ويکيپېډيا:د بڼې لارښود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ز موږ تو کم پو هان( نسب پيژ ند و نکي) پڼي د پښتنو د غر غښت د ټو لنيزې ډلي نه شميري چې په سهيلي پښتو نخوا، افغانستان، پاکستان، بنگله دېش او هند کې ميشته دي٠ په پخوانيو تا ريخو نو کې چې ددغې قبيلې يا دونه پکې شوې ده هغه تا ريخ خا نجها ني يا مخزن افغا ني دی چې مولف يې خواجه نعمت الله هروي نورزی و چې د هند د مغولي واکمن جلا ل الدين محمد اکبر د دربار مؤ رخ و٠ همداراز په انگر يزي مؤ رخينو کې ميجر را ور ټي، مو نت ستوارت الفنستن او د پټان د کتاب مؤلف سر اولف کيرو هم په خپلو ا ثا رو کې د پڼي قبيلې يا دونه کړې ده٠

د سهيلي پښتو نخوا مشهور اديب او تا ريخپوه پرو فيسر ولي محمد خان سيال کا کړ په خپل ر اثر[ پښتو او پښتا نه په سهيلي پښتو نخوا ]کې د پڼي پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي:" د پڼي قبيلي اصلي مر کز دکا کړ ستان د ژوب نا وه او دبوري تا ريخي سيمه ده، خو بيا پڼيو خپله پلر نۍ سيمه پر يښې او د لو يې تا ر يخي پښتو نخوا نورو سيمو ته ليږ ديدلي دي٠ هغه وخت چې پڼيا نو خپل اصلي ټا ټو بی کا کړ ستان پر ېښود نو ځينې يې په پښين کې ميشته شول او ځيني يې د سيوۍ په تا ر يخي سيمه کې اباد شول٠"(١) د پښتو نخوا مشهور مؤ رخ سيد بها در شاه ظفر کا کا خيل په خپل اثر[ پښتا نه دتا ريخ په رڼا کې] ليکلي دي:" پڼي هم د کا کړو په څير مشهوره او پخوا نۍ قبيله ده چې جر ړې يې تر ويدي زما نو پورې رسي، چې ددوی ځينې خلک په افغا نستان او ځيني هم په دکن کې استو گنه لري٠"(٢) د تا ريخ حيات افغا ني مو لف ډپټي محمد حيات خان له نن نه ١٤٣ کلو نه دمخه د پڼيو د قبيلې په اړوند دا سي ليکلي دي:" ددغې قبيلې دنسب له شجرې نه ددغې قبيلې د ښا خو نو او څا نگو ويش ډير ښکاره او وا ضح دی٠ ددغې قبيلې ښا خو نه هم په کا کړو ور گډ يږي او د پڼي د قبيلې سيمه چې سيوۍ نو ميږي د کا کړو په سيمه پورې اړه لري٠ کله چې يو مسا پر د ډاډر له سيمي نه په لو مړي مزل د شمال خو اته لاړ شي نو سيوۍ ته ر سيږي. د سيوۍ سيمه د کلکې خاورې نه جوړ شوي ميدان دی ،چې په ځينو ځا يو نو کې يې غر نۍ ويا لې را وځي چې د ځمکو په خړ وبو لو کې ور ځينې گټه اخيستل کيږي٠ د سيوۍ او ډاډر نيل ډير غوره جنسيت لري چې په کند هار او ايران کې د ملتان د نيل په پر تله زيات پير ېدو نکي لري او د خير پور د نيل سره بر ابر شميرل کيږي٠ ددغې قبيلې د ايسوټ او مو سی خيلو ښا خو نه دکا کړو د سيمې ختيز خو اته په يوه غره او صحرا کې او سيږي او د مو سی خيلو له دوو څا نگو نه د بليل د څا نگې نسل د شمير له مخې زيات دی چې زيا تره يې د کر نې په چا رو بو خت دي او دويمه څا نگه يې چې لهر زي نو ميږي او شمير يې د بليل د څا نگې په پر تله لږ دی ،نو زيا تره خلک يې په ما لد ارۍ او د غو ا يا نو په سا تنه بو خت دي٠ د پڼي قبيلې د لهون ښاخ د چخن او کندر په سيمه کې او سيږي، چې د کا کړو د سيمې لو يد يز ته پر تې دي او ددوی د استو گنې له سيمې نه ما لگه د ځمکې د ښورې نه تر لا سه کيږي او دغه کسب خلک دا ما لگه ټو لوي اوپه او ښا نو او غوا يا نو با ندې يې کند هار او د کا کړو د مندو خيلو سيمې او نورو شا او خوا سيمو ته د خر څلاو له پاره وړي او په عمو مي تو گه يې له غلې سره تبا دله کوي٠ ځينې وختو نه چې د غلې بيه لوړه وي نو د غلي سر ه يې په يوه وزن ور کوي او کله هم دوه چنده اور بشي او جوار ور باندې اخلي٠ د پڼي ښاخ د خلکو دود او د ستور کټ مټ کا کړو ته ورته دی، خو د پڼيو يوه څا نگه چې امر زي نو ميږي او د ستو ريا نيو د قبيلې لو يد يز ته پر اته دي، نو د هغوی دود او دستور د شير ا ڼيو د قبيلې خلکو ته ور ته والی لري٠د پڼي د قبيلي ټول شمير چې په خپلې پخو انۍ سيمه کې پر اته دي ٨٠٠٠٠زرو تنو ته ر سيږي٠"(٣) د راو لپنډۍ په چهچه او هم د هزاره په سيمه کې د پڼي په نا مه يوه سيمه شته چې پڼي پکې او سيږي٠ د هند وستان په دکن کې هم د پڼيو په نا مه يوه سيمه شته چې تقر يبا ٢٠٠٠ تنه پڼي پکې استو گنه لري٠له دې نه پر ته د هند دهر يانا د ايا لت د رو هتک د ضلعې په کو ها نه کې هم پڼي استو گنه لري چې شمير يې تر ٥٠٠٠ تنو زيات دی٠ د هند د اتهرا پرا ديش د ايالت په خو رجه نو مې سيمه کې هم ډير شمير پڼي استو گنه لري٠ يو شمير کا کړ د هند د لو يد يز بنگال په ايالت کې هم او سيږي ٠ د هند د اند هرا پراديش په ايالت کې هم پڼي ژو ند کوي٠خو هندو ستا ني پڼپو خپله ژبه له لا سه ور کړي ده٠ د هندو ستان په تا ريخ کې پڼيو ډير رول لو بولی دی، په تيره بيا د اؤد خان پڼی چې په ١٧١٣ ميلادي کال کې د هند د مها شترا دايالت د خا ند يش د سيمي تا متو صو به دار تير شوي دي ٠