کامې ولسوالۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کامه ولسوالۍ نه مخ گرځېدلی)
Jump to navigation Jump to search
د کامې ولسوالي

د کامې ولسوالي د ننگرهار د ۲۲ ولسواليو نه يوه لويه ولسوالۍ ده. دغه ولسوالۍ نژدې ۲۳ كلومتره د ولايتي پلازمېنې جلالكوټ نه لرې او د كونړ د سيند په امتداد موقيعت لري.

ځمکپوهنه[سمول]

دغه ولسوالي په ډېرو لويو او وړو کلو مشتمله ده، چې له هغې جملې څخه ۵۲ لوى کلي دي. مرکز يې د سنگر سراى کلى دى. د دغې ولسوالۍ لمر پرېوتو او سهيل خوا ته د كونړ سيند او لمر خاته خوا ته يې يوه برخه د نوموړي سيند او پاتې برخه يې د گوشتې ولسوالۍ اړوند سيمه ده. شمال ته يې د سرکنډ د غرونو سلسله ده. د کامې هغه برخه چې د كونړڅپاند سيند په غاړه او يا ورته څېرمه موقيعت لري د لمدې غاړې په نامه ياديږي او هغه برخه چې د شمال خواته د غره په لمن کې د غره په امتداد موقيعت لري د وچې غاړې په نامه ياديږي.

کامه يوه کرهنيزه ولسوالي ده چې ځمکې يې د كونړ په سيند خړوبيږي. د هر رنگ فصل کيدو ته اماده او تياره ده. يانې يو وخت هم د کامې ځمکې بي فصله نه وي او د يو فصل په ځاى په يو وخت کې د دوو او ځيني وخت د دريو فصلونو حاصل ورکوي،دا ځکه چې کامه وال خواريکښ دي او ځمکه يې اوبه ډيرې لري. مهم کرهنيز پيداوار يې غنم ،وريجې، گني ،جوار ،پنبه ،موټ دي اوپه سبزيجاتو کې بنډۍ ،فاصله ،الوگان ،کچالان ،پياز،بادرنگ ،رومي اوتوربانجان دي.چې زياته برخه يې جلال کوټ او کابل ته د خرڅلاو لپاره وړل کيږي. بزگران له دي لارې خپلې اړتياوې پوره کوي. د ژمي په موسم کې له گنيو څخه په گاڼيو كې گوړه جوړوي او بيا يې سوادگرد خرڅلاو لپاره جلال کوټ او کابل ته وړي. په نن وخت کې يو زيات مقدار گني په پټو کې ولاړ او يا د گارو څخه د گنډيرو او شربتونو لپاره پخپلو پټو کې په سوداگرو خرڅوي.د غنمو په حاصل کې به ورته نورو خلکو وړه امريکا ويله، ځکه چې د کامې غنمو به هم د کامه والو لپاره بساينه کوله او هم به نورو ډيرو ځايونو ته رسيدل.

په کامه کې د ثور د کودتا نه مخکې د لوکاټو، زردالانو او نارنجانو باغونه وو. خو څه رنگه چې کامه د ننگرهارمرکز (جلالکوټ) ته ډيره نژدې وه نو د روسي ټانکونو او بمبارونو له کبله ټوله ورانه او اوسيدونکو يې پر يو مخ هجرت ته مخ کړ. نو په دې اساس د کامې ټوله ځمکه شاړه پاتې شوه، ونې او بوټي يې وچ او ځاي يې شړ او بيکاره بوټو ونيوواوپه پاى کې ځنگل ترې جوړ شو..خو نن د خداي (ج) فضل دى په کامه کې تقريبا ۱۵۰۰ نوي باغونه د زردالانو،الوچو،شفتالو،نارنجانو،ليمو،سره املوکو او د نورو ميوه دارو ونو کينول شوي دي چې په دي کې ۱۳۴ باغونه په ثمررسيدلي . د کامې اوسيدونکو زياته برخه مومند دي او نور قومونه لکه ساپي،عبدالرحيم زي،ابراهيم خيل،لودين،احمدزي،سليمان خيل،عرب،اخونزاد گان ،صاحب زادگان هم استوگن دي.

پوهنه[سمول]

د پوهنې په برخه کې يې هم په مقايسوي لحاظ فيصدي لوړه ده. د علم او فرهنگ په برخه كې ورته خداى بښلي قيام الدين خادم صاحب (د ادب د آسمان ستورى) يونان ويلو. نن په کامه کې ۴ ليسې ۲۰ متوسطې او ۴ دينې مدرسې او دارالحفاظونه او يو عالي دارالمعلمين لري. د کامې د خداي بښلو علماو څخه مراد علي صاحب د تفسير يسيرپه پښتو ژبه مفسر، محمد موسي شفيق ، نابغه قيام الدين خادم مولوي محمد ابراهيم کاموي، مولوي غلام نبي کاموي ،محمد اكبر پامير صاحب ،مولوي محمد هاشم کاموي، پوهاند فضل الله فياض،عبدالوكيل صداقت،قاضي ميا گل صاحب،غلام حبيب طوفان، ،مولوي شيرگل کاموي او داسې په سلگونو نور چې جوړه يې په ټول افغانستان کې کمه ليدل کيږي دي.د کامې د مشهورو شاعرانو اوليكوالانو له ډ لې څخه مرحوم سيد مراد کاموال، محمد موسى شفيق، قيام الدين خادم، غلام غوث خېبري، غلام حضرت سېمسار صاحب ،محمد آصف صمیم صاحب،محمد صديق پتمن صاحب ،امان الله سيلاب، عبدالمتين تسکين صاحب، شيفته مل کاموال، مولوي فضل غني كاموال دي.

روغتيا[سمول]

همدا رنگه د روغتيا په برخه کې په سنگرسراي کې يو لس بستريزه صحي مرکز چې يو سر طبيب،څوډاکټران،لابراتوار،او درملتون لري. له دې نه علاوه واړه روغتيايې مرکزونه هم شته چې يو يې په لنډه بوچ او بل يې په شيرگړ کې دى. د کامې لوي روغتون چې پنځوس بستره لري د کامي د روغتون په نوم ياديږي له هره اړخه مجهزدى او د نورو ولسوايو څخه هم ناروغان د درملنې لپاره راځي.


لیکوالان[سمول]

د پښتو ژبې ډېر نامتو لیکوالان او شاعران په کامې ولسوالۍ کې زېږېدلي دي. چې د دې ډلې څخه یې د یو څو مهمو شخصیتونو نومونه په دې ډول دي.

  1. محمد آصف صميم
  2. ببرک میاخیل د ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد
  3. قيام الدين خادم
  4. محمد موسى شفيق
  5. غلام محمد کاموال
  6. امان الله سېلاب ساپی
  7. مولوي محمد شېرگل رشید کاموي
  8. مولانا محمد ابراهيم کاموي
  9. غلام نبي کاموي
  10. غلام حضرت سيمسار کاموي
  11. محمد دين زاخيل
  12. خان حسن خان
  13. مولوي عبدالشکور ياسيني
  14. سيد عزيززهير
  15. شهزاده مظلوميار
  16. مولانا مراد علي صاحب زاده او تاریخپوه
  17. غوث خيبري

سیاستوال[سمول]

بريښنا[سمول]

د سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال په کامه کې د کونړ پر سيند د بريښنا د بند دجوړيدو د سروى کار سر ته رسيدلي وو او جوړيدو ته چمتوو. خو له بده مرغه د ډيرو گډو وډو حالاتو په راتگ سره ځنډنى شو. اوس مهال يې بيا د جوړيدو خبري روانې دي او د دوهم ځل لپاره سروى شو. خو د حکومت د لويو چارواکو د مجبوريتونو له کبله بې سرنوېشته پاتې دى.پټه دي نه وي چې دغه يو ډير لوي بند دى او گټه يې هم زياته ده. حتى چې د درونټې د بند کاسه به هم ډکه وي د گمبيري لوي ډاگ به اوبه خور او د گوشتې او خوېزو (خواجه زي) ډاگونه به هم تر اوبو لاندې او د استفادي وړ وگرځي .د لوي خداى نه هغه ورځ غواړو چي دغه بند جوړ او گټې اخستنې ته تيار شي.

سرچينې[سمول]


http://www.tolafghan.com/posts/21459