رودلف ۲ هابسبورگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رودلف ۲ هابسبورگ
چېکی پاچا، هنگری پاچا ، کروواسی پاچا او رومی امپراطور
کورنۍهابسبورگ
پلارماکسمیلیان دوهم
مورمریم اسپانی
مذهبي ګروهېمسیحی

رودلف ۲ هابسبورگ (په چیکی: Rudolf II ) د هابسبورگ د کرنۍ څخه یو مشهور چېکی پاچا، هنگری پاچا ، کروواسی پاچا او رومی امپراطور وو چی د ۱۵۷۶ کال څخه تر ۱۶۱۱ کال پورې یی حکومت کاوه. پلار یی امپراطور ماکسمیلیان دوهم او مور یی مریم اسپانی وه.

د رودلف ۲ ژوند

رودلف دوهم په ۱۵۵۲ کال کی په وین کی زیږیدلی وو. په ۱۵۶۴ کال کی د زده کړی لپاره اسپانیا ته ولاړ. رودلف تر ۱۵۷۱ کال پورې د اسپانی امپراطور فیلیپ دوهم په کورنۍ کی ژوند او زده کاوه. په ۱۵۷۱ کال کی هغه وین ته راستن شو. په دی وخت کی هنگری پاچا یانوش دوهم مر شو . پاچا مکسملیان پر هنگری اشرافو باندی سیاسی فشار وچاوه او پسر یی رودلف دوهم په ۱۵۷۲ کال کی د پرېشپورک په ښار کی هنگری پاچا د هنگری اشرافو لخوا وتاکل شو. په ۱۵۷۵ کال کی رودلف دوهم چېکی پاچا شو چېکی اشرافو غوښتل چی رودلف دوهم او کورنۍ یی پراگ ته ولار شی خو په دی سال کی د رودلف پلار ماکسمیلیان وفات شو او رودلف رومی امپراسطور هم وتاکل شو او په وین کی یی خپل مقر جوړ کړ. په ۱۶ پېړۍ کی عثمانی امپراطوری پر اروپا یرغل وکړ او څو حصو یی ونیو. امپراطور رودلف له عثمانی یرغل نه ویر شو او د دی لپاره په ۱۵۸۳ کال کی یی خپل مقر د وین څخه پراگ ته انتقال کړ او پراگ د هابسبورگ امپراطوری سیاسی، علمی او ثقافتی مرکز شو. رودلف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ او د دی لپاره هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. رودلف په پراگ کی ښایسته او قیمتی ټولونه ټول کړ او د هنرمندانو او پوهانانو څخه یی ملاتړ وکړ. په دی وخت کی په پراگ کی مشهور ستوری پړهانو (منجمان)، کیمیا پوهانو ژوند کول. په ۱۵۹۳ کال کی د هابسبورگ امپراطوری او عثمانی سلطنت په منځ کی جگړه پېل شوه او په دی وخت کی رودلف ۲ په باو اخته شو. رودلف ۲ هابسبورگ په ۱۶۱۱ کال کی وفات شو او مقبره یی د مقدس ویټوس په کلیسا کی پرته ده.