عثمانې ټولواکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له عثماني پېر نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د عثمانې ټولواکمني
دولت عالیه عثمانیه
Ottoman Flag.svgOttomanCoatOfArms.png
OttomanEmpireIn1683.png
پیدایښت ۱۲۹۹
پایتخت بورسا
ادرنه
استانبول
مساخت ۲۴،۵۰۰،۰۰۰
د نفوس شمېر ۳۵،۳۵۰،۰۰۰
ژبې عربي ژبه
ترکی ژبه(لسان عثمانى‎)
پیسې عثمانی لیره
دین اسلام
مذهب سنی
قوم (قبیلوي ښاخ) قایي (قایا)

عثمانې ټولواکمني (عثماني خلافت یاهم عثماني سلطنت) چي دمسلمانانوپه تاریخ کي ترعباسي خلافت وروسته رامنځ ته سول عبارت له هغه واکمني څخه ده چي دارطغرل زوی عثمان خان په ۱۲۹۹زیږدیزکال کي جوړه کړه . دغه واکمني چي په نړیوال تاریخ کي یې په پنځلسمه اوشپاړسمه زیږدیزه پېړۍ کي دعروج ستره دوره روانه وه دنړۍ په درو لویو وچوکي یې دواک برخي غځېدلي وې اودغه برخي عبارت له ختیځي اروپا، شمالي افریقا، منځني ختیځ، اناطولي، تورسمندر او ختیځي مدیترانې څخه وې .

دعثماني خلافت نوم

عثماني ټولواکمني یاخلافت دارطغرل دزوی عثمان خان نامه ته منسوبه ده اوپه ترکي ژبه کي ددغه واکمني رسمي نوم (دولت علیه عثمانیه) بلل کېدی چي په وروسته کي دغه نوم دټولو هغه ځایونولپاره کارول کېدی کوم چي په عثماني خلافت پوري یې اړه درلوده .

تاریخ

درامنځ ته کېدو زمانه

دعثماني خلافت لمړنی زمانه په تاریخ کي ددغه واکمني درامنځ ته کېدو زمانه بلل کیږي چي په ۱۲۹۹ز کال پيل اودڅورلسمي زیږدیزي پېړې ترپایه یې دوام وکړ . عثمان خان په ۱۲۹۹ز کال کي دخپل پلار ترمرګ وروسته دعثماني امارت په نوم یوکوچنی سیمه چي دروم دسلجوقي واکمنانو له خوا دنوموړي پلارته ورکول سوې رامنځ ته کړه اوپه دغه موده کي یې کرار کرار دختیځ روم پرعیسايي واکمنی باندي فوځي عملیات پیل کړه . څرنګه چی دروم واکمني داوخت ډېره ناتوانه اوڅه یې له وسه نه کېدل اوله بلي خوا عثمان خان هم له ځان سره دخپلي قبیلي چي قایي نومېدل پراخ ملاتړ درلودی له همدې کبله یې درومي امپراطوري کمبله په کراره کراره له اناطولي څخه ورټوله کړه خودده ترمرګه پوري یې داهیله پوره نسوه اوپه ۱۳۲۶ز کال کي کله چي نوموړی وفات سو زوی یې ارخان درومي امپراطوري اخرنئ ستر مرکز (بورسه ښار) چي په اسیايي ترکیه کي پروت دی فتحه کړ .

ارخان چی دعثماني خان زوی اود ارطغرل لمسئ کېدی دپلار ترمرګ وروسته یې دورمي سلطنت په وړاندي پرلپسې جګړې وکړې اودخپلي واکمنی ترپایه وتوانېدی ترڅوعثماني ترکان له اسیاڅخه اروپاته هم واړوي چي همدغه دعثمانیانو په اروپاکي لمړنئ بریالیتوب وو . ارخان دخپلي واکمنی په دوران کي نه یوازي داچي فتوحات ترسره کړه بلکي دخپل هوښیار وزیر علاءالدوین په مټ یې عثماني سلطنت له اقتصادي پرمختګ څخه هم برخمن اوپه فوځي برخه کي یې داسي کار وکړ چي تر راتلونکو څوپېړیو عثماني خلافت ګټه ترې اخیستل، په دې توګه چي دینګ چري فوځ په نوم یومنظم لښکر رامنځ ته اود اروپا په وړاندي یې دعثمانيانولپاره دیوډال اوځواک حیثیت غوره کړ .

دارخان ترمرګ وروسته دهغه زوی مرادخان واک ته ورسېدی اوپخپله موده کي یې دبالکان یوشمېر سیمي فتحه کړې، ددې ترڅنګ نوموړي دخپل پلار برنامې هم سرته ورسولې اوکوم پرمختګونه چي هغه پیل کړي وه نوريې هم ځواک وروبخښی . ختیځه اروپا چي داوخت له ددوی په اصطلاح دترکانوله سترګواښ سره مخ وه اوعثماني ځواکونو ورځ تربلي دبالکان ښارونه لاندي کول ډېرله مسلمانانوڅخه په وېره کي سول اوداځل یې دمرادخان په وړاندي دصلیبي جګړې اعلان وکړ . په دې صلیبي جګړه کي دبالکان دهیوادونو سربېره دهنګريې هیواد هم برخه واخیسته اودیوستر فوځ په مټ یې په ۱۳۸۹ز کال کي دکوسوو پرمیدان له عثمانیانو سره جګړه وکړه . په جګړه کي عثمانیانو غوڅه بریا ترلاسه کړه خوددوی مشر مرادخان په شهادت ورسېدی اوپرځای یې زوی بایزیدیلدرم دعثمانیانو مشرتوب په لاس کي واخیست . سلطان بایزیدیلدرم چي یوسخت سری اوځواکمن عثماني واکمن وو ترخپل پلاریې هم له اروپایانوسره خونړي جګړې ترسره کړې اوپه ۱۳۹۶ز کال کي یې دنایکوپولس په ستره صلیبي جګړه کي یوځل بیاصلیبي ځواکونوته سخته ماته ورواړول . په یاده جګړه کي دختیځي اروپا سربېره له فرانسې اولویدیځي اروپاڅخه هم زرګونه جنګیالي راغلي وه خوسلطان بایزید داسي ګوزار ورکړچي نورپه سیمه کی دعثماني ترکانوپه وړاندي ځواک پاته نسو .

دنایکوپولس ترجګړې وروسته سلطان یلدرم دقسطنطنیې (اوسني استانبول) ښارمحاصره کړ اوغوښتل یې دهغه ځای ترفتحي وروسته خپل فوځونه دلویدیځي اروپا په لوري ورخوشي کړي خودنوموړي داهیله ځکه خاوري سول چي په همدې وختونوکي دعثماني سلطنت له ختیځ لوري څخه دتیمورلنګ په نوم مغول واکمن یرغل وکړ اودانقره په مشهوره جګړه کي یې عثماني فوځ دړي وړي اوسلطان بایزیدیې ژوندئ ونیوی څوچي هم هلته پسي وفات سو .

دفطرت زمانه

دانقره ترجګړې وروسته کوم چي سلطان بایزید پکښي دتیمورلنګ له لوري ونیول سو عثماني ترکان ترڅوکاله پوري داستانبول له فتحي پر شاسول اوخپله په سلطنت کي دننه حالات دومره کړکېچن وګرځېدل چي یوه لسیزه پرلپسې کورنۍ جګړه روانه وه . په دې جګړه کي چي دسلطان بایزید زامنوپخپل منځ کي ترسره کړه عثماني سلطنت ترډېره پوري له خپل پخواني برم څخه ولوېدی خوپه اخرکي دسلطان بایزید یوزوی (محمدچلبي) وتوانېدی چي خپل ټول وروڼه لاندي کړي اوپه ۱۴۱۳ز کال کي یې عثماني سلطنت بیرته تریوه بیرغ لاندي راوست . سلطان محمدچلپي تردې وروسته څوکاله دخپلي واکمني په جوړولو بوخت وو خوددې ترڅنګ بیاهم له ښورښونوڅخه په امن کي نسو اویوځل دشېخ صدرالدین اوبیادخپل کورنۍ له یوغړي سره په جګړه وو څوچي دغه جګړې یې په ډېرمهارت اولویه سینه سره قابو اوسلطنت یې پرپښو ودراوه .

کومه زمانه چی دسلطان بایزید یلدرم ترمرګ وروسته دنوموړي دزامنو ترمنځ په جګړوکي تېره سول همدغي زماني ته دفطرت دوره وايي .

دسلطان محمدچلپي تروفات وروسته دویم سلطان مرادخان واک ته ورسېدی اوپه بالکان کی یې دجګړو اوفتوحاتو ترڅنګ سلطنت هم له کافي پلوه ځواکمن وګرځاوه. دویم مرادخان لکه دپلار په څېر له یوشمېر بغاوتونو، درومي سلطنت له لاسوهنو اوپه بالکان کي دخپل فوځ دتلفاتو ورکولوڅخه بیاهم بېغمه نسو البته خپل سلطنت یې په ښه توګه سمبال کړ اوپه اخرکي کله چي یې له اروپايي هیوادونو سره سوله وکړه غوښتل یې چي نورله سلطنتي کارونوڅخه دخپل زوی محمدفاتح په ګټه لاس واخلي خودې کاریې هیڅ ګټه ونکړه اومجبوره سوچی بیرته سیاست ته راوګرځي ځکه محمدفاتح دسلطنتي چارو سره نابلده اوپه دغه وخت کي یې چنداني رسوخ نه درلودی چي له همدې کبله دفوځیانو دبغاوت ترڅنګ له خارجي کش مکش سره هم مخ سو .

دځواک اوفتوحاتو زمانه

د دویم مرادخان ترمرګ وروسته چي په ۱۴۵۱ز کال کي رامنځ ته سو عثماني خلافت دواک اوځواک نړیوالو پولوته ننوتی اودویم سلطان محمدچي دسلطان فاتح په نامه یادیږي دغه واکمني یې پخپلو تازه بریدونو اواصلاحاتو باندي داسي حالت ته ورسول چي تردغه وخته یې سارۍ نه وولیدل سوی . سلطان محمدفاتح په ۱۴۵۳زیږدیزکال کي دیوې خونړي نښتي په مټ وتوانېدی چي دروم زرکلنه امپراطوري سقوط کړي اود استانبول ښارچي هغه وخت دقسطنطنیه په نامه یادېدی دمسلمانانو په لاسونوکي ولوېد . تردې فتحي وروسته سلطان محمد خپل فتوحات دیونان اوبالکاني هیوادونو په سیموکي پیل اودموریا ستراتیزيکه سیمه یې پخپل واک کي راوستل، سلطان ددې سیمي ترڅنګ دسربیا واکمني هم سقوط کړه اوهغه هیواد یې په رسمي ډول دعثماني خلافت برخه وګرځول . تر سربیا وروسته عثماني فوځونه په بالکان اوهنګریه کی خواره سول اوتربوسنیا اوهرزګوین پوري لويي سیمي یې فتحه کړې . سلطان محمد فاتح یوازي دې ځای ته پاملرنه نه کول بلکي دخپلو فتوحاتومخ یې داناطولي په لوري هم واړاوه اوهغه واکمنۍ چي دبایزیدیلدرم ترمرګر وروسته له عثماني خلافت څخه جلاسوي وې یوځل بیادعثماني فوځ په لاسونوکي ولوېدی، ددې ترڅنګ دتور سمندر پرغاړه دطرابزون عیسايي سلطنت اوپه کوچنی اسیاکي دقرامان دولت هم دعثمانیانو په وړاندي عاجزه سول اوپه اخرکي یې هیوادونه دسلطان محمدفاتح لاسته ورغله . څرنګه چی دتورسمندر شمالي لوري ته دکریمیا مهمه سیمه پرته وه سلطان محمدفاتح خپل ځواکمن وزیر احمدپاشا ته امر وکړچي له درې سوه کښتیوسره هغه ځای ونیسي اواحمدپاشا هم دغه امر پرځای کړ چي په دې سره دعثماني سلطنت حدود په سمندرکي پراخه سول اودتورسمندر تجارت په رسمي ډول ددوی ترواک لاندي راغلی .

سلطان محمدفاتح دبېلابیلو فتوحاتو وروسته په ۱۴۸۰ زیږدیزکال کي خپل فوځونه دایټالیا پرلوی هیواد باندي وروستل اوغوښتل یې چي هغه ځای هم دیونان غوندي خپل فتحه کړي خود نوموړي ژوند نور وفاء ورسره ونکړه اوپه ۱۴۸۱زیږدیزکال کي وفات سو .