پښيميسل اوتاکار ۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Přemysl Otakar II.
دحکومت وخت ۱۲۵۳-۱۲۷۸
زېږېدنه ۱۲۳۳
مړينه ۱۲۷۸
کوړنی د پښمیسل کورنی
پلار واتسلاف ۱
پیرو واتسلاف دوهم

پښیمیسل اوتاکار دوهم ( په چیکی :Přemysl Otakar II., král železný a zlatý ) (زیږیدنه : ۱۲۳۳م.ک. مړینه: ۱۲۷۸ م.ک.)د پښیمیسل د کورنی څخه یو مشهور حکمران، فاتح او سیاستمدار وو. پلار یی د چیک پاچا واتسلاف ۱ وو. د پښیمیسل اتاکار دوهم د حکومت په وخت کی د چیک پاچایی اوج ته ورسیدله.

ژوند

په ۱۲۴۷ کال کی د پښیمیسل اوتاکار ورور چی نوم یی ولادیسلاف وو، وفات وکړ. ولادیسلاف هیڅ زوی نه درلود او د دی لپاره پښیمیسل اوتاکار د چیک د تاج ورثه (وارث) شو. د چیک اشرافو غوښتل چی د واتسلاف سیاسی قدرت ضعیف کړی او د دی په سبب یی پښیمیسل اوتاکار د چیک پاچا انتخاب کړ. پاچا واتسلاف ۱ تر انتخاب وروسته المان ته ولاړ. مگر په ۱۲۴۹ کال کی واتسلاف لوی اردو جمع کړ او د پراگ پر کلا یی برید وکړه او پښیمیسل اتاکار مجبور سو چی د خپل پلار سره سوله وکړی.

د اتریش میراث

په ۱۹۴۶ کال کی د اتریش حکمران فریدریک مړ شو او په ۱۲۵۱ کال کی پښیمیسل اتاکار د فریدیریک خور سره واده کړه او اتریش پښیمیسل اوتاکار لاس ته راوړ. مگر د فریدیریک خور چی نوم یی مارکیتا (Markéta) وله ، پنځوس کالنه وه او وچه (بې اولاده) هم وله. په ۱۲۵۲ کال د هنگری حکمران بیلا څلورم خپل ځان د اتریش قانونی حکمران اعلان کړ او پر اتریش یی برید وکړ. د ۱۲۵۳ کال څخه تر ۱۲۵۲پورې پښیمیسل اتاکار د هنگری د حکمران په خلاف جگړه کوله په دی وخت کی پاچا لمړی واتسلاف مړ شو او پښیمیسل اوتاکارپه رسمی توگه (رسما) د چیک پاچا شو. په ۱۲۵۴ کال کی پښیمیسل په پروشیا کی د بې مذهبو په خلاف هم جگره کوله. هغو په پروشیا کی د کراکویڅ ښار تاسیس کړ چی نن ورځ د کلینینگراد په نوم یادېږی.

جگړې

په ۱۲۶۰ کال کی د کرېسینبورن (Groissenbrunn) ښارته نژدې چېکي اردو او د هنگری پوځ سره ونښتل. په جگره کی د هنکری حکمران بیلا ماته وخورله. تر جگړې وروسته حکمران بیلا د پښیمیسل سره سوله وکړه. په ۱۲۶۰ کال کی پښیمیسل مارکیتا ته طلاق ورکړ او د بیلا د خور (کونهوتا Kunhůta) سره یی واده وکړ. په دی وخت کی پاچا پښیمیسل د چیک د پاچایی په پراخولو پیل وکړ. په ۱۲۶۶ کال کی د چیک پوځ د خیب ولایت ونیوه په ۱۲۶۹ کال کی د کوروتانی سیمې ونیول سوی په ۱۲۷۲ کال کی د فورلان سیمی ونیول سوی. په ۱۲۷۰ کال کی د نوی هنگری پاچا ستیفان ۵ د چیک پر پاچایی پرید وکړ مگر پوځ یی د چیک د اردو لخوا ماته وخورله. په ۱۲۷۱ کال کی پاچا ستیفان د پښیمسل اوتاکار سره سوله وکړه. په ۱۲۷۳ کال کی پاچا ستیفان ۵ هغه سوله نقض کړه او د چیک پر پاچایی یی برید کړ. په جگړه کی د هنگری اردو د چیک د ځواکونو لخوا ماته وخورله او سلواکیا د چیک پاچا لخوا ونیول شو.

سرچینی