د انګلستان دویم جېمز
د انګلستان دویم جېمز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | لندن |
مړینه | |
تابعیت | انګلستان پاچايي |
ښځه | |
اولاد | |
پلار | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
سمول |
دویم او اوم جېمز ( د ۱۶۳۳ ز کال د اکتوبر له ۱۴ څخه د ۱۷۰۱ ز کال د سپټمبر تر ۱۶ پورې) د ۱۸۸۵ ز کال د فبروري په ۶ د خپل مشر ورور چارلز له مړینې وروسته د دویم جېمز په توګه د انګلستان او د ایرلنډ پاچا او د اوم جېمز په توګه د سکاتلنډ پاچا شو. نوموړی د ۱۶۸۸ ز کال په پرتمین انقلاب کې له دندې ګوښه شو. هغه د انګلستان، سکاتلنډ او ایرلنډ وروستی کاتولیک پاچا و. د نوموړي واکمني اوس مهال د مذهبي زغم په اړه د مبارزې له اړخه ستایل کېږي، خو په دې لړ کې نوموړي د ټولواکۍ او د پاچاهانو د الهي حق لپاره هم هلې ځلې وکړې د نوموړي ګوښه کېدو دیوې پېړۍ سیاسي او مدني کړکېچ پای ته ورساوه چې په تخت باندې د پارلمان برلاسي په ګوته کوي. [۲][۳]
جېمز د انګلستان، ایرلنډ او سکاتلنډ شاهي تختونه د خپل ورور څخه په دریواړو هېوادونو په پراخ ملاتړ په میراث یوړل، ځکه چې د الهي حق او زیږون پر بنسټ د وړتیا اصول په پراخه کچه خلکو ته د منلو وړ وو. د نوموړي شخصي کاتولیکیزم ته زغم په عمومي ډول د کاتولیکیزم په وړاندې زغم ته پراخ نه شو او انګلیسي او سکاټلنډي پارلمانونو د هغه دا ګامونه تصویب نه کړل. کله چې جېمز د فرمان له لارې د هغوی د پلي کولو هڅه وکړه، له غبرګون سره مخ شو. په دې توګه د مذهبي لیدلوري پر ځای سیاسي لیدلوری د نوموړي د ګوښه کېدو لامل شو. [۴]Script error: The function "sfnltr" does not exist.
د ۱۶۶۸ ز کال د جون په میاشت کې، دوه پیښو، اختلاف په ناوړین بدل کړ. لومړی، د جون په ۱۹ نېټه، د جېمز فرانسیس اډوارډ په نوم د جېمز زوی او وارث نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې د رومي کاتولیک د کورنۍ پیل و او د هغه انګلیسي کاتولیکه لور ماري او پروتستانت مېړه، د اورنج درېیم وېلیم یې محرومیت سره مخ کړل. دویمه پېښه د خیایت په شک د اوو د بېشوپ روحانیونو محاکمه وه، چې دا د انګلستان په کلیسا باندې برید وګڼل شو او د جون په ۳۰ ڼېټه د هغوی برائت په انګلستان کې د نوموړي سیاسي دریځ ونړاوه. په انګلستان او سکاتلنډ کې د کاتولیک ضد لاریونونو داسې انګېرنه را منځ ته کړه چې یوازې د تخت څخه د نوموړي ګوښه کېدل کولای شي د کورنۍ جګړې مخه ونیسي. Script error: The function "sfnltr" does not exist.
د انګلیس د سیاسي طبقې مخکښو غړو اورنج ویلیم ته بلنه ورکړه چې د انګلیس د تخت چارې په غاړه واخلي. کله چې نوموړي د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر په ۵ نېټه بریکسم ته راغی، پوځ جېمز پرېښود او نوموړی د دسمبر په ۲۳ نېټه فرانسې ته جلاوطن شو. د ۱۶۸۹ ز کال د فبروري په میاشت کې، د پارلمان یو ځانګړي کنوانسیون پرېکړه وکړه چې پاچا د انګلیس تخت "پرېښی" او ویلیم او ماري یې د ګډ پاچا په توګه په تخت کېنول، په دې توګه داسې اصل رامنځ ته شو چې واک له پارلمان څخه اخیستل کېږي، نه د زیږون پر بنسټ. د ۱۶۸۹ کال د مارچ په ۱۴ نېټه، جېمز د خپل سلطنت د بېرته لاسته راوړلو په هڅه کې ایرلنډ ته راغی، خو په ورته وخت کې په سکاتلنډ کې د خوځښتونو سربېره، د اپریل په میاشت کې د سکاتلنډ کنوانسیون د انګلستان په څېر پرېکړه وکړه چې دواړه دې هوکړې ته ورسېدل چې جېمز تخت "له لاسه ورکړی" او هغه یې ولیم ماري ته وړاندې کړ. د ۱۶۹۰ ز کال د جولای په میاشت کې د بوین په جګړه کې له ماتې وروسته، جېمز بېرته فرانسې ته ستون شو، چې نوموړي په سینټ ګرمین کې د خپل پاتې ژوند شپې او ورځې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې، او د څوارلسم لویز (لویي) له خوا ساتل کېده. د نوموړي مخالفین هغه زیاتره د یو ټولواک ظالم په توګه انګېرې. خو د شلمې پېړۍ په پیل کې، ځینې تاریخپوهان برعکس، نوموړی د مذهبي زغم د ملاتړ له امله ستایي. نورې وروستي لیکنې د پورته نظرونو تر منځ د هغه په اړه قضاوت کوي.
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]زېږون
[سمول]جېمز، د پاچا لومړي چارلز او د هغه د مېرمنې، هینریتا ماریا دویم ژوندی پاتې شوی زوی و، چې ۱۶۳۳ کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه د فرانسې د سینټ جېمز په ماڼۍ کې زیږیدلی و. په همدې کال په ورستیو کې نوموړي د کانټربري د انګلیسي کلیسا د روحاني، ویلیم لاد له خوا د تعمید غسل ترلاسه کړ. هغه د خپل مشر ورور، راتلونکي پاچا دویم چارلز، او د بکنګهم د ډوک دوه زامنو، جورج او فرانسیس ویلیرز سره یو ځای د خصوصي ښوونکو تر روزنې لاندې ونیول شول. جېمز د دریو کلنو په عمر، د مشر لوی امیر البحر (سمندروال) مقام ترلاسه کړ؛ چې دا چوکۍ یوازې د ویاړ پر بنسټ وه، خو شاهي نظام د بیارغونې څخه وروسته نوموړې چوکۍ هغه وخت د یو مهم دفتر په بڼه را څرګنده شوه چې جېمز ځوانۍ ته ورسېد. Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.
نوموړي د زیږون پر مهال د یارک د ډوک لقب ترلاسه کړ او په ۱۶۴۲ هغه ته د جورابو د نښان ویاړ ورکړل شو، او د ۱۶۴۴ کال په جنوري کې په رسمي توګه د یارک ډوک (شهزاده) شو. [۵]Script error: The function "sfnltr" does not exist.[۶]Script error: The function "sfnltr" does not exist.
د دریو پاچاهیو جګړې
[سمول]د ۱۶۴۲ کال په اګست میاشت کې، د لومړي چارلز او د هغه د مخالفینو ترمنځ په پارلمان کې اوږدې سیاسي شخړې د انګلستان لومړۍ کورنۍ جګړې لامل شوې؛ د اکټوبر په میاشت کې د ایج هیل په جګړه کې جېمز او د هغه ورور چارلز موجود وو او د پارلماني سپرو سرتېرو له خوا د نیول کېدو د وېرې له امله په سختۍ و توانېدل چې په تېښته بریالي شي. نوموړي څلور راتلونکي کلونو د شاهي جګړې د دوړان په پلازمېنه، اکسفورډ کې تېر کړل چې په دې ځای کې د ۱۶۴۲ کال د نومبر په ۱ نېټه هغه ته د پوهنتون له خوا د ټولنیزو علومو ماسټري ورکړل شوه د رضاکار په توګه یې د پیاده ځواکونو په کنډک کې د ډګرمن په توګه دنده پیل کړه. د ۱۶۴۶ کال په جون میاشت کې له تسلیمېدو وروسته، جېمز لندن ته یووړل شو او د سینټ جېمز په ماڼۍ کې د خپلو کوچنیو وروڼو هنري، الیزابیت او هینریټا سره و ساتل شو. Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.
پارلمان چې د لومړي چارلز او د هغه د ورور سره چې په فرانسه کې له لاس رسي څخه لري و، و نه توانېد هوکړې ته ورسېږي، نو له دې امله یې د جېمز د پاچا کولو په اړه فکر وکړ. په پایله کې، نوموړي ته د خپل پلار له خوا د تیښتې امر وشو. نوموړي د ۱۶۴۸ کال د اپریل په میاشت کې د جوزف بامپفیلډ په مرسته، په بریالیتوب له خپلو ساتونکو څخه تښتېد او د شمالي سمندرګۍ څخه په تېرېدو هاګ ته لاړ. د ۱۶۴۸ کال په دویمه کورنۍ جګړه کې له بریا وروسته، پارلمان د ۱۶۴۹ کال په جنوري کې لومړی چارلز اعدام کړ. د سکاتلنډ کانوېنتر رژیم دویم چارلز پاچا اعلان کړ او له اوږدو خبرو اترو وروسته یې هوکړه وکړه چې د انګلیس تخت ته د نوموړي د بېرته راستنېدو لپاره سرتېري چمتو کړي. د ۱۶۵۱ کال په سپتمبر کې یرغل په وورسټر کې په ماتې سره پای ته ورسېد. که څه هم چارلز په دې بریالی شو چې له نیول کېدو وتښتي او په پاریس کې جلاوطنه دربار ته ستون شي، شاهي پلوه ځوښت هم نا هیلی څرګند شو. [۷]Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.
په فرانسه کې جلاوطني
[سمول]جېمز چې د خپل ورور په څېر په فرانسه کې د پناه په لټه کې و، د تورین په مشرۍ په فرانسوي پوځ کې د فرونډ په وړاندې، او وروسته یې د خپلو هسپانوي متحدینو په وړاندې خدمت وکړ. د فرانسې په پوځ کې جېمز د جګړې د لومړۍ کرښو ریښتینې تجربه درلوده چې د یو لیدونکي په وینا، نوموړي هلته " خپل ځان ته جرئت و رکولو او د هر کار په ترسره کولو کې یې زړورتیا ښودله." د تورین اعتماد د دې لامل شو چې جېمز ته د ۱۶۵۲ کال په دسمبر کې د نیول شوي ایرلنډي کنډک مشري ورکړي او په ۱۶۵۴ کال کې د تورن جنرال په توګه وټاکل شي.Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.
چارلز په ورته وخت کې هڅه کوله چې خپل تخت بېرته ترلاسه کړي، خو فرانسه که څه هم د جلاوطنۍ کوربه و، د اولیور کروم ویل سره یې اتحاد کړی و. چارلز په ۱۶۵۶ کال د ملاتړ لپاره هسپانیا ته، چې د فرانسې دښمن هېواد و، ته مخ واړو او یو اتحاد یې را منځ ته کړ. په پایله کې، جېمز د تورین پوځ پرېښودو ته اړ او له فرانسې څخه وشړل شو. جېمز د خپل ورور سره د فرانسې په پرتله د هسپانیا د ډیپلوماتیکې ټاکنې په اړه شخړه وکړه. دوی چې جلاوطنه او بې وزله وو، د پراخو سیاسي حالاتو په اړه یې د پرېکړو لپاره لږ څه کولای شو، خو په پایله کې جېمز بروجېز ته لاړ او (د خپل کوچني ورور، هنري سره) په فلانډرز کې د کاندې د شهزاده تر مشرۍ لاندې د هسپانوي پوځ سره یوځای شو. نوموړي ته د تورن جنرال په توګه د برتانوي رضاکارانو د شپږو کنډکونو قومانده ورکړل شوه او د ډونس په جګړه کې یې د خپلو پخوانیو فرانسوي ملګرو پر وړاندې جګړه وکړه. Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.
په هسپانوي پوځ کې د خدمت په اوږدو کې، جېمز د دوو د شاهي پلوه ایرلنډي کاتولیک وروڼو، پیټر او ریچارډ ټالبوټ سره ملګرتیا پیل کړه، او د خپل ورور د انګلیسي کلیسا له سلاکارانو څخه یو څه جلا شو. په ۱۶۵۹ کال کې، فرانسوي او هسپانوي سوله وکړه. جېمز چې د خپل ورور د تخت د بیا ترلاسه کولو په شونتیا شک درلود، په هسپانوي سمندري ځواکونو کې یې د امیر البحر په توګه یې د یو وړاندیز په اړه فکر کاوه. بلاخره نوموړی له دې موقف څخه په شا شو او په راتلونکي کال کې په انګلستان کې حالات بدل شول، او دویم چارلز پاچا اعلان شو.Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.Script error: The function "sfnltr" does not exist.
سرچینې
[سمول]- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118711539 — د نشر نېټه: ۱۳ اپرېل ۲۰۲۴
- ↑ Quinn, Stephen. "The Glorious Revolution". Economic History Association EH.net. بياځلي په 3 January 2019.
- ↑ کينډۍ:London Gazette
- ↑ Harris, Tim; Taylor, Stephen, eds. (2015). The Final Crisis of the Stuart Monarchy. Boydell & Brewer. pp. 144–159. ISBN 978-1783270446.
- ↑ Weir, Alison (1996). 258. Britain's Royal Families: The Complete Genealogy. Revised Edition. Random House, London. ISBN 0-7126-7448-9.
- ↑ Weir, Alison (1996). 258. Britain's Royal Families: The Complete Genealogy. Revised Edition. Random House, London. ISBN 0-7126-7448-9.
- ↑ Miller 2000، م. 15.