د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
• زما په اړه •
زما په اړه
خانگل نومېږم (د دې لپاره چې قومپالنه او ټبرپالنې ته تبليغ و نه شي خپل د قوم او ټبر نوم نه يادوم) يم، پلارنی ټاټوبی مې د افغانستان لوگر ولايت دی خو د کابل ولايت په چارآسيا کې لوی شوی يم. زه په اصل کې کوچی يم. زه له ۲۰۰۹ کال څخه په پښتو ويکيپېډيا کې ليکنې خپروم.
|
• زما ونډې •
زما ونډې
په ۲۰۰۹ کال کې د لومړي ځل لپاره پښتو ويکيپېډيا سره اشنا شوم او له هماغه کاله تر دې دمه په کې ليکنې خپروم. تر اوسه پورې مې ۸۰۴۶ سمونونه (نوې ليکنې او بدلونونه) يوازې په پښتو ويکيپېډيا کې ترسره کړي. د همدغو ډېرو سمونونو او ښه همکارۍ په خاطر د پښتو ويکيپېډيا پازوالي مې هم ترلاسه کړې.
|
• زما اندونه •
زما اندونه
د پښتو ويکيپېډيا لپاره کار او هڅه چې په داوطلبانه توگه يې ترسره کوم يوازې د خدايي خدمتگارۍ لپاره يې ترسره کوم. د دې کار په بدل کې هېڅ کومه مادي يا معنوي گټه نه اخلم. يوازينۍ هيله او غوښتنه مې دا ده چې پښتو ژبه لکه د نورو اروپايي ژبو په څېر په هر پوهنيز ډگر کې د سيالۍ جوگه شي. په همدې خاطر ورته تر لويه بريده هڅه کوم چې د سوچه او نږه تورو د موندلو او په خپرولو سره يې د دودولو لپاره هلې ځلې وکړم. دم مهال د پښتنو او پښتو ژبې ناکامي د دوی په بې اتفاقۍ کې وينم، او همدا بې اتفاقي ده چې د مذهبي، سياسي، فکري، کلتوري او سمتي مخالفتونو په پايله کې رامېنځ ته شوې. په سياسي توگه زه په دې نظر يم چې د پښتونخوا (خيبرپښتونخوا) پښتانه بېرته د افغانستان سره يو ځای شي او د پنجابي پاکستان څخه خپله فکري او سياسي خپلواکي ترلاسه کړي او په سيمه کې پښتانه بېرته خپل واک ترلاسه کړي. زه په دې نظر هم يم چې دين د هر وگړي شخصي عقيده او لاره ده، هر څوک چې چې په هر دين وي بايد خپل دين هماغسې پر مخ بوځي چې دی پکې سلامتي، روحي آرامي او خوښي ترلاسه کوي. دين بايد د سياست د وسيلې په توگه و نه کارېږي او دين له سياست او سياست بايد له دين څخه پاک وي، چې هر يو په خپل اصلي جوهر کې سپېڅلی پاتې شي. زه د پښتنو د بقا او اتفاق لپاره د مثبتې پښتونولۍ پلوي کوم او پښتو ژبه او پښتونولي د ټولو پښتنو د بېرته راټولېدلو او سره يوځای کېدلو يوازينۍ لار گڼم.
|
• زما لاسته راوړنې •
زما لاسته راوړنې
زه چې د پښتو ويکيپېډيا پازوال شوی يم، نو تر دې دمه مې يو شمېر کينډۍ سمې کړي او جوړې کړي دي. او اوس همدلته په همدې ويکيپېډيا کې د کينډۍ جوړولو دنده او د ماډيولونو جوړول زما کار دی. د همدې ويکيپېډيا يو بل پازوال او بيوروکراټ چې د پښتو ويکيپېډيا بنسټگر او له پيل څخه يې چلوونکی هم دی، احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل نومېږي. هغه ما ته دا دنده راسپارلې چې زه دا چاره پر مخ بوځم. يو بل پازوال چې د پښتو ويکيپېډيا کې يې ډېره خواري کړې، وحيد الله کليم نومېږي. هغه دم گړئ په پښتو ويکيپېډيا کې دومره فعاليت نه لري، خو د هغه د پام وړ کارونو او سمونونو ستاينه په کار ده. هغه د وټپوهنې په برخه کې گڼ شمېر نوې ليکنې په پوهنيز معيار کښلي چې تر ډېره حده پکې بريالی دی ښاغلي کليم يو شمېر کينډۍ جوړې کړي چې د کار د زيار ستاينه يې پکار ده. همداراز د عثمان منصور انصاري ستاينه د فلسفي او ديني ليکنو په برخه کې بايد هېره نه شي. داريوش چې ځان د چېک جمهوريت راپېژني (که څه هم باور نه کړم چې چېکی وي) هم د ستايلو دی په پښتو ويکيپېډيا کې يې د درملو، د تاريخي پېښو، د جگړيزو اوزارونو، وسلو، ټانکونو، آلوتکو، چورلکو، ژويو او لرغونپوهنې په څانگه کې ليکنې خپرې کړي. د هغه دا کار ته په درنه سترگه گورم او نيت يې د ستايلو وړ دی. ځينې نور کارنانو هم د پام وړ زياتونې کړي چې نوملړ يې ډېر اوږد دی.
|
|
د نن ورځ غوره انځور کينډۍ جوړولو په خاطر!
|
په پښتو ويکيپېډيا کې د لومړي مخ لپاره د نن غوره انځور کينډۍ برابرولو پخاطر او په دې برخه کې د هر اړخيز زيار په خاطر مو همدا مډال درته ډالۍ کوم. د پښتو ويکيپېډيا په وده او پرمختگ کې مو هلې ځلې ستايم! (--ANBI (خبرې اترې) 02:34, 29 مارچ 2015 (UTC))
|
• کارنبکس •
کارنبکس
|
نن ۸ د اکتوبر ۲۰۲۴ کال دی.
|
|
د دم مهال وخت ۲۰:۳۸ ا.و دی.
|
|
دا زما کارنبکس دی دلته زه هغه څه ورگډوم چې په لنډه توگه تاسو ته زما د شوق په ا ړه مالومات درکوي او يا هم هغه څه چې زه پرې عقيده من يم.
|
|
|