جلال اباد
جلال آباد جلالکوټ جلال اباد |
|
---|---|
ښار | |
|
|
کورډيناټونه: ۳۴°۲۶′۰۳″ شمال ۷۰°۲۶′۵۲″ ختیځ / 34.43417°شمال 70.44778°ختيځکورډېناټونه: ۳۴°۲۶′۰۳″ شمال ۷۰°۲۶′۵۲″ ختیځ / 34.43417°شمال 70.44778°ختيځ | |
ھیواد | ![]() |
ښار | جلال آباد |
ولايت | ننگرهار ولايت |
جوړښت | 1570 |
حکومت | |
• ډول | حکومت |
نفوس (۲۰۰۷) | |
• نفوس | ۲۰۵٬۴۲۳ |
• دين | اسلام |
[۱] | |
سیمه ییز وخت | د افغانستان معياري وخت (یوټیسی +۴:۳۰) |
جلالکوټ یا جلال آباد د کنړ او کابل سیند په نښلونې ځای کې پروت دی. جلالکوټ د ننگرهار ولایت منځی (مرکز) دی. دا ښار د یوې۹۰ کیلومتري لوی لاری په وسیله له کابل ښار سره نښلي. او د په همدې واټن سره په ختیځه برخه کې د گاونډي هېواد له پېښورښار سره نښلي.
دا رنگه جلالکوټ د ختیځو سیمو ستر سوداگریز او ټولنیز منځۍ هم دی.
جلال اباد د ننگرهار ولایت مرکز “ لومړی درجه ولایت دی ” دافغانستان په ختیځ کې د پاکستان په پوله پروت دی. دغه ښار دافغانستان یو له پنځو لویو ښارونو څخه شمیرل کیږي (کابل، هرات، کندهار او مزارشریف) او گڼ نفوس لري. دغه ښار دگرمې هوا او زیاتې زرغونتیا له امله په همیشه بهار نومول شوی. دجلال اباد ښاروالي په کال ۱۳۲۷ لمریز کې جوړه شوی او دنواحیو دمدیریتونو داټکل پربنسټ نفوس یې ۸۳۲۰۲۲ نفرو ته رسیږي او شپږ ناحیې او ۷۶ گذره لري. دنفوسو اټکل او جزییا ت یې په لومړۍ شمیره جدول کې وړاندی شوی. د ناحیو ددفترویو دشمیرو پر بنسټ څلورمه، دویمه او لومړۍ ناحیه تر ټولو زیات نفوسر لرونکي ناحیې دی.
ددې ښار زیات اوسیدونکي په پښتو ژبه غږیږي او ورپسې دري او پشه یی راځي. هندي په دې ښار کې د لږکیو ژبه ده.
جلال اباد د ننگرهار په شمالي برخه کې پروت دی او ۲۷ کیلو متره مربع مساحت لري. د یادولو وړ ده چې دجلال اباد ښار له څلورو خواوو څخه ۱۳ کیلو متره مربع غیر پلاني پراختیا کړې او ماستر پلان یې یواځي ۷۰٪ پلی شوی.
دجلال اباد ښار جلال اباد ښار (۱۴۲ کیلومتره) او دتورخم دپولې (۷۵ کیلومتره) په عمومي لاره پروت دی. په تیرو اوس وخت کې جلال اباد یو لوی سوداگریز ښار دی او دمربا، غیر الکولي مشروباتو، دشړشم تیلو، دزیتون غوړیو، المونیمو، مرمر تیږو، المونیمي لوښو، څپلیو گڼډلو، بوټ گنډلو، قالین بافۍ او کنجد په تولید کې شهرت لري. خو دجنگ او کورنیو شخړو کلونو او همداډول څو کلنې وچکالۍ دښار په اقتصادي وضعیت خپل منفې اغیز ښندلی. مالداري، کرنه، سوداگري، خدمات او دکوچنیو لاسي صنایعو صنعت دښاریانو دژوندانه دتیرولو اصلي سرچینې تشکیلوي.
نيوليک
دنفوسو شمیر[سمول]
دښاروالۍ ناحیه
اداري واحد
شمیره
نفر162,680
لومړۍ
دجلال اباد ښار
1
153,910
دویمه
دجلال اباد ښار
2
115,280
دریمه
دجلال اباد ښار
3
172,240
څلورمه
دجلال اباد ښار
4
105,000
پنځمه
دجلال اباد ښار
5
122,912
شپږمه
دجلال اباد ښار
6
832,022
موسم[سمول]
د جلال آباد د موسم مالومات | |||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
مياشت | جنوري | فروري | مارچ | اپريل | می | جون | جولای | اگست | ستمبر | اکتوبر | نومبر | دسمبر | کال |
د زياته تودوخه (منځالی) °C (°F) | 15.9 (60.6) |
17.9 (64.2) |
22.5 (72.5) |
28.3 (82.9) |
34.7 (94.5) |
40.4 (104.7) |
39.3 (102.7) |
38.0 (100.4) |
35.2 (95.4) |
30.5 (86.9) |
23.3 (73.9) |
17.5 (63.5) |
28.63 (83.52) |
هره ورځ تودوخه (منځالی) °C (°F) | 8.5 (47.3) |
10.9 (51.6) |
16.3 (61.3) |
21.9 (71.4) |
27.7 (81.9) |
32.7 (90.9) |
32.8 (91) |
31.9 (89.4) |
28.1 (82.6) |
22.2 (72) |
14.9 (58.8) |
9.5 (49.1) |
21.45 (70.61) |
کمه ريکارډ شوې تودوخه (منځالی) °C (°F) | 2.9 (37.2) |
5.6 (42.1) |
10.5 (50.9) |
15.3 (59.5) |
19.8 (67.6) |
24.7 (76.5) |
26.7 (80.1) |
26.2 (79.2) |
21.4 (70.5) |
14.4 (57.9) |
6.9 (44.4) |
3.5 (38.3) |
14.83 (58.68) |
کمه ريکارډ شوې تودوخه °C (°F) | −4.1 (24.6) |
−3.5 (25.7) |
1.0 (33.8) |
6.1 (43) |
10.6 (51.1) |
13.5 (56.3) |
19.0 (66.2) |
17.5 (63.5) |
11.0 (51.8) |
2.7 (36.9) |
−4.5 (23.9) |
−5.5 (22.1) |
−5.5 (22.1) |
پرخه mm (inches) | 18.1 (0.713) |
24.3 (0.957) |
39.2 (1.543) |
36.4 (1.433) |
16.0 (0.63) |
1.4 (0.055) |
6.9 (0.272) |
7.7 (0.303) |
8.3 (0.327) |
3.2 (0.126) |
8.3 (0.327) |
12.1 (0.476) |
181.9 (7.162) |
منځالی د بارانونو په ورځو کې | 4 | 5 | — | — | 4 | 1 | 1 | 1 | 1 | 1 | 2 | 3 | — |
% لوندبل | 61 | 60 | 62 | 59 | 47 | 40 | 52 | 58 | 56 | 55 | 58 | 63 | 55.9 |
مياشت کې د لمر ځلېدنې موده(منځالی) | 180.9 | 182.7 | 207.1 | 227.8 | 304.8 | 339.6 | 325.9 | 299.7 | 293.6 | 277.6 | 231.0 | 185.6 | ۳٬۰۵۶٫۳ |
Source: NOAA (1964-1983) [۲] |
د ننگرهار ولایت والیان[سمول]
والي | پېر | نور | یادښت | ||
---|---|---|---|---|---|
انجینیر محمود قایل | |||||
حاجي عبدالقدیر | ۲۰۰۱ جولای ۲۰۰۲ |
||||
حاجي دین محمد | جولای ۲۰۰۲ ۲۰۰۴ |
||||
![]() |
گل اغا شېرزی | ۲۰۰۴ ۲۰۱۳ |
|||
مولوي عطاءالله لودین | جولای ۲۰۱۵ ۲۰۱۴ |
انځورونه[سمول]
دا هم وگورۍ[سمول]
- افغانستان
- گل اغا شېرزی
- ولایتي بیارغونې ټیم
- نړیوال سوله ساتې څواک
- د افغانستان ولسوالۍ
- د افغانستان ولايتونه
سرچينې او پايڅوړونه[سمول]
http://jalalabad-m.gov.af/ps/page/5672/5682/ جلال اباد ښاروالۍ ویب سایټ