لاجورد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لاجورد

لاجورد يوه قيمتي ډبره ده چې د افغانستان سربېره په گڼ شمېر نورو هېوادونو کې هم موندل کېږي. دغه قيمتي ډبره د ښځو په گوتميو، بازوبندونو او نورو گاڼو او سينگاري څيزونو کې کارېږي. د دغې ډبرې د موښلو نه وروسته لاس ته راغلې خاوره د ودانيو په سينگار او نقاشۍ او حکاکۍ کې هم کارېږي.

په پخوانيو وختونو کې دغه قيمتي ډبره د بدخشان نه بابلستان ته او همدارنگه لوېديځو هېوادونو ته لکه يونان، روم، مصر او نورو ته وړل کېدله او ډېر شمېر پېرونکي يې لرل. داسې هم وييل کېږي چې د مصر په اهرامو کې کارېدلي لاجورد د بدخشان لاجورد دی او له دې پرته په روسيه کې د سانت پيټرزبورگ په ښار کې د کليسا د ښکلا لپاره هم د بدخشان د لاجوردو له ډبرو گټه اخيستل شوې. [۱] د لاجورد ډبره په افغانستان کې ډېر کانونه لري لکه د کُران و منجان کان، د حضرت سيد کان، د رباط سرسنگ کان، د چملک کان او د پسگران په دره کې د شوگه کان ډېر مشهوره کانونه دي. د دې برسېره د غزني په ولايت کې هم د لاجوردو کان شته چې په لويه کچه لاجورد پکې موندل کېږي. [۲]

سرچينې

  1. د افغانستان طبيعي زېرمې - افغانستان پېژندنه - ليکوال اورنگزېب ارشاد
  2. د افغانستان طبيعي زېرمې - افغانستان پېژندنه - ليکوال اورنگزېب ارشاد