د افغانستان جګړه (۲۰۰۱-۲۰۱۴)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
جګړه په افغانستان کی
برخه د افغانستان جګړه, او
د تروریزم پر وړاندې جهانی جنګ
2001 War in Afghanistan collage 3.jpg
د امریکایانو د جنګ یو نمونه
نېټه 7 اکټوبر 2001– 28 ډیسمبر 2014
ځای افغانستان
پايله
جنگ کونکې ډلې
افغانستان د افغانستان دولت
  • د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د طالبانو د بغاوت پيل
خلافت:
افغانستان طالبان

اتحادی ډلۍ


د طالبانو واړه ګروپونه

2001 یرغل:
افغانستان Northern Alliance

Coalition:
 د امريکا متحده ايالات
کينډۍ:Country data United Kingdom
کاناډا Canada
 Australia
کينډۍ:Country data Germany

2001 یرغل:
افغانستان د افغانستان اسلامي امارت

Flag of Jihad.svg القاعده

مشران او سرلښکران
افغانستان حامد کرزی
افغانستان اشرف غني

Coalition:
د امریکا متحده ایالتونه George W. Bush
د امریکا متحده ایالتونه Barack Obama
بريتانيه Tony Blair
بريتانيه Gordon Brown
بريتانيه David Cameron
کاناډا Jean Chrétien
کاناډا Paul Martin
کاناډا Stephen Harper
اسټريليا John Howard
اسټريليا Kevin Rudd
اسټريليا Julia Gillard
اسټريليا Tony Abbott
Gerhard Schröder
Angela Merkel
John F. Campbell
List of former ISAF Commanders

افغانستان ملا محمد عمر(وفات شوي, غیر جنگی)

افغانستان ملا اختر منصور 
افغانستان Abdul Ghani Baradar (اسیر)[4]
افغانستان Hibatullah Akhundzada[2]
افغانستان Jalaluddin Haqqani
افغانستان Obaidullah Akhund [4]
افغانستان Dadullah Akhund [4]
Gulbuddin Hekmatyar
Flag of Jihad.svg Osama bin Laden  
Flag of Jihad.svg Ayman al-Zawahiri


[[File:|22x20px|border |alt=|link=]] Haji Najibullah[5]

طاقت
افغانستان Afghan National Security Forces: 352,000[6]

ISAF: 18,000+[7]
Military Contractors: 20,000+[7]

افغانستان Taliban: 60,000
(tentative estimate)[8]

HIG: 1,500 - 2,000+[12]
Flag of Jihad.svg al-Qaeda: 50–100[13][14] ~ 3,000 in 2001[15]


[[File:|22x20px|border |alt=|link=]] Fidai Mahaz: 8,000[5]

زيان
Afghan security forces:

21,950 killed[16]
Northern Alliance:
200 killed[17][18][19][20]
Coalition
Dead: 3,486 (all causes)
2,807 (hostile causes)
(United States: 2,356, United Kingdom: 454,[21] Canada: 158, France: 89, Germany: 57, Italy: 53, Others: 321)[22]
Wounded: 22,773 (United States: 19,950, United Kingdom: 2,188, Canada: 635)[23][24][25]
Contractors
Dead: 1,582[26][27]
Wounded: 15,000+[26][27]
Total killed: 27,018

Total killed: 25,500–40,500[8][28]
ملکي وګړي ووژل شول : 26,270 (2001–2014)[16]

پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، ا فغان ولس او امریکا د ګډ دښمن له کبله یو بل ته نېژدې شول او امريکا د شورویانو پرضد پاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. د شورویانو له وتلو سره د امریکایانو پاملرنه له دې سیمې څخه د ختیزی اروپاپه لور شوه، چېرې چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه یوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول. خو په بل اړخ کې د شورویانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنی جګړی لمبې اوچتې شوې، چې له دریو کلونو وروسته یې په طبیعي توګه په یوه توند غبرګون کې یی له کندهاره د طالبانو تحریک راپورته چی د ملا عور په مشری وو راپورته کړ. کله چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، نو ځینې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه. په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ او بیا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې، چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغنديز بریدونه هم وشول؛ خو وروسته، چې په امریکا کې د ۱۱ سپتامبر برید وشو، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخېست او امریکایانو په همدې پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

د امریکا د راتګ وجه[سمول]

کله چې پر امریکا د سپتامبر د یولسمې نېټې برید وشو، نو د امریکا د هغه مهال ولسمشر “جورج بش” طالبانو ته د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۲۰مه لاندې وړاندیزونه وکړل کوم چی په لاندی شکل وو: )۱( طالبان دې امریکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري. )۲( له طالبانو سره چې څومره بهرنیان بندیان دي، خوشې دی یی کړي. )۳( طالبان دې ژر تر ژره د وسله والو جنګياليو د روزنې مرکزونه وتړي، ټول “ترهګر” او د دوی ملاتړي باید مناسبو چارواکو ته وسپاري امریکا ته بايد د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپل تحقیقات وکړي. خو طالبانو طالبانو بیا سملاسي د سپتامبر پر ۲۱مې دا وړاندیزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وویل، چې د سپتامبر د يولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دی؛ ځکه نو دوی نه شي کولی، چې اسامه امريکا ته وسپاري. وروسته بيا د اکتوبر پر څلورمه طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ، چې دوی چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شریعت تر چتر لاندې په یوه نړیواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خو دا وړاندیز د مشرف له خوا رد کړای شو. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي، خو په همدې ورځ امریکایانو بیا د طالبانو دا وړاندیز د افغانستان پر خاوره په هوايي بریدونو بدرګه کړ. د اکتوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بیا بل وړاندیز وکړ، چې که امریکا دوی ته ثبوتونه وړاندې کړي، دوی حتی دې ته هم چمتو دي، چې اسامه کوم بل دریم هېواد ته وسپاري. خو د امريکا ولسمشر دا ټول وړاندیزونه رد کړل او ویې ویل، چې که طالبان اسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکی دی. په دې توګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ. په نړيوالو قوانينو کې د امريکا د يرغل حيثيت: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د سپتامبر د ۱۱مې پر پېښه دوه غبرګونونه د ۱۳۶۸ او د ۱۳۷۳ قراردادونو په بڼه کې راڅرګند شول. په دغو دواړو قراردادونو کې يوه قرارداد هم پر افغانستان د یرغل اجازه نه ورکوله او نه هم دغو قراردادونو کومه تعرضي ژبه درلوده؛ بلکې په عمومي توګه يې يوازې په اصطلاح “ترهګريزې پېښې” او “ترهګر” غندلي وو. وروسته بيا په يوه بل ۱۳۸۶ قرارداد کې د ایساف ځواکونو رامنځته کېدل هم شامل وو، چې دا به په کابل او شاوخوا سیمو کې د امنیت او سولې لپاره میشت وي، خو دا قرارداد بیا د ۲۰۰۱ کال دسامبر پر ۲۰مه شوی و او پر افغانستان د امریکايي یرغل څو اوونۍ تېرې شوې وې. په نړيوالو قوانينو کې هم دا يو منل شوی اصل دی، چې هر فرد د خپلې کړنې مسؤول دی، چې د اسلام مقدس دين هم همدا راښيي. د ملګرو ملتونو د نړيوال قانون د ۱۴مې مادې له مخې که يو خوځښت يا ارګان چې په کوم هېواد کې دننه وي او يا د يوه هېواد تر ولکې لاندې سيمو کې کومه کړنه ترسره کوي، دا به د دولت د کړنو مترادف نه وي. دا چې د ستامبر په پېښه کې نه کوم افغان شامل و؛ نه امریکایانو د هغو کسانو په اړه کوم جامع ثبوتونه وړاندې کړای شول، چې د دوی پر اند د ستامبر په پيښو کې ښکېل وو، ان تر ننه پورې هغه ثبوتونه چې کولن پاول يې ژمنه کړې وه، خپاره نه شول؛ نو امریکا څرنګه پر یوه داسې هېواد برید وکړ، چې دې ته چمتو و، چې پر اسامه د شواهدو د وړاندې کولو په صورت کې، نه یوازې دا چې په خپل هېواد کې بلکې په کوم بل درېیم هېواد کې هم د هغه د محاکمې لپاره تیار و؟ د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د قانون په ۳۳مه ماده کې راغلي، چې د قضیو لوري باید تر ټولو لومړی د قضیې حل د خبرو اترو، پلټنو، د درېیم لوري په مرسته، په محکمه کې… او د نورو لارو پر مټ ولټوي، نه د زور له لارې. خو امریکا په بل اړخ کې د ۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبره رانیولې تر ۱۵ اکتوبر پورې د خبرو اترو لارې له بندو دروازو سره مخ کړې او یوازې یې د زور خبره کوله. همدا راز امریکایانو د ملګرو ملتونو د ۵۱ مادې له مخې، چې یوه هېواد ته د دفاع حق ورکوي، پر افغانستان یرغل وکړ. دا چې په دې بریدونو کې نه کوم افغان ښکېل و او نه د طالبانو اسلامي امارت، بلکې د اسامه د سپارلو په اړه طالبانو یوازې د شواهدو په اړه ټینګار کاوه، دا په هېڅ ډول هم د دې خبرې معنا نه لري، چې امریکا د هغه مهال د افغان دولت له خوا تر ګواښ لاندې وه. که څه هم امریکا مستقيماً د طالبانو تر ګواښ لاندې نه وه او نه هم طالبانو پر امریکا کوم برید ترسره کړی و؛ خو له دغو ټولو سره سره امریکا د غچ اخېستلو په دود، د ملګرو ملتونو د قانون له ماتولو سره د بې ګناه افغانانو د وينو پر بهولو پيل وکړ.

د افغانستان د جګړې موخې او پايلې[سمول]

ظاهراً پر افغانستان د امریکايي يرغل تر شا د اسامه بن لادن قضیه وه او همدا راز په دې جګړه کې د امریکایانو نورې موخې، د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول، بلکې خپله د طالبانو ختمول، د افغان اردو جوړونه او دغه راز د طالبانو د اسلامي امارت پرځای د یوه دېموکراتيک نظام رامنځته کول وو، چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي. که چېرې امريکا ته د اسامه ورسپارل له طالبانو څخه د امریکا يوازېنۍ تقاضا وه؛ نو په کار وه، چې د هغه له وژل کېدو سره امریکا نور له دې سیمې وتلې وای؛ خو خبره هومره هم ساده نه ده، بلکې امریکایان دلته نورې ډېرې پټې او ښکاره ګټې لري، البته په يوه توپير سره، چې دوی لا پر دې نه دي توانېدلي چې په کافي توګه خپلې څرګندې موخې خوندي یا ترلاسه کړي. په دغو څرګندو موخو کې د طالبانو او القاعدې ختمول وو، چې له یوې خوا طالبان ورځ تر بلې پياوړي کېږي او امریکایان ورسره ان له ۲۰۱۰ کال راهیسې په خبرو اترو مصروف دي او له بلې خوا القاعده شبکه هم د پخوا په څېر خپل فعاليت لري، بلکې د دوی انشعابي ډلې “داعش” په [[[عراق]] او سوريهکې تر پخوانيو ډلو زياته خونړۍ جګړه پيل کړې ده. د ځينې شنونکو په اند د دوی نورې موخې د چین، ایران او روسیې حصارول و، چې په دې موخو کې هم تر ډېره نه دي بريالي شوي او دوی دلته د منځنۍ اسیا بډايه منابعو راوستلي وو؛ خو د مغرورانه پاليسۍ له امله يې دا منابع یې هم نه دي ترلاسه کړي. اوس چې د امریکا پر جګړې ۱۳ کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امریکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امریکا لخوا پرې تقریباً یو تریلیون ډالره مصارف هم راغلي دي؛ خو نه د دوی په اصطلاح “تروریزم” ختم شو، نه طالبان! نه يې هم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې هم د یوه باثباته نظام بنسټ کېښودلای شوی؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلی، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، او ورځ تر بلې پکښی امنيت او ثبات خپل ځای ناامنيو او بې ثباتۍ ته پرېږدي. په دې جګړه کې لسګونه زره افغانان شهيدان شول. که څه هم د نړيوالو ځواکونو په بريدونو او بمباريو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرل سخت برېښي؛ خو ترڅنګ یې دا چې د دغو ملکي تلفاتو کچه معلومول ولې سخت دي؟ خپله د يوه امریکايي جنرال له دې مشهورې جملې، چې: “تاسو پوهیږئ موږ مړي نه شمېرو“ څخه هم جوتیږي. که دوی د مړو شمېرو ته پاملرنه نه کوي، نو د ملکي کسانو تلفات هم ورته د اندېښنې وړ نه دي. ستونزمنه ده، چې د امریکایانو د بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو په اړه دقیق ارقام جوت شي، البته په دې اړه ډېرو مرکزونو او ادارو څېړنې کړې دي لکه: یوناما، هیومن رایټس واچ، د افغانستان د بشري حقونو کمیسون، د یو شمېر پوهنتونو او نړیوالو ورځپاڼو ارقام او … خو دا څېړنې هم کاملاً يو طرفه او په يوه څېړنيزه ليکنه کې يې راوړل له انصافه لرې برېښي.

سرچینۍ[سمول]

سر چینی[سمول]


د اخځ ستونزه: <ref> tags exist for a group named "fn", but no corresponding <references group="fn"/> tag was found, or a closing </ref> is missing

  1. [[. Taliban storm Kunduz city. The Long War Journal.
  2. 2.0 2.1 The Taliban's new leadership is allied with al Qaeda, The Long War Journal, July 31, 2015
  3. (په 24 August 2015 باندې). Central Asian groups split over leadership of global jihad.
  4. 4.0 4.1 4.2 (په 29 July 2015 باندې). 'Afghan Taliban leader Mullah Omar is dead'.
  5. 5.0 5.1 (په 30 August 2013 باندې). Mullah Najibullah: Too Radical for the Taliban.
  6. (په February 2014 باندې). The Afghan National Security Forces Beyond 2014: Will They Be Ready?. Centre for Security Governance
  7. 7.0 7.1 (په 30 December 2014 باندې). The continuing US war in Afghanistan. World Socialist Web Site
  8. 8.0 8.1 Akmal Dawi . Despite Massive Taliban Death Toll No Drop in Insurgency. Voanews.com
  9. (په 14 July 2011 باندې). The Haqqani Nexus and the Evolution of al-Qaida. (PDF) Harmony Program. Combating Terrorism Center
  10. Reuters . Sirajuddin Haqqani dares US to attack N Waziristan, by Reuters, Published: September 24, 2011. Tribune.
  11. Perlez, Jane (14 December 2009). "Rebuffing U.S., Pakistan Balks at Crackdown". The New York Times. 
  12. (په January 16, 2015 باندې). Afghanistan after the Western Drawdown.
  13. Bill Roggio (په 26 April 2011 باندې). How many al Qaeda operatives are now left in Afghanistan? – Threat Matrix. Longwarjournal.org
  14. "Al Qaeda in Afghanistan Is Attempting A Comeback". The Huffington Post. 21 October 2012. Archived from the original on 10 December 2013. Retrieved 10 April 2014. 
  15. (په 6 May 2016 باندې). In Afghanistan, al-Qaeda is working more closely with the Taliban, Pentagon says. the Washington post
  16. 16.0 16.1 War-related Death, Injury, and Displacement in Afghanistan and Pakistan 2001-2014
  17. Morello, Carol; Loeb, Vernon (6 December 2001). "Friendly fire kills 3 GIs". Post-Gazette. Retrieved 2 October 2008. 
  18. Terry McCarthy/Kunduz (18 November 2001). "A Volatile State of Siege After a Taliban Ambush". Time. Retrieved 2 October 2008. [وژل شوي مخونه]
  19. John Pike (په 9 December 2001 باندې). VOA News Report. Globalsecurity.org
  20. . US Bombs Wipe Out Farming Village. Rawa.org
  21. . British soldier dies three years after Afghanistan shooting. BBC News.
  22. د اخځ ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named icas
  23. OPERATION ENDURING FREEDOM (OEF) U.S. CASUALTY STATUS FATALITIES as of: December 30, 2014, 10 a.m. EDT Archived 6 July 2009 at the Wayback Machine.
  24. Number of Afghanistan UK Military and Civilian casualties (7 October 2001 to 30 November 2014)
  25. . Over 2,000 Canadians were wounded in Afghan mission: report. National Post
  26. 26.0 26.1 . U.S. Department of Labor – Office of Workers' Compensation Programs (OWCP) – Defense Base Act Case Summary by Nation. Dol.gov
  27. 27.0 27.1 T. Christian Miller (په 23 September 2009 باندې). U.S. Government Private Contract Worker Deaths and Injuries. Projects.propublica.org
  28. Iraj . Deadliest Year for the ANSF: Mohammadi.