صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۲۱ اپریل ۱۹۲۵ کابل | ||||||
مړینه | ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ میلادی (په ۹۳ کلنۍ کې) کابل[۱] | ||||||
تابعیت | ۲۶ سرطان (۱۹۷۳–۱۹۷۸) د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶–۲۰۰۱) افغانستان دافغانستان دمکراتی جمهوریت (۱۹۷۸–۱۹۹۲) | ||||||
واک | |||||||
![]() |
|||||||
د واکمنۍ دوران ۲۸ اپرېل ۱۹۹۲ – ۲۸ جون ۱۹۹۲ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | د الازهر پوهنتون | ||||||
دنده | سياستوال | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | پښتو عربي | ||||||
کار ورکوونکی | کابل پوهنتون | ||||||
سمول ![]() |
صبغت الله مجددي (١٩٢٦ - ۲۰۱۹). په ١٩٩٢ کال کې د کمونېسټي رژيم د راپرځېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني هېوادمشر په توگه دنده درلوده. صبغت الله مجددي د نجات اسلامي افغانستان د گوند مشر هم وو.
ښاغلی مجددي په پاکستان کې د مجاهدينو تر منځ د يوه پخواني تړون پر بنسټ د افغانستان د اسلامي دولت هېوادمشر شو. نوموړی تر دوو مياشتو پورې د افغانستان هېوادمشر و چې بيا تر ده وروسته برهان الدين رباني د هېوادمشرۍ په چوکۍ کېناسته. هغه په دې هېڅکله و نه توانېده چې د مجاهدينو د بېلابېلو گوندونو او تنظيمونو تر مېنځ پخلاينه راولي.
په اوسينيو سياسي پېښو کې، مجددي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه گوښه کړی وه. د ٢٠٠٣ کال په ډېسمبر مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاغلی مجددي د لويې جرگې د ريس په توگه وټاکل شو. مجددي پر ۱۱ فبروري ۲۰۱۹ میلادی (د ۹۳ کالو په عمر) کي ومړ.
پخواني وختونه سياسي او شخصي ژوند[سمول]
ښاغلی مجددي په ١٩٢٦ زېږيز کال کې د افغانستان لويديځ ولايت هرات کې زېږېدلی. نوموړی د مجددي له کورنۍ نه ده چې نصب يې د احمد سرهندي مجددي پورې رسېږي.
د روسانو يرغل ( 1979 - 1989 )[سمول]
د هېوادمشرۍ وخت[سمول]
صبغت الله مجددي د يوولس ورځو وروسته په کابل کې د مېشتو گوندونو لخوا د هغه تړون له مخې د دوه مياشتو لپاره هېوادمشر وټاکل شو چې په هغه تړون کې د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي گوند او شعيه گوندونه په تړون کې نه ؤ شامل شوي. په همدې تړون کې داسې هم راغلي وه چې د صبغت الله مجددي د هېوادمشرۍ د مودې وروسته به د جمعيت اسلامي گوند مشر برهان الدين رباني د څلورو کالونو لپاره د افغانستان هېوادمشر وټاکل شی.
د ۱۹۹۲ د جون په مياشت کې د مجددي د هېوادمشرۍ موده پای ته ورسېده او واک يې د رهبرۍ شورا ته وسپاره، چې تر دې وروسته رهبرۍ شورا برهان الدين رباني د هېوادمشر په توگه ونوماوه. د همدې ډول ترتيباتو د مخالفت پر اساس حکمتيار پر کابل باندې راکټي بريدونه پيل کړل چې همدا بريدونه تر درې کالونو پورې پرله پسې توگه کېدل او په همدې توگه د ۱۹۹۵ د فبرورۍ په مياشت کې حکمتيار کابل پرېښودلو ته مجبوره شو.
وروسته د طالبانو نه[سمول]
واک اخيستنه له ډاکټر نجيب الله څخه |
د افغانستان هېوادمشر April 1992 – June 1992 |
واک سپارنه و برهان الدين رباني تـــه |
باندنۍ تړنې[سمول]
- Pages with non-numeric formatnum arguments
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د زېږېدو ځای د ويکيډاټا څخه
- د ويکيډاټا کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- وفات ځای د ويکيډاټا څخه
- هيواد غړيتوب د ويکيډاټا څخه
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- د پیل نیټه د ويکيډاټا څخه
- د پاي نيټه د ويکيډاټا څخه
- مخکينی د ويکيډاټا څخه
- تبعه د ويکيډاټا څخه
- مدرسة أم د ويکيډاټا څخه
- دنده د ويکيډاټا څخه
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- إدارة شخص د ويکيډاټا څخه
- د افغانستان هېوادمشران
- هېوادمشران
- افغان جنگسالاران