پراګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پراگ

پراگ ( په چیکی کې:Praha،په انگرېزي کې:Prague ) د چېک د جمهوریت پایتخت دی او د چېک تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی تقریبا ۵۰۰ کیلومتره مربع ده. په اوس وخت کې پراگ تقریبا ۱،۲ میلیونه نفوس لری. پراگ هم د چېک جمهوریت ثقافتی او سیاسی مرکز دی. په پراگ کې د چېک جمهوریت تر ټولو لوی هوایی اډه پرته ده. د پراگ د ترافیک ترانسپورت ډیر عصری دی.

پراګ د چیک جمهوریت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار او د بوهیمیا تاریخي پلازمېنه وه. د اولټاوا سیند پر غاړه پروت پراګ د ۱.۳ میلیون وګړو کور دی. دغه ښار معتدله اقیانوسي هوا لري چې دوبی په کې نسبتاً ګرم او ژمی یې سوړ وي.[۱]

پراګ د مرکزي اروپا یو سیاسي، کلتوري او اقتصادي قطب دی چې د رومي، ګوتیک، رنسانس او باروک معمارۍ بډایه تاریخ لري. دغه ښارد بوهیمیا د پاچاهي پلازمېنه او د مقدس روم د سترواکۍ د ګڼو سترواکانو د اوسېدو ځای و، له هغې ډلې څلورم چارلیز (۱۳۴۶- ۱۳۷۸). دا ښار د هابسبورګ سلطنت او د اطریش-هنګري سترواکۍ لپاره یو مهم ښار و. دغه ښار همدا راز د بوهیمي او پروټسټانټ اصلاحاتو، دیرش کلنې جګړې او د ۲۰مې پېړۍ په تاریخ کې د دوو نړیوالو جګړو تر منځ د چیکسلواکیا د پلازمېنې او له کمونیستې دورې وروسته دوره کې د پام وړ رول لوبولی دی.[۲][۳]

پراګ د یو شمېر نامتو کلتوري جاذبو کور دی، چې زیاتره یې له شخړو او په اروپا کې د ۲۰مې پېړۍ له ویجاړیو نه روغ رمټ راوتلي دي. په دې جاذبو کې د پراګ کلا، د چارلیز پل، د زاړه ښار څلورلاره د پراګ له نجومي ګړۍ سره، د یهودانو کوارتر، پیترین غونډۍ او وایسیهراډ. له ۱۹۹۲ ز کال راهیسې، د پراګ تاریخي مرکز د یونیسکو د نړیوال میراث په سیمو کې شامل شوی دی.

دغه ښار له لسو زیات ستر موزیمونه او همداشان بې شمېره تیاترونه، ګالري، سینماګانې او نور تاریخي نندارتونونه لري. دغه ښار د یوه ډېر عصري او د پراخې شبکې لرونکي ترانسپورتي سیستم په مټ سره نښلول شوی دی. دا ښار د پراخو دولتي او شخصي ښوونځیو کوربه هم دی، له هغې ډلې په پراګ کې د چارلیز پوهنتون، چې په مرکزي اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون بلل کېږي.[۴]

پراګ د GaWC د څېړنو له مخې د «الفا» یا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شوی دی. په ۲۰۱۹ ز کال کې، دا ښار د Mercer له خوا په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۶۹ مقام راغی. په ورته کال کې، د PICSA شاخص دا ښار په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۱۳ مقام راوستی و. د دې ښار بډایه تاریخ د دې لامل ګرځیدلی چې په یوه توریستي مقصد باندې بدل شي او له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې، دا ښار هر کال ۸.۵ میلیونه نړیوال سیلانیان لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، پراګ په اروپايي ښارونو کې له لندن، پاریس، روم او استانبول وروسته تر ټولو زیات لیدل شوی پنځم ښار وګڼل شو.[۵][۶][۷][۸]

ایتمولوژي او نومونه

په چیکي ژبه کې د Praha کلیمه له زړې سلاویک ژبې práh نه اخیستل شوې ده، چې معنی یې ده «خوړ» یا «چټک»، چې دا په خپله د همدې ښار هغه اصلیت ته اشاره کوي کوم چې د اولتاوا سیند پر سر د تلو راتلو لاره وه. همدا ایتمولوژي د وارسا ښار د پراګا ولسوالۍ په اړه هم راغلې ده.[۹][۱۰]

د همدې نوم د سرچینې په اړه یو بل لیدلوری بیا د چیکي ژبې práh کلیمې پورې تړلې ده (چې د مورچې معنا ورکوي) او یوه افسانوي ایتمولوژي بیا د دې ښار نوم له شهزادګی میرمن لیبوشه، چې د پرمیسلیدانو د سلسلې اسطوره اې بنسټ اېښودونکي میرمن وه، هم تړلې بولي. ویل کېږي چې هغې امر کړی و چې ښار دې په داسې ځای کې جوړ شي چې یو سړی د خپل کور لپاره مورچه جوړوي.

د Praha د نوم یو بل مشتق بیا له na prazě څخه را اخیستل شوی دی، هغه اصلي اصطلاح کوم چې د شالي د غونډیو له ډبرو څخه جوړه شوې کلا ته اشاره لري. په هغه وخت کې، دا کلا شاوخوا د ځنګلونو په مټ راچاپېره شوې وه، چې د راتلونکې ښار، یعنې د سیند په مقابل لورې کې یې د زاړه ښار ټولې نهه غونډۍ او همداشان د لیزر ښار چې تر دې کلا لاندې جوړ شوی و، تر پوښښ لاندې لرل.

د همدې ښار د انګریزې املا بیا له فرانسوې ژبې څخه را اخیستل شوې ده. په ۱۹مه او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې دا په انګریزې ژبه کې د “Vague” له کلیمې سره په قافیه کې برابر تلفظ کېده: په ۱۹۶۹ کال کې په ډیزرټ ایسلنډ ډیسکس کې د میرمن ډیانا کاپر (چې په ۱۸۹۲ کال کې زېږیدلې وه) په دې ډول سره تلفظ شوی و او د لانګفیلو (۱۸۳۹) له خوا د محاصره شوې ښار په یوه بیت او همداشان د لیمریک په پراګ کې یوه زړه مېرمن وه د ایډوارد لییر (۱۸۴۶) له خوا په دې قافیه سره ویل شوی.[۱۱]

د نولسمې پېړۍ د ریاضي پوه، برنارډ بولزانو د محاسبې له مخې، دې ښار ته د «سلو منارو ښار» هم ویل کېده؛ چې د پراګ د معلوماتو د خدماتو د ادارې له مخې د دغو منارو شمېر ۵۰۰ دانې وي. پراګ ځینې نور لقبونه هم لري لکه: طلایي ښار، د ښارونو مور او د اروپا زړه.[۱۲][۱۳]

تاریخ

دا ښار د خپل زر کلن شتون په درشل کې، د پراګ له کلا څخه چې په شمال کې موقعیت لري سویل لور ته د ویشهیراډ کلا پورې پروت دی، چې د نننۍ اروپا یو مډرن هېواد پلازمېنه ده.

لرغونی تاریخ

د ډبرو د عصر په لومړیو دورو کې په دغه سیمه کې خلکو ژوند کاوه. یهودي تاریخ لیکوني، دیویډ سولومان ګانز، له سیریاکوس سپانګنبرګ نه په نقل سره ادعا کوي چې دا ښار له میلاد نه ۱۳۹۰ کاله وړاندې د یوه لرغونې پاچا، بویا له خوا د بویهام په نوم جوړ شو.[۱۴][۱۵]

له میلاد نه وړاندې به پنځمه او څلورمه پېړۍ کې دلته د سیلټیک قبیله را ښکاره شوه، چې وروسته یې بیا د یوه اپوډیوم په ګډون په زاویست چې د ننني پراګ یو کلی دی، هستوګنځایونه جوړ کړل او نوم یې پرې بوهیمیا کېښود یعنې د بويي د خلکو کور. له میلاد نه وړاندې په وروستۍ پېړۍ کې، د سیلټ قبیلې خلک ورو ورو د جرمانیک قبیلو (مارکومانني، کواډي، لومباردانو او په احتمال سره سویبي) له خوا وشړل شول او دا کار د دې لامل شو چې ځینې برخې یې د مارکوماني پاچا مرکزي وګرځي. د ننني پراګ ښار شاوخوا، په هغه نقشه کې چې په دویمه میلادي پېړۍ کې د بطلیموس له خوا کښل شوې، د کاسورګیس په نوم د یوه ژرمانیک ښار نوم یاد شوی دی.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د پنځمې میلادې پېړۍ په وروستیو کې، د سترې کډوالۍ په دوره کې چې لویدیځ روم سترواکي ونړیده، هغه جرمانیک قبیلې چې په بوهیمیا کې یې ژوند کاوه د ختیځ لور ته وکوچېدل او په احتمال سره په ۶مه پېړۍ کې، سلاویک قبیلو (وینیدي) د بوهیمیا په مرکزي سیمه کې ځای پر ځای شول. په را وروستیو دریو پېړیو کې، چیکي قبیلو ګن شمېر پاخه هستوګنځایونه په دغه سیمه کې جوړ کړل، چې زیاتره یې په سارکه دره، بوتوایس او لیوي هراډیک کې و.[۲۱]

د پراګ د کلا په نوم مشهوره ځای د جوړولو کار د ۹مې پېړۍ په وروستیو کې بشپړ شو، چې له ۸۰۰ کلونو راهیسې دا پاخه او کلک هستوګنځایونه پکې پراخ شول. د پراګ کلا لاندې د ډبرو تراشل ۸۸۵ کاله مخکې مخینه لري. د پراګ یوه بله غټه کلا، د Přemyslid fort Vyšehrad بیا په ۱۰مه پېړۍ کې جوړه شوه، یعنې د پراګ له کلا څخه ۷۰ کاله وروسته. د پراګ کلا د جامع کلیسا تر کنټرول لاندې ده، چې د جوړولو کار یې په ۱۳۴۴ ز کال کې پیل شو، خو تر ۲۰مې پېړۍ پورې بشپړ نه شو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

تاریخ

يان هوس

پراگ په نهم پېړۍ کې د چېکی پرنس بوږیوی لخوا تاسیس شو. په ۹۷۳ کال کې په پراگ کې د اسقف مذهبی مقر جوړ شو. په ۱۲۵۷ کال کې پاچا پښیمیسل اوتاکار دوهم ( Přemysl Otakar II) د پراگ ښار پراخ وکړ. په ۱۴ پېړۍ کې د کارل ۴ د حکومت په دوره کې پراگ د مقدس روم دامپراتوری پایتخت شو.کارل ۴ د پراگ پایتخت پراخ کړ او په ښار کې یی ډیر ښایسته یادگارونه جوړ کړ. د کارل پل، د کارل پوهنتون او د مقدس ویټوس کليسا تر ټولو مشهور د پراگ يادگارونه دی. په ۱۳۴۴ کې په پراگ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په دی وخت کې د مقدس د ویټ کلیسا جوړول پېل شو. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف ۴ ( Václav IV )د چېک پاچا شو. واتسلاف ۴ ډیر نالایق پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری او پېغلې خوښ کړ. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی يان هوس ( Jan Hus ) وو په پراگ کې په یوه کلیسا کې د کاتولیک د روحانیونو انتقاد وکړ. یان هوس خلکو ته وویل چې د کاتولیک روحانیونه او چېکی اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او دغه روحانونو پر خلکو ظلمنه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت وکړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېدل نو روحانیونو یی ونیول. د یان هوس تر نیولو وروسته د کاتولیک روحانیونو وویل چی یان هوس کافر دی. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس د اور په وسطه وژل شو. یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو. په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو پر پراگ برید وکړ مگر قیامکوونکی د چیک پاچایی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راغلل او صلیبی اردو د قیامکوونکی لخوا ماته وخورله.

نوې زمانه

رودلف ۲ هابسبورگ

په ۱۵۲۶ کال کې د چېک هېواد د هابسبورگ پاچانو لاس ته راوړل. په ۱۵۸۳ کال کې د هابسبورگ امپراتور رودولف ۲ ( Rudolf II) ( ۱۵۲۲-۱۶۱۲ ) په پراگ کې خپل مقر جوړ کړ. رودولف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ. هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. په دی وخت کې پراگ د اروپا ثقافتی او علمی مرکز وو. په ۱۶۱۸ کال کې ددېرش کالو جگړه ( ۱۶۱۸-۱۶۴۸ ) پیل شوه. په ۱۶۴۸ کال کې د سویدن اردو پراگ ته ورسیدل او د هبزبورگ قیمتی ټولونه غلا وکړ.

چکوسلواکیا

په ۱۹۱۸ کال کې تر نړی جگړه وروسته د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او پراگ پایتخت یی شو. د چکوسلواکیا لمړی ولسمشر توماس گاریک ماساریک (Tomáš Garrigue Masaryk) وو چې د پراگ په کلا کې د ولسمشر اداره یی جوړ کړه. په ۱۹۳۹ کال کې نازی پوځ پراگ ونیول او پراگ د نازی پروټیکتور مقر شو. په دی وخت کې نازی د چېک پر خلکو ډېر ظلمنه کول. په ۱۹۴۵ کال کې شوروی پوځ پراک ته ورسېدل او پراگ د شوروی پوځ لخوا خپلواک شو. جگړه وروسته پراگ د چکوسلواک سوسیلیستی جمهوریت پایتخت شو.

د چېک جمهوریت پایتخت

پراگ د چېک د ولسمشر او حکومت مقر دی. د ولسمشر اداره د پراگ په کلا کې پروت دی. د مشرانو جرگه ( د سنات جرگه ) او پارلمان د پراک په مرکز کې پروت دی. په پراگ کې هم مهم وزارتونه، علی عدالت او د عسکرو اعلی قوماندانی پروت دی.

د پراگ لېږدونه ( ترافیک ترانسپورت )

میترو

د پراگ لېږدونه ډیر عصری ده. په پراگ کې د چېک تر ټولو لوی او عصری د نړیوال هوایی میدان پروت دی چې د روزینې ( Ruzyně) په نوم یادېږی. دغه هوایی میدان دوه ټیرمنالونه لری. میترو ( د ځمکې لاندی ښاری ریل ) د پراگ تر ټولو مشهور د ترافیک ترانسپورت دی. هره ورځ په ميترو کې تقریبا یو میلیونه مسافران سپرېږی. میترو درې خطونه او 57 تمځایونه لری. په پراگ کې هم د سرویس او ترام عصری لیږدونه شته. هر مسافر باید ټکټ رانسی. په اوس وخت کې د ټکټ قیمت د یو سفر لپاره ۲۶ کورونونه دی ( تقریبا ۲ ډالرونه ). مسافر کولای سی دغه ټکټ د ورځپانې په مغازه کې یا په سرویس کې رانسی. په پراگ کې پرته له سرویس، ټرام او ميترو نه مسافر په ټکسی کې سپرېدلای سی. د ټکسی تمځایونه د ښار په مرکز کې ، په هوایی میدان کې او داورگاډی په تمځایونه کې پراته دی. مگر په ټکسی کې عموما ډېر خلک نه سپرېږی ځکه د ټکسی کرایه ډېر زیاته ده.



پراگ د چېک جمهوريت پلازمېنه
  1. "Czech Republic Facts". World InfoZone. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Unreliable source?
  2. "Czech Republic". Worldatlas.com. مؤرشف من الأصل في ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Unreliable source?
  3. "Short History of Bohemia, Moravia and then Czechoslovakia and Czech Republic". hedgie.eu. 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Charles University Official Website". مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The World According to GaWC 2018". GaWC. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Quality of Living City Ranking | Mercer". mobilityexchange.mercer.com. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The PICSA Index". piscaindex.com. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 8 November 2017 باندې). Top 100 City Destinations Revealed: Prague among Most Visited in the World. Expats.cz.
  9. Lucy S. Dawidowicz – The Golden Tradition: Jewish Life and Thought in Eastern Europe, 1996, p. 351. "Then you surely knew also Reb Shmuel on the other side of the Vistula, in Praga! Praga, the threshold of Warsaw—the aroma of the country, with its broad fields, so many times desolated by wars and fires and rebuilt..."
  10. "What's in a name? Prague History lesson". praguesummer.com. 22 February 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Interview with Lady Diana Cooper". Desert Island Discs. 24 March 1969. مؤرشف من الأصل في ۰۳ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 5 August 2010 باندې). Kolik věží má "stověžatá" Praha? Nadšenci jich napočítali přes pět set. idnes.cz. Mladá fronta DNES
  13. "Visit Prague, the City of a Hundred spires". prague.fm. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اگسټ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Demetz, Peter (1997). "Chapter One: Libussa, or Versions of Origin". Prague in Black and Gold: Scenes from the Life of a European City. New York: Hill and Wang. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8090-7843-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dovid Solomon Ganz, Tzemach Dovid (3rd edition), part 2, Warsaw 1878, pp. 71, 85 (online Archived 21 April 2022 at the Wayback Machine. )
  16. Demetz, Peter (1997). "Chapter One: Libussa, or Versions of Origin". Prague in Black and Gold: Scenes from the Life of a European City. New York: Hill and Wang. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8090-7843-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kenety, Brian (29 October 2004). "Unearthing Bohemia's Celtic heritage ahead of Samhain, the 'New Year'". Czech Radio. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Praha byla Casurgis" [Prague was Casurgis] (په چیک ژبه کي). cs-magazin.com. February 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kenety, Brian (19 November 2005). "Atlantis české archeologie" (په چیک ژبه کي). Czech Radio. مؤرشف من الأصل في ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dovid Solomon Ganz, Tzemach Dovid (3rd edition), part 2, Warsaw 1878, pp. 71, 85 (online Archived 21 April 2022 at the Wayback Machine. )
  21. Demetz, Peter (1997). "Chapter One: Libussa, or Versions of Origin". Prague in Black and Gold: Scenes from the Life of a European City. New York: Hill and Wang. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8090-7843-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Slované na Hradě žili už sto let před Bořivojem –". Novinky.cz. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Archaeological Research – Prague Castle". Hrad.cz. 8 July 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "TOP MONUMENTS – VYŠEHRAD". praguewelcome.cz. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. . 5 of the Best Gothic Buildings in Prague | Architectural Digest. Architectural Digest.