خبرې اترې:پکتيا ولايت

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ويکيپېډيا سمونگرانو ته يوه اړينه لارښوونه

تاسې کوشش وکړی چې د ليکوال په خوښه د هغوی ليکنې دلته خپرې کړی. دا چې ويکيپېډيا يو آزاده دايرة المعارف دی نو دلته که د ليکوال د اجازې پرته د هغوی په ليکنو کې سمون او بدلونونه راولو دا د ليکوالئ د معيارونو خلاف کار دی. چې اکثره ليکوالان پرې خپه کېږي. خو په ويکيپېډيا کې هره ليکنه د هېچا شخصي مالکيت نه دی. دلته هر څوک کولی شي چې ليکنې سمې کړي او لاسوهنې پکې وکړي. همداراز هېڅوک د ليکنې د ليکلو ادعا نه شي کولی. دا ځکه چې دا يو شريک او گډ کار دی او په گډ او شريک کار کې د کار کرېډټ يو کس ته نه ورځي. تر دې دمخه چې يوه علمي ليکنه همداسې بې پوښتنې دلته ځای پر ځای کړو نو پکار ده چې د ليکوال څخه يې د بدلون او سمون په خاطر اجازه ولرو. عثمان منصور انصاري د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو لکچرنوټونه او کتابونه چې دلته خپاره کړي. نو پکار ده چې د هغو د ليکوالو سره تر تماس وروسته يې خپاره کړي. او ليکوالان دې هم خبر وي چې دلته د هغوی په ليکنو کې هر ډول بدلونونه راتللی شي. د هغوی ليکنو کې عربي اصطلاحگانې او يا هم نورې انگرېزي اصطلاحگانې بدلېدلی شي چې اکثراً دا کارونه ليکوالان نه خوښوي. تر ټولو سمه لار دا ده چې موږ پخپله نوې ليکنې وليکو. په لنډو غونډلو، په پښتو ژبه او د سرچينو او ماخذونو په توگه د همدغو ليکوالو ليکنو ته اشاره پکې وکړو. ما يو څو ليکنې ړنگې کړې او دا چې دا ليکنه ړنگه نه شي نو بايد د کتاب له بڼې په مقالې واوړي او بله خبر دا چې د ويکيپېډيا د ليکنو پر معيار او تگلارې سمې وي. --Khangul (خبرې اترې) 08:13, 24 فبروري 2015 (UTC)