خبرې اترې:بغلان ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

بغلان ولایت دا ولایت د مخه د قطغن او بدخشان په ډله کې شامل وو. وروسته یې د څانګړې ولایت تشکیل غوره کړ. دا ولایت لرغونی تاریخ او د کتلو وړ لرغونی مرکزونه لرې لکه سرخ کوتل یي یو لوی تاریخې مرکزدی، چی د پلخمرې په ۱۲ کیلومتری کې موقعیت لرې او په لومړی میلادې پیړی کې د لوی کوشانې امپراطور کنیشکا له خوا جوړ کړای شوی. دا ولایت د روسي ترکستان د هوا له تاثیراتو، د آمو سیند له رطوبتونو او د سایبریا د هوایی کتلو له اورښت څخه متاثره کیږی. کلنی اورښت یې په همواره سیمه کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ملې مترو په منځ او د خنجال او غرنیو برخو کې د اورښت کلنی اندازه له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ملې مترو رسیږی. د اوړی تودوخه یې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ او ژمی صفر او -۵ ته راښکته کیږی. د دې ولایت مغلان غر،مختارغر او د چنغور غرونه مشهور دي. همدا راز د اندراب سیند، خنجان سیند، بامیانو سیند، د پلخمري د سیند مرستیالان یي مشهور سیندونه دي او د دې سیمې د ښکلا سبب ګرځې. په دې ولایت کې د اوبو لګولو سیستم ډیر منظم، بندونه او نهرونه یی هم تړلې او منظم دي. ښې فابریکې او صنعتې دستګاوي لری.

اوز لوبه (بزکشې) د نوي کال میله، آس سپرلی او پهلوانۍ د هغوی لرغونی دود دی، چی دا تقریبا د ټولو شمالی ولایتونو میراث دی.

په دي ولایت کې دکیله ګي هندواڼی، خټکی، غنم، پنبه، لبلبو او وریجی ډیر حاصل ورکوي. دا ولایت د سمنټ یوه لویه فابریکه لري. چي د ورڅی ۴۰۰ تڼه تولید لري او د پلخمري د نساجي فابریکه د ورڅې ۷۴۰۰۰ متره ټوکر او بدلی شي. په دي ولایت کي ۴۰۱۰۰۰ اکړه ابي او ۷۴۸۰۰۰ اکړه للمي څمکه موجوده ده. په غرنیوبرخو کي یې د الپاین، څیړی او پنجه چنار ونې دیرې لیدل کیږی او د خنګلونو ساحه یې ۴۳۷۷۰۰ جریبو ته رسیږي. د اداري تشکیل د واحدونو ویش یي په لاندې ډول دی: د بغلان ښار د ولایت مرکز، پلخمری ولسوالي، دهنه غوري علاقه داری، دوشي ولسوالي، تاله و برفک علاقه داري، خنجان علاقه داري، اندراب ولسوالي، خوست اوفرنګ ولسواي، نهرین ولسوالی، بورکه علاقه داري.

ولسوالی نفوس د ۱۹۹۰ کال اټکل مساحت بغلان ۱۰۴۰۳۹ ۱۶۴۴ پلخمري ۹۱۱۰۶ ۶۷۱ دهنه غوري ۳۷۶۱۳ ۱۷۹۵ دوشي ۳۸۶۸۱ ۱۷۳۵ تاله و برفک ۱۳۰۷۳ ۲۹۵۲ خنجان ۱۶۰۵۱ ۹۸۸ نهرین ۴۸۰۶۸ ۱۵۸۳ بورکه ۳۲۳۳۷ ۸۴۲ اندراب ۵۲۱۳۰ ۲۳۴۴ خوست و فرنګ ۵۱۳۷۷ ۲۵۵۲ ټول نفوس ۴۸۴۴۷۵ ټول مساحت ۱۷۱۰۶