تونس (ښار)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تونس
تونس
Tunis
د زیتونه مسجد انځور
د زیتونه مسجد انځور

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۳۶°۴۸′ شمال ۱۰°۱۱′ ختیځ / 36.800°شمال 10.183°ختيځ / 36.800; 10.183
ادارې وېش
هیواد کينډۍ:رده الگو

رده:الگو:داده‌های کشور

ولایت تونس ولایت
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال Seifallah Lasram
سیمه
 • سیمه ۲۱۲٫۶۳ کلوميټر٢ (۸۲٫۱۰ میله  مربع)
لوړوالی ۴ ميټره (۱۳ فوټ)
د نفوس شميرنه (۲۰۱۱)
 • ټولټال ۲٬۲۵۶٬۳۲۰
 • د نفوسو کثافت ۱۱٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۲۷٬۰۰۰/ميله مربع)
تسمية السكان Tunisian
آخر معلومات
وخت زون CET (ه.ن.و۱+)
پوستی کوډ ۱۰۰۰
سيمييز د زنګ کوډ 71  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 2464470  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي ويبپاڼه www.commune-tunis.gov.tn/
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تونس (په انګلیسي Tunis، په عربي: تونس) د افریقایي هیواد تونس پلازمینه او لوی ښار دی. د تونس ښار د وګړو شمیر په ۲۰۰۳م کال د اټکل له مخی کابو ۷۰۰ زره تنه دی، یاد ښار د تونس خلیج په غاړه موقیعت لري.

تونس چې زیاتره د ستر تونس (Grand Tunis) په نوم یادیږي، شاوخوا ۲۷۰۰۰۰۰ اوسېدونکي لري. له ۲۰۲۰ ز کال راهیسې، دا د مغرب په سیمه کې (له کازابلانکا او الجزایر) نه وروسته تر ټولو ستر درېیم ښار او په عربي نړۍ کې یوولسم ستر ښار دی.

دغه ښار چې د مدیترانې د سمندر په ستر خلیج (خلیج تونس) کې د تونس جهیل او لاګولیټ (حلق الواد) شاته پروت ده، د ساحلي دښتو او غونډیو په مټ را چاپېر شوی ده. د دې ښار په مرکز کې لرغونې مدینه پرته ده، کوم چې د نړیوال میراث یو سایټ ده. د مدینې ختیځ، د سمندر د دروازې له لارې (همداشان د باب البحر او دوفرانس بندر په نوم پیژندل کېږي)، مډرن ښار «ویلي نویلي» ترې پیلیږي، چې د حبیب بورګیبا جاده (چې د رسنیو او د سفر د لارښوونکو له خوا زیاتره ورته د «تونسي Champs-Élysées» ویل کېږي) ترې تېریږي، چېرې چې د استعمار د دورې ودانۍ له وړو او پخوانیو وړو ودانیو سره ښکاره توپیر وړاندې کوي. په ختیځ کې د سمندر خوا ته د کارتاژ، لا مارسا او سیدي بو سعید کلي پراته دي. د هېواد د پلازمینې په توګه، تونس د تونس د خلکو د سیاسي او اداري ژوند مرکز او همداشان د هېواد د سوداګریزو او کلتوري فعالیتونو مرکز ګڼل کېږي.

ایتمولوژي[سمول]

تونس چې په خپله یوه عربي کلیمه ده د تونوس، توناس یا تونس په بڼه تلفط کېږي. دا دری سره واړه ډولونه د عربي جغرافیه پوه، یاقوت الحماوي له خوا د هغه په معجم البولدان (د هېوادونو ډیکشنري) کې ذکر شوي دي.

د تونس د کلیمې د اصلیت په اړه بېلابېل تعریفونه شته. ځینې څېړونکي هغه د تانیث له فنیقی الهه (Tanit یا Tanut) سره تړلې بولې، ځکه چې زیاتره لرغونې ښارونه د هغو د ساتونکو خدایانو په نوم نومول شوي دي. ځینې څېړونکې بیا ادعا کوي چې دا نوم له Tynes نه سرچینه اخلي، چې د Diodorus Siculus او Polybius له خوا د یوه داسې ځای د توصیف په اړه ذکر شوی چې د نننۍ ورځې له الکسبه، کوم چې د تونس یو زور بربر کلی دی، ورسره ورته والی لري.[۲][۳][۴][۵]

یو بل احتمال بیا دا دی چې دا نوم د بربر له لفظي ریښې ens نه اخیستل شوی، کوم چې  معنی یې ده «دراز غځیدل» یا «د شپې تېرول». د تونس اصطلاح ښايي د «شپې کمپ وهل»، «کمپ» یا «تمځای» معنی ورکړي یا هم ښايي د هغو کسانو له خوا کارول شوې وي چې د ځمکې له لارې به یې کارتاژ ته سفر کاوه او له همدې امله « کارتاژ ته له رسېدو وړاندې د وروستي تمځای» په توګه نومول شوی وي. همداشان د لرغوني روم په ځینو سرچینو کې د شاوخوا ښارونو نومونه لکه تونیزا (اوسنی ال کالا)، تونوسودا (اوسنی سید-مسکین)، تینیسوت (اوسنی بیر بورګبا) او تونیسا (اوسنی راس جبل) ذکر شوي دي. دا چې د بربر دا ټول کلي د رومیانو پر لاره پراته وو، نو پرته له شکه به یې له دې ښار نه د استراحت ځای یا تمځای په توګه کاراخیسته.[۶][۷]

تاریخچه[سمول]

کارتاژ[سمول]

د کارتاژ تاریخي څېړنه ډېره ستونزمنه ده. ځکه چې د دې ښار کلتور او اسنادونه ټول د رومیانو له خوا د پونیک په درېیمه جګړه کې ویجاړ شول، ځو ډېر کم شمېر کارتاژاني لومړنۍ تاریخي سرچینې ترې روغې پاتې شوي. په داسې حال کې چې په یوناني او لاتین ژبه د پونیک متنونو څو لرغونې ژباړې هم شته او همداشان د افریقا په شمال لویدیځه برخه کې پر ځینو تاریخي ودانیو باندې ډبرلیکونه هم شته، چې اصلي سرچینې یې یوناني او رومي مورخین دي له هغې ډلې لیوي، پولیبیوس، اپیان، کورنلیوس نپوس، سیلیوس ایتالیاکوس، پلوتارک، دیو کاسیسو او هیروډت. دا لیکونکي په هغو خلکو پورې تړلي و چې زیاتره له کارتاژ سره په سیالۍ یا تضاد کې و. یوناني ښارونو د سیسیل پر سر له کارتاژ سره سیالي پیل کړه او رومیانو د کارتاژ پر وړاندې دری جګړې تر سره کړي. دا به تعجب ځای نه وي چې له کارتاژ نه د هغوی روایتونه به ډېر خصمانه ډوله وي. په داسې حال کې چې ډېر کم شمېر یوناني لیکونکي شته کومو چې د کارتاژ په اړه ښه نظر درلود، خو له بده مرغه دا اثار ټول له منځه تللي دي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

پخوانی تاریخ[سمول]

تونس په اصل کې د بربریانو د مېشتیدو سیمه وه. د دې ښار شتون د سرچینو له مخې له میلاد وړاندې څلورمې پېړۍ ته رسیږي. تونس چې پر یوه غونډۍ باندې ودان شوی دی، کارتاژ ته د کښتیو او کاروانانو د تګ راتګ د لیدلو په برخه کې ډېر اغېزناک تمام شوی دی.تونس په دغه سیمه کې لومړی ښار و چې د کارتاژانیانو له خوا ونیول شو او په وروستیو پېړیو کې له کارتاژ سره په تړلو پوځي تاریخونو کې یې نوم ذکر شوی دی. له همدې امله، د اګاتوکل د لښکرکشیو په اوږو کې، چې له میلاد نه مخکې په ۳۱۰ کال کې په کیپ بون کې تم شول، تونس په بېلابېلو مهالونو کې لاس په لاس شوی دی.[۱۲][۱۳]

د مزدورو د جګړې په درشل کې، ښايي چې تونس د سیمې د اصلي وګړو د مرکز په توګه خدمت کړی وي او د هغه ټول جمعیت په اصل کې له بزګرانو، کب نیوونکو او صنعتګرو نه جوړ و. د کارتاژ د لرغونو ویجاړیو په پرتله، د تونس لرغونې ویجاړیانې هومره سترې نه دي. د سټرابون په وینا، له میلاد نه مخکې په ۱۴۶ کال کې د پونیک په درېیمه جګړه کې د رومیانو له خوا کنډواله شو. په دې جګړه کې تونس او کارتاژ دواړه کنډواله شول. که څه هم تونس وروسته بیرته د اګوستوس د حکومت په مهال له سره ورغول شو او د رومیان تر کنټرول لاندې په یوه مهم ښار او د کرهڼې او صنعت په یوه مهم مرکز بدل شو. دغه ښار په Tabula Peutingeriana کې د Thuni په نوم یاد شوی دی. د رومیانو د افریقا ولایت ته د د لارو په نظام کې، تونس د mutation (د لارې تمځای، استراحت ځای) نوم درلود. تونس چې په زیاتیدونکي توګه سره رومي کېده، بالاخره مسیحي شو او د بایشوپ ځای وګرځېد. خو بیا هم تونس په دغه مهال کې د کارتاژ په پرتله، منځنۍ اندازه درلوده.[۱۴][۱۵]

پخوانی اسلامي دور[سمول]

کله چې عرب مسلمان ځواکونو دا سیمه په ۷مه پېړۍ کې فتحه کړه، نو خپل ځانونه یې د لرغوني تونس په څنډو کې مېشت کړل او دا وړوکی ښار په بېړه سره په تونس بدل شو چې کولای شو د هغه بنسټ اېښودونکي عرب وبولو. د تونس مدینه، د ښار لرغونې سیمه، په دې دورې پورې تړلی چې هغه مهال دا سیمه د اموي امیر حسن ابن النعمان الغساني له خوا فتحه شوه. دغه ښار ساحل ته د لاسرسي لرلو یوه طبیعي ګټورتیا لري، چې د مدیترانې سمندرګي له لارې د اروپا سویلي سترو بندرونو ته ترې لاسرسی کېده. تونس په لومړیو کې نظامي نقش درلود. عربانو د سیسیل تراډې ته د همدې ښار د نږدېوالې پر ستراتیژیکي اهمیت باندې پوه شول. د اتمې پېړۍ له پیلیدو سره، تونس د سیمې اداري مرکز و: دا سیمه د مدیتراني سمندرګي په لویدیځ کې د عربانو په سمندري پایګاه باندې بدل شو او د پام وړ پوځي اهمیت یې وموند. د اغلابیانو په دوره کې، د تونس خلکو څو ځله بغاوتونه وکړل، خو دا ښار له اقتصادي پرمختګونو څخه برخمن شو او په چټکۍ سره په دغه پادشاهي کې په دویم مهم ښار باندې بدل شو. له ۹۰۲ نه تر ۹۰۹ ز کال پورې د دویم ابراهیم د سلطنت په وروستیو کې، چې پر افریقه باندې یې کنټرول د نوي تاسیس شوي فاطمي خلافت له خوا له لاسه تللی و، د لنډې مودې لپاره یوه ملي پلازمینه وه. [۱۶][۱۷]

له چارواکو سره سیمه ییز مخالفتونه د ۹۴۵ ز کال په سپتمبر کې هغه مهال زیات شول، کله چې خوارج یاغیانو تونس ونیو، چې په ترڅ کې یې عمومي چور او چپاول رامنځته شو. د زیرید سلسلې په راتلو سره، تونس بیا اهمیت پیدا کړ، خو سني وګړو د شیعه وو حکومت ډېر کم ومانه او د شیعه ټولنو پر وړاندې یې عام وژنې تر سره کړي. په ۱۰۴۸ ز کال کې، د زیرید حاکم المعز ابن بادیس له فاطمیانو څخه د خپل ښار اطاعت رد کړ او په ټوله افریقه کې یې د سني مذهب مناسک له سره پیل کړل. دې کار د شیعه خلیفه المستنصر بالله خښم را وپاراوه. هغه د زیرید د مجازات لپاره، په افریقه کې د بنو هلال عربي قبیله ازاده کړه؛ د هېواد زیاتره برخه د اور د لمبو خوراک شوه، د زیرید پلازمینه قیروان په ۱۰۵۷ ز کال کې ویجاړه شوه او یوازې څو ساحلي ښارونه له هغې ډلې تونس او مهدیه روغ رمټ پاتې شول. د تونس خلک چې د متخاصمو قبایلو له زورزیاتي سره مخ شول کوم چې د ښار شاوخوا پراته و، د زیریدیان له اقتدار نه یې ډډه وکړه او په بجایا کې مستقر له شهزاده حمادي الناسر بن آلناس سره یې په ۱۰۵۹ ز کال کې بیعت وکړ. په هېواد کې د نظم له راتلو نه وروسته، د حمادیانو له لاسه ازادیدو نه دریغ و نه کړ او د خراساني سلسله یې جوړه کړه چې پلازمینه یې تونس و. دغې وړې خپلواکې پاچاهي له نورو ملتونو سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې اړیکې بیرته پیل کړي  او په سیمه کې یې سوله او هوساینه بیرته راوستله. [۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. https://www.ibb.istanbul/icerik/kardes-sehirler
  2. Room, Adrian (2006). Placenames of the World: Origins and Meanings of the Names for 6,600 Countries, Cities, Territories, Natural Features, and Historic Sites. McFarland. د کتاب پاڼې 385. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7864-2248-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Taylor, Isaac (2008). Names and Their Histories: A Handbook of Historical Geography and Topographical Nomenclature. BiblioBazaar, LLC. د کتاب پاڼې 281. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-559-29668-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Houtsma, Martijn Theodoor (1987). E.J. Brill's First Encyclopaedia of Islam, 1913–1936. Brill. د کتاب پاڼې 838. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-08265-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Livy, John Yardley, Dexter Hoyos (2006). Hannibal's War: Books Twenty-one to Thirty. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 705. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-283159-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  6. Rossi, Peter M.; White, Wayne Edward (1980). Articles on the Middle East, 1947–1971: A Cumulation of the Bibliographies from the Middle East Journal. Pierian Press, University of Michigan. د کتاب پاڼې 132. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Harvp
  8. Jongeling, K. (2005). "The Neo-Punic Inscriptions and Coin Legends". University of Leiden. د اصلي آرشيف څخه پر June 29, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Carthage – 1960, Page 11 by B. H. Warmington". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Herodotus, V2. 165–7
  11. Polybius, World History: 1.7–1.60
  12. Allen James Fromherz (16 March 2016). Near West: Medieval North Africa, Latin Europe and the Mediterranean in the Second Axial Age. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4744-1007-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Harvp
  14. کينډۍ:Harvp
  15. www.saisonstunisiennes.com https://web.archive.org/web/20081204093252/http://www.saisonstunisiennes.com/articles/tunishistoire/. د اصلي آرشيف څخه پر December 4, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  16. Clifford Edmund Bosworth (1 January 2007). Historic Cities of the Islamic World. BRILL. د کتاب پاڼي 535–536. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-15388-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:Harvp
  18. کينډۍ:Harvp
  19. M. Th Houtsma, First Encyclopaedia of Islam: 1913–1936, BRILL, 1987 p.839