د پراگ کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پراگ کلا
Pražský hrad
هېواد دچېک جمهوریت
ښار پراگ
معمار د لوگزامبورگ کورنۍ
د پښيميسل کورنۍ
سپک رومی سپک، گوتی سپک، پارکی سپک
د کلا بنسټ ۸۸۵
وب www.hrad.cz

د پراگ کلا (په چیکی: Pražský hrad, Hrad) د چېک د جمهوریت تر ټولو مشهوره اور تاریخی کلا ده چی د پراگ په مرکز کی د ولټاوا سیند ته نژدې پرته ده. د پراگ کلا د نړۍ تر تولو لویه کلا هم ده. دغه کلا د ۹ پېړۍ څخه تر ۱۹۱۸ پورې د چېکی اشرافو، پاچهانو او رومی امپراطورانو مهم مقر وو. د پراگ کلا په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا د جمهوریت تر تاسیسولو وروسته د ولسمشر مقر شو. په اوس وخت کی په پراگ کلا کی د چېکی ولسمشر اداره پرته ده. په کلا کی د مقدس ویټوس کليسا پرته ده چی د چېکی اشرافو، پاچایانو، کشیشانو او اسقفانو آرامځای او مهم عبادت ځای ده. په دی کلیسا کی چېکی طلایی تاج ‌ذخیره شوی دی (پټ شوی دی).

تاریخ

د پراگ کلا په ۹ پېړۍ کی د شاهزاده سپیتیهنېف (Spytihněv) لخوا جوړه شوه. په دی وخت کی لرگی دیوارونه او برجونه جوړ شول. د وراټیسلاف ۱ د حکومت په وخت کی په کلا کی رومی کلیسا جوړه شوه. په ۹۷۳ کال کی د پراگ په کلا کی د اسقف مقر او نوی رومی کلیسا جوړه شوه. په ۹۷۰ کال کی د ښځو صومعه جوړه شوه او په دی وخت کی شاهزاده بوږیوی ۲ د مقدس جورج کلیسا بیا جوړه کړه. د پښيميسل اوتاکار۲ د حکومت په وخت کی نوی پاچایی ماڼۍ جوړه شوه. د یان لوگزامبورگ د حکومت په وخت کی د مقدس ویټوس کلیسا د جوړولو کار پېل شو او نوی پاچایی ماڼۍ بیا جوړ شو. د کارل ۴ د حکومت په وخت کی په پراگ کلا کی د اسقف اعظم مقر هم تاسیس شو.د کارل ۴ د حکومت په وخت کی پراگ د رومی مقدس امپراطوری پایتخت شو او پراگ کلا د امپراطوری سیاسی مرکز شو. کله چی په ۱۴۷۱ کال کی ولادیسلاف یاگېلون چېکی پاچا شو نو پاچایی مانی یی بیا جوړه کړه. په دی وخت کی لوی او ښایسته گوتی سالن هم جوړ شو چی په اوس وخت کی د ولسمشر د انتخابو او نورو مراسمو ځای دی. په ۱۵۲۶ کال کی چېکی پاچایی د هابسبوگ پاچایی کورنی لاس ته راوړل. کله چی فردیناند ۱ چېکی پاچا شو نو د پراگ په کلا کی ښایسته پاچایی باغ یی جوړه کړه. فردیناند ۱ په دی باغ کی د خپل میرمن لپاره ښایسته ماڼۍ جوړه کړه. په ۱۵۸۳ کال کې د هابسبوگ امپراطور رودولف ۲ چېکی پاچا شو. په دی وخت کی عثمانی پوځ بالکان ونیو او رودولف ۲ مجبور شو د وین څخه پراگ ته ولار سی او د دی لپاره پراگ د اروپا ثقافتی او علمی مرکز شو. رودولف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ. هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. په ۱۶۱۸ کال کې ددېرش کالو جگړه ( ۱۶۱۸-۱۶۴۸ ) پیل شوه. په ۱۶۴۸ کال کې د سویدن اردو پراگ ته ورسیدل او د هابسبوگ قیمتی ټولونه یی غلا وکړ.

د پراگ کلا

انځورتون