د لویې بریتانیا ملکه، آن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


آن (۶ فبروري ۱۶۶۵ – ۱ اګست ۱۷۱۴ زکال) د ۱۷۰۲ زکال د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د انګلنډ، سکاټلنډ او ایرلنډ ملکه وه. د ۱۷۰۷ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه د اتحادیې د قوانینو له مخې، د انګلنډ او سکاټلنډ پاچاهۍ یو موټې شوې او د لویې بریتانیا په نوم یې واحد خپلواک هېواد رامنځته کړ. آن د لویې بریتانیا او ایرلنډ د ملکې په توګه په ۱۷۱۴ زکال کې تر خپلې مړینې پورې سلطنت وکړ.

آن د دویم چارلز د واکمنۍ پر مهال د هغه د کشري ورور جیمز په کورنۍ کې وزېږېده چې د هغه فرضي وارث و او رومن کاتولیک باور یې هغه مهال په انګلنډ کې محبوبیت نه درلود. د چارلز په امر آن او د هغې مشره خور مري د انګلیکانو په توګه را لویې شوې. مري له خپل پروتستانت هالنډي عمه زوی دریم ویلیام سره چې د اورنج شاهزاده و په ۱۶۷۷ زکال کې واده وکړ او آن په ۱۶۸۳ زکال کې د ډنمارک له شاهزاده جورج سره واده وکړ. په ۱۶۸۵ زکال کې د چارلز په مړینې سره جیمز واک ته ورسېد خو درې کاله وروسته په ۱۶۸۸ زکال کې د ګلاریوس (عظیم) انقلاب پر مهال له واکه ګوښه کړای شو او مري او ویلیام په ګډه سره واک ته ورسېدل. دغه دواړو خویندو په پیل کې نږدې اړیکه لرله خو له لنډ مهال وروسته د مري د مالي لګښتونو، وضعیت او د ملګرو د انتخاب له امله د دوی ترمنځ د نظر اختلاف پیدا شو او له یو بل جلا شول. ویلیام او مري اولاد نه درلود. په ۱۶۹۴ زکال کې د مري له مړینې وروسته ویلیام په ۱۷۰۲ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د هغې ځای ناستی شو او په یوازې ځان یې پاچاهي وکړه.

آن د خپلې واکمنۍ پر مهال د ټوري ګوند له اعتدال پلوه سیاستوالو سره لیوالتیا لرله او د هغې ډېری مخالفینو یا وېګانو د هغې انګلیکان مذهبي باورونه د خلکو پر وړاندې یادول. وېګان د هسپانیا د ځای ناستوب د جګړې پر مهال پیاوړي شول او د دې لامل وګرځېدل څو آن په ۱۷۱۰ زکال کې ډیری وېګان له دولتي دندو ګوښه کړي. د مارلبروګ له دوشس سارا چرچیل سره د هغې نږدې ملګرتیا د هغوی ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله ترینګلې شوه. دوشس په خپلو خاطراتو کې د ملکې په نامطلوب بللو له هغې خپل غچ واخیست هغه توصیف چې د ډېری تاریخ پوهانو له خوا هغه مهال ومنل شو؛ تر څو چې په شلمه پېړۍ کې پرې بیا کتنه وشوه.

آن د خپل ژوند په اوږدو کې له یو شمېر ناروغیو سره مخ وه او په دېرش کلنۍ کې په زیاتېدونکې توګه چاغه شوه. د اوولس ځله امېدوارۍ سربېره هغه له کوم لامل پرته مړه شوه او د ستورات کورنۍ د ورستۍ واکمنې په توګه د دې په مړینې سره د دغې کورنۍ سلطنت پای ته ورسېد. د ۱۷۰۱ زکال د حل او فصل د قانون له مخې چې ټول کاتولیکان یې له سلطنت څخه مستثنی کول، له هانوفر کورنۍ څخه د هغې د خاله زوی لومړی جورج د هغې ځای ناستی شو.

لومړی ژوند[سمول]

آن د ۱۶۶۵ زکال د فبروري په شپږمه د شپې په ۱۱:۳۹ بجو د لندن په سنت جیمز ماڼۍ کې وزېږېده، هغه د یورک د دوک (له دویم جمز او اووم جیمز وروسته) او د هغې د لومړۍ مېرمنې آن هایډي څلورمه ماشومه وه. د هغې پلار د پاچا دویم چارلز چې د انګلنډ، سکاټلنډ او ایرلنډ د دریو پاچاهیو پاچا و؛ کشری ورور و او مور یې د کلارندون د لومړي ارل، لارډ لومړي وزیر اډوارډ هایډي لور وه. د یورک دوک او دوشس دواړو اته ماشومان لرل خو آن او مري یې یوازني ماشومان و چې تر لویوالي یې ژوند وکړ. [۱][۲][۳]

په ماشومتوب کې آن د سترګو ناروغي لرله او سترګو یې له حده زیاتې اوښکې تللې هغه ناروغي چې د «ډیفلاکسیون» په نوم یادېږي. هغه د درملنې په موخه فرانسې ته ولېږل شوه او هلته یې له خپلې پلرنۍ انۍ هنریتا ماریا سره پاریس ته څېرمه په شاتو دوکلمبس سیمه کې ژوند وکړ. په ۱۶۶۹ زکال کې د انۍ له مړینې وروسته هغې له خپلې عمه هنریتان آن سره چې د اورلئان دوشس وه ژوند وکړ. په ۱۶۷۰ زکال کې د عمه له ناڅاپي مړینې وروسته انګلستان ته راوګرځېده. راتلونکی کال یې مور هم مړه شوه. [۴][۵]

هماغه ډول چې په سلطنتي کورنۍ کې دود و؛ آن او خور یې له پلار څخه جلا د لندن په ریچمونډ کې په خپل بل ملکیت کې را لوی شول. د دویم چارلز په امر له دې سره چې پلار یې کاتولیک و؛ هغوی د ډګرمن اډوارډ او مېرمن فرانسیس ویلیرز تر پالنې لاندې د پروتستانت په توګه را لویې شوې. د دوی زده کړو د انګلیکان کلیسا د باورونو په زده کولو تمرکز درلود. د لندن کشیش هنري کامپتون د آن د لارښود په توګه وګمارل شو. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۱۶۷۱ زکال په شاوخوا کې آن د لومړي ځل لپاره سارا جنینګز سره ولیدل چې وروسته د هغې نږدې ملګرې او یو له اغېزمنو سلاکارانو څخه شوه. جنینګز په ۱۶۷۸ زکال کې له جان چرچیل سره (چې بیا د مارلبروګ دوک شو) واده وکړ. د هغې خور اربیلا چرچیل د یورک د دوک معشوقه وه چې نوموړی بیا د آن تر ټولو مهم جنرال شو. [۱۱][۱۲]

په ۱۶۷۳ زکال کې کاتولیک مذهب ته د یورک د دوک د مذهب په بدلون ټول خبر شول او هغې له کاتولیکې شهزادګۍ ماري موډنا سره چې یوازې شپږ نیم کاله له آن مشره وه واده وکړ. دویم چارلز هېڅ قانوني اولاد نه درلود، همدا و چې د یورک دوک د هغه د ځای ناستو په کتار کې مخکې و او ورپسې د هغه د دوو ژوندیو لوڼو ماري او آن نوبت و – تر هغه مهاله چې هغه زوی نه لرلی. په راتلونکو لسو کلونو کې د یورک نوې دوشس ۱۰ ماشومان وزېږول خو ټول د زېږون او یا هم د ماشومتوب پر مهال مړه شول، هماغه و چې ماري او آن له خپل پلار وروسته د سلطنت د ځای ناستوب په کتار کې په یوبل پسې شول. داسې هر ډول نښانې شتون لري چې د آن د ژوند په لومړیو کې د آن او د هغې د میرنۍ مور ترمنځ اړیکې ډېرې ښې وې او د یورک دوک هم یو مسئولیت منونکی او مهربان پلار و. [۱۳][۱۴][۱۵]

مړینه[سمول]

د ۱۷۱۳ زکال د جنوري او جولای میاشتې ترمنځ آن نشو کولای په لار وګرځي. په کریسمس کې هغې تبه لرله او د ساعتونو لپاره بېهوښه وه، هغه چې لامل وګرځېده داسې ګنګوسې خپرې شي چې د هغې مړینه نږدې ده. هغه ښه شوه خو په مارچ میاشت کې بیا شدیده ناروغه شوه. د ۱۷۱۴ زکال د جولای په ۲۷مه د پارلمان د اوړي د رخصتیو پر مهال هغې هارلي چې پرې بې باوره شوې وه له خزانه دارۍ منفک کړ. د روغتیايي ستونزو سربېره چې ډاکټرانو یې هغه د دولتي مسایلو د عاطفي فشار له امله بللې هغې د کابینې د غونډې په شپنیو وروستیو دوه ناستو کې برخه واخیسته او د هارلي ځای ناستی یې وټاکه. دریمه غونډه هغه مهال چې نوموړې ډېره ناروغه شوه لغو شوه. هغې د ۱۷۱۴ زکال د جولای په دېرشمه د ګلوسسټر د مړینې په کالیزه کې د مغزي سکتې له امله د خبرو کولو وړتیا نه لرله او د خپلې خصوصي شورا په مشوره یې د خزانه دارۍ د مامورینو واګې د شروسبري لومړي ډوک چارلس تالبوت ته وسپارلې. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ان د ۱۷۱۴ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د سهار په ۷ نیمو بجو مړه شوه. د هغه یو ډاکټر جان اربوتنوت باور درلود چې د هغې مړینه له یو ځورونکي او خواشینونکي ژوند څخه د هغې د خلاصون په معنی وه. هغه جانتان سویفت ته ولیکل: «زه باور لرم چې یو ستړي مسافر ته خوب دومره خوندور نه دی لکه دې ته چې مرګ خوندور و». هغه د اګست په ۲۴ مه د ویسټ منیسټر کلیسا په سویلي لاره کې د خپل مېړه او زامنو په خوا کې خښه شوه. [۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Curtis, pp. 12–17; Gregg, p. 4
  2. Gregg, p. 4
  3. Green, p. 17; Gregg, p. 6; Waller, pp. 293–295
  4. Curtis, pp. 19–21; Green, p. 20; Gregg, p. 6
  5. Curtis, pp. 21–23; Gregg, p. 8; Somerset, pp. 11–13; Waller, p. 295
  6. Gregg, p. 5
  7. Curtis, pp. 23–24; Gregg, p. 13; Somerset, p. 20
  8. Curtis, p. 28; Gregg, p. 13; Waller, p. 296
  9. Somerset, p. 20
  10. Green, p. 21; Gregg, p. 5
  11. Curtis, p. 27; Green, p. 21; Gregg, p. 28
  12. Curtis, p. 34; Green, p. 29; Gregg, p. 28
  13. Weir, pp. 260–261
  14. Somerset, pp. 22–23
  15. Somerset, pp. 8–9
  16. Curtis, p. 193; Green, p. 282
  17. Curtis, p. 193; Green, pp. 294–295
  18. Green, p. 296; Gregg, p. 374; Somerset, p. 502
  19. Green, p. 300; Gregg, p. 378
  20. Harley's secretary Erasmus Lewis writing to Jonathan Swift, quoted in Gregg, p. 391 and Somerset, p. 524
  21. Green, p. 318; Gregg, pp. 390–391
  22. Gregg, pp. 391–392; Somerset, pp. 525–526
  23. Green, pp. 321–322; Somerset, p. 527; Waller, p. 328
  24. Gregg, pp. 392–394; Somerset, p. 528
  25. Quoted in Gregg, p. 394
  26. کينډۍ:London Gazette