ميترو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پراگ ميترو

ميترو يانې تر ځمکې لاندې د وسپنې لارو برېښنايي رېلگاډو لرونکی لېږندوی (ټرانسپورټ) دی چې لومړی ځل يې د ١٨٩٠ ز کال د ډيسمبر په ۸ نېټه د انگلستان په پلازمېنه لندن کې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته پر ١٨٩٨ ز کال په پاريس کې، پر ١٨٩٧ ز کال په امريکا کې، پر ١٩٠٢ ز کال په المان کې، پر ١٩٣٥ ز کال په مسکو کې، پر ١٩٥٤ ز کال په کانادا کې، پر ۱۹۷۴ ز کال په پراگ کز او پر ١٩٦۴ ز کال يې په بېجينگ کې د ۲۲ کيلومترو په اوږدوالي د چين کې جوړې شوې او په کار واچول شوې. د يادونې وړ دا ده چې ميترو د چين په مرسته په تهران کې هم جوړه او د وگړيو په لېږد رالېږد يې پيل وکړ. پرته له ميترو څخه د ۲۰ پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د اروپايي پرمختللو هېوادونو په ښارونو کې د وگړيو د زياتوالي له لامله د ټرام گاډی پر بنسټ او د ميترو د ښيگڼې په منلو سره د سپک ريل په واسطه برقي گاډي ږارږل شوه. د سپک ريل په وسيله اورگاډی د ځمکې له پاسه تگ راتگ کوي او هره گړۍ له لسو زرو څخه تر ديرشو زرو تنو پورې وگړي لېږدوي. دغه ډول گاډی هره گړۍ ديرش يا څلويښت کيلومتره لار وهلی شی، خو د جوړيدو لگښت يې له ميترو څخه دوه په دريمه يا نيمه برخه ارزان دی او داسې ښيگڼې لري چې د حرکت په وخت کې يې زوږ او غږ ټيټ، د سورلۍ لپاره ډېر ارام او چټک دی، چاپيريال ته هيڅ ککړتيا نه رسوي، د استفادی موده يی اوږده او د سيلانيانو د وړلو راوړلو اندازه يی زياته او اداره يی هم ساده ده او داسی نوری ښيگنی٠ د چين په شانگهای کی د چين لومړی اوسپنيزه سپکه پټلۍ څو کاله دمخه جوړه شويده٠ له ميترو او سپک ريل گاډی څخه پرته د بېلا بېلو هېوادونو په ښارونو او د ښارونو ترمنځ اوسپنيزی لاری هم غزيدلی دی ځکه چی د ميترو په پرتله د اوسپنيزی لاری په واسطه د مسافرو د وړلو را وړلو اندازه ډېره زياته ده او هر ساعت تقريبأ له څلويښتو زرو څخه تر شپيتو زرو تنو پوری مسافر وړلی شی چی دغه شمېر د ميترو په پرتله يو نيم برابر دی٠ ميترو يوازی د ښار د مرکزی سيمی تر ځمکی لاندی د سيلانيانو لپاره خدمت کوی، خو ښاری اوسپنيزه لاره د ښار په شاوخوا کی غزيږی٠ د سپک ريل په واسطه له گاډی او ښاری اورگاډی څخه مقناطيسی گاډی ډېری عصری ترانسپورتی وسيلی دی او په جاپان او آلمان کی تر ازمويښتی استفادی لاندی راغلی دی٠