نیویورک
نیویورک سیټي | |
---|---|
City of New York | |
له پاسه ګرد ساعت: د منهټن مرکز، د ملګرو ملتونو ودانۍ، د خپلواکی مجسمه، د بروکلین پل، د نیویورک منځ پارک، ټایمز میدان، او یونیسفر په کویینز کې.
| |
غټه مڼه، ګاتهام سیټي، د نړۍ مرکز ،[۱] د نړۍ پلازمینه[۲][۳][۴][۵] | |
موقعیت په نیویورک آیالات کې
| |
Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۴۰°۴۳′ شمال ۷۴°۰۰′ لویدیځ / 40.717°شمال 74.000°لويديځ | |
نیو آمستردام | ۱۶۲۴ |
نومول شوی په | د انګلستان دویم جېمز ، امسټرډام |
اداري وېش | |
هیواد | د امریکا متحده آیالاتونه |
آیالات | نیویورک |
ولایت | برانکس بروکلین منهتن کویینز استیتن آیلند |
پلازمینه د: | د امریکا متحده ایالات (۱۱ جنوري ۱۷۸۵–۵ ډيسمبر ۱۷۹۰)
|
اداري وېش | |
حکومت | |
• ډول | د ښار شورا |
• هيئة | د نیویورک ښار شورا |
• ښاروال | بیل ده بلزیو (I)[۶] |
پراخوالی | |
• ښار | [[۱ E+اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱"._m²|۴۶۸٫۹ میله مربع]] (۱۲۱۴٫۴ کلوميټر٢) |
• ځمکه | ۳۰۴٫۸ میله مربع (۷۸۹٫۴ کلوميټر٢) |
• المياه | ۱۶۵٫۶ میله مربع (۴۲۸٫۸ کلوميټر٢) |
• ښاري سیمې | ۳۳۵۲٫۶ میله مربع (۸۶۸۳٫۲ کلوميټر٢) |
• ستره ښاري سيمه | ۶۷۲۰ میله مربع (۱۷۴۰۵ کلوميټر٢) |
لوړوالی | ۳۳ فوټ (۱۰ ميټره) |
نفوس شمېرنه (۲۰۱۰) | |
• ښار | ۸۳۳۶۶۹۷ |
• د نفوسو کثافت | ۲۷۵۳۲/ميله مربع (۱۰۶۳۰/کلوميټر٢) |
• ښاري سیمه | ۱۸۲۲۳۵۶۷ |
ښاري کثافت | ۵٬۴۰۰/ميله مربع (۲٬۱۰۰/کلوميټر٢) |
• ستره ښاري سيمه | ۱۸۸۹۷۱۰۹ |
• Metro density | ۲٬۸۰۰/ميله مربع (۱٬۱۰۰/کلوميټر٢) |
د گڼه گوڼې نوم | New Yorker |
وروستي مالومات | |
وخت زون | EST (ه.ن.و-۵) |
• د اوړي وخت | EDT (ت.ع.م -۴) |
رسمي ژبه | انګرېزي ژبه |
زیپکدها | 100xx–104xx, 11004–05, 111xx–114xx, 116xx |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 212, 718, 917, 646, 347, ۹۲۹ |
جيو کوډ | 5128581[۷] |
موټر پلېټ | NY
|
خورلڼې ښارونه | |
کد FIPS | ۳۶–۵۱۰۰۰ |
رسمي وېبپاڼه | www.nyc.gov |
سمول |
نیویارک، چې زیاتره ورته د نیویارک ښار وايي تر څو د نیویارک له ایالت څخه بېل وپیژندل شي یا هم په لنډ ډول ورته د NYC اختصار کاروي، په متحده ایالاتو کې تر ټولو ګڼ وګړنیز ښار دی. د ۲۰۲۰ ز کال د یوې تر سره شوې سروې له مخې په ۷۷۸.۲ کیلومتر مربع ځمکه کې ۸۸۰۴۱۹۰ وګړي ژوند کوي، چې له همدې امله په متحده ایالاتو کې یو له تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار هم ګڼل کېږي. د نیویارک ایالت په سویلي برخه کې پروت د نیویارک ښار، د نیویارک د میروپولیتن د سیمې مرکز او په نړۍ کې د ښاري سیمې له اړخه تر ټولو ستره میتروپولیتن سیمه ګڼل کېږي. د دې ښار په متروپولیتن سیمه کې د ۲۰ میلیونه اوسیدونکو او په ټول نیویارک کې د ۲۳ میلیونه اوسیدونکو په درلودلو سره د نړۍ یو له ډېرو نفوس لرونکو سترو ښارونو څخه ګڼل کېږي. نیویارک د نړۍ د کلتوري، مالي او رسنیز مرکز په توګه پیژندل کېږي، چې په تیره بیا پر سوداګرۍ، تفریح، څېړنو، تکنالوژۍ، زده کړې، سیاست، ګرځندوی، خوراکي توکو، هنر، فیشن او ورزش کې خورا ستر اغېز لري او همداشان د نړۍ یو له هغو ښارونو ګڼل کېږي، چې زیات شمېر انځورونه پکې اخیستل کېږي. دا چې د ملګرو ملتونو سازمان هم دلته مرکزي دفتر لري نو د نړیوالې دپلوماسۍ یو مهم مرکز هم دی او کله نا کله د نړۍ د پلازمېنې په نوم هم یادیږي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
دا ښار د نړۍ په تر ټولو سترو طبیعي بندرونو کې واقع دی او له پنځو ناحیو څخه جوړ شوی دی چې هره یوه یې د نیویارک ایالت له اړوند کاونټي سره تړلې ده. دا پنځه ناحیې دا دي: بروکلین (د کینګس کاونټي)، کوینس (د کوینس کاونټي)، منهاتن (د نیویارک کاونټي)، بورنکس (د بورنکس کاونټي) او د سټاټین ټاپو (د ریچمونډ کاونټي) – چې دا ټولې پنځه سره ناحیې هغه مهال رامنځته شوې کله چې یې سیمه ایز حکومتونه په ۱۸۹۸ ز کال کې په یوه واحده ښاروالۍ کې سره را ټولې شوې. دغه ښار او د دې ښار ټوله میتروپولیټن سیمه متحده ایالاتو ته د قانوني کډواله کېدو لومړنۍ دروازه ګڼل کېږي. په نیویارک ښار کې خلک په څه باندې ۸۰۰ ژبو خبرې کوي، چې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې په دومره شمېر سره ژبې پکې ویل کېږي. نیویارک د څه باندې ۳.۲ میلیونه هغو خلکو کوربه دی چې له متحده ایالاتو څخه بهر نړۍ ته راغلي دي، چې له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې د دومره ستر شمېر بهر کې زېږول شویو خلکو کوربه دی. تر ۲۰۱۹ ز کال پورې، داسې اټکل کېږي چې د نیویارک میتروپولیتن سیمې د ۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت ناخالص میتروپولیتن محصول (GMP) تولید کړی وي. که چیرته د نیویارک میتروپولیتن سیمه یو خپلواک دولت وای، نو د نړۍ په کچه به اتم لوی اقتصادي هېواد ګڼل کېده. نیویارک په ټوله نړۍ کې تر بل هر یوه ښار څخه د زیات شمېر میلیاردرانو کور دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د نیویارک ښار مخینه په ۱۶۲۴ ز کال کې د هالنډي ښکېلاک ګر له خوا د منهاتن د ټاپو په سویلي څنډې کې سوداګریزې جوړې شوې پوستې ته ورګرځي. دا ښار په ۱۶۲۶ ز کال کې د نوي امستردام په نوم ونومول شو او بیا د یوه ښار په توګه اجاره شو. کله چې په ۱۶۶۴ ز کال کې دغه ښار د انګریزانو لاس ته ولوید نو د انګلستان دویم چارلیز هغه خپل ورور، د یارک ډوک ته ورکړ او نوم یې نیویارک وټاکل شو. د ۱۶۷۳ ز کال د جولای په میاشت کې دا ښار بیرته هالنډیانو ونیو او نوم یې له نیویارک څخه د یوه کال او درېو میاشتو لپاره نیو اورنج ته بدل شو؛ خو د ۱۶۷۴ ز کال د نوامبر له میاشتې راهیسې بیا د نیویارک په نوم یاد شو. نیویارک ښار له ۱۷۸۵ تر ۱۷۹۰ کال پورې د متحده ایالاتو پلازمېنه هم پاته شوی او له ۱۷۹۰ ز کال راهیسې د متحده ایالاتو تر ټولو ستر ښار پاته شوی دی. د ازادۍ مجسمه د هغو میلیونونو وګړو له خوا لیدل شوې چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د کښتیو په مټ امریکا ته راتلل. دا مجسمه د امریکا او د دې هېواد د ازادۍ او سولې نښه ګرځیدلې ده. په ۲۱مه پېړۍ کې، نیویارک د نړۍ په کچه د نوښت، تشبث او چاپیریالي تلپاتوالې او همداشان د ازادۍ او کلتوري تنوع د مرکز په توګه پاته شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې، د هغې سروې له مخې چې د نړۍ د ۴۸ ښارونو له څه باندې ۳۰۰۰۰ وګړو څخه واخیستل شوه، نیویارک د کلتوري تنوع لرونکي ښار په توګه وپېژندل شو. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د نیویارک په ښار کې زیاتره ولسوالۍ او تاریخي ودانۍ له هغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ له لسو غوره زیات لیدل شویو ګرځندوی سیمو دری یې تاریخي او مهمې نښې ګڼل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې له نیویارک ښار څخه د ۶۶.۶ میلیونه ګرځندویانو لیدنه ریکارډ جوړ کړ. د ټایمز څلورلاره د براډوي تیاتر د سیمې یو له رڼاوو ډک مرکز او د نړۍ په کچه د پیاده تګ یو له ګڼې ګوڼې لرونکې څلورلاره او د نړۍ یو له اصلي تفریحي مرکزونو څخه ده. د دې ښار زیاتره تاریخي او د لیدلو وړ ځایونه او ودانۍ، اسمان څکلي ودانۍ او پارکونه په ټوله نړۍ کې شهرت لري. د ایمپایر سټیټ ودانۍ د خپل لوړوالي او پراخوالې له کبله په نړیواله توګه شهرت لري. د منهاتن د املاکو بازار په نړۍ کې یو له لوړبیه بازارونو څخه دی. د نیویارک ښار سب وي (زیرزمیني) د اورګاډو د ۴۷۲ تمځایونو په لرلو او د شپې او ورځې له خوا د خدماتو په وړاندې کولو سره په ټوله نړۍ کې د لېږد رالېږد ستره شبکه لري چې په دې سره یې دې ښار ته هغه لقب هم ورکړی چې ورته د تل وېښ ښار اصطلاح کاروي. دغه ښار څه باندې ۱۲۰ کالجونه او پوهنتونونه لري، چې له هغې ډلې د کولمبیا پوهنتون، د نیویارک پوهنتون، د رک فیلر پوهنتون او د نیویارک د ښار پوهنتون هم شاملیږي چې په ټوله امریکا کې تر ټولو ستر ښاري دولتي پوهنتون دی. په نیویارک ښار کې د کوز منهاټن په سیمه کې وال سټریټ قرار لري، چې په نړۍ کې مخکښ مالي مرکز او همداشان له مالي اړخه تر ټولو ډېر ځواکمن مرکز ګڼل کېږی، چېرته چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر د ونډو بازار، یعنې د نیویارک د ونډو بازار او NASDAQ هم موقعیت لري.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
سرچينې
- ↑ "Why is New York City known as "the Big Apple" and "Gotham?"". Dictionary.com, LLC. نه اخيستل شوی June 16, 2011.
- ↑ "Showcase Destinations New York City: Capital of the World". Mpiweb.org. September 22, 1924. Archived from the original on September 30, 2011. نه اخيستل شوی June 16, 2011.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "About New York City". The City of New York. Archived from the original on April 7, 2014. نه اخيستل شوی June 16, 2011.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Eugene J. Sherman. "FORWARD New York – Capital of the Modern World". The Weissman Center for International Business Baruch College/CUNY 2011. Archived from the original on October 2, 2008. نه اخيستل شوی June 16, 2011.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "New York City: The Capital of the World". 2011 Viacom International Inc. Archived from the original on January 19, 2012. نه اخيستل شوی June 16, 2011.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ the Mayor, New York City Office of (January 8, 2010). "Biography". New York, City of. Archived from the original on March 17, 2010. نه اخيستل شوی January 8, 2010.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ پیوستون : 5128581 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ "World Urban Areas" (PDF). Demographia. April 2018. نه اخيستل شوی April 27, 2018.
- ↑ "10 Most Photographed Places in the World Will Surprise You". Travelzoo, Canadian Edition. May 24, 2018. نه اخيستل شوی March 25, 2021.
- ↑ "NYC Mayor's Office for International Affairs". The City of New York. Archived from the original on June 16, 2015. نه اخيستل شوی June 24, 2015.
- ↑ "DDC New York". Digital Diplomacy Coalition, New York. Archived from the original on July 27, 2018. نه اخيستل شوی August 11, 2018.
Established in 2014, DDC New York has partnered with the United Nations, major tech and social media companies, multiple governments, and NGOs to bring unique programs to the area community.
- ↑ Sherman, Eugene J. "New York - Capital of the Modern World". Baruch College - Weissman Center for International Business. Archived from the original on April 17, 2021. نه اخيستل شوی October 26, 2021.
- ↑ Roberts, Sam (2017-09-14). "When the World Called for a Capital (Published 2017)". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2021-03-16.
- ↑ "A 5-Borough Centennial Preface for Katharine Bement Davis Mini-History". The New York City Department of Correction. 1997. Archived from the original on October 23, 2011. نه اخيستل شوی October 26, 2011.
- ↑ Lubin, Gus (February 15, 2017). "Queens has more languages than anywhere in the world—here's where they're found". Business Insider. نه اخيستل شوی December 29, 2019.
- ↑ "More Foreign-Born Immigrants Live in NYC Than There Are People in Chicago". HuffPost. December 19, 2013. نه اخيستل شوی April 16, 2017.
- ↑ "Population of the United Kingdom by Country of Birth and Nationality". Office for National Statistics. نه اخيستل شوی October 26, 2021.
- ↑ Hoffower, Hillary; Borden, Taylor. "The top 10 cities in the world for billionaires, ranked". Business Insider. نه اخيستل شوی July 10, 2020.
- ↑ "History of New York City, New York". U-S-History.com. نه اخيستل شوی September 9, 2012.
- ↑ "Dutch Colonies". National Park Service. نه اخيستل شوی July 10, 2016.
- ↑ Fortenbaugh, Robert (1948). "The Nine Capitals of the United States". United States Senate. نه اخيستل شوی September 7, 2008.
- ↑ "Statue of Liberty". World Heritage. UNESCO World Heritage Centre 1992–2011. نه اخيستل شوی October 23, 2011.
- ↑ "Venture Investment—Regional Aggregate Data". National Venture Capital Association and PricewaterhouseCoopers. Archived from the original on April 8, 2016. نه اخيستل شوی April 22, 2016.
- ↑ "The Latest: US Says World Closer to Key Goal on Climate Deal". The New York Times. Associated Press. April 22, 2016. Archived from the original on April 25, 2016. نه اخيستل شوی April 22, 2016.
- ↑ Foderaro, Lisa W. (September 21, 2014). "Taking a Call for Climate Change to the Streets". The New York Times. نه اخيستل شوی April 22, 2016.
- ↑ Phillips, Kristine (July 8, 2017). "New York mayor on Germany trip: The world should know that Americans don't align with Trump". The Washington Post. نه اخيستل شوی July 9, 2017.
- ↑ Gleason, Will (March 11, 2019). "Citing its diversity and culture, NYC was voted best city in the world in new global survey". Time Out. نه اخيستل شوی May 19, 2019.
After compiling the thoughts of over 30,000 people, both from our NYC readership and half-a-world away, New York was voted the greatest city on the planet for 2019. In a hint as to why this happened, and why now, it also lead کينډۍ:Sic the categories of most diverse metropolis and best culture.
- ↑ Appleton, Kate; Beattie, Rich; Glover, Adrien; Matthews, Lyndsey; Orcutt, April; Pramis, Joshua; Shields, Ann (November 10, 2014). "The World's Most Visited Tourist Attractions—No. 3: Times Square, New York City—Annual Visitors: 50,000,000". Travel + Leisure. نه اخيستل شوی July 12, 2015.
No. 3 Times Square, ... No. 4 (tie) Central Park, ... No. 10 Grand Central Terminal, New York City
- ↑ "Times Square". Encyclopædia Britannica.
- ↑ "The Most Jivin' Streetscapes in the World". Luigi Di Serio. 2010. Archived from the original on September 21, 2014. نه اخيستل شوی May 10, 2011.
- ↑ "New York Architecture Images—Midtown Times Square". 2011 nyc-architecture. Archived from the original on January 25, 2017. نه اخيستل شوی May 10, 2011.
- ↑ Chauvin, Kelsy (March 15, 2019). "15 Things NOT to Do in New York City". Fodor's. نه اخيستل شوی March 23, 2019.
There are more than 8.6 million citizens of New York City, and they’re pretty much all in a hurry. They’re also shrewd, outspoken, and proudly able to survive in a metropolis that tends to punish the meek. The buzzing subway system alone is a symbol of how this city works: part ballet, part battlefield. Residents and visitors alike can see why New York is considered the greatest city in the world.
- ↑ Poliak, Shira. "Adjusting To New York City". Sun Sentinel. Archived from the original on December 3, 2015. نه اخيستل شوی November 1, 2015.
Additionally, the fast-paced lifestyle of New York City demands adjusting.
- ↑ Miller, Stephen (2016). Walking New York: Reflections of American Writers from Walt Whitman to Teju Cole. pp. 46, 50, 131. ISBN 978-0-8232-7425-3. نه اخيستل شوی May 10, 2017.
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ "Singapore transport minister says Suez block may disrupt supplies to region". Reuters. March 25, 2021. نه اخيستل شوی March 25, 2021.
A container ship, almost as long as the Empire State Building is high, is blocking transit in both directions through the Suez Canal, one of the world’s busiest shipping channels for oil and grain and other trade linking Asia and Europe.
- ↑ Lewis, Sophie (October 27, 2020). "Massive coral reef taller than the Empire State Building found off Australian coast". CBS News. نه اخيستل شوی March 25, 2021.
- ↑ "World's Largest Cruise Ship Is Size of Empire State Building". iHeart Media. March 28, 2018. نه اخيستل شوی March 25, 2021.
- ↑ "Manhattan, New York—Some of the Most Expensive Real Estate in the World Overlooks Central Park". The Pinnacle List. Archived from the original on November 29, 2014. نه اخيستل شوی November 24, 2014.
- ↑ Brennan, Morgan (March 22, 2013). "The World's Most Expensive Billionaire Cities". Forbes. نه اخيستل شوی July 6, 2013.
- ↑ Bird, Mike (September 22, 2015). "The 25 cities with the most economic power on earth". Insider. نه اخيستل شوی May 15, 2020.
- ↑ Florida, Richard (May 8, 2012). "What Is the World's Most Economically Powerful City?". The Atlantic (په انګليسي). نه اخيستل شوی May 15, 2020.
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- Pages with script errors
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- CS1: Julian–Gregorian uncertainty
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1566
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- د انځور خرابه اندازه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P138
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1376
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P150
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- جيو کوډونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P395
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- هغه مخونه چې کينډۍ:استوګنيزه سيمه مالومات کاروي د نامعلومو دلیلونو سره
- نخشه لرونکي مخونه