ابوظبی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابوظبي
ابوظبی
Emirate of Abu Dhabi
د ابوظبی انځور
د ابوظبی انځور

عربي متحده امارات په نقشه کې

کورډېناټونه: ۲۴°۲۸′ شمال ۵۴°۲۲′ ختیځ / 24.467°شمال 54.367°ختيځ / 24.467; 54.367
له بریتانیا نه خپلواکی ۲ ډسمبر ۱۹۷۱
بنياد ايښودونکی پلار[۱]  د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ادارې وېش
هیواد کينډۍ:رده الگو

رده:الگو:داده‌های کشور

پلازمینه د:
حکومت
 • ډول مشروطه پادشاهي
 • امیر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان
 • ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان
سیمه
 • سیمه ۶۷٬۳۴۰ کلوميټر٢ (۲۶٬۰۰۰ میله  مربع)
لوړوالی 14 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د نفوس شميرنه (۲۰۰۸)
 • ټولټال ۱٬۹۶۷٬۶۵۹
 • د نفوسو کثافت ۲۹/کلوميټر٢ (۷۶/ميله مربع)
آخر معلومات
وخت زون UAE standard time (ه.ن.و۴+)
سيمييز د زنګ کوډ ۲ (۹۷۱)+
جيو کوډ 292968[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ابوظبی د عربي متحده اماراتو پلازمینه او لوی ښاردی.

ابوظبي ( په برتانوي انګلیسي: /ˈæbuːˈdɑːbi/، په امریکایي انګلیسي کې: /ˈɑːbuː/؛ په عربي کې: أَبُو ظَبْيٍ چې عربي تلفظ یې: [ɐˈbuˈðˤɑbi] دی) د عربي متحده اماراتو پلازمېنه او (له دوبۍ څخه وروسته) دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار همداراز د ابوظبي د امارت پلازمېنه ده. د ابوظبي ښار د فارس په خلیج کې له مرکزي لوېدیځ ساحل څخه لرې په یوه جزیره کې پروت دی. د ښار او امارت زیاتره اوسېدونکې په اصلي خاوره کې چې د هېواد له نورو برخو سره تړلې ده، مېشت دي. تر ۲۰۲۱ز کال پورې د ابوظبي ښاري برخې د ۱.۵ میلیونه په شاوخوا کې نفوس درلود، او یاد امارت په ۲۰۱۶ز کال کې ټولټال ۲.۹ میلیونه وګړي لرل. د ابوظبي د پانګه اچونې د ادارې مرکز په ابوظبي کې دی، او په ۲۰۲۱ کې د نړۍ په کچه د ملي شتمنۍ تر ټولو پنځم لوی صندوق و.

ابوظبي د نورو بېلابېلاو ملي شتمنیو د صندوق په ترکیب کې چې هلته شتون لري، پخپله له یو میلیارد ډالرو څخه د زیات ارزښت لرونکي تر ادارې لاندې جایدادونه لري.[۵][۶][۷][۸][۹]

په ابوظبي کې سیمه ییزو او د فدرالي دولت ادارو ته ځای ورکړل شوی او د متحده عربي اماراتو د دولت او د پترولیم د عالي شورا (Supreme Petroleum Council) کور ګڼل کېږي. دا ښار د متحده عربي اماراتو د امیر د اوسېدو ځای دی چې نوموړی د آل نهیان له کورنۍ څخه دی. د ابوظبي ګړندۍ پراختیا او ښاريتوب د نفتو او ګازو له لویو زېرمو او تولید او په نسبي ډول لوړ منځني عاید سره تړلي دي، چې نوموړی ښار یې په یو لوی او پرمختللي ښار بدل کړی دی. یاد ښار، د هېواد د سیاست او صنعت مرکز او د کلتور او سوداګرۍ لوی مرکز دی. ابو ظبي د عربي متحده اماراتو د شاوخوا ۴۰۰ میلیارده ډالري اقتصاد دوه پر دریمه برخه جوړوي. [۱۰]

تاریخجه[سمول]

د ابوظبي چاپېره سیمه د تاریخي تمدونونو له لرغونپوهنیزو شواهدو څخه ډکه ده، چې بېلګه یې د أُمّ الـنَّـار کلتور دی، چې دریمې مخزېږدې زریزې ته ور رسېږي. د ابوظبي له اوسني ښار څخه ډېر لرې د نوموړي امارت د ختیځو او لوېدیځو برخو په شمول نور مېشت ځایونه هم موندل شوي دي. [۱۱][۱۲]

رېښه پیژندنه[سمول]

ابو په عربۍ کې پلار ته ویل کېږي، ظبي هم غزال یا هوسۍ ته وایي چې ابوظبي د هوسۍ د پلار په توګه معنا کېږي. داسې انګېرل کېږي چې دغه نوم په یاده سیمه کې د هوسیو له ډېرالي سره او همداراز د شخبوط بن ذياب بن عيسى آل نهيان په اړه له یوې فلکلوري کیسې سره تړاو لري.[۱۳]

د آل نهیان منشا[سمول]

بني یاس قبیله په اصل کې د یاد امارت په لوېدیځه برخه کې د لېوا په واحه(شینلي) کې مېشته وه. دغه قبیله د ۲۰ فرعي څانګو په درلودلو سره په سیمه کې تر ټولو د پام وړ قبیله ګڼل کېده. په ۱۷۹۳ز کال کې د وخت واکمنې څانګې آل بوفلاح د فارس په خلیج کې د ابوظبي ټاپو ته هلته د رڼو اوبو د موندلو له امله، کوچ وکړ. په یاده څانګه کې د نسب په لحاظ لوړ مقام درلودونکې کورنۍ د نهیان کورنۍ وه، کومه چې اوس د ابوظبي واکمنه کورنۍ ده. [۱۴]

د ملغلرو سوداګري[سمول]

د ملغلرو د لامبو وهنې سوداګري د نفتو د زېرمو له کشف څخه مخکې یو عمده کاروبار و. د ملغلرو اړوند یوې سرچینې په حواله، د ملغلرو لپاره تر ټولو ښه موقعیت د فارس خلیج و. د ملغلرو لامبو وهونکو به له یوې تر دریو دقیقو پورې په اوبو کې غوټه وهله او دا کار به یې په ورځ کې تر دېرشو ځلو پورې کاوه. د هوا مخزنونه نه وو او هره بله مېکانیکي وسیله ممنوع کړای شوې وه. لامبو وهونکو له ځان سره یو د پزې ګیرا(پېنګ لرونکې ګېنه) او د لاسو په ګوتو او د پښو په بټې ګوتې چرمي پوښښ درلود تر څو یې د صدفو د لټون پر مهال ساتنه وکړي. لامبو وهونکو ته د ورځني کار په مقابل کې اجره نه ورکول کېده بلکې د اړوند موسم د عوایدو یوه برخه یې تر لاسه کوله.[۱۵][۱۶][۱۷]

د سولې ساحل[سمول]

په نولسمه پېړۍ کې، د فارس په خلیج کې د لویې برتانیې او د فارس د خلیج د عربو شیخانو تر منځ د یو لړ تړونونو (چې د سولو په نامه یادېدل او یاد ساحل ته یې نوم ورکړ) په پایله کې، برتانیه د سیمې په غالب ځواک باندې بدله شوه. له دغې دلچسپۍ نه د برتانیې اصلي موخه له سمندري غلو څخه هند ته د تلونکې سوداګریزې لارې ژغورل وو، له همدې امله د دغې سیمې پخوانی نوم "د سمندري غلو ساحل" و. وروسته له هغې چې سمندري غلا وځپل شوه، له دغې سیمې څخه د نورو ځواکونو لاس لنډولو ته د برتانویانو د ستراتېژیکې اړتیا په ګډون، یو شمېر نور ملحوظات مطرح شول. په ۱۹۴۷ز کال کې له هند څخه د برتانویانو په وتلو پسې ژر، برتانوي اصلي خاورې د فارس په خلیج کې د نفتو په زېرمو کې د لېوالتیا په لوړېدو سره په ابوظبي باندې خپل اغېز وساته[۱۸][۱۹]

د نفتو لومړني کشفیات[سمول]

د ۱۹۳۰مې زېږدیزې لسیزې له نیمایي څخه تر وروستیو پورې، د ملغلرو سوداګري په راښکته کېدو شوه او په دې سیمه کې د نفتو د احتمالي شته والي په تړاو لېوالتیا زیاته شوه. د ۱۹۳۶ز کال د جنوري په ۵مه نېټه د عراق د پطرولو له شرکت سره تړاو لرونکي د سولې د ساحل پطرولیم پراختیا محدود المسئولیت شرکت (PDTC) د واکمن شیخ شخبوط بن سلطان آل نهیان سره د نفتو د سپړنې په اړه یو امتیازي تړون لاسلیک کړ. ورپسې د ۱۹۳۹ز کال په جنوري کې یو د ۷۵-کلونو امتیاز لاسلیک شو. په هر ترتیب، له دې امله چې ځمکې یې بېدیایي وې، سپړنه له ستونزو سره تړلې وه. په ۱۹۵۳ز کال کې ډي آر چې اکتشافي شرکت (D'Arcy Exploration Company)، او د بي پي (BP) اکتشافي مټ یو ځای یو سمندری امتیاز تر لاسه کړ چې بیا وروسته یو بل شرکت ته چې د نوموړي امتیاز د علمیاتي کولو لپاره ځانګړی شوی و، ورکړل شو: یعنې د ابوظبي سمندري سیمو په نامه شرکت (ADMA) چې له BP او کمپاین فرانچیس دیس پترولس( چې وروسته یې د ټوټال نوم خپل کړ) سره په مشترک المنافع بڼه یوځای شول. په ۱۹۵۸ز کال کې، د ADMA شرکت په سمندر کې د کیندنې د یوې کړنلارې په کارولو سره، د اُم شایف په ساحه کې د ۲۶۶۹ مترو (۸۷۵۵ فټ) په ژوروالي کې نفت راووتل. په دغه کشف پسې په ۱۹۵۹ز کال کې د PDTC له خوا د موربان نمبر ۳. سمندري څا کشف شوه.[۲۰]

په ۱۹۶۲ز کال کې یاد شرکت د بو حصا ساحه کشف کړه او ورپسې ADMA په ۱۹۶۵ز کال کې د ضموک سمندري ساحه کشف کړه. نن ورځ، د یادو نفتی ساحو په څنګ کې د نفتو د تولید عمده ساحلي ساحې له عصاب، ساحل او شاه، او سمندري ساحې له البندق، ابو البوخوش څخه عبارت دي.[۲۰]

جغرافیه[سمول]

د ابوظبي ښار د عربي ټاپووزمې په سویل ختیځ د فارس له خلیج سره په مجاورت کې پروت دی. نوموړی ښار یوه جزیره ده چې له اصلي خاورې څخه له ۲۵۰ مترو (۸۲۰فټو) څخه لږ واټن لري او له اصلي خاورې سره د مقطع او مصفح پلونو په واسطه نښتې ده.  دریم د شیخ زاید په نامه پل، چې د زها حدید (عراقۍ-برتانوۍ مهندسه) په واسطه ډیزاین شوی، د ۲۰۱۰ په ز کال وروستیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ابوظبي ټاپو همداراز له سعدیات ټاپورسره د موټرونو د یو پنځه-لیکو لروکي پل په واسطه تړلې ده. د المفرق پل چې  د ۲۰۱۱ز کال په لومړیو کې تکمیل شوی و دا ښار له الریم ټاپو سره نښلوي. نوموړی پل یو څو پوړیز تبادلي پل دی او د موټرونو د تګ ۲۷ لیکې لري چې په یو ساعت کې شاوخوا د ۲۵۰۰۰ موټرونو د تګ راتګ زمینه برابروي. په دغه پروژه کې درۍ لوی پلونه شامل دي چې تر ټولو لوی هغه یې ۸ لیکې لري چې څلور یې د ابوظبي څخه د تګ او څلور یې ورته د راتګ لپاره ځانګړې شوې دي.[۲۱]

د ابوظبي د ښار لویه برخه په خپله په ټاپو کې د ننه واقع ده، اما نوموړی ښار په اصلي خاوره کې زیات شمېر نیمه ښاري ولسوالۍ لري، د بېلګې په توګه، د خلیفه ښار الف، ب، او ج برخې، د خلیفه ښار ال رها ساحل، ال باهیه ښار الف، ب  او ج برخې، ال شهامه، ال رحبه، د دوو پرونو په منځ کې؛ بانیاس، شمخا؛ الوثبه، او مصفح مسکونی سیمې. [۲۲]

د ابوظبي د خلیج اوبو د هند-آرام سمندرونو د شاکوپو ډولفینونو د نړۍ په کچه تر ټولو لوی نفوس ته ځای ورکړی دی. د ابوظبي د ټاپو په ختیځ کې په القرم کورنیس کې د ٱلْقُرْم ملي پارک پروت دی. ٱلْقُرْم په عربي کې د استوایي سیمو د ګڼ ځنګل په معنی دی.[۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. The World Factbook — د نشر نېټه: ۲۳ جنوري ۲۰۲۱ — دوتنه: Central Intelligence Agency — خپرونکی: Central Intelligence Agency او United States Government Publishing Office
  2. پیوستون : 292968  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. http://en.sistercity.info/sister-cities/Minsk.html
  4. Abu Dhabi, United Arab Emirates & Houston, Texas
  5. "How did Dubai, Abu Dhabi and other cities get their names? Experts reveal all". UAE Interact. 3 October 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Abu Dhabi Population 2019 (Demographics, Maps, Graphs)". World Population Review. 12 May 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Statistical Yearbook of Abu Dhabi 2018". scad.ae. 2016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Report:Visualizing The World's Largest Sovereign Wealth Funds". Saudi 24 News (په انګلیسي ژبه کي). 2020-08-16. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bloomberg (2021-03-02). "Wealth fund newbie comes into focus in Abu Dhabi's $1 trillion sovereign hub". Gulf Business (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Abu Dhabi economy grows 5.2 pct in 2013, slower than expected". gulfnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Annual Report 2017" (PDF), Department of Culture and Tourism – Abu Dhabi, 1, د کتاب پاڼې 119, 2017, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Potts, Daniel (2003). Archaeology of the United Arab Emirates. Trident Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "United Arab Emirates". مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Bani Yas". His Highness Sheikh Maktoum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Pearl Diving in the United Arab Emirates". Travel Tips – USA Today (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Trench, Richard (1995). Arab Gulf Cities. Oxford: Archive International Group. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Pearl Diving". His Highness Sheikh Maktoum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Trucial Gulf Sheikdoms and Great Britain Archived 24 June 2013 at the Wayback Machine.
  19. Morton, Michael Quentin (February 2016). Keepers of the Golden Shore: A History of the United Arab Emirates. London: Reaktion Books. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78023-580-6. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Morton, Michael Quentin, "The Abu Dhabi Oil Discoveries", GEO Expro article, issue 3, 2011.GEO ExPro – The Abu Dhabi Oil Discoveries Archived 17 February 2012 at the Wayback Machine.
  21. "Abu Dhabi Municipality | Media Center". Municipality of Abu Dhabi City. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Al Raha Beach Hotel ***** – Luxury Hotel Abu Dhabi – OFFICIAL SITE". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. WAM 2017 Abu Dhabi has world's largest population of humpback dolphins Archived 21 September 2017 at the Wayback Machine.. Emirates 24/7. Retrieved 21 September 2017
  24. Gulf News. 2017. Abu Dhabi proves a haven for humpback dolphins Archived 20 September 2017 at the Wayback Machine.. Retrieved 21 September 2017
  25. Sanker A.. 2017. Abu Dhabi leads world in humpback dolphin numbers Archived 21 September 2017 at the Wayback Machine.. Khaleej Times. Retrieved 21 September 2017