صديق الله رښتين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
استاد صديق الله رښتين
استاد صديق الله رښتين

ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين (۱۲۹۸ لمريز لېږدي کال - ١٣٧٧ ل ل کال) د افغانستان يو نامتو او لوی پښتو ژبی ليکوال، شاعر او څېړونکی وو.

مخينه

پوهاند صديق الله رښتين پر ١٢٩٨ لمريز لېږدي کال د مومندو د غازي اباد کلي د خدای بښلي مولوي تاج محمد مهتمم په دينداره او منوره کورنۍ کې زېږېدلی دی. صديق الله رښتين لا ډير وړوکۍ وو چې د پلار له مينې بې برخې او سيوری يې له سره کم شو. د ده مور د هغه روزنې ته ډېره پاملرنه وکړه. د هغي برکت وو چې ده او د ده وروڼو د ښوونې او روزنې لاره خپله کړه. هغه په وړکتوب کې لومړنۍ ديني زده کړه په ځاني ډول په خپل کور کې وکړه.

زده كړې

صديق الله رښتين تر لومړنيو ديني زده کړو وروسته پر ١٣١١ لمريز لېږدي کال د ننگرهار د هډې په نجم المدارس کښې شامل شو. په دغه مدرسه کې تر درې کالو زده کړو وروسته پر ١٣١٥ لمريز کال د کابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه. د رښتين صاحب د زده کړې تر څنگ له رسنيو سره هم مينه او لېوالتيا پيدا کړه. داصلاح اخبار لوستلو ته يي مخه کړه چې د هغه د ذهنيت په روښانه کولو او هڅولو کې يې ډېر مثبت چار ولوباوه.

دندې

پدغه انځور کې صديق الله رښتين ۲۴ کس دی

رښتين صاحب په ١٣١٨ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه د منځنۍ دورې د ډېرې ښې شهادتنامې په تر لاسه کولو سره د همدغه کال د وږي مياشتې په لومړۍ ورځ د ادبي چمن او پښتو ټولني د غړي په توگه ومنل سو. د ١٣٢٠ لمريز کال په زمري مياشت کې د پښتو ټولنې د قواعدو د څانگې مدير وگومارل شو. يو کال وروسته په وري مياشت کې د پکتيا د «وړانگې جريدې» بنسټگر او چلوونکي شو. د همدې کال په غويي مياشت کې د پښتو ټولنې د مرستيال کفيل، د لغاتو او قواعدو د څانگې د مدير په دنده وگومارل شو.

په ١٣٢٢ کال د پښتو پوهنغونډ (دايرت المعارف) د ژباړو د څانگې د مشر په توگه وگومارل شو. د ١٣٢٦ ل ل کال په تلې مياشت کې په فراه ولايت کې د «سيستان» مهالنۍ بنسټ اېښودونکی او خپرونکی شو. يو کال وروسته په وږي مياشت کې د پښتو ټولني مرستيال او د پښتو دارت المعارف امر وټاکل شو. د ١٣٢٩ کال په زمري مياشت کې يې پر پورته يادو شويو دندو سربېره د هېواد ورځپاڼې چلوونکی شو. ددې تر څنگ يې په ادبياتو پوهنځي کې زده کړيالو ته د تدريس چارې هم پر مخ بيولې او هلته استاد وو. پر ١٣٣٠ ل ل کال د پښتو ټولني د لوی مدير په توگه وگومارل شو او پر ١٣٣١ کال د ((زيري)) مهالنۍ د دويمي دورې بنسټگر شو. د ١٣٣٤ کال په وري مياشت کې د پښتو ټولني د مشر او وروسته بيا د ١٣٣٥ کال په سر کې د ښوونې وزارت پښتو سلاکار او د ادبياتو پوهنځی د استادۍ رسمي دنده ور وسپارل شوه، چې تر ١٣٣٦ ل ل کاله پورې يې همدا دنده درلوده.

رښتين صاحب پز ١٣٥٢ ل ل کال کې د کورناستۍ (تقاعد) پاڼه تر لاسه کړه. تر دې وروسته هغه د ژوند تر پايه بيا دولتي دنده ترسره نه کړه او نه يې هم د کوم دولتي خپرنيز ارگان سره د ليکنې مرسته وکړه.

پوهاند رښتين پر دغو دندو سربيره يو شمير رسنيزې او فرهنگې دندې هم ترسره کړې دي. د بيلگې په توگه هغه په ١٣٢٨ - ١٣٢٩ کې د شپې له خوا د کابل راډيو د يوې ځانگړې خپرونې د چلوونکي په توگه کار کړی دی. همدا ډول يې له ١٣٣٣ نه تر ١٣٣٧ کال پورې د مازديگر له خوا په کابل راډيو کې د يوې ځانگړې خپرونې د پښتو کميټې غړۍ وو او بيا د ١٣٣٦ نه تر ١٣٤٠ کال پورې د کابل راديو د رنگارنگ خپرونو د چلوونکي دنده په غاړه درلوده. د ١٣٤٣ نه تر ١٣٤٨ کال پورې يې د کابل راډيو د ادب د وږمو خپرونه پر مخ بيوله. پوهاند رښتين د يو لړ علمي او ادبي ليکنو او خپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نمانځل شوي او تر ١٥ يې ډېرې جايزې تر لاسه کړې دي.

د پوهاند صديق الله رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه، خو په فارسي، اردو او عربي ژبو يې هم اثار ليکلي، له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړنې کړې دي. ښتين د پښتو ادب پېنځم ځلاند ستوری نومول شوي. د رښتين صاحب ليکلي نښيرونه نه يوازي دا چې د افغان ولس لپاره لويه پوهنيزه زېرمه ده، بلکي د لويو پوهنيزو وياړونو ځلانده بېبگه هم ده.

مړينه

پوهاند صديق الله رښتين تر اوږدې ناروغۍ وروسته پر ۱۳۷۷ ل ل کال د پېښور د ليډيريډنگ روغتون د بولټن بلاک په لسمه کوټه کې له دې پاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

د رښتين صېب په اړه د پوهانو ويناوې

استاد حبيب الله رفيع د پوهاند رښتين صاحب په اړه وايي: «پوهاند صديق الله رښتين له هغو پېنځو ستورو څخه و چې په ډير حساس وخت کې يې د پښتو ادب خدمت ته ملا وتړله او دې پېنځو ستورو پښتو ادب ته هر ډول اثار چې ورته ضرورت و رامنځته کړل. د گرامر او ادب په څيړنو کې يې ډير خدمت کړى او علاوه له دې نه ادبي نثرونه يې ډير ښکلي ليکلي دي، سفر نامې يې په هنري نثر ليکلي دي او په عين حال کې يې ادبي څيړنې په هنري نثر کړې دي چې دا د ده يوه ځانگړنه وه.»

اکاديميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکي: «استاد رښتين يو غښتلی او په خپله برخه کې پوخ ليکوال، محقق او مدرس و. دی د پښتو د ودې په تحقيقي، تخليقي او تدريسي برخه کې په هسکه غاړه زموږ د مخکښانو په قطار کې ولاړ دی.»

پوهنوال غروال د شعر په ژبه پوهاند رښتين داسي لمانځي او ستايي:

د پښتو په ارت جهان کي لکه غر و = د ادب په شنه آسمان کې لکه غر و په قلم کې يې و زور، ژبه کې شور وو = ځلاند ستوری د افغان د ستر ټبر و

بهرني سفرونه

پوهاند صديق الله رښتين د خپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرنيو او داخلي ټولنو او غونډو کې برخه اخيستې ده. استاد د نړۍ ځينو هېوادو لکه پخواني شوروي اتحاد، ايران، مصر، هندوستان، او پېښور ته سفرونه کړي دي.

چاپ شوي اثار يې

د پوهاند صديق الله رښتين ٢٦٥ رسالې او کتابونه چاپ شوي، چې د ځينو هغو نوملړ يې په لاندې ډول دی:

  1. پښتانه شعرا (دوهم ټوک).
  2. پښتو کلى (شپږم ټوک)
  3. پښتو لومړى ليار ښوونکى.
  4. د پښتو ادب تاريخ.
  5. د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه.
  6. د پښتو لوى گرامر (په پاړسي ژبه).
  7. نوى ژوند (د پښتونستان په اړه).
  8. د پښتنو مجاهدې (تاريخي اثر).
  9. پښتو قصې.
  10. د هند سفر.
  11. پښتو نيار.
  12. د معارف د دوهم ټولگي لوستنه.
  13. د معارف د دريم ټولگي قرائت.
  14. د مينې هنداره (له عربي نه ژباړه).
  15. د معارف د شپږم ټولگي دنيات.
  16. پښتو ژبښودنه.
  17. د ژوند سندره.
  18. د پښتو مصدرونو لارښود.
  19. د عبدالحميد مومند د ديوان چاپونه سمونه.
  20. د خوشال خان خټک د بازنامې چاپونه، سمونه او سريزه.
  21. د خوشال طب نامه، چاپونه، سمونه او کتنه.
  22. د حميد نيرنگ عشق چاپونه، سمونه او سريزه.
  23. د ميا شرف عروض، چاپونه او سريزه.
  24. د دولسم ټولگي د پښتو قرائت.
  25. پښتو عروض.
  26. د پښتونستان پېښې.
  27. د پښتو ادبيات.
  28. پښتو نثر.
  29. د پښتو ادب درې کورنۍ.
  30. گرامري اصطلاحات.
  31. د پښتو او سانسکريټ نزديوالی.
  32. د خوشال خټک دستارنامه (١٣٤٥ ل ل کال).
  33. د پښتو او سانسکريټ لغوي نزديوالى (رساله).
  34. د ژوند وظيفې.
  35. نوميالي شاعران.
  36. د پښتو نثر هېنداره.
  37. د پښتو شعرونو ډولونه.
  38. د قلمي نسخو د څېړنې لارښود.
  39. پښتو پېژندنه.
  40. روښان ستورى.
  41. سبک پيژندنه.
  42. د هېواد نندارې.
  43. ادبي او تاريخي سمونې.
  44. نوميالي پوهان او غازيان.
  45. پښتني لارښود.
  46. د هند کتاب خانې.
  47. د پښتو قلمي نسخې.
  48. د مهتمم ژوند.
  49. د خپلواکۍ هڅې.
  50. د پښتو تاريخي څېړنه.
  51. تاريخي ليکونه.
  52. د فکر پلوشې.
  53. خوږې وږمې (د اشعارو مجموعه).
  54. پښتو گرامر (دويم ټوک ) فعل، قيود، ادوات، نحوه، لويه نحوه.
  55. نړيوال کنفرانسونه.
  56. رنگارنگ شاعران.
  57. پښتې تورسرې.
  58. تاريخچه ادب پشتو.
  59. سوري شيرشاه.
  60. خپلواک ژوند.
  61. د پښتو تاريخي سيمنار.
  62. د اريانا داېرة المعارف.
  63. د علي خان پېژندنه.
  64. د ننگرهار ننداره.
  65. د قطغن سفر.
  66. د الماتا سفر.
  67. د شوروي سفر.
  68. د ژوند پلوشې.
  69. د مصر سفر.
  70. د عشق اباد سفر.
  71. د بدخشان ننداره.
  72. د الينگار او اليشنگ ننداره.
  73. د خوست ليدنه.
  74. نوې څېړنه.
  75. پښتو ادبي مکتبونه.
  76. ادبي ليکونه.
  77. د ښکلا وږمه.
  78. په هند کې پښتو کتابونه.
  79. د پښتو ننني ليکوال.
  80. د جلال الدين رومي تذکره.
  81. افغانها و ازادي هند.
  82. د پښتو ادبياتو تاريخ.
  83. پياوړي شاعران.
  84. وزمپوهنه.
  85. غوره کتنه.
  86. نوې کتنه.

ناچاپ اثار يې

  1. د جلال اباد تگ راتگ (ناچاپ).
  2. زما ژوند او هلې ځلې (ناچاپ).
  3. د رښتين د ژوند پېښې ( ناچاپ).


سرچينې

  1. https://www.mashaalradio.com/a/24439965.html
  2. http://www.taand.com/archives/56412 Archived 2019-10-20 at the Wayback Machine.


باندنۍ تړنې