Permanently protected article

الجزيره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
الجزیره
الجزیره
(اراگونېسي: الجزائر د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د الجزیره انځور

«الجزیره سپین»
«البهجة»
د الجزیره ښار موقیعت
د الجزیره ښار موقیعت

موقع الجزیره
موقع الجزیره
کورډېناټونه: ۳۶°۴۲′ شمال ۳°۱۳′ ختیځ / 36.700°شمال 3.217°ختيځ / 36.700; 3.217
بنسټ ۹۴۴
بنسټګر بُلُگّین بن زیری
ادارې وېش
هیواد کينډۍ:Country data Algeria
ولایت الجزیره
پلازمینه د:
الجېريا (۱۹۶۲–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • والی (والۍ) خالیده تومی
سیمه
 • ښار ۱٬۱۹۰ کلوميټر٢ (۴۶۰ میله  مربع)
لوړوالی 0 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أعلى ارتفاع ۴۲۴ ميټره (۱٬۳۹۱ فوټ)
أقل ارتفاع ۲ ميټره (۷ فوټ)
د نفوس شميرنه (۲۰۱۱)
 • ښار ۳٬۴۱۵٬۸۱۱
 • د نفوسو کثافت ۲٬۹۰۰/کلوميټر٢ (۷٬۴۰۰/ميله مربع)
 • مدن كبرى ۵٬۰۰۰٬۰۰۰
  ۵٬۰۰۰٬۰۰۰ ( ۲۰۱۱)
آخر معلومات
وخت زون CET (ه.ن.و۱+)
رسمي ژبه عربي  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پستي کوډ ۱۶۰۰۰–۱۶۱۳۲
سيمييز د زنګ کوډ ۰۲۱ (۲۱۳)+
جيو کوډ 2507480[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الجزیره په انګلیسي Algiers) د افریقا په شمال کې د الجزایر هیواد پلازمېنه او سترو ښارونو څخه یو دی.

الجزیره (په انګلیسي: /ælˈdʒɪərz/ al-JEERZ Algiers ، په عربي: الجزائر، په بربري یا امازیغي: Dzayer، په فرانسوي: الجېر[alʒe) د الجزایر هېواد پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی. د ۲۰۰۸ز کال د سرشمېرنې له مخې د دې ښار نفوس ۲۹۸۸۱۴۵ وګړي وو او په ۲۰۲۰ز کال کې بیا ۴۵۰۰۰۰۰ اټکل شوی و. د یو اټکل له مخې، د لویې ښاري سیمې نفوس ۸۰۰۰۰۰۰ ښودل شوی دی. الجزیره د مدیترانې په سمندرګي کې او د الجزایر په شمال-مرکزي برخه کې پروت دی.[۲]

الجزیره د مدیترانې د سمندرګي د یو خلیج په لوېدیځه غاړه کې پرته ده. د ښار عصري برخه له ساحل سره په یوه سطح ودانه شوې ده؛ په داسې حال کې چې د ښار زړه برخه چې د دای (عثمانی اشرافي لقب دی) لرغونی ښار دی، د عصري ښارګوټې په شا کې په یوه اوچته غونډۍ کې د سمندر له سطحې نه د ۱۱۲متر و (۴۰۰ فټه) په لوړوالي کې پروت دی او د قصبې یا ارګ په واسطه پوښل شوی دی (په یونسکو کې ثبت، د نړۍ د میراث یوه ساحه ده). یاده قصبه او دوه لنګرځایونه یو مثلث رامنځته کوي.[۳][۴]

نومونه یې

د دې ښار نوم د فرانسوۍ او کاتالان ژبې په واسطه له عربي الجزائر نوم څخه د الجېر په بڼه راویستل شوی دی. دا نوم هغو څلورو پخوانیو ټاپوګانو ته راجع کېږي کومې چې په ۱۵۲۵ز کال کې د اصلي خاورې د یوې برخې له جوړېدو نه مخکې  د یاد ښار له ساحل څخه لرې پرتې وې. الجزیره پخپله د بني مزغانه د جزایرو (جزائر بني مزغانة) لنډیز شوې بڼه ده، چې د بنو مزغانه د زامنو د ټاپوګانو په معنا ده، او د منځنیو پېړیو په لومړیو کې د جغرافیه پوهانو لکه الادریسي او یاقوت الحموي له خوا په دغه نوم سره یاده شوې ده.

په لرغونې دوره کې، یونانیانو دغه ښارګوټی د اېکوزیون په نامه پېژانده، (په لرغونې یونانۍ ژبه کې: Ἰκόσιον),) کوم چې د رومیانو تر واکمنۍ لاندې د اېکوزیوم په بڼه لاتیني شوی و. یونانیانو يې تشرېح داسې کړې ده چې دا نوم په فرضي ډول د "شل" عدد ته د دوی د کاروونکې کلیمې (εἴκοσι, eíkosi) سره تړاو لري ځکه دا ښار د هرقل د سفر د ۲۰ ملګرو په واسطه هغه وخت موندل شوی دی چې ده د خپلو ځانګړو ماموریتونو (د خپلې مېرمنې او اولادونو د وژلو د کفارې په پار ماموریتونو) په بهیر کې د اطلس له غرونو څخه لیدنه کوله.[۵]

الجزیره همداراز د البهجه "خوشاله" یا " سپین الجیرز" ( په فرانسوي کې:  Alger la Blanche) په نامه هم پېژندل کېږي، ځکه په چونه سپینې رنګ شوې ودانۍ یې له سمندر څخه دنګې ښکاري

تاریخ

پخوانی تاریخ

د دې ښار له تر ټولو پخوانۍ تاریخچې دا ثابتېږي چې نوموړي په کارتاژ ښار کې د یو بندر بڼه لرله چېرته چې بربریانو د مدیترانې له نورو وګړو سره سوداګري کوله. له فنیقي جنګونو راوروسته، رومیانو په پای کې د دغې ښارګوټي اداري چارې په لاس کې واخیستې او اېکوزیوم یې ونوماوه. د دې ښار کنډوالې اوس له ریو دي لامارین سره د عصري ښار یوه سمندري برخه جوړوي، چې د یو پخواني رومي ښار په انتها کې موقعیت لري. د رومیانو هدیرې په باب الواد او باب ازون کې موجودې وې. دې ښار ته د وسپاسیان سترواک له خوا لاتیني حقوق ورکړل شوي وو. د اېکوزیوم اسقفان ان له پنځمې زېږدیزې پېړۍ سره تړاو لري، خو وروسته له دې چې مسلمانانو شمالي افریقا فتح کړه، دغه لرغونی ښار تری تم شو.[۶][۷]

اوسنی ښار په ۹۴۴ز کال کې د بربري زیرید سلسلې د موسس أبو الفتوح بلقين بن زيري (أبو الفتوح سيف الدولة بلقين بن زيري بن مناد الصنهاجي) له خوا ، تاسیس شوی دی. هغه له مخکې (۹۳۵ز کال) د الجزیرې سره متصل سویل ته په اشیر کې خپل کور او د صنهاجه قبیلې یو مرکز جوړ کړی و. که څه هم د هغه زیرید سلسله د دویم روګر له خوا چې د سیسیل له ټولواکۍ څخه و، په ۱۱۴۸ز کال کې رانسکوره شوه. زیریدیانو د الجزیرې واکمني لا له مخکې خپلو تربورانو حمادیونو ته په ۱۰۱۴ز کال کې له لاسه ورکړې وه. یاد ښار په ۱۱۵۹ز کال کې د حمادیونو څخه د الموحدون د خلافت لاسته ولوېد او په دیارلسمه پېړۍ کې د د تلماسان د سلاطینو زیانیانو تر ادارې لاندې راغی. که څه هم الجزیره د تلماسان د ټولواکي یوه برخه ګڼل کېده، اما څرنګه چې دغه ښار د اوران بندر درلود چې د زیانیانو یو مهم سمندري بندر ګڼل کېده، له همدې کبله د خپلو ثعالبه امیرانو تر امارت لاندې یې تر ډېرې پولې ازادی درلوده.[۸][۷]

د الجزیرې د پینون قلعه د الجزیرې سمندري بندر ته مخامخ یوه ټاپو وه چې ان له ۱۳۰۲ز کال څخه د هسپانویانو له خوا تر نیواک لاندې راغلې وه. چې له همدې سره د الجزایر او هسپانیې تر منځ د پام وړ سوداګري پیل شوه. په هر حال، الجزیرې له هسپانیا څخه د موریسک مسلمانانو تر ایستل کېدو پورې چې زیاترو یې په همدې ښار کې پنا غوښتنه وکړه، په پرتلیز ډول لږ ارزښت درلود. په ۱۵۱۰ز کال کې، کله چې یاد ایستل شوي خلک په موران او د افریقا د ساحل په نورو ښارګوټو کې مېشت شول، هسپانویانو د پیون ټاپو پیاوړې کړه او د سمندري شوکمارانو د ځپلو لپاره یې یو مقدار مالیه وضع کړه. [۷]

د عثمانیانو واکمني

په ۱۵۱۶ز کال کې، د الجزیرې امیر سلیم بن تیئومي سمندري شوکمارانو وروڼو عروج او خیرالدین بربروسا ته بلنه ورکړه چې د هسپانویانو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي. عروج الجزیرې ته راغي، د سلیم د وژلو امر یې صادر کړ، ښار یې محاصره کړ او د ۱۵۱۶ز کال د الجزیرې په فتحې سره یې هسپانویان په شا وتمبول. خیرالدین په ۱۵۱۷ز کال کې وروسته له هغه چې عروج  له هسپانویانو سره د تلموسان د سقوط په جګړه کې ووژل شو، د الجزیرې پاشايي (سلطنت) او په تعقیب یې بېلیک (شاهي) تاسیس کړه. بارباروسا په ۱۵۲۴ز کال کې الجزیره له لاسه ورکړه، او په ۱۵۲۹ز کال کې یې د الجزیرې (پیون د قلعې) په فتحې سره بیا لاسته راوړه، او له محتشم سلطان سلیمان (Suleiman the Magnificent ) څخه یې رسماً غوښتنه وکړه چې په یاده سیمه باندې واکمني ومني او الجزیره د عثماني خلافت سره ضمیمه کړي.

الجزیره له دغه وخته راهیسې د بربري ډاکه اچونې (سمندري جهاد) مقر شو. د ۱۵۴۱ز کال په اکتوبر کې د هسپانیې ټولواک او د روم مقدس سترواک پنځم چارلس په الجزیرې باندې په یرغل کولو سره غوښتل نوموړی ښار ونیسي، خو سمندري سیلۍ یې زیات شمېر بېړۍ ډوبې کړې، او د هغه د ۳۰۰۰۰ په شاوخوا کې لښکر چې په عمده توګه هسپانویان وو، د خیر الدین بربروس د زوی حسن پاشا تر واکمنۍ لاندې د الجزیرې د خلکو له خوا له ماتې سره مخ شو.[۷]

الجزیره که څه هم په رسمي ډول د عثماني سترواکۍ تر ادارې لاندې وه، خو په اصل کې یې له کنترول څخه ازاده وه، چې د ۱۶مې زېږدیزې پېړۍ په پیل سره یې سمندري شوکو او باج اخیستنې ته مخه کړه. د عثماني او اروپایي اقتصادي حوزو په څنډه باندې یې د موقعیت درلودلو په تړاو، او دا چې د وخت په داسې مدیترانه کې واقع وه چې د پوځي بېړیو په بدګه د اروپایي بېړیو تر مخ پر زیاتېدونکي کنترول لاندې راغلې وه، له همدې امله سمندري شوکماري په یوازینی اقتصادي فعالیت باندې بدله شوه. د بېلابېلو هېوادونو له خوا په مکرر ډول هڅې تر سره شوې تر څو د هغو سمندري ډاکوګانو مخه ونیسي چې له لوېدیځې مدیترانې د بېړیو تګ راتګ ته له خنډونو جوړولو نیولې تر شمال پورې ان تر ایسلنډ پورې د غلامانو په تښتولو کې ښکېل وو. په ۱۷مه پېړۍ کې د دغه ښار له ۱۰۰۰۰۰ اوسېدونکو څخه ٪۴۰ یې اروپایي غلامان وو. د امریکا متحده ایالاتو په بېړیو باندې د الجزیرې له لوري د حملو په مقابل کې دوې جګړې (لومړۍ او دویمې بربري جګړې) ترسره کړې.[۹][۱۰]

د هغو اشرافو وګړو په منځ کې چې د باج اخیستنې لپاره به الجزیره کې اسیر شوي وو یو یې میګول دی سروانتس و چې وروسته بیا ناول لیکونکی شو، څوک چې د پوره پنځو کلونو لپاره اسیر و، او په دې دوره کې یې دوه نندارلیکونه ولیکل. په الجزیره کې د علم مرجع په هغه وخت کې د دیګو دې هایدو تالیف د الجزیرې توپوګرافي او عمومي تاریخ (Topografía e historia general de Argel ـــ د ۱۵۱۶ز کال اثر، خو له مخکې لیکل شوی) و ځکه په هغه وخت کې بله سیمه ییزه معاصره سرچینه موجوده نه وه، که څه هم د نوموړي له خوا د دغه اثر لیکوالي ناندریزه ده.[۱۱][۱۲]

په یاد اثر کې ښار، د وګړو کړو وړو، او له ښار څخه پوځي دفاع ته، د هسپانویانو له لوري یوې حملې ته د لارې هوارولو لپاره له نا بریالۍ هیلې سره، په تفصیل سره شرح ورکړې ده. [۱۳]

تاریخ

جغرافیه

  1. پیوستون : 2507480  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. Census 14 April 2008: Office National des Statistiques de l'Algérie (web).
  3. UNESCO, Decision Text, World Heritage Centre, retrieved 21 July 2017
  4. Chisholm 1911، ص. 653.
  5. کينډۍ:Harvp.
  6. "History of Algeria - Key Figures in Algeria's history". www.nationsonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Chisholm 1911، ص. 655.
  8. Ruedy, John Douglas (2005) Modern Algeria: The origins and development of a nation Indiana University Press, Bloomington, Indiana page 13 Archived 2016-05-17 at the Wayback Machine., کينډۍ:ISBN
  9. "Tyrkjaránið – Heimaslóð" (په آئس لینڈی ژبه کي). Heimaslod.is. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Martin Reinheimer (2003). "From Amrum to Algiers and Back: The Reintegration of a Renegade in the Eighteenth Century". Central European History (Cambridge University Press) 36 (2): 209–233. doi:10.1163/156916103770866121. https://www.jstor.org/stable/4547299. Retrieved 2021-06-23. 
  11. Eisenberg, Daniel (1996). "Cervantes, autor de la Topografía e historia general de Argel publicada por Diego de Haedo". Cervantes: Bulletin of the Cervantes Society of America 16 (1): 32–53. http://www.h-net.org/~cervantes/csa/artics96/topograf.htm.  Others have disputed Eisenberg's attribution of the work to Cervantes.
  12. Eisenberg, Daniel (1999). "¿Por qué volvió Cervantes de Argel?" ("Why Did Cervantes return from Algiers?". Ingeniosa invención: Essays on Golden Age Spanish Literature for Geoffrey L. Stagg in Honor of his Eighty-Fifth Birthday. Newark, Delaware: Juan de la Cuesta. د کتاب پاڼي 241–253. د کتاب نړيواله کره شمېره 0936388838. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 20 March 2016 باندې). The First Muslims in England. BBC News.