کازابلانکا
کازابلانکا (په عربي ژبه: دارالبیضا؛ چې معنی یې سپین سرای یا سپین کور دی) د مراکش تر ټولو لوی ښار او د دغه هېواد اقتصادي او سوداګریز مرکز دی. دغه ښار د مراکش د هېواد په مرکزي – لویدیځه برخه کې د چاویه یا الشاویه دښتې د آرام سمندر سواحلو ته څېرمه پروت دی چې د ښاري برخو د وګړو شمېر یې ۳.۷۱ میلیونه او په ټولیزه توګه بیا ۴.۷ میلیونه دی. له همدې امله د مغرب د سیمې تر ټولو ګڼ او همدارنګه د عربي نړۍ اتم لوی ښار دی.
کازابلانکا د مراکش اصلي بندري ښار دی چې د کازابلانکا بندر یې په افریقا کې یو له تر ټولو لویو مصنوعي بندرونو او همدارنګه په شمالي افریقا کې د منځني طنجه بندر (د طنجه ښار ختیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري) او د مصر له بورسعید بندر وروسته دریم لوی بندر دی. دغه ښار د مراکش د سلطنتي سمندري ځواک د اصلي سمندري اډې کوربه هم دی. [۱][۲]
کازابلانکا یو مهم مالي مرکز دی چې د ۲۰۲۳ زکال په سپټمبر میاشت کې یې د مالي بازارونو د نړیوالې طبقه بندۍ له مخې د بروکسل او روم ترمنځ ۵۴ ځایګی درلود. د کازابلانکا د اسهامو بازار د ۲۰۲۲ زکال له ډسمبر میاشتې راهیسې د بازار د ارزښت له مخې د افریقا د اسهامو دریم لوی بازار بلل کیږي. [۳][۴]
ډیری لوی مراکشي شرکتونه او ګڼ شمېر هغه امریکايي او اروپايي کمپنۍ چې په دغه هېواد کې فعالیت لري، مرکزي دفترونه او اصلي صنعتي تاسیسات یې په کازابلانکا کې دي. وروستۍ صنعتي ارزونې ښيي چې کازابلانکا د دغه هېواد اصلي صنعتي زون دی.
تاریخچه
[سمول]لومړنۍ تاریخچه
[سمول]دغه سیمه چې نن ورځ کازابلانکا بلل کیږي له میلاد څخه وړاندې اوومه پېړۍ کې د بربریانو له خوا تاسیس او همدوی په کې استوګن شول. وروسته بیا فینقیانو او بیا هم رومیانو له هغو څخه د یو بندر په توګه ګټنه کوله. لیکوال لیو افریقانوس د افریقا د توضېح (Description of Africa) په نامه خپل اثر کې لرغونې کازابلانکا د «آنفا» په نوم یاده کړې؛ هغه لوی ښار چې د ۷۴۴ زکال پر مهال د بربریانو د بورغواطه پاچاهۍ پر مهال تاسیس شو. هغه لیکلي چې انفا د حاصلخېزو ځمکو د لرلو له امله د آرام سمندر په سواحلو کې تر ټولو مخکې ښار و. دغه مهال بورغواطه پاچاهۍ د یو خپلواک دولت بڼه ومونده تر دې چې په ۱۰۶۸ زکال کې د آلموراویدانو له خوا ونیول شوه. د ۱۲مې پېړۍ پر مهال د بورغواطه پاچاهۍ له ځپلو وروسته په یاده سیمه کې د عربو بني هلال او بني سلیم قبیلې ځای پر ځای شوې؛ دوی له سیمه ئیزو بربرانو سره ګډ شول او سیمه په پریمانه کچه عربي شوه. د ۱۴مې پېړۍ پر مهال د مریندیانو تر واکمنۍ لاندې انفا د یو بندر په توګه اهمیت وموند. د مریندیانو واکمني بیا په ۱۴۶۵ زکال کې د یو وګړیز پاڅون په پایله کې راوپرځېده. [۵][۶][۷][۸][۹]
د پرتګال له خوا فتح او د هسپانیا اغېز
[سمول]د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې دغه ښار یوځل بیا یو خپلواک دولت وګرځېد چې د سمندري غلو او خصوصي جنګي بېړیو لپاره په یو خوندي بندر بدل شو. له همدې امله پرتګالیانو په ۱۶۴۸ زکال کې دغه ښار بمبار او ړنګ کړ. هغه نوی ښار چې د لرغوني ښار په خوا کې یې وده وکړه کازا برانکا بلل کېده او په پرتګالي کې یې معنی «سپین کور» وه.[۱۰]
دغه ښار بالاخره د ۱۷۵۶ او ۱۷۹۰ زکال ترمنځ د جورج واشنګټن د متحد او د مولای اسماعیل د لمسي سلطان محمد بن عبدالله له خوا د هغو هسپانویانو په مرسته ورغول شو چې دوی ته په نږدې سترواکۍ کې و. دغه مهال یې نوم دارالبیضا وټاکل شو چې د پرتګالي کازا برانکا عربي ژباړه وه.
استعماري ستونزې
[سمول]په ۱۹مه پېړۍ کې د دغې سیمې د وګړو شمېر مخ پر زیاتوالي شو ځکه چې دا د بریتانیا د نساجۍ د مخ پر ودې صنعت لپاره د ورېښمو په اصلي تولید کوونکې واوښته او همدارنګه ورته د بېړیو تګ راتګ زیات شو (په بدل کې بریتانیا ورته د شنو چایو صادرات پیل کړل چې د مراکش په ملي څښاک، مغربي جوهر لرونکي چای کې ترې ګټنه کېده). د ۱۸۶۰مې لسیزې پر مهال دلته شاوخوا ۵۰۰۰ تنه استوګن و او د ۱۸۸۰مې لسیزې په وروستیو کې شاوخوا ۱۰ زرو تنو ته ورسېدل. کازابلانکا هم د یوې منځنۍ کچې بندر په توګه پاتې شو او په ۱۹۰۶ زکال کې د فرانسې له نیولو او د فرانسوي استعمار ګرانو له راتګ څخه څو کاله وروسته یې د وګړو شمېر شاوخوا ۱۲۰۰۰ تنو ته زیات شو. دغه کچه تر ۱۹۲۱ زکال پورې ۱۱۰ زرو تنو ته ورسېده چې تر ډېره پورې یې د ساده استوګنځای لرونکو ښارګوټو له پراختیا سرچینه اخیسته. [۱۱][۱۲][۱۳]
د کازابلانکا بمبارد
[سمول]په ۱۹۰۶ زکال کې د الجزیراس هوکړې په مراکش باندې د فرانسې واکمنۍ ته رسمیت ورکړ؛ په دغه هوکړه کې درې اقدامات شامل وو چې په مستقیم ډول یې په کازابلانکا اغېز وکړ: دا چې فرانسوي افسران به ټول ګمرکي عملیات کنټرول کوي، د هغو عواید به د وثیقې په توګه د فرانسوي پورونو لپاره ضبط کوي او ګمرکي چارې به د مارکویني په نامه فرانسوي هولډېنګ کمپنۍ مخته وړي چې د بندر په پراختیايي چارو کې به هم ونډه اخلي، همدارنګه به په بندر کې د ګزمې او امنیتي چارو په مخه د پولیسو ځواک د فرانسې او هسپانیا له خوا روزل کیږي. [۱۴]
په بندر کې د اوبو د څپو د ماتونکي د جوړولو په موخه د ۱۹۰۷ زکال په جون میاشت کې د ډوکوویل کمپنۍ یوه نازکه د اوسپنې پټلۍ جوړه کړه څو دغه بندر د روچز نویرس د ډبرو له کان سره ونښلوي؛ دغه پټلې د لارې په اوږدو کې د سیدي بیلیوټ مشهورې هدیرې څخه هم تېرېده. د یادې هوکړې د اقداماتو او له دغې چارې سره په مقاومت کې د چاویه (الشاویه) قبیلې وګړو د هغو په لوکوموتیف یا اورګاډي برید وکړ چې د مراکشۍ استعماري فرانسوي کمپنۍ ۹ تنه کارګران – درې فرانسویان، ۳ ایټالویان او ۳ هسپانویان - په کې ووژل شول. [۱۵]
د دغې چارې په غبرګون کې فرانسویانو د ۱۹۰۷ زکال په اګست میاشت کې دغه ښار د ګڼ شمېر توپ لرونکو بېړیو پر مټ بمبار او خپل ځواکونه یې ښار ته دننه کړل چې له امله یې ښار ته پرېمانه زیان ورسېد او همدارنګه له ۶۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ مراکشي وګړي ووژل شول. اټکلونه د ټولیزو تلفاتو کچه تر ۱۵۰۰۰ تنو پورې ښيي. د ښار له بمبارۍ او د فرانسوي ځواکونو له ځای پر ځای کېدو وروسته په سیمه کې د نورو اروپایانو کورونه او د یهودانو مېلا استوګنځای لوټ او همدارنګه د یهودانو سیمې ته اور هم واچول شو. [۱۶][۱۷]
له دې امله چې اوجده له وړاندې څخه اشغال شوې وه، دغه بمبارد او پوځي برید د فرانسې له خوا د مراکش د نیولو لپاره د لویدیځې جبهې لار پرانیسته.
له خپلواکۍ وړاندې
[سمول]د ۱۹۴۰مې او ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال د کازابلانکا سیمه د فرانسوي ضد پاڅونونو اصلي مرکز وه.
د ۱۹۴۷ زکال د اپرېل په اوومه نېټه هغه مهال چې سلطان پنځم محمد چمتوالی نیو په طنجه کې د خپلواکۍ غوښتنې په موخه وینا وکړي، د فرانسوي استعماري ځواکونو په خدمت کې سینګالي وسله والو کارګرې طبقې ته اړوند ګڼ شمېر مراکشي وګړي ووژل؛ دغې چارې د خپلواکۍ لپاره غوښتنې لا تحریک کړې. [۱۸]
د ۱۹۵۲ زکال د ډسمبر له اوومې نېټې څخه تر اتمې پورې په کازابلانکا کې وروسته له هغه پاڅونونه وشول چې د تونسي کارګري اتحادیې غړی فرهت هاچد د فرانسوي استخباراتو د پټې ملیشه وسله والی ډلې (لاماین روژ) له خوا ترور کړای شو. ورپسې د ۱۹۵۳ زکال د ډسمبر په ۲۵مه نېټه (د کرېسمس په ورځ) محمد زرقطوني د سلطان پنځم محمد او د سلطنتي کورنۍ د اجباري تبعید له امله چې د همدغه کال د اګست په ۲۰مه (د لوی اختر په ورځ) له هېواده وشړل شول، د کازابلانکا په مرکزي بازار کې بمي چاودنې ترسره کړې. [۱۹][۲۰]
له خپلواکۍ وروسته
[سمول]مراکش په ۱۹۵۶ زکال کې له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته. له خپلواکۍ وروسته دوره د ښاري او همدارنګه د ټولنیزو اقتصادي بدلونونو د رامنځته کېدو شاهده وه، په ځانګړې توګه د حي محمدی په څېر نږدې سیمې چې په کلکه سره د نیولیبرالي سیاستونو او همدارنګه د دولتي ښاري پروژو تر اغېز لاندې وې. [۲۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Kjeilen, Tore (April 2020). "Casablanca". LookLex Encyclopaedia.
- ↑ mystarco (2022-04-07). "Top 10 ports in Africa in 2019 (by volume in TEUs) and port projects in West Africa". ACS Africa Container Shipping | Specialized logistic solutions provider (په انګليسي ). خونديځ د اصلي څخه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۳. لاسرسينېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "The Global Financial Centres Index 34" (PDF). www.longfinance.net. September 2023. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۶ جنوري ۲۰۲۴. لاسرسينېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Garikai Bonga, Wellington; Chimwai, Ledwin; Choga, Ireen (2022-12-23). "Investigating Stock Market Liquidity: Evidence from Zimbabwe Stock Exchange". DRJ Journal of Economics and Finance. 7 (2): 37. SSRN = 4310296 4310296 تأكد من صحة قيمة
|ssrn=
(لارښود). منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Vauchez, André; Dobson, Richard Barrie; Lapidge, Michael (2000). Encyclopedia of the Middle Ages. Editions du Cerf. مخونه 941. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57958-282-1. لاسرسينېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Britannica, Casablanca Archived 2016-08-04 at the Wayback Machine., britannica.com, USA, accessed on 7 July 2019
- ↑ S. Lévy, Pour une histoire linguistique du Maroc, in Peuplement et arabisation au Maghreb occidental: dialectologie et histoire, 1998, pp.11–26 (ISBN 84-86839-85-8)
- ↑ "Museum of History & Holocaust Education: Creating Community Collaboration". Kennesaw.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. لاسرسينېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Casablanca". Jewishvirtuallibrary.org. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ جولای ۲۰۱۱. لاسرسينېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Guide to places of the world. Reader's Digest Association. April 1987. مخونه 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780276398261. لاسرسينېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Srhir, Khalid Ben (19 April 2005). Britain And Morocco During The Embassy Of John Drummond Hay, 1845–1886. RoutledgeCurzon. مخونه 126. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-5432-4. لاسرسينېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Pennel, CR: Morocco from Empire to Independence, Oneworld, Oxford, 2003, p 121
- ↑ Pennel, CR: Morocco from Empire to Independence, Oneworld, Oxford, 2003, p 149.
- ↑ Adam, André (1968). Histoire de Casablanca, des origines à 1914. Éditions Ophrys. مخونه 107. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Adam, André (1968). Histoire de Casablanca, des origines à 1914. Éditions Ophrys. مخونه 112. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Hachim, Mouna (April 2020). "Casablanca, mon amour: Il y a 100 ans, le bombardement... Par Mouna Hachim, écrivain-chercheur". L'Economiste. خونديځ د اصلي څخه ۰۷ نومبر ۲۰۲۲. لاسرسينېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Adam, André (1968). Histoire de Casablanca: des origines à 1914. Aix-en-Provence: Ophrys. مخونه 133. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Evènements du 7 avril 1947 à Casablanca, un tournant décisif dans la lutte pour la liberté et l'indépendance". Atlasinfo.fr: l'essentiel de l'actualité de la France et du Maghreb (په فرانسوي ). 6 April 2016. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹. لاسرسينېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 25 December 1953 باندې). 16 Dead in Casablanca Blast.
- ↑ "7-8 décembre 1952 : Quand les Casablancais se sont soulevés contre l'assassinat de Ferhat Hached". www.yabiladi.com (په فرانسوي ). خونديځ د اصلي څخه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۸. لاسرسينېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Strava, C. (2021). Precarious modernities: Assembling State, Space and Society on the Urban Margins in Morocco. Bloomsbury Publishing. P. 3