سترواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


سترواکي له بېلابېلو خلکو او سيمو څخه جوړ یو سياسي واحد دی، چې په عمومي ډول د بريا يا فتحې په واسطه جوړه شوې وي او د واکمن مرکز او تر لاس لاندې سيمو تر منځ وېشل شوې وي. د سترواکۍ مرکز چې ځيني وختونه ورته لوی ښار يا مېټروپول هم وايي، تر لاسه لاندې سيمو برخو سياسي واک پلی کوي. د يو څه لنډې پېژندنې له مخې، سترواکي يو خپلواک دولت دی، چې سترواکي ورته وايي او د دولت مشر يې سترواک بلل کېږي؛ مګر د لوړ پوړو چارواکو تر واکمنۍ لاندې له سيمې سره يو ځای شويو ټولو دولتونو ته سترواکۍ نه ويل کېږي او نه هم د سترواک له لورې اداره کېږي او په ورته وخت کې ټولې هغه سيمې چې ځانونه سترواکۍ راپېژني، د معاصرو پوهانو او تاريخپوهانو له لورې نه دي منل شوې، چې د مرکزي افريقا سترواکي او د انګلېنډ د تاريخ په لومړيو کې د انګلوساکسون ځينې پاچاهۍ يې بېلګې دي. [۱][۲][۳]

د تاريخ په اوږدو کې لرغونې او معاصرې، متمرکز او نامتمرکز، خورا بې رحمه او يو څه مهربانه سترواکۍ وې. د ځمکنۍ سترواکيو او د سمندري ځواک په واسطه د رامنځته شويو سترواکيو تر منځ يو مهم توپير دا دی، چې لومړنۍ هغه يې يوازې له نږدې سيمو څخه جوړې شوې دي، مګر دويم ډول يې د سترواکۍ له ټاټوبي يا اصلي هېواد څخه لرې پرتې سيمې رانغاړي، چې د اتريش – هنګري سترواکي د ځمکنيو سترواکيو او د کارتاژ سترواکي او د برتانيې سترواکي د سمندري ځواک پر مټ د جوړو شويو سترواکيو بېلګې دي. د يو څه رسمي کارونې سربېره، د سترواکۍ ويی په عاميانه ژبه کې په پراخه کچه سوداګريز تشبث (لکه: له ملي کچې پورته «فرا ملي» شرکت) او يو سياسي سازمان ته هم ويل کېږي، چې د يو فرد (سياسي امر يا مشر) يا ډلې (سياسي مشرانو) له لورې اداره کېږي. د سترواکۍ مفکوره د امپرياليزم، استعمار او نړيوال کولو په څېر نورو مفکورو سره تړاو لري، چې امپرياليزم د ملتونو تر منځ د نابرابرو اړيکو جوړولو او ساتلو ته وايي او اړينه نه ده، چې يو سترواک يا سترواکه دې په کې د دولت د سياست مشري وکړي. سترواکي زياتره وخت د يوې داسې اصطلاح په توګه کارول کېږي، چې تر لاس لاندې حالتونو پر وړاندې ناخوښي څرګندوي. [۴][۵][۶]

پېژندنه[سمول]

سترواکي د يو ستر واکمن يا اوليګارشي تر لاس لاندې د زياتو بېلو دولتونو يا سيمو راټولېدلو ته وايي. سترواکي د فدراسيون خلاف ځکه ده، چې فدراسيون هغه پراخه دولت ته وايي، چې په اختياري ډول له خپلواکو دولتونو او خلکو څخه جوړ شوی وي. سترواکي يو لوی حکومت دی، چې له خپلو اصلي پولو څخه د باندې سيمو باندې واکمني کوي. [۷]

د هغه څه پېژندنې چې په فزيکي او سياسي ډول يو سترواکي جوړوي، يو تر بله توپير لري. سترواکي ښايي هغه دولت وي، چې د سترواک سياستونو يا ځانګړي سياسي جوړښت تمايل لري. سترواکۍ په عمومي ډول له بېلابېلو توکميزو، ملي، کلتوري او مذهبي برخو څخه جوړېږي. سترواکي د لږ پياوړي دولت يا ټولنې سره د پياوړي دولت يا ټولنې اړيکو ته وايي. مايکل ډبليو ډويل يې د سترواکې ټولنې له لورې د تر لاس لاندې ټولنې د رسمي يا نارسمي اغېزناک واک په توګه راپېژني. [۸][۹]

ټام نايرن “Tom Nairn” او پاول جېمز “Paul James” سترواکۍ د هغو حکومتونو په توګه راپېژني، چې د هغو بېلابېلو سيمو په اوږدو کې د واک اړيکې پراخوي، چې دوی يې له وړاندې يا ورکړل شوی قانوني حاکميت نه لري او د اقتصاد، سياست او کلتور يوې يا ورڅخه زياتو تر لاس لاندې برخو کې دوی د ارزښت د ترلاسه کولو له امله پر يادو سيمو باندې يو څه پراخه تسلط يا واک تر لاسه کوي. رين ټاګيپيرا “Rein Taagepera” سترواکي د يو څه پراخه خپلواک سياسي هستۍ په توګه راپېژني، چې جوړونکې برخې يې خپلواک نه دې. [۱۰][۱۱]

د ځمکنۍ سترواکۍ سمندري ورته والی تالاسکروکراسي ده، چې هغه سترواکۍ ته ويل کېږي، چې د سترواکۍ ځمکني ټاټوبي ته له نږدې ټاپوګانو او ساحلونو څخه جوړه شوې وي. لکه: د اتنيانو تر واکمنۍ لاندې ډيلين ليګ “Delian League” سترواکي.

له دې سربېره سترواکۍ د ځمکې او سيند دواو له مخې پراخېدلی شي. سټيفين هووي يادونه کويو چې د ځمکنۍ سترواکۍ د ځمکې د پراختيا له مخې مشخص کېدلی شي، چې له اصلي پولې څخه د باندې لور ته په مستقيم ډول پراختيا مومي؛ په داسې حال کې چې سمندري سترواکي په زياتېدونکي ډول د پياوړي سمندري ځواک له مخې د استعماري پراختيا او سترواکۍ جوړونې په واسطه مشخص کېږي. [۹]

که څه هم سترواکي ځيني وختونه يوازې يو سيمانتيک جوړښت وي. لکه: کله چې يو واکمن د سترواک لقب غوره کړي. هغه حکومت يا ولس چې يو واکمن پرې په منطقي ډول واکمني کوي، په سترواکۍ بدلېږي؛ سره له دې نوره سيمه يا تسلط نه لري. د دې ډول سترواکۍ بېلګې د مرکزي افريقا سترواکي، د مکسيکو سترواکي يا د کوريا سترواکي، چې په ۱۸۹۷ز کال کې يې هغه مهال ادعا وشوه، چې کوريا د نوې سيمې له تر لاسه کولو څخه لرې د جاپان سترواکۍ له لورې ورسره د يو ځای کېدلو په حال کې وه، چې يو له هغو وروستيو سترواکيو څخه وه، چې په رسمي ډول يې د سترواکۍ نوم کاروه. په دې معنا ۲۰ پېړۍ کې د پېژندل شويو سترواکيو د وروستيو دولتونو له ډلې د مرکزي افريقا سترواکۍ، ايتوپيا، ويتنام، مانچوکو، روسيې، المان او کوريا نومونه يادولی شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پوهان سترواکۍ له ملي دولتونو څخه بېل ګڼي. په يوه سترواکۍ کې د مراتبو سلسله وي، چې له مخې يې د خلکو يوه ډله (چې په عمومي ډول لوی ښار يا ميټروپول وي) د خلکو په نورو ډلو باندې واک لري او د خلکو د بېلابېلو ډلو لپاره په کې د حيثيت او حقونو د مراتبو لړۍ هم شته. جوزف کولومير “Josep Colomer” د سترواکيو او ملي دولتونو تر منځ توپير په لاندې ډول روښانه کوي: [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

  1. سترواکۍ د دولتونو په پرتله خورا پراخه وې؛
  2. سترواکۍ منظمې او تل پاتې پولې نه درلودې، په داسې حال کې چې يو دولت منظمې پولې درلودې؛
  3. سترواکيو د بېلابېلو ډلو او ځمکنيو برخو يو جوړښت يا ترکيب درلود، چې له مرکز سره يې نامتوازن اړيکې درلودې؛ په داسې حال کې چې يو دولت پر يوې سيمې يا وګړو باندې ستر واک درلود؛
  4. سترواکيو په ګڼو کچو پراخه قانوني واکونه درلودل، په داسې حال کې چې يو دولت د ځانتيا (انحصار) او يو شان کولو هڅه کوله؛ [۲۰]

ځانګړتياوې[سمول]

سترواکۍ د دولتونو د بېلابېلو ډولونو په توګه رامنځته شوې دي، که څه هم په عمومي ډول د پياوړو پاچاهيو په ډول پيل کوي. د سترواکيو په اړه نظريې د وخت په تېرېدلو سره بدلون کړی دی، چې له عمومي منښت يا تاييد څخه تر نړيوالې کرکې پورې رسېږي. سترواکۍ د بېلابېلو برخو له يو ډول تنوع يا بېلابېلوالي (توکميز، کلتوري، ملي، مذهبي) څخه جوړېږي او د واکمنانو او تر واک لاندې برخو تر منځ لږ تر لږه د يو څه نابرابرۍ په معنا سره دي. له دې نابرابرۍ څخه پرته نظام به د ګډو ګټو حکومت وګڼل شي. د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ سترو قدرتونو په ثابت ډول د نړۍ د نورو برخو د نيولو هڅه کړې ده. امپرياليزم د يو ستر قدرت نظريه ده، چې يو بل ملت يا ځمکه اداره کوي او اراده يې دا وي، چې له هرې شونې لارې څخه په ګټې اخېستنې سره له اصلي يا مور هېواد سره د مرستې کولو په موخه، د هېواد له اصلي اوسېدونکو او سرچينو څخه ګټه پورته کړي. زياتره سترواکۍ د پوځي بريا او يو سياسي اتحاد کې د تر لاس لاندې شويو دولتونو د يو ځای کېدنې له امله وې، مګر سترواک تسلط له نور لارو څخه په ګټې اخېستنې سره رامنځته کېدلی شي. د اتن سترواکۍ، د روم سترواکۍ او د برتانيې سترواکۍ لږ تر لږه يوه برخه کې د ټاکنيزې پاملرنې له مخې وده وکړه. د برازيل سترواکۍ په ۱۸۲۲ز کال کې د پرتګال له سترواکۍ څخه له بېلېدلو څخه وروسته ځان د سترواکۍ په توګه اعلان کړ. فرانسه دوه ځلې د فرانسې جمهوريت څخه د فرانسې سترواکۍ ته بدلون کړی دی، په داسې حال کې چې خپله بهرنۍ سترواکي يې وساتله. [۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Reus-Smit, Christian (2013). Individual Rights and the Making of the International System. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-85777-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Burbank او Cooper 2010، ص. 8.
  3. Howe 2002، ص. 30.
  4. "Empire". Oxford Dictionary Online. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Howe 2002.
  6. Howe 2002، ص. 35.
  7. "Oxford Dictionary Online". د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"An extensive territory under the control of a supreme ruler (typically an emperor) or an oligarchy, often consisting of an aggregate of many separate states or territories. In later use also: an extensive group of subject territories ultimately under the rule of a single sovereign state."
  8. Doyle, Michael (5 September 2018). Empires (په انګلیسي ژبه کي). Cornell University Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5017-3413-7. I favor the behavioral definition of empire as effective control, whether formal or informal, of a subordinated society by an imperial society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Howe 2002، ص. 15.
  10. Taagepera, Rein (1979). "Size and Duration of Empires: Growth-Decline Curves, 600 B.C. to 600 A.D.". Social Science History. 3 (3/4): 117. doi:10.2307/1170959. JSTOR 1170959. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. James او Nairn 2006، ص. xxiii.
  12. "empire". The Free Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸. any monarchy that for reasons of history, prestige, etc, has an emperor rather than a king as head of state الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "empire". Your Dictionary. LoveToKnow, Corp. 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸. government by an emperor or empress الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "empire". Vocabulary.com Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸. a monarchy with an emperor as head of state الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "empire". Collins English Dictionary. 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸. government by an emperor or empress الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Tilly, Charles (1990). Coercion, Capital, and European States, AD 990–1992 (په انګلیسي ژبه کي). Blackwell. د کتاب پاڼي 4, 45–46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Colomer, Josep M. (2017). "Empires Versus States". Oxford Research Encyclopedia of Politics (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.1093/acrefore/9780190228637.013.608. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-022863-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hechter, Michael; Brustein, William (1980). "Regional Modes of Production and Patterns of State Formation in Western Europe". American Journal of Sociology. 85 (5): 1061–1094. doi:10.1086/227125. ISSN 0002-9602. JSTOR 2778891. S2CID 143853058. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Stanard, Matthew G. (2018). European Overseas Empire, 1879 - 1999: A Short History (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-13013-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Colomer, Josep M. (2017). "Empires Versus States". Oxford Research Encyclopedia of Politics (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.1093/acrefore/9780190228637.013.608. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-022863-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Burbank او Cooper 2010.