کارل ۴

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کارل۴
Karel IV.

زېږېدنه ۱۳۱۶
مړينه ۱۳۷۸
کورنی د لوگزامبورگ کورنۍ
مخکنی حکمران یان لوگزامبورگ
پیرو واتسلاف ۴

کارل ۴ (په چیکی کې:Karel IV) د لوگزامبورگ د کورنۍ څخه یو مشهور چېکی پاچا او د مقدس روم د امپراطوری حکمران ؤ‍ چی د ۱۳۴۶ کال څخه تر ۱۳۷۸ کال پورې یی حکومت کاوه. د کارل ۴ د حکومت په وخت کی د چېک پاچایی ثقافتی او سیاسی مهم مرکز شو. هغه د پراگ د پلازمېنې په پراخولو پېل وکړ او په دی ښار کې یی ښایسته یادگارونه جوړ کړل. کارل ۴ همداراز ادبی اثرونه ولیکل چی زیاتره یی په لاتینې ژبې دی.

ژوند او زده کړي

کارل ۴ په ۱۳۱۶ کال کې په پراگ کې زېږېدلی ؤ. پلار یی چېکی پاچا یان لوگزامبورگ او مور یی الیشکا پږېمیسلوونا (Eliška Přemyslovna) ؤ. کارل په ۱۹۲۳ کال کې د زده کړي لپاره فرانسې ته ولاړ. کارل ۴ په پاریس کې د فرانسې پاچا د ترلې چی نوم یی بلانکا (Blanka) و سره واده وکړه. کارل د ۱۳۳۰ څخه تر ۱۳۳۱ پورې په لوکزامبورگ کې ژوند کاوه او په ۱۳۳۱ کې د لوکزامبورگ حکمران شو او په ۱۳۳۳ کال کې د چېک پاچایی ته ولاړ.

د چېک پاچا

په ۱۳۳۳ کال کې کارل ۴ پراگ ته ورسېده مگر د چېک هېواد د چېک د اشرافیانو په لاس کې ؤ او د پاچایی کلا ویجاړه شوی وه. کارل ۴ د اشرافیانو د ملاتړ په مرسته نوی مقر جوړ کړ او د پراگ په پراخولو یی پېل وکړ. په ۱۳۴۴ کال کې په پراگ کې د لوی اسقف مذهبی مرکز او د مقدس ویټوس کلیسا جوړې کړې او د کارل۴ په سپارښتنې نوی پاچایی تاج جوړ شو. په ۱۳۴۷ کال کې په پراگ کې چېکی پوهنتون جوړ شو چی په اوس وخت کې د کارل پوهنتون یا د چارلز پوهنتون په نوم یادېږي. دغه پوهنتون په مرکزی اروپا کې تر ټولو پخوانۍ پوهنتون دی. په ۱۳۴۷ کال کې د پراگ ته نژدې د کارلشتین کلا جوړه شوه چی د چېک امپراطوری د تاج د پټولو لپاره کارېده. په ۱۳۵۶ کارل ۴ یو مهم اساسی قانون ولیکه. په ۱۳۵۷ کال کې په پراگ کې یو مشهور پل جوړ شو چی په اوس وخت کې د کارل پل یا د چارلز پل په نوم یادېږي.

د کارل ادبی اثر

د کارل ژوندلیک (په لاتنی ژبې کې:Vita Caroli په چېکی ژبې کې:Život Karlův ) د پاچا کارل ۴ ادبی اثرونو څخه دی چی د په لاتینې ژبې کې لیکل شوی دی. په دی اثر کې پاچا د خپل ژوند په هکله لیکی او خپل زوی ته نصیحت ورکوی.

وفات

کارل ۴ د نومبر په ۱۳۷۸ کال کې له دنیا تېر شو. مقبره یی په پراگ کې د مقدس ویټوس په کلیسا کې پرته ده.

انځورتون

سرچینې