د بشري حقونو د سرغړونې او د ترهګرۍ د زیاتېدو اړوند پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپورته کړل. په دې بریدونو کې له کلیوالي کچې، له ښکته څخه د پورته په لوري، ته طالبانو ته مصلحتي یا پیسو په بدل کې تسلېمدو دوام درلود چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د متحده ایالاتو - طالبانو له معاملې وروسته پیل شو. [۱]

دا بریدونه د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شول، چې له افغانستان څخه د امریکایي ۲۵۰۰ سرتېرو، او د هغوی د نورو نړیوالو متحدینو له وتلو سره هم مهاله را منځ ته شول. په بل اړخ کې، د ښځو په ګډون، ګڼ شمېر وسله وال ملکي وګړي داوطلبانه له افغان پوځ سره په دفاع کې ودرېدل، همدارنګه یو شمېر پخواني جنګسالاران، په ځانګړې توګه اسماعیل خان، هم میدان ته را ودانګل. د دې ټولو سربېره، طالبان وتوانېدل چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې پراخې ځمکنۍ لاسته راوړنې ولري، او د بریدونو په لومړیو دریو میاشتو کې یې دې تر خپل کنټرول لاندې ولسوالیو شمېر له ۷۳ څخه ۲۲۳ ته لوړ کړ. طالبانو د اګست په ۶ د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه په لاره واچول، چې زیاتره ښارونه له جګړې پرته ورته تسلیم شول. د اګست په ۱۳ نېټه، دا پرمختګ د دې لامل شو چې لوی ښارونه لکه هرات، کندهار او لښکرګاه د څو اونیو اوږدو جګړو وروسته ونیسي. د اګست په ۱۵ نېټه، ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود او طالبانو له مقاومت پرته د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو. په دې توګه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ړنګ شو، چې په پایله کې یې موجود دولت واک ته ورسېد او د افغانستان اسلامي امارت بیا تاسیس شو. د طالبانو چټک پرمختګ د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو او روسیې په ګډون ډېر دولتونه حیران کړل.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې وړاندې، د طالبانو له لوري د آنلاین ټولنیزو رسنیو اغېزمن مدیریت، په ستراتیژیک ډول په شمالي ولایتونو د برید پرېکړه، او د افغانستان په لویو لارو کې د طالبانو آزاد تګ راتګ چې د امریکا د وړاندیز شوې ستراتیژي سر سم د افغانستان د ملي امنیت له خوا د کلیوالو سیمو پر ځای په مهمو ښاري سیمو د تمرکز په پایله کې رامنځته شو، نور لاملونه وو. د طالبانو په وړاندې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو د بایللو لاملونو کې د ۲۰۲۰ کال په فبروري او اپرېل میاشتو کې د متحده ایالاتو د ملاتړ کمښت هم ګډون درلود، چې تخنیکي، ځانګړی سافټویر او لوژستیکي ملاتړ، په ځانګړې توګه هوايي ملاتړ، چې ANSF پرې تکیه کوله، ناڅاپه بند شو. د افغان ملي او دفاعي ځواکونو په روزنه کې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د اېتلاف تېروتنې هم د یو لامل په توګه انګېرل شوي. همدارنګه، د افغان پولیسو له خوا له ځایی خلکو باجګیري، د پوځ د افسرانو له خوا د خیالي سرتېرو په جلب او جذب کې مالي فساد، او د ۲۰۲۱ کال له اپرېل میاشت کې افغان پوځې ادارې د مدیریت له سپارلو وروسته د دفاعي ځواکونو د میاشتو معاشونو پاتې کېدل د نور لاملونه په توګه په ګوته شوي دي. د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګمارنو کې خپل پالنه، او د یوې اغېزمنې ملي اجماع په رامنځ ته کولو او د سیمه ییزو جنګسالارانو په قناعت کې د ولسمشر اشرف غني ناتواني هم د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ماتې په مهمو لاملونو کې شمېرل کېږي. همدارنګه، افغانان په کابل کې د مرکزي حکومت په پرتله خپلو عنعنوي توکمیزو، قومي او حتی کورنیو اړیکو ته ډېر وفادار دي، چې د طالبانو ولایتي قوماندانانو د ډېرو سرتیرو په تسلیمدو کې له دې ډول منځګړیتوب څخه ګټه پورته کړه. خو له اوږد مهال اړخه، پر عراق د امریکا یرغل او له دې سیمه د تمرکز بدلون هم هغه لامل دی چې د ۲۰۰۰م کال په نیمایي او آخر کې یې د طالبانو بیا راپور ته کېدو ته لاره هواره کړه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

تاریخچه[سمول]

د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د معاملې د یوې برخې په توګه، له  ۵۰۰۰ زیات طالبان زندانیان، د ۴۰۰ هغو تورنو په ګډون چې د وژنې په څېر په سترو جرمونو محکوم وو، د افغان حکومت له خوا آزاد شول. د افغانستان د ملي امنیت د شورا په وینا، زیاتره خوشي شوي بندیان چې «ماهرین» وو د جګړې ډګر ته راستانه شول او د طالبانو لاس یې پیاوړی کړ. همدارنګه د طالبانو د وروستیو بریدونو په اوږدو کې، د افغانستان اکثره والیانو له وسله والو ډلو سره معاملې پرې کړې چې دوی هم خپل اړخ  بدل او له طالبانو سره یوځای شول. واشنګټن پوسټ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له قوله ویلې چې طالبان د جلب او جذب ډلې لري چې له افغان چارواکو سره اړیکه نیسي او هغوی هڅوي چې له دوی سره یوځای شي. هغه ویلي چې افغان حکومت شک لري چې ښایي زیات شمېر واليان له طالبانو سره اړیکې ولري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

بریدونه[سمول]

لومړي پرمختګونه[سمول]

په مې میاشت کې طالبانو له افغان حکومت څخه د میدان وردګو ولایت د نرخ او جلریز ولسوالیو په ګډون، ۱۵ ولسوالۍ ونیولې. په نیول شوو سیمو کې د کندهار ولایت دې دهلې بند هم و چې د افغانستان دویم ستر بند ګڼل کېږي. د همدې میاشتې په اوږدو کې ۴۰۵ افغان ملي امنیتي ځواکونه او ۲۶۰ ملکي وګړي په نښتو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت، د طالبانو د یوه ستر قوماندان قاري جبار په ګډون د ۲۱۴۶ طالب بلواګرو د وژلو ادعا وکړه. د مې میاشتې په ورستیو کې پرتګال، سلوانیا، هسپانیا او سویډن خپل ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ویستل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. (په 9 August 2021 باندې). Challenging Our Understanding of the Taliban. Stratfor
  2. (په 4 May 2021 باندې). Taliban launches major Afghan offensive after deadline for U.S. pullout. Reuters
  3. (په 25 June 2021 باندې). Even the Taliban are surprised at how fast they're advancing in Afghanistan. NBC News
  4. (په 24 June 2021 باندې). Afghanistan is disintegrating fast as Biden's troop withdrawal continues. CNN
  5. (په 23 June 2021 باندې). Fear of All-Out War as Afghan Civilians Take up Arms Against Taliban.
  6. Latifi, Ali M. "Afghans say recent Taliban advances forced them to take up arms". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Graham-Harrison, Emma (7 July 2021). "Armed Afghan women take to streets in show of defiance against Taliban". TheGuardian.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lucas, Scott (6 September 2021). "Afghanistan: the warlords who will decide whether civil war is likely". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 16 August 2021 باندې). Afghanistan's military collapse: Illicit deals and mass desertions.
  10. (په 13 August 2021 باندې). Mass Afghan government surrenders as Taliban fighters overrun three key cities in sweeping territorial gains.
  11. Pal, Alasdair (15 August 2021). Williams, Alison (المحرر). "Afghan president says he left country to avoid bloodshed". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Seir, Ahmed; Faiez, Rahim; Akghar, Tameem; Gambrell, John (15 August 2021). "Official: Taliban negotiators head to presidential palace". Associated Press. Associated Press. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Akhgar, Tameem; Faiez, Rahim; Krauss, Joseph (13 August 2021). "Taliban sweep across Afghanistan's south, take 3 more cities". AP News (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 14 August 2021 باندې). Taliban capture key northern city, approach Afghan capital. Associated Press News.
  15. "Taliban gains control of Jalalabad, one of two cities in Afghan control". The Jerusalem Post | JPost.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 16 August 2021 باندې). Biden team surprised by rapid Taliban gains in Afghanistan. Associated Press
  17. (په 17 August 2021 باندې). No one saw this coming, Raab says of Taliban's rapid Afghan takeover. The Guardian.
  18. (په 16 August 2021 باندې). World must help Afghans fleeing Taliban or risk crisis – Merkel. Reuters
  19. (په 15 August 2021 باندې). Utrikesminister Linde: "Har gått mycket fortare än väntat" – Nyheter (Ekot).
  20. (په 16 August 2021 باندې). Russian envoy describes Taliban's seizure of Kabul as somewhat unexpected. Tass
  21. Clark, Kate; Ali, Obaid (1 July 2021). "A Quarter of Afghanistan's Districts Fall to the Taleban amid Calls for a 'Second Resistance'". Afghanistan Analysts Network. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Trofimov, Yaroslav (14 August 2021). "How the Taliban Overran the Afghan Army, Built by the U.S. Over 20 Years". Wall Street Journal. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Sisk, Richard (2 August 2019). "Afghanistan Loses 42,000 Troops in Crackdown on 'Ghost Soldiers'". Military.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۴ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Pentagon mistakes behind the rout of the Afghan army". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). 15 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kazmin, Amy; Parkin, Benjamin; Manson, Katrina (15 August 2021). "Low morale, no support and bad politics: why the Afghan army folded". Financial Times. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Shams, Shamil (17 August 2021). "Why the Afghan army folded to the Taliban | DW | 17.08.2021". DW.COM. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 30 August 2021 باندې). Key dates in U.S. Involvement in Afghanistan since Sept. 11, 2001.
  28. (په 3 September 2020 باندې). Afghanistan to Release Last Taliban Prisoners, Removing Final Hurdle to Talks. The New York Times.
  29. (په 8 August 2021 باندې). 'This is a big problem': The Taliban are storming prisons holding thousands of militants. The Independent.
  30. (په 22 August 2021 باندې). Why America keeps building corrupt client states.
  31. (په 12 August 2021 باندې). Taliban on the verge of capturing two of Afghanistan's largest cities after taking 11th provincial capital.
  32. (په 29 June 2021 باندې). Taliban doubles number of controlled Afghan districts since May 1. FDD's Long War Journal
  33. (په 3 June 2021 باندې). UN report on Taliban controlled and contested districts tracks with LWJ data. FDD's Long War Journal (په 12 May 2021 باندې). Taliban seize key district outside Afghan capital. France24 (په 22 May 2021 باندې). Taliban capture more districts, surround Kabul. Global Village Space
  34. (په 6 May 2021 باندې). Taliban captures key Afghan dam as fighting rages. Al Jazeera English
  35. "Sweden completes full troop withdrawal from Afghanistan". www.army-technology.com (په انګلیسي ژبه کي). 28 May 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"Spain withdraws all its troops from Afghanistan". Mehr News Agency (په انګلیسي ژبه کي). 16 May 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"STA: Slovenian soldiers already pulled out of Afghanistan". english.sta.si. مؤرشف من الأصل في ۲۶ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"Portugal announces troop withdrawal from Afghanistan". Kazakhstan News (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)