جوزجان ولايت
د جوزجان ولايت د افغانستان په سوهيلي سيمې کې شتون لري . دغه ولايت په آسيايي نخشه کې منځينی شمال لورته ۳۷شو شاوخوا درجو کې پراخ پروت دی او د ختيځ لور ته په ۶۶شپېته درجو کې غځېدلی دی. په افغانستان کې ۴۵۴ کيلو مټره سوهېل کې شتون لري او همدا رنگه د افغانستان سوهېل ختیځ لورته ۳۹۸ کيلو مټره کې د پلازمېنې کابل څخه لرې پروت دی . د جوزجان ولايت ختیځ ته بلخ لویدیځ ته فاریاب جنوب ته سرپل او د شمال سنډو یی د آمو سین بهیږي او د د سین پوری غاړې ته د ازبکستان جمهوریت دی. د ا ولایت په۱۹۸۸ عیسوی کال کی د بلخ او سمنگان نه بیل کړی شو. او د دی لرغونی ښار شبرغانی مرکز دی. خو د دی سره تړی دسر پل سیمه ځان له بیل ولایت وگرځیده. د دی ولایت نفوس ۴۲۶۹۸۷ خلکوته رسیږی. د مختلفو اقوام خلک، ازبک،ترکمن،پښتون،تاجک او نور اقوام په کی ژوند کوی، مساحتی ۱۱،۷۸۹ کیلومتر مربع دی. او خلکی په ۳ ژبو دری، پښتو او ازبکی باندی غږیږی. پوهنهرسنۍتاریخاقتصادژبي او کلتوراداري وېشجوزجان لس ولسوالي لری، چی خواجه دوکوه، درزآب ، منگجک، قرقین، آقچه، مردیان، فیض آباد، خماب، خانقاه، او قوش تپه دی. او ۳۰۴ کلې لری. جوزجان ولایت په ډیرو، نفوس او زراعتی ځمکو، طبیعی جنگلونه، معادن، د ځمکی لاندی نفت او گاز په در لودلو د هیواد شتمن په ولایاتو کی شمیرل کیږی. د جوزجان ولایت د خلکو عمده محصولات ، کرهنه او زراعت، د قره قل پوست، پشم، قالین، لاسی صناعی، دی. چی ډیر پخوا نه د دی ولایت خلکو په ژوند او د ملی اقتصاد د ودی کی ازښتمند رول لوبولی دی. مخکی د داخلی جنگونونه ۴۶ فیصده د هیواد بودیجه، د دی ولایت د گازو صادرولو نه تامین کیده. د جوزجان ولایت هوا او اقلیم وضعیت متناسب په شمال ولایاتو مساعد دی، مگر د زراعت او څکل اوبه د سرپل او بلخ د سیند څخه راځی، چی دا کافی نه ده. د ولایت د ښار او کلی اوسیدونکی بل خصوص بزگر همیشه د اوبو د کموالی څخه سر ټکویی. د دی ولایت زراعتی سیمی مواز په ۲۱۵۷۵۳ هکتار ځمکه ده، چی د دی جملی نه ۴۰۰۰۰ هکتاره ځمکه للمی ساحی تشکیلوی. په دی سیمو کی، جوار، زغر،کنجد، مالوچ،ماش، نخود،زیره، د بزگرو د کرهنیز عمده اقلامو څخه دی. تاريخپه لسمه پیړی کي د ابن سینا نامتو شاگرد ابوالعبید الجوزجانی د غور د واکمنو د تاریخی پیښو د لیکونکي په توگه وپیژندل شو. په یولسمه پیړی کي د نړی د جغرافي مشهور کتاب چی د جوزجانی حدودالعالم نومیږی د دی سیمی یو جغرافیه دان په عربی ژبه ولیکلو. په دیارلسمه پیړی کي د وینس سیلانی مارکوپولود خپل سفر په یو پړاو کی په شبرغان کی ایسار شو، او د دی ځای د شاتو په شان خوږو خټکو حال په خپلی یاداشتونو کی ولیکلي. د جوزجان په ډیرو ولسوالیو کي د نوی کال ، اختر او کله کله د وادونو په موقع خلک وز لوبه یا بزکشی کوی، په جوز جان کي د دی لوبی لپاره د آسونو ساتل او د د ښار نه بهر د آزاده او هوار میدانونوکی لوبی کوی. د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ عیسوی کلونو تر مینځ موده کي د پخوانی شوروی لخوا د افغانستان په جیولوژیکی سروی گانو کي جوته شوی وه چی د دی هیواد په شمال کي د گازو او خامو تیلو پینحلس زیرمی موجودی دی. په دوی کي د گازو دری لوی زیرمی د شبرغان په شاو خوا کی دی. د دری لوی زیرمی نه د گاز دراویستل پروژه په څوارلس کالو کي پوره شوه. په ۱۹۷۴ عیسوی کال کی د خواجه گوگردک د زیرمو نه شمال لوری ته دوه سوه کیلو متره د گاز پیپونه وغځول شل. یوازی د آمو سین د پاسه د پایب وگدوالي ۶۶۰ میتر وو. د گوگردک د زیرمی نه په کال کي څلورو او شپږو میلیاردو تر مینځ مکعب متر گاز راویستل کیږی . په دوی کی ۷۰ تر ۹۰ فیصده برخه پخوانی شوروی ته ورکوله دا معلومه نه ده چی په کومه بیه، خو په ۱۹۹۲ عیسوی کال کي د هغه وقت جمهور ریس، داکتر نجیب اله دا څرگنده کړه چی گوندی د روسی سره د گازو د پلورل په یو تړون خبری روانی کړی وی. په دی وقت کی د پښوانی شوروی اتحاد نا بیله شوو ځینی جمهوریتونو د افغانی گازوپه تیرولو او د دی د ویش د پاره د خپلو غونډو غوښتنه وکړه او دا معامله پّه ځای ودریده، د پښوانی شوروی اتحاد لخوا جوړ شوی د جار قودوک په ودانی ته په رسیدو خبر شو چی هلته یوازی ساتن دویان ولاړ وو او پروژه فعاله نه وه. د گازو هغه نل لیکه چی ختیځ لوری ته مزار شریف پوری غځیدلی ده. د افغانستان د دوه لسیزو په کورنی جگړو کی دی ته پاملرنه ونه شوه، خو په ۱۹۹۹ عیسوی کال کي دا لیکه یو سه ترمیم شوه او د گوگرډک گازپه لگ مقداری خلکوته ورسیدل . د گازو پایب لان چی دی ولایت کی دی ، دی نه پخوا دغه ځینه شوروی ته گاز تلل او کله چی هغه قرارداتونه ختم شول ، بیا دا پایپونه وویستل شول ، اوس دغه پایپونه مزارشریف ته گاز ورکوی. یو وقت د سر پل ولایت هم په جوزجان کي شامل وو، او دا پراښه سیمه د زردشت دین کتاب اوستا کي د نسایا په نوم یاده شوی ده. څوارلس سوه کاله پخوا چینایی سیالگر هوین چان چی دی سیمه ته ورغلو نو د دی سیمه نوم هوشنگان وو، روسته دا گوزگان شو، او کله چی عربان دی سیمی ته ورغلل او گاف يې نه شو تلفظ کوولی ، نو دی ته یی جوزجان نوم کیښوده شماره ولسوالی نفوس 1 شبرغان 148327 2 خواجه دوکوه 72515 3 آقچه 99195 4 فیض آباد 112087 5 مردیان 75988 6 قرقین 57988 7 خمآب 52180 8 درزاب 53427 9 قوشتپه 51257 10 منگجک 4500 11 خانقاه 66783
|
- ↑ پیوستون : 1139049 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ GRID ID: https://www.grid.ac/institutes/grid.472292.8
- کوشنۍ ليکنې
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P17
- د خاصيت کارولو پاڼې P131
- د خاصيت کارولو پاڼې P36
- د خاصيت کارولو پاڼې P150
- د خاصيت کارولو پاڼې P2046
- د خاصيت کارولو پاڼې P2044
- د خاصيت کارولو پاڼې P1082
- د خاصيت کارولو پاڼې P37
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- جيو کوډونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P300
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- صفحات تستخدم قالب:معلومات مستوطنة مع وسائط غير معروفة
- د افغانستان ولسوالۍ
- د جوزجان ولسوالۍ
- افغانستان
- د خاصيت کارولو پاڼې P1566
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- نخشه لرونکي مخونه