Permanently protected article

خوگياڼي ولسوالۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د ننگرهار ولاېت ولسوالۍ
خوگياڼي ولسوالۍ
خوگياڼي ولسوالۍ

اداري وېش
هيواد افغانستان  د هېواد (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي[۱]
سيمه د ننګرهار ولايت  د ځاي د هيواد په برخه کې (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
نور معلومات
جیو کوډ 7053283  د GeoNames ID (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي‌‌‌‌‌‌‌‌

خوگياڼي ولسوالۍ د ننگرهار ولايت يوه ولسوالۍ ده. [۲]

چينيی زاير يا سيلانی څه لېونی نه وو چې د سپين غره تر جگې څوکې پورې يې بلا ډېرې لوړې ژورې لټولې او سيکاراما يې کتله. هغه پوهېده چې دغه سيمه د ليدلو کتلو عجيب و غريب ځايونه او څيزونه لري.

توره بوړه

د خوگياڼي د نندارې له پاره به هڅه وکړو چې دغه د ليدلو کتلو وړ تاريخي او فرهنگي ځايونه او څيزونه يې يو يو معرفي کړو.

١. روان باغ يا باغ روان

د ننگرهار د خوگياڼيو په سردارانو بانډه کې يو باغ دی چې روان باغ يا باغ روان يې بولي. دغه باغ شاوخوا پنځلس جريبه دی.

د دغه باغ ختيځ ته په ژوره کې د کړسو خوړ، لوېديځ ته يې هديره، شمال ته يې د کږې او بر بيار تر منځ پر جگه غزېدلی ډاگ او سويل ته يې د سردارانو بانډه ده چې د (( خرمنې )) د غونډې په شمالي لمن کې آباده ده.

د روان باغ ختيځه ډډه ډېر پخوا- ښايي پېړۍ وړاندې- مخ ښکته ښويېدلې او د کړسو د خوړ له لوېديځې غاړې سره لگېدلې ده چې ونو بوټيو يې د خوړ پر غاړه د غونډۍ پر لمن له پورې کلي ( سورمۍ ) سره متناظر يو ښکلی منظر جوړ کړی دی. د باغ هغه بريد چې دغه برخه ځنې ښويېدلې ده، لکه د پاڼ دنگه غړۍ ولاړ دی. د باغ ښويېدلې برخه به تخمينا درې څلور جريبه وي. دغه باغ د همدغې ښويېدا له امله خلک روان بولي.

روان باغ راز، راز زينتي او مېوه يي ونې، بوټي لري؛ لکه: توت، سنځلې، انار، انگور، انځر، لوکاټ، نارنج، غزونه، سروې، جنگې گل يا گل جنگې او نور. دغه باغ ته په دوبي کې د شاوخوا سيمې زلمي ځوانان د سيل صفا له پاره ورځي.

دا باغ د مرحوم نايب الحکومه عبد الرزاق خان آغادی. نايب الحکومه صاحب د هېواد د نوميالي سياستوال ډاکټر عبد الصمد حامد پلار وو. ناويلې دې پاتې نه وي چې ځينې خلک نوموړی باغ د عبد الرزاق خان آغا له نامه سره هم يادوي.

٢. پاچا غونډۍ

دا يوه گرده غونډۍ ده. له لرې چې يې گورئ، د غنمو د رشې غوندې ښکاري. چاپېره يې آبادې مځکې دي. دا غونډۍ د بر بهار لويديځ ته له کړسو، چې يوه خوړ دی، پورې غاړه په کالوخېلو کې ده. کالوخېل د لر يا کوز بهار اړوند يو کلی دی چې دا هم لر او بر لري.

د پاچا غونډۍ سهېل ته د برو کالوخېلو او شمال ته د لرو يا کوزو کالوخېلو کلی دی. د غونډۍ ختيځ او لوېديځ ته آبادې مځکې دي.

د پاچا غونډۍ پر لمن گرچاپېره يوه طبيعي پټه گرځېدلې ده. داسې ښکاري لکه چې څپر ورباندې تېر شوی وي. اوس هم چې کروند گر کله د غنمو رشه تياروي، نو چاپېره يې پر خېټه باندې په رشپېل د ډول په مخه پټې کاږي او ځانگړی ډيزاين ورکوي.

د پاچا غونډۍ د گردوالي او چاپېره ځنې د گرځېدلې پټې له کبله يې په اړه د خلکو باور دا دی چې دا د لرغونې زمانې د يوه پاچا د غنمو رشه وه. وايي چې د هغه د بخيلۍ او بد نېتۍ له کبله په غونډۍ بدله شوې ده.

د دې غونډۍ په اړه دا هم ويل کېږي چې کيدی شي ورلاندې خزانه وي!

٣. څپره ووته، بلا ووته

اوس هم د چم گاونډ ښځمنې زموږ هغه د سې بيبيانو (١) نذر نيسي؛

اوس هم چې غاښ د چا خوږېږي په مالت کې زموږ درې يا پنځه يا اووه پلکې په شمار وړي، د وچ صبر (٢) پر تنه ټک وهي؛

اوس هم د بادو ها لرغونی زيارت چې شيخ نيکه (٣) يې بولي، ښه تودېږي له هرې خوا ورته د بادو رنځوران وردرومي؛

اوس هم آخره چارشنبه (٤) له ميندو هېره نه ده او هم پر دغه ورځ ماښام ته تياری نيسي، دېگچي پخوي؛

اوس هم چې ووځي د څپرې مياشت نو د ماښام پر مهال زړې ښځمنې او واړه ماشومان د کور د خونو دېوالونه زموږ په تاندو څانگو په پسته پسته کې بيا بيا وهي او دا سرود ورسره جوخت غږوي: (( څپره ووته، بلا ووته څپره ووته، بلا ووته !!))


(١) سې بيبيانې د ننگرهار د خوگياڼيو په بر بهار کې سهېل ختيځ ډډې ته د غدنډۍ په اړخ کې درې خوا په خوا ولاړ بوټي دي چې کال و سر سمسور وي. وايي چې دا درې سره بوټي اصلا درې پاک لمنې مېرمنې وې. په لاره کې ورباندې کفار راغلل. دعا يې وکړه چې بې پردې نه شي. خدای يې دعا قبوله کړه او ځای پر ځای ځنې بوټي جوړ شول. دې درې بوټيو ته څېرمه هلته دوه بوټي نور هم دي. د عامو خلکو په باور، له هغو درې بيبيانو سره يو سپی او يوه پيشو هم وه چې هغه دواړه هم په بوټيو بدل شوي دي.

(٢) وچ صبر د خوگياڼيو مرکز کږې ته څېرمه په څموڅۍ کې د کږې – جلال آباد د لويې لارې پر غاړه د سروې يوه وچه ونه ده چې دنگه ولاړه ده. په سيمه کې، غالبا، داسې څوک نشته چې دا ونه يې سمسوره کتلي وي. ښايي چې پېړۍ پخوا به کله ښېرازه وه. د دې ونې تنه درسته له پلکو ډکه شوې ده.

(٣) شيخ نيکه د خوگياڼيو په زاوه کې يو زيارت دی. د سرې مخې يا بادو رنځوران ورته له لرې لرې ځايونو څخه ورځي. خلک وايي چې ورسره ښه کېږي.

(٤) آخره چارشنبه هغې ته وايي چې په ورپسې دوشنبه يې رسول الله صلی الله عليه و سلم وفات شوی دی. د سيمې د عامو خلکو، په تېره بيا د زړو ښځو، باور دا دی چې پر دغه ورځ رسول الله صلی الله عليه و سلم د شنو پټيو پر پولو قدم واهه. ناڅاپه يې له څنگه مړز والوت. د مړز د الوت له آواز سره يې په زړه ساړه ننوتل او په ورپسې دوشنبه وفات شو.



  1.   د GeoNames ID (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړيسرچینه په ويکيډاټا کي
  2. د علامه رشاد په وينا چينی زاير يا سيلانی، هيوان څانگ، چې کله له کاپيسا څخه د لغمان او ادينه پور پر لاره بنو ته تللو، نو بزرگې څوکې ته ورغلی- سيکاراما يې ليدلې او د هغې ذکر يې په خپله سفرنامه کې کړی دی. بزرگه څوکه د سپين غره لوړه څوکه ده او خوگياڼی د همدغه غره په لمن کې دی.